ماشومان څه شي ته اړتيا لري؟

يو شاعر وايي؛

ماشومان که د مشرق که د مغرب دي

د ژړا او د خندا انداز يې يو دی

ګورئ! ماشوم که د غريب وي يا د مالدار سړي زوی وي، د هغوی اړتياوې تر ډوډۍ، جامو او ارام ژوند پورې نه وي محدودې. هغوی توجه، مينې، دلاسې او عاطفې ته اړتيا لري. تاسې ازمېښت وکړئ، د مالداره سړي زوی ته يو دوې د مينې خبرې وکړئ، دلاسه يې کړئ؛ نو سړه او وچه ډوډۍ به هم درسره قبوله کړي او که د غريب سړي زوی ته دې په بې‌عزتي او غوسې خواږه او غوښې ورکړې، شايد هغه يې درسره قبولې کړي؛ مګر په زړه کې به يې د کرکې سيند درته په څپو وي.

ماشوم له دې سره زړه راښکون نه لري چې پلار يې د هغه لپاره څومره تکليف کوي او په څومره کړاو سره د اولاد لپاره پيسې ګټي او بيا خپلو بچيانو ته پرې خوراکي توکي او جامې رانيسي، خو نه داسې نه ده د ماشومانو غوښتنې نورې دي.

ماشوم غواړي چې له مور و پلار سره کېني، له هغوی سره خبرې وکړي او د هغوی خوږې خبرې واوري، هغوی غواړي چې په خپلو معصومو حرکاتو او وړو وړو خبرو باندې داد تر لاسه کړي، د کوڅې د نورو ماشومانو په څېر له مور وپلار سره ولوبېږي، له هغوی سره وخندېږي.

کله چې له ښوونځي څخه کور ته راستون شي، غواړي چې د ټولې ورځې ګزارش مور او پلار ته واوري، هغوی غواړي چې د شا و خوا ډېرو څيزونو په اړه له دوی ځنې پوښتنې وکړي او هغوی يې د دوی په څېر په معصومه او وړه ژبه پوه کړي، ځکه چې دوی ته په نړۍ کې هر شی نوی دی او که کوم شی پېژني هم، لکه نانځکه د هغې په اړه هم غواړي چې له دوی سره خبرې پرې وکړي.

اکثره ماشومان غواړي چې د پلار څپلۍ په پښو کړي او مزل پکې وکړي، هغوی په اصل کې جوتول غواړي چې د پلار د څپليو او بوټانو پښو کولو سره هغوی هم د پلار غوندې لوی شوي دي او په کورنۍ کې همدومره مقام لري.

زياتره مور و پلار د خپلو بچيانو معصومانه حرکتونه نه درک کوي، بلکې پر ځای د دې چې د دوی دا معصوم حرکتونه شاهانه وګڼي، نور يې پسې تهديدوي، دا رنګ ماشومان په خپل دې کوچني ژوند کې ډېر څه کول غواړي او که کار پرې وشي، کولای يې هم شي، خو مور و پلار، کورنۍ، چاپېريال او ټولنه دې ته نه وي جوړه چې زموږ د دې لولپه ټولنې دا کوچنی دې شهزاده واوسي او هيلې يې تر سره شي.

زموږ د ټولنې د داسې ماشومانو پر زړونو باندې د وخت له تېرېدو سره د وهم او ډار خپسې کېني، ماشومانه جذبات يې ساړه شي او بلا پوښتنې يې تر پايه پورې بې‌ځوابه پاتې شي. هغوی بيا هم غواړي چې د خپلو جذباتو اظهار په څه نا څه ډول وکړي، مګر يو غيبي لاس يې خوله ور پټه او ژبه يې ور وتړي. بيا که څوک هغه ته د څه ویلو يا د څه کولو موقع هم ورکړي، هغه د ويلو او کولو توان نه لري.

دا وړ بنديزونه کرار کرار د دوی له لويېدو سره د دوی په ذهنونو او زړونو کې ريښې کوي، يو وخت چې زلميان شي له نورو ډېرو ګناوو سره سره يې په زړه کې دا ارمان وي چې له خپل اولاد سره به کوم ډول ديکتاتوريک چلند وکړي. په پای کې ګورو چې يوه لويه ګناه جاريه ترې جوړه شوې وي.

تر ټولو بده دا ده چې د ماشومانو دا غبرګون د بدني ناروغيو لکه تبه، زکام، ټوخی او نورو په څېر نه ګورو او نه يې محسوسوو، بلکې دا د ماشومانو يوه داسې ناروغي ده چې د هغوی د ننه وجود لکه «واينه» يا چينجی چې لرګی وخوري، داسې وراسته کړي.

په ډېرو کورنيو کې به مو ليدلي وي چې خاوند او مېرمن يې په وړو وړو خبرو سره نښتي وي، دا يوه ورځ نه وي، هره ورځ دا حال وي او ماشومان د دوی دا حرکتونه تل څاري او ورسره لويېږي. د دې جنګ جګړو کومې منفي اغېزې چې پر ماشومانو غورځي، هغه يوازې ماشومان محسوسوي، خو له بده مرغه چا ته يې اظهار نه‌شي کولای او نه هم څوک د ويلو او اظهارحق ورکوي.

ګورئ! که تاسې ته په کور کې له مېرمنې يا له چا سره د جنګ جګړې او تېزې خبرې اړتيا وه؛ نو د خپلو ماشومانو پر وړاندې يې مه برسېره کوئ، خپل ماشومان له دې تريخ احساسه وژغورئ. زه دا نه وايم چې کورنۍ دې وي، جنګ جګړې او ستونزې دې نه وي، مګر زه بيا هم دا وايم چې يو لوستی پلار، يوه لوستې مور د خپلې کورنۍ او بچيانو لپاره دا زمينه نه برابروي چې خپلمنځي جنګ دې د دوی تر بچيانو او د کور دباندې ووځي.

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button