جمهوریت د ټولو افغانانو مسلم حق دی

سیدعبدالله پاچا

پرون مې پر فېسبوک د یوه طالب لیکنه لوسته، چې پر افغان حکومت یې انتقاد کړی و، چې ګواکې دوی د جمهوري نظام او بلخصوص د بیان ازادۍ ته ژمن ندي، په لیکنه کې دغه طالب کوشش کړی و، چې امارت تر جمهوریت موږ ته ښه او بهتر را معرفي کړي.

که څه هم د امارت او جمهوریت حقوقي چوکاټ تاسو ټولو ته واضح دی او په دې اړه تاسو مخکې له مخکې بهتر پوهېږئ. خو بیا هم ضرور ده، چې د دواړه چوکاټونو په اړه سم پوهاوی تر لاسه کړی، زه یې نن په حقوقي چوکاټ باندې بحث نه کوم، بلکې د بیان ازادۍ په اړه هغه څه ستاسو مخې ته ږدم، چې افغانانو د اماراتي حاکمیت او جمهوري حاکمیت لاندې تجربه کړي او لیدلي دي.

له تاسو ډېر به دغسې وي، چې هم یې د طالبانو د اماراتي حکومت تر چتر لاندې ژوند کړی وي او هم به یې د اوسني جمهوري نظام تر چتر لاندې ژوند کړی وي، که بیا ځینې یې ځوانان وئ، دا اوس هم طالبان شته او دوی پخپله ځان ته د افغانستان د اسلامي امارت خطاب هم کوي، تاسو یې کړنې وینئ. دغه طالب چې کوشش کوي، اماراتي نظام له جمهوري موږ ته ښه را معرفي کړي او یا پر اوسني حکومت انتقاد کوي چې رسنۍ ګواښي او د بیان ازادۍ ته ژمن ندی باور وکړئ، د دوی دغه احمقانه کار ته زما خندا راځي.

طالب جانه! ته په کومو سترګو او د کومو دلایلو پر اساس پر اوسني حکومت انتقاد کوې او وایې چې د بیان ازادۍ ته ژمن ندی، پر رسنیو، ژورنالېستانو او خبریالانو مرګوني بریدونه چا کړي او څوک یې کوي؟

څو کاله وړاندې د موبي ګروپ کاسټر موټر تاسو په بم وا نه الوځولو؟ چې په لسګونو ژورنالېستان او د طلوع او لمر ټلویزیونو کارمنان مو پکې شهیدان کړل او بیا مو د برید مسؤلیت په غاړه واخیسته او دوی مو د طالبانو په اړه په کومه ګستاخۍ تورن کړل؟ تېر شل کاله ستاسو د ځانمرګو بریدونو، بمي چاونو او ترورونو له وجې څومره خبریالان وژل شوي؟

په هر صورت تېر ته به نه ځو. ایله دا څو میاشتو کې تاسو د خبریالانو او بیان ازادۍ سره کومې کانې وکړې؟ په غور کې مو د یوې سیمه ایزې راډیو مسؤل مدیر بسم الله عادل ایماق په څومره سپین سترګۍ وواژه؟ کله چې د دوی کورنۍ ستاسو د قوماندانو نومونه واخیستل، ولې مو دوه میاشتې وروسته د دوی په کور ډله ییز برید وکړو او د دوی د فامیل پنځه نور کسان مو ور ووژل؟

په هلمند کې مو د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په پرله پسې توګه ګواښه او ورته ویل مو چې د هلمند د جګړې په اړه د طالبانو په ګټه راپور ور کوه، له ګواښونو خبره اخېر مرګ ته راغله. ومو واژه، ستاسو «طالبانو» هغه کسان چې الیاس داعي یې وژلی و، افغان ځواکونو ونیول په خپل جرم یې اعتراف وکړو دوی اوس هم د افغانستان د حکومت په ولکه کې دي.

همداسې په غزني کې د اې پي خبري اژانس خبریال رحمت الله نېکزاد وژونکي ونیول شول، تاسو طالبانو او د افغانستان ټول ولس له ټلویزیون ولیدل، چې هغه کسان و، چې څه موده وړاندې د طالبانو د پنځه زره بندیانو په لېست کې خوشي شوي و، همداسې په کابل کې یما سیاوش در واخلئ، په ننګرهار کې د ملالې میوند په شمول د انعکاس راډیو ټلویزیون د څلورو ښځینه کاروکوونکو بې رحمانه وژل، د تکړه لیکوال او ژونالېست ضیاء ودان په وژلو مو څومره خوشالي کوله، ستاسو ټول فېسبوکونه د ضیاء ودان د وژنې په خوشالۍ ګرم و. دا خو د هغه وژنو ایله یو کوچنۍ مثال و، چې تاسو کړي او در باندې ثبوت هم دي، ځینې تاسو پخپله منلي هم دي او توجیهات مو هم ورته ویلي دي.

راځم دې ته، حکومت که څه هم ستونزې لري، مګر د بیان ازادۍ لپاره سخت ژمن دی، کله کله خو اېما په رقم خلک ور باندې انتقاد هم کوي، چې حکومت هغه خلکو او رسنیو ته بیخي ډېره موقع ور کړې ده، چې پر حکومت نیوکې کوي، نیوکې خو لا څه ډېر وخت حکومت او د دې نظام چارواکو، ولسمشر د خلکو ښکنځلې هم زغملي دي، سالم انتقاد ته خو یې هر وخت مثبت ځواب ویلی دی او کوشش یې کړی دی، هغه کسان چې سالم انتقادونه کوي، رشد ور کړي، جرئت یې ور کړی دی، تاسو به په ډېرو ټلویزیوني بحثونو او مرکو کې لیدلي وي، خلک د ولسمشر نه څه رقم پوښتنې کوي او څه ډول انتقادونه ور باندې کوي، خو ولسمشر یې په پوره حوصله ځواب وايي، ایا د طالبانو ملا برادر به دغه پوښتنو ته ایله غوږ هم ونیسي، ایا دوی به د خلکو انتقاد واوري؟ ستاسو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم له څو ټلویزیوني بحثونه تېښته کړې ده، که نه درته یادیږي، هغه خبره یې در یاد کړی چې تخنیکي همکاران اشاره کوي. دغه ستاسو ویاند ذبیح الله مجاهد څومره خبریالان ګواښي.

تاسو د کومې رسنۍ سره رڼې او پاکې خبرې کړي دي؟ خو هر وخت چې راځئ په جنګ وئ. خبریال پوښتنو ته نه پرېږدئ. له مرکې وروسته یې ګواښئ، تر هغې مرکې ته نه حاضرېږئ چې خبریالانو ټولې پوښتنې در سپارلي نه وي.

هغه قلم جار خو به مو په یاد وي، چیشی مو نه ور باندې وکړل، یو قلم جار چې دماغي تکلیف یې لرلو ته ونه شو زغملی، کوم حالت مو په ده راوستو، د قلم جار له خبرې انکار هم نشئ کولئ، ځکه تاسو یې ویډیو په رسمي ډول خپره کړه، اوس هم په فېسبوکونو کې شته.

هغه سیمې چې ستاسو تر نفوذ لاندې دي، څه وضعیت حاکم دی، خلک ستاسو په اړه یوه خبره هم نشي کولای، که ویې کړي سبا نه وي. لږ په خپل ګرېوان کې سر ټیټ کړئ، تاسو افغاني ټولنې سره د ټولو نارواو زغملي یئ، همدا اوس ستاسو طرفداران په ټلویزیونو کې ستاسو په ګټه بحثونه کوي، په کابل کې یې کوي. هېڅوک هم څه نه ورته وایي، خو هېڅوک هم نشي کولای د جمهورت په ګټه ستاسو د نفوذ په ساحه کې بحث وکړي. شرم درته پکار دی، د خلکو خبرې خو تاسو بندوئ، غږونه خو تاسو خپ کوئ، تېرو څو میاشتو کې ۶۳ دیني عالمان وژلي، ایله پدې چې د سرتېرو جنازې یې کولې او یا په خطبو کې خلک سولې ته را غوښتل.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button