وېره څنګه وژلى شو؟

ليکوال : محمدآصف ” احمدزى”
دا بايد مونږ ټول ومنو چې وېره شته، کله چې منفي خيالونه موجود وي، نو طبعأ چې وېره به هم وي، ځکه وېره د منفي فکرونو زېږنده ده.
کله چې مونږ او تاسې د ورځينيو کارونو په کول اقدام کوو، د کارونو له پيل کېدو مخکې يو ډول وېره را پيدا کيږي؛ چې دا وېره د پرمختګ لومړى دوښمن دى. که دا وېره د کار له پيل کېدو مخکې ډب نه شي، هيڅ کله به خپلو کارونو کې بريالي نشو. په پيل کې دا پوښتنه را ولاړيږي. وېره څنګه وژلى شو؟
راځئ چې وېره ووژنو!
ډېوېډ شوارتز خپل د لوى فکر جادو کتاب کې ليکلي: (( د پراشوټ يوه روزونکي راته کيسه کوله چې خپله راټوپ کول دومره سخت نه دي، له دې ټوپ کولو وړاندې حالت سړى خوري. زه هڅه کوم چې له ټوپ کولو وړاندې وخت ډېر زر تېر شي. زياتره وخت خلک د دې ټوپ په پايلو دومره فکر وکړي چې وېره ورته پيدا شي او له کاره يې وغورځوي.
که مونږ يې دې کار ته تيار نه کړو چې راتلونکي پرواز کې ټوپ کړي، نو ښايي بيخي دا کار پرېږدي. څومره چې تاسې د ټوپ او الوت شېبه ځنډوئ، هومره در باندې وېره ډېره سپرېږي.))
د وېرې ختمولو او په ځان باور پيدا کولو لپاره هر کار چې پر وړاندې مو وي پيل يې کړئ، لټي او بهانې پرېږدئ؛ ځکه چې بهانې او لټي خپله وېره رامنځته کوي.
که غواړئ د وېرې ( ډار ) مخه ډب کړئ لاندې مهارتونه پيدا کړئ، کېداى شي ښودل شوي مهارتونه ستاسې وېره ووژني!
د کار پر وړاندې ژر اقدام وکړئ
دا په ياد ولرئ تر څو چې د کار پر وړاندې ژر اقدام ونه کړئ، هيڅ وخت به د وېرې مخه ډب نه کړئ.
که ژر اقدام ونه کړئ، د وېرې پر مهال هر څومره انرژي او ډاډ چې لرئ هغه هم له منځه ځي، ځکه وېره انرژي ختموي او د انرژى تر څنګه ستاسې ډاډمنتيا هم د وخت په تېرېدو له منځه ځي.
د وېرې ختمېدو په پاره ښه به دا وي چې تاسې ژر اقدام وکړئ، ځکه اقدام مو وېره وژني.
زما يو ملګرئ و، د خپلې څلورکلنې تحصيلي دورې د پاى ته رسېدو په پاره يې له موضوع څخه دفاع کوله، ډېر وېرېددلى و. د موضوع له دفاع کولو څو ساعت مخکې يې له ځان څخه ځينې پوښتنې کولې : په تالار کې به د ښوونکو او نورو زده کړيالانو پر وړاندې څنګه موضوع تحليل کوم؟
زما مونوګراف به د ښوونکو پر وړاندې ښه وارزول شي!؟ آيا زما مونوګراف به ومنل شي؟ … دې ته ورته نورې پوښتنې يې هم تکرارولې. حال دا چې دا رنګه پوښتنو دده وېره لا زياته وله، ملګرى مې تر دې اندازې راغئ؛ غوښتل يې چې د وېرې ختمېدو لپاره ګولى وخوري.

کله چې د مونوګراف د دفاع لپاره د دريځ مخې ته لاړ، په پيل کې د موضوع د پېژندګلوى په وړاندې کولو کې ښه و، خو د موضوع په تحليل او د پوښتنو په ځوابونو کې پاتې راغئ.
هيڅ کله مه وېرېږئ، د وېرې پرځاى اقدام وکړئ ځکه ستاسې وېره تاسې ته حرکت نشي در کولاى بلکې ستاسې اقدام تاسې ته حرکت درکولاى شي.
پر ځان باور پيدا کړئ
څنګه چې غواړئ همغه شان جوړېږئ که ماته احساسوئ بې له شکه چې ماته به خورئ او که برى احساسوئ، نو بريا ته رسېدل به هيڅ ستونزمن نه وي، ان شاءالله چې رسېږئ به.
که غواړئ وېره ووژنئ د کار له پيل کولو مخکې پر ځان باور پيدا کړئ، ځکه باور ستاسې وېره وژني او د وېرې وژلو سره سره تاسې لا د خپلو کارونو پر وړاندې ځواکمن کوي.
همدارنګه کله چې تاسې پر ځان باور ولرئ؛ همدا باور بيا تاسې ته د وېر په مقابل کې د کار کولو او بريا ته رسولو انرژي درکوي.
د حل لارو په لټه کې اوسئ
د کومو کارونو په وړاندې چې وېره لرئ د وېرې پر ځاى يې د حل لارو په لټه کې شئ؛ ناممکنه خبره به وي چې د يو کار حل لار دې پيدا نشي.
که تاسې وغواړئ د ستونزو په پاره حل لارې پيداکړئ، حتمن يې پيدا کولاى شئ. برعکس که حل لارې پيداکول ونه غواړئ نو هيڅ کله به يې پيدا نه کړئ.
نوټ :
تل کوښښ وکړئ چې د وېرې مخ ډب کړئ که د وېرې مخ ډب نه کړئ، هيڅ کله به تاسې پرې نږدي چې له شته فرصتونو ګټه واخلى.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button