په اسلام کې د ولسواکي تصور

زبیر افغان

د اسلامي قانون د نزول او غوړېدا پر مهال عربي ټولنه نسبي ولسواکي وه، دار الندوه د مکیانو د پارلمان غونډې کېدلې؛ خو ور سره څېرمه فارسي او رومي معاشرو کې مطلق استبداد حاکم او د ولسواکي تصور هم نه شو کېدای. په همدې سيمه کې چې کومو قومونو ديني جنبه در لوده لکه یهود او نصارا هغوی بیا ديني استبداد حاکم کړی او د هر انسان خوله يې په همدې خبره وربندوله چې دا کار یا وینا له دینه بغاوت دی. د اسلام قانون قران او پيغمبر محمد رسول الله ص دې سیاسي او د دين تر نوم لاندي مطلقې زورواکي ته د پای ټکی کېښود، قران د دې پيغام په ور کولو چې په دنیوي چارو کې له دوئ سره مشوره کوه(ال عمران: ۱۵۹) دین له دنیاوي چارو بېل او د دين خپله دائره يې وټاکله، څو بیا انسانان د ديني جامې په ور اغوستلو پر خلګو خپله زورواکي ونه تپي.

رسول الله ص د ديني زورواکو هغه راز افشا کړ چې هر کار به ېې د دين تر نامه لاندي پر خلګو ناروا کاوه، کله چې قران او رسول ص د ديني احکامو بریدونه وټاکل او په دنیوي چارو کې يې خلګو ته ازادي او د خپلو مشورو پر بنسټ د کار پر مخ وړلو اختیار ور کړی، نو د مکيوالو د قدرت وړه جزیره له خطر سره مخ شوه له دې امله يې د اسلام مخالفت وکړ، یهودو او نصاراوو چې خپله ديني زورواکي په خطر کی وليده هم يې د رسول الله ص له پيروي سرغړونه وکړه او د دين په اړه احکام، الهي پيغام او د رسول راتګ يې يوازي د اهل کتابو ځانګړنې وګڼلې او خپل مخالفت ته يې ادامه ور کړه.

که خلګو هر څومره مخالفت کاوه نو قران او رسول الله ص خپلې تګلارې ته بدلون ور نه کړ او خپلو پيروانو ته يې هم د ثابت قدمي امر وکړ. رسول الله ص چې کله مدينې ته هجرت کاوه نو هم يې د مدينې له ولسي استازو سره مشوره وکړه، د هغوی په خوله يې دا پيغام د مدينې ولس ته ورساوه او چې کله درېيم ځل هم هغوی مثبت ځواب ور کړاو د مدينې تر اتیا زیاتو استازو رسول الله ص ته ډاډ ور کړ نو رسول الله ص د ولس په ملاتړ او مشوره د خپل دعوت مرکز مدينه وټاکله او له خپلو ملاتړو سره يې هلته هجرت وکړ.(سېرت ابن هشام، د لومړي، دویم او درېيم بیعت بحث)

د بدر تر ارزښتمنې غزا وروسته رسول الله ص د دښمن اویا کسه بندیان ونیول چې يو شمېر يې ډېر مهم کسان هم وو. تر هجرت وروسته له مکیانو سره د مسلمانانو دا لومړی لوی ټکر وو چې زیات شمېر ځاني او مالي زیانونه يې له ځان سره درلودل. که حالات هر څومره ترينګلي، دښمنان هر څومره زیات او د ګواښونو له ډېر خطر سره مسلمانان نور هم مخېدل، خو بیا هم رسول الله ص د بندیانو په اړه د مهاجرو او انصارو له ولسي استازو سره سلا مشورې وکړې او د ولس په انتخاب يې د مکیانو لپاره اسانه لار غوره کړه، چې هر سړی بايد د فديې په ور کړه ځان ازاد کړي.(مسلم: ۱۷۶۳)

د خندق د تاریخي غزا پر مهال رسول الله ص خپل ولسي مشاورین را غونډ او بیا يې د مکیانو د پلان او جنګ په اړه معلومات ور کړل او له مدينې و ځانونو يې د دفاع په اړه مشورې هم ترې وغوښتې. د نظرونو تر زیاتې تبادلې وروسته ایراني اصله صحابي سلمان فارسي رضی الله عنه يو وړاندیز وکړ چې د دښمن او زموږ تر منځ دې يو خندق وکښل شي څو زموږ لپاره د مدينې ساتل اسانه کړي او بیا يې د خندق د مخينې، فایدو، د دفاعي اسانتیا او نورو جزیاتو په اړه خبرې وکړې چې د مشورتي غونډې دا وړاندیز خوښ شو او رسول الله ص يې په عملي کولو لاس پوري کړ.(نبوي غزاوې، د استخباراتو خبر او د رسول الله تیاري، مخ: ۲۰۵)

د همدې خندق د غزا پر مهال رسول الله ص په پټه وغوښتل چې د دښمن تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي، يوڅو کورنیو ته يې وعده ور کړه چې د مدينې درېيمه حاصلات به ور کړي البته په دې شرط چې د مکیانو ملګرتیا همدا نن ایله کړي، کله چې هغوی تیاري وښوده نو رسول الله ص د اوس او خزرج مشرانو ته یادونه وکړه چې داسې پلان مې تیار کړی که مو خوښه وي عملي به يې کړو؟ هغوی پوښتنه وکړه چې د الله له لوري امر دی او که ستا مشوره؟ رسول الله ص وویل: نه شرعي امر نه دی بلکې جګړه ییز تکتیک دی. نو دوی په يوه خوله ورته وویل چې موږ قسم دی که جاهلیت کې هغوئ ته باج ور کړی وي، د مسلمانۍ په دې دور کې خو يې تصور هم نه شو کولای، کله چې رسول الله ص د هغوی دا ټينګ دريځ وليد نو له خپل پلان څخه په شا شو.(نبوي غزاوې: ۲۲۲)

د حنین تر غزا وروسته د بندیانو په اړه رسول الله ص له همالته موجودو اصحابو پوښتنه وکړه چې په ځواب کې يې ګڼ ږغونه پورته شول او رسول الله ص ته يې فهمول و بېلول دواړه مشکل شول، نو خلګو ته په وینا کې يې وویل: تاسو خپل استازي ما ته را ولېږئ څو ستاسو پيغام ما ته راوړي او په خبره سره پوه شو. د ولس له منځه استازي رسول الله ص ته ورغلل او تر مشورې وروسته نیول شوي ټول بندیانو د ولس په اجازه رسول الله ص خوشي کړل.(نبوي غزاوې: ۴۰۰)

پاس را وړل شوې نمونې د قران او پيغمبر هغه بېلګې دي چې په اسلام کې د ولسواکي تصور ترې جوتېږي، دا بېلګې موږ ته په ګوته کوي چې ولس ته ازادي لومړی قران او د هغه راوړونکي پيغمبر ور کړې وه، که موږ په قران او د رسول الله په تګلاره کې فکر وکړو نو را ته ثابتېږي چې ولسواکي او د رایې ازادي د اسلام په لومړي سر کې رامنځ ته شوې، پالل شوې او په هر ډول حالاتو کې دې اصل ته قران او رسول ص پابند پاته شوي دي. البته څوک چې له دې اصله انکار کوي او د حل و عقد د شورا په اړه ټینګار لري هغوی هم باید پوه شي چې دا شورا خپله د ولسواکۍ يوه نمونه ده، په دې شورا کې هم د ولس استازي وي، د ولس پيغام به را وړي او د ولس په خوښه به پرېکړه کېږي. زما په ګومان شخړه له ځينو ټکو پرته پر الفاظو ده نه پر حقیقت.

که حل و عقد شورا د وخت حاکمان ټاکي یا د هغوی د خوښې کسان ورته راځي، بیا له ملت سره د مشورې نوم نه شي ور کول کېدلای. قران کریم رسول الله ص له مسلمانانو سره په مشوره امر کړی دی، یعنې هغه کسان چې رسول الله ص پر حاکم و، که د اوس وخت حاکمان له خپل ولس سره مشوره نه کوي، پرېکړې په خپل سر کوي، مشورې ته د هغوی د خوښې کسان ورځي، اما د نن پرېکړې او اعمال يې د دې سبب کېږي چې سبا يې ولس ته زیان رسېږي، تاوان يې ولسونه ګالي خو په تصمیم نیولو کې ولس ته واک نه ور کول کېږي، دا که په هر نوم یاده شي، نه شرعي بلله کېدلای شي او نه قانوني و ملي.

له اوسنیو چارواکو سره پر دې جنجال نه شته چې په کوم نوم د ولس استازي را غونډوي، د حل و عقد نوم ور کوي، که د مشورتي جرګې یا ولسي جرګې، عربي نوم يې خوښ وي که انګلش، نوی نوم ورته ټاکي که په زاړه اکتفا کوي، اما ماهیت مهم دی او هغه باید له منځه ولاړ نه شي. هر حکومت په خپل وخت کې هڅه کوي چې له دغه ملت څخه نمایندګي وکړي، نو یوازې تمثیل کفایت نه کوي، باید په عمل کې دا ثابته کړي چې د ولس نمایندګي کوي او هر څه يې د ولس په خوښه او مشوره دي. داسې باید ونه شي په واک کې ولس ونډه نه لري، بې برخې شي، محکوم شي او وځپل شي، خو د وخت چارواکي چې هر څه کوي د هغو اعمالو سزا يې ملت ویني، لکه زموږ په تېر تاریخ کې چې له بده مرغه موږ د دې ګڼې بېلګې لرو.

د هر نظام رهبري چې خپل سرې پرېکړې کوي، ولس او خدای ته به پړه وي؛ په خاص ډول د تیوکراسي نظامونه چې پر ولس يې خپل ځان د خدای د خوښې له مخې ور تپلی وي. زموږ د ملت بدمرغي داده چې په هر نوم نظام راغلی، رهبرۍ يې د خپلې خوښې پرېکړې د ملت په نوم کړې او په لنډ وخت کې يې تاوان هم هغوی ته رسېدلی او هم يې ملت ډېر دروند قیمت ادا کړی دی. د چارواکو پرېکړه، که د ګټې وي که د زیان، یوازې د هغوی تر خپل ځان، ګوند، کورنۍ او همفکره کسانو پورې ځانګړې نه پاتېږي؛ بلکې سرایت کوي، په ګټه او زیان يې ټول ملت، جغرافیه او حتا د دې سیمې حیوانات هم ور شریک دي، نو باید د دې ملت په سرنوشت لوبي ونه شي، هغه څه چې د وخت حاکمان يې کوي، د ملت د استازو نظر، په کارونو کې ونډه، د واک هغه ډول لېږد چې ولس يې غواړي، له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې، اقتصادي، علمي، سیاسي، کلتوري او هر څه باید د ملت د استازو تر نظارت او ارزیابي لاندې وي. څو په دې ډول هم د خت دولت وپايي او هم د ملت او هیواد ګټې.

۲۰۲۲/۲/۱۵

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button