پر ارزښتونو د وسله والو برید

پر ارزښتونو د وسله والو برید

نویداحمد څرک

جګړه کې نړۍ کې هر څومره سپکه شوې وي او ارزښتونه پکې تر پښو لاندې شوي، خو دومره به نه وي شوي ، لکه څومره چې تیرو کلونو کې طالبانو ارزښتونه پآیمال کړل او ډول ډول جنایتونه یې وکړه.

تازه طالبانو د سه شنبې په شپه د خواجه دوکوه ولسوالۍ کې یو کور باندې د شپې له لوري برید کړی د ایماق قريي اوسیدونکی نصرالدین شاه یې نیولی، نامالوم لور ته یې بیولی او د د امینه په نوم د هغه میرمن يې شهیده کړې ده.

نصرالدین شاه کوم نظامي او دولتي مامور نه و، خو طالبانو داسې سپک کار ورسره کړی چې د نړۍ هیڅ مذهب به یې اجازه ور نه کړي، فرضا، وښایو چې نصرالدین شاه دولت پلوه او یا دولت کې و، نو ایا طالبان په کوم دلیل باندې ځان ته دا اجازه ورکوي چې د شپې له لوري د هغه کور ته ورځي، میرمن یې ورته وژني او نصرالدین شاه ژوندی نامالوم لور ته بیايي.

پر کور برید او د کورونو پلټنه یواځې نظامي ځواکونه د محکمې په امر باندې ترسره کولی شي، نور هیڅوک د دې حق نه لري چې په خپل سر د خلکو په کورونو ورشي او له هغوی پوښتنه وکړي.

خو دا چې طالبانو د ټولنې ټول ارزښتونه مات کړي دي، دا هم ورته عادي موضوع ښکاري.

طالبانو چې د ښځو جامې واچولې او څو ځل ګیر شول، چادریانې په سر کړې، پردیو کورونو کې یې د ښځو منځ کې ځانونه پټ کړل، پنجابیان، عربان او چیچنیان یې راوړل، خپلو کورونو کې وساتل، نور له دوی به نور څه تمه وشي.

دې ډلې جګړه دومره پست او سپک حالت ته رسولې، چې خلک په هر وضعیت کې ډار لري.

پخوا به د جګړې یو اصول او کړنلاره مالومه وه، حتا د میرمنو او ماشومانو پروړاندې به یې د هغوی پلار باندې ګوزار هم نه کو، خو اوس طالبان لویو لارو ته راوځي، د شپې په کلیو کې ګرځي او د خلکو په کورونو ورخیژي او لکه د غلو د کورنیو پروړاندې د هغوی د کورنۍ غړي وژني.

تاسو به لیدلي وي او یا به خبر شوي یاست، چې د کندهار ـ کابل پر لویه لار ډيرې داسې پيښې شوي چې طالبانو له موټر سړی ښکته کړی، ماشومان او میرمن یې موټر کې وي، خو نارینه یې ترې شهید کړی دی.

دا ډول جنایتونه طالبانو کړي او لا یې هم کوي، طالبانو تر دې زیاتې نورې ناروا قتلونه کړي چې انسانیت پرې شرمیږي.

اکثریت سیمو کې طالبانو څخه د اجرتي قاتلینو کار اخیستل کیږي او خلک خپلې دښمنۍ او تربګنۍ پر طالبانو باندې پالي، طالب مشر ته څو نغدې پيسې ورکوي او مقابل لوری پرې وژني، تهدید کوي یې او حتا ورک کوي یې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button