د ادبیاتو ماهیت

رحمت الله حکیمي
ماهیت د یوه شي، پدېدې او الفاظو ذاتي جوهر، حقیقت او څرنګوالي ته وایي. د ادبیاتو په ماهیت خبرې کول ستر زړه غواړي، ځکه ادبي کیف محسوسیږي خو پېژندل کیږي نه؛ خو بیا یې هم په اړه چوپه خوله پاتې کېدل ادبیت ته زیان رسوي او د ادب مهذبه ونه په شډلتوب اړوي. تر څو چې د ادبیاتو په ماهیت پوه نشو نه به ادیب شو نه د ادبیاتو تر څنګ تېر.

ادب تر وسې وسې تعریف ته ځان نه سپاري او نه دومره وړه موضوع ده ، چې په څو مشخصو الفاظو او تعریفونو کې را خلاصه شي. ادب په ټوله کې د انسان، انساني ژوند او طبیعت دویمي او اغېزناکه انځورونه ده، د انساني ارزښتونو اغېزناک تفسیري نظام دی په خاص ډول هغه ژبنی هنر دی، چې واقیعتونه په هنري ایماژونو کې وړاندې کوي.

که د ادبیاتو په ماهیت خبرې کوو پکار ده چې دې پوښتنو ته ځواب ووایو : ادب څه دی؟ د ادب موخه څه ده؟ کوم رسالت ورپه غاړه دی؟ ادبیت څه دی؟ د ادب او واقیعت تر منځ اړیکه څه ده؟

ادبیات په عمومي ډول انساني فضلیت او په ځانګړي ډول د کلمو، الفاظو اغېزناک جوړښت، ترتیب او اوډنه ده. ادبیت هغه کیف او ذاتي جوهر دی چې لوستونکي متاثره کوي، د ژونداوطبیعت په اړه دلوستونکي او اورېدونکي دروني رجحانات راولاړوي.

ادبي کیف محسوسیږي خو تعریفیږي نه. موږ د (ګل) بوی حس کولای شو، نه پېژندلای. دې پوښتنو ته ځواب نه لرو چې ولې د ګل بوی خوږ او ښه دی ؟ ولې په غیر ارادي ډول زموږ په روح او روان اغېزه کوي؟ همدا ډول ادبیات زموږ د روحي خوښۍ او ارامۍ درمل دي.

کله چې د ادبیاتو په موخه غږېږو، په کار ده چې په ادبي چاره وغږېږو. ادب د انسان لپاره د انسان پنځونه ده، چې بې له انساني ارزښتونو او اقدارو څخه یې نشو مطالعه کولای انسان له زېږیدو سره سم ټولنې او اجتماع ته اړ دی. له محیطي تړاو سره په تطابق یې ښکلاییز احساس پالل شوی وي. که د انسان ارتقایي فلسفه مطالعه کړو؛ نو انسان هغه موجود دی چې ذوق، خیال، عاطفې او استیتیکي حس یې له چاپیریال سره په تړاو کې وده کړې، که څه هم دا پرزې دده وجود کې په ذاتي ډول ځای ځای شوي وي لیکن په فعالیت پیل کول، پالل او وده ورکول یې د محیط له برکته وي. ادب (ګل پیچي ) ته ورته دی چې تار او لښته یې ژوند دی بې له دې څخه مړاوې، شډل او بدرنګ کیږي؛ څنګه چې لښته یا تار دغه ګل ته رونق، ښکلا او ژوند ورکوي همدا شان ژوند ادب ته همداسې کیف ورکوي. که څوک دا دعوه کوي چې ادب یوازې د ادب لپاره دی . د دوی په وینا ادب یوازې د ادیب د خوښې او خوند د تظاهر ذریعه ده. له دې ور هاخوا بله چاره په غاړه نه لري. ادب دې یوازې ماته خوند راکړي او بس! دا بیا داسې مثال لري لکه په اپینو روږدي کسان چې یوازې له خپلې نېشې څخه خونداخلي له ځان او جهان څخه نا خبره وي؛ نو ولې په لوی لاس د شاعرانو او لیکوالو څخه معتادان جوړو زما په نظر (ادب د ادب لپاره) نظریه د ادب سپکاوی او ادبي ماهیت ته زهر ورپیچکاري کول دي. او که څوک دا ادعا کوي چې بیا ادبي روح او کیف ورک کیږي. دا سمه نه ده ، ځکه ادبي کیف لوستونکو او اورېدونکو د خپل تاثر په اساس ادبي کیف بللی . تر هغه وخته موږ د خپل کلام له زوره نه خبرېږو تر څو یې چې په خلکو کې تاثر ونه وینو. ادبي کیف د عطرو هغه تېز او ښکلي بوی ته ورته دی چې پېرونکي یې په عطار ور مات کړي وي.

دا منو چې ادب ازاد مرغه ته ورته دی چې په قفس کې مري؛ خو د ادب ازادي د خپلې پنځوونکې ټولنې له ټولنیزو، کلتوري، ثقافتي او ښکلاییزو ارزښتونوغلامه ده. هره ټولنه ځانګړي ښکلاییز ارزښتونه لري، په بله ټولنه یې د تحمل هڅه بې ځایه ده . د ټولنو ترمنځ ځینې ګډ ارزښتونه موجود وي لکه ښکلا ، مینه ، عاطفه، احساس …. او نور. نظر ټولنو ته دا ارزښتونه بیا بېلا بېل وریانټونه لري د بېلګې په ډول حمزه صاحب وایي :

غل د محبت غلطیدای نشي

څوک چې په محفل کې چاته نه ګوري

پورته بیت موږ ته ځکه ښکلی او خوږ ښکاري، چې د پښتني حسن او مینې حالت په کې انځور شوی. په پښتني محیط کې د محبوب په وړاندې ښکته کتل ښکلا ده . ممکن په نورو ټولنو کې دا چاره بزدلي، ناوړه او ډار اچوونکی حالت وګڼل شي. د حمزه بیت ته پښتني فرهنګ ځانګړی کیف ورکړی.

ځینې بیا په دې نظر دي چې ادب باید پرېښودل شي چې د ادبیت په اړه یې خلک قضاوت وکړي. که دا نظر ددې په خاطر وي چې په خلکو کې د ادبي روح انعکاس ومومو ښه خبره ده، ادب ته به مو ګټه رسولې وي؛ خو په دې نظر کې باید خلک او د خلکو لیدلوری روښانه شي. کوم خلک؟ هغه خلک چې عام ذهنیت لري او که هغه خلک چې ادبي ذوق لري. که ادب د ادبي ذوق لرونکو کسانو لپاره پنځوو دا به یوه تېروتنه وي، د تور کمیس په نسبت په سپین کمس باندې د سپینو ګلانو ټومبل ښکلا نه زېږوي . زما په فکر ادب د ژوند په اړه د عامو خلکو ذوق، خیال، ذهن او فکر پالي. که په عام ذهنیت خبره کوو دا مسله باید دکلتوري ، ثقافتي او ټولنیزو ارزښتونو له لیدلوري وګورو. ډیری کسان رحمن بابا شاعر نه بولي. که ځیر شو هیچا خلکو ته نه دي ویلې چې د رحمان بابا دیوان د یوه سپېڅلي کتاب په څېر کور کې درسره وساته او یا دغه بیتونه درباندې ګران کړه چې وايي:

ځان ژوندی په ځمکه خښ کړه لکه تخم

که لويې غواړې د خاورې په مثال شه

یا:

واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یې

ای عبدالرحمانه! جهان ټول عبدالرحمن دی

نه صوفیانو ته چا ویلي چې دا بیت یې ومنئ:

په نېستۍ کې د هستۍ په ننداره شه

ویرانه کې د خپل بام په ننداره شه

که ادب د ژوند په فلسفه کې ګورو نو بیا ادب د ژوند سینګارولو هڅه ده او که ادب د ادب په فلسفه کې لټوو؛ نو بیا دې شاعران او لیکوالان مهرباني وکړي په یوه کونج کې دې کښېني بې مخاطبه دې خپل شعرونه او لیکنې کوي ،خپل زړه دې خوښ او خوشحاله ساتي په موږ یې څه! چې د حمزه صاحب په خبره داهسې اوتې بوتې دي. که ادب د خلکو په برداشتونو او لیدلوریو کې مطالعه کوو، نو ضرور ده چې دا وپېژنو چې دا خلک څوک دي؟ د کومې ټولنې خلک دي؟ ذهن او خیال یې په کومو فرهنګي زیګنالونو پورې تړل شوی؟ کله مو چې دا پوښتنې ځواب کړې هله کولای شو داسې څه وپنځوو چې د خلکو د زړه درزا تفسیر کړي. که د رایې خبره وي نو اویا سلنه خلک د رحمن بابا له شعرونو کیف اخلي ځکه دوی د جلالي مینې، کلتور او د ټولنیزو ژوند سینګاروونکي توکي په کې موندلي.

ادبیات د ټولنیزو ، کلتوري ، فرهنګي او نورو ګډو ارزښتونو سره په تړاو کې مطالعه کیږي. که په ادبیت کې د خلکو رواني اغېزې لولو؛ نو دا هم باید وپلټو چې څه شی د خلکو روان او سکون ته خوښي ورکوي د هغه معیار لمنه تر کومو پولو غځیږي.

د ادبیاتو په ماهیت کې بل بحث د ادب او واقیعت د تړاو او بېلتون خبره ده. موږ د ادب په تعریف کې وویل چې ادب واقیعتونه په هنري ایماژنوکې وړاندې کوي.په ادب کې له واقیعتونو سره علمي برخورد نه کیږي د بېلګې په ډول دا یو واقیعت دی چې ۱ + ۱ = ۲ کیږي. که دپسرلي په موسم کې بیدیا روان وم دوه د ارغوان ګلان په داسې ډول څنګ په څنګ ووینم چې سرونه یې یو په بل ورمات وي، دغه انځور ماته هغه مین را په زړه کړي چې له مودو وروسته یو بل ته ورغاړې وتې وي؛ نو دلته خو ما له دې واقیعت څخه انکار ونه کړو چې یو جمع یو دوه کیږي ، نه مې دوه ګلان درې کړل. یوازې مې د دوو مفهوم په یوه اغېزناک او موثر ډول په ادبي ظرف کې وړاندې کړو.د ادب په تعریف کې له واقیعت څخه هدف دادی چې پېښې به له ژوند او واقع کېدونکو صحنو څخه په غېر عادي، اغېزناکه او ښکلاییزه ژبه اخیستل شوې وي. ادب واقیعت کټ مټ نه بیانوي. بلکې د واقیعت دویمي انځوریزه او اغېزناکه انځورونه ده چې دا بحث بیا د ژبې سبک ته ورګرځي . ادبي ژبه ښکلاییزه ، تاثراتي ،او احساس پاروونکي وي ، هېڅکله ترې د علمي ژبې غوندې ترې استدلال او منطق نه غوښتل کیږي.

د ادبیاتو په ماهیت کې بل بحث دادی چې څه وخت موږ یوه اثر ته ادبي اثر ویلای شو؟ هغه اثر چې د لوستونکي ذوق وروزي، د هغه د خوښې او خوند وړ وګرځي ادبي اثر ګڼل کیږي. که په یوه اثر کې د اثرمن کېدلو ، روحي خوشحالېدلو او احساس وېښولو تومنه نه وي موجوده ادبي اثر نه ګڼل کیږي.

دا به بې ځایه نه وي چې ووایم له بېرونیو حواسو سربېره په دروني حواسو( تخیل، احساس، عاطفه، واهمه، استیتیکي حس) باندې د ژوند تفسیرول د ادب چاره ده . هغه کس چې د حسونو له دروني فعالیته مو خبر وي هغه ادیب، له څه مو خبروي هغه ادب، په څه ډول مو خبروي هغه ادبي اثر دی. نو ادبیات د انسان د دروني او بیروني جهان تفسیروونکې فاکولته ده راځئ ثبت نام ورته وکړو او ددې عظیم جهان مفسرین شو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button