آیا کولی شو په یوه شپه کې ټول آسماني انځورونه ووینو؟

فهیم سپین غر
زموږ سیاره یا ځمکه هر 24 ساعته وروسته یو ځل پر خپل محور څرخیږي. کله چې د ځمکې د یوې برخې مخ لمر خوا ته وي د ځمکې په هغه برخه کې ورځ وي او نشو کولی له لمر پرته هیڅ ستوری ووینو. کله چې لمر ته یې شا کیږي نو عوام وايي لمر ولوید او شپه شوله. په دې وخت کې کولی شو ډېر ستوري ووینو؛ د شپې لخوا کولی شو 50 سلنه آسماني انځورونه ووینو. دا ځکه چې زموږ د لید افق کې نیمايي آسمان ښکاري، نیمايي نور آسمان د ځمکې هغه بلې خوا ته چې اوس پکې ورځ ده پروت دی. د شپې په اوږدو کې ځمکه له لویدیځ څخه ختیځ خوا ته پر خپل محور څرخي، نو په دې اساس زموږ تر سترګو تل نوي ستوري په ختیځ کې را خیژي او په لویدیځ کې لویږي.
له ختیځه نوي اسماني انځورونه څرګندیږي او په لویدیځ کې زموږ له سترګو تېر شوي اسماني انځورونه لویږي او له اسمانه ورکیږي. په هر حال په یوه شپه کې ټول 88 اسماني انځورونه نشو لیدلی. ځکه نیمايي اسماني انځورونه د لمر خوا ته پراته دي او د لمر د نور شدت د دوی نور له منځه وړي. دغه آسماني انځورونه له سترګو پنه دي او له لمر سره د ورځې آسمان کې پراته دي. سر بېره پر دې ډيري آسماني انځورونه مثلاً د اروپايي لیدونکي له نظره ورک دي، ځکه چې دغه اسماني انځورونه د اروپايي لیدونکي د لید له افق څخه ښکته او په سوئل کې پراته دي. یو له دغه آسماني انځورونه سوویلیز‌صلیب دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button