Home سياسي او ټولنيزې ليکني په هلمند کي د ژورنالیزم روان حالت

په هلمند کي د ژورنالیزم روان حالت

په هلمند کي د ژورنالیزم روان حالت

سحرګل سحر

په هلمند کي د ژورنالیزم فعالیت په ۱۳۸۳ هـ ل کال کي راپېل سوی دی چي تر یووخته د کیفیت او کیمیت له نظره ډېر ښه سو، تر یو اندازې هلمند ته په دې برخه کي ښه پاملرنه وسوه، مختلفو رسنیو خپل ژورنالیستان وروزل، محلي رسنۍ جوړي سوې، د نړیوالو رسنیو لپاره ژورنالیستان وګمارل سول، او په تېره لسیزه کي تر ډېره ژورنالیستان وروزل سول، ژورنالیستان مسلکي سول، مختلف ورکشافونه یې واخیستل، د تعلیم او عملي کار په برخه کي ځیني نیمګړتیاوي وې چي وروسته تر څه ورکشافونو او عملي کار وروسته تر ډېره دغه نیمګړتیاوي هم له منځه ولاړې ، د نړیوالو رسنیو توجه هم تر یو حده هلمند ته راواوښته، د هلمند ژورنالیستانو هم د ډیرو سیمو له رسنیو او ژورنالیستانو سره وپېږندل، دغه پوهه تر اوسه پوري په ځینو ژورنالیستانو او ځینو د رسنیو مسؤلینو کي سته خو مشکل دلته پیدا سو چي امکانات ورته کم سوه، شرایط بل ډول ولاړه خو بیا هم که ملي او نړیوالو رسنیو په هلمند کي د ژورنالیزم برخي ته خپله توجه کمه کړه خوپخپله په محلي کچه یې بیا دکیمیت له نظره ډېره پراختیا وکړه مثلاً ټلوېزیونونه جوړ سوه، راډیو ګاني جوړي سوې، مجلې او جریدې چاپ سوې، د انټرنیټ ویب پاڼي جوړي سوې همداسي د ژورنالیزم په هره برخه کي پرمختګ وسو.

دا لړۍ همداسي دتېر ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ تر اخره پوري راروانه وه خو د تېر یو یا یو نیم کال راپدېخوا کله چي په حکومت کي تغیرات راغله او ولسمشر بدل سو، کابینه ټوله سرپرست اعلان سوه، دلته ځینو لوړپوړو چارواکو د میډیا سره مخه ښه وکړه، هیڅ توجه یې نه ورته کول، پر وخت به یې مالومات نه ورکول، مېزو ته به نه حاضرېدل، ځان به یې په یوه او بله بانه کوئ، همداسي دا لړۍ تر اوسه پوري جریان لري چي دلته ژورنالیستان د ډیرو ستونزو سره مخ سول، د خلکو باور پر ژورنالیستانو باندي کم سو، هغه ځکه چي دولت هیڅ ډول همکاري پدې برخه کي نه ورسره کوي او په زیمن کي دا پخپله دولت ته هم په زیان تمامیږي،  په اوس کي هیڅ رسنۍ او ژورنالیست ته هغه امکانات او واک چي بایدته ورکول سي متاسفانه چي دولت ندي ورته ورکړي، مالومات نه ورکوي چي حالات کمي خواته روان دي، ولي روان دي، پدې برخه کي باید ژورنالیست ته وخت او واک ورکول سي چي باید هر څه وڅیړي ترڅو دولت ته لار وروښیي چي مشکلات دغه دي، مرکز په خبر کړي، نړیوال په خبر کړي همداسي نور…. یعني دا دژورنالیست لپاره هم کمزورتیا ده او په زیمن کي ژورنالیزم هم دهلمند په کچه کمزوری کیږي، مایوسه کیږي او کارونه یې پیکه کیږي کله چي پیکه سي د خلکو باور پخپله کمیږي بیا نو موږ د سیمي په کچه یو قوي ژورنالیزم نسو درلودلای.

د تېر یوه کال راهیسي هیڅ یو ژورنالیست هغه څه چي خلک یې غواړي ندي ترسره کړي یعني وخت ندی ورکړل سوی چي دا حالات وڅیړي چي دا مشکل پخپله د دولت د نه پاملرني له امله څخه دی .

بله خبره په هلمند کي د ژورنالیستانو ګواښل دي، په هلمند کي دولت، ولسوال مخالیفین او نوري مافیایي ډلي ټپلي دي چي ژورنالیستان ګواښي، ژورنالیست نه پریږدي پر هغه څه کار وکړي چي د هغوئ شخصي ګټي په خطر کي اچوي، خپله دولت ژورنالیستان امنیتي ارګانونو ته غوښتي دي او ځیني ځیني یې بیا د خپل ځان د سپیناوي لپاره ژورنالیستان خپل په ګټه استعمالوي، که ژورنالیست داسي ونه کړي د ژورنالیست ژوند په خطر کي لویږي او لوېدلی هم دی، ډېری ژورنالیستانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی، چي دهغې جملې څخه دبي بي سي راډیو خبریال شهید عبدالصمد روحاني او په هلمند کي دبست راډیو ویانداو د نیو یارک ټایمز خبریال نوراحمد نوري دی چي د یوې یا دوؤ ورځو وروسته یې جسدونه د لښکرګاه ښار ته نږدې سیمو کي پیدا سول، په اوس وخت کي د دولت همکارۍ ته ډېره اړتیا ده که دولت د ژورنالیزم ترشا ودرېدی نو نه یوازي ژورنالیزم چي د معیارونو خواته به ولاړ سي بلکه ترڅنګ به دولت ته لاري چاري ورښیي او دغه اوسنۍ شته ستونزي به ورته په ګوته کوي .

بل طرف ته ولسوال مخالیفین دي چي هغه بیخي ځان لري بولي که څه هم ژورنالیستان تر ډېره د هغوئ نظر څنګه چي لازم دی هغسي راواخلي خو بیا هم یو طرفه کیږي هغه د امنیتي برخي په اړه ادعا کوي چي موږ دا کړي دي ها کړي دي او کړي یې هم دي خو دلته دولت تاته مالومات نه درکوي کله چي دولت تاته مالومات درنکړي ستا مالومات نیمګړي دي، که یې د سرچینو د خوا څخه خپروې دا ډیري ستونزي راپیدا کوي کېدای سي دا مسله درواغ واوسي نو دلته ژورنالیست تر فشار لاندي راځي، ژورنالیست ملامت ندی ځکه هغه مجبوره دی چي د خبر لپاره باید مالومات ترلاسه کړي خو دولت دغه د مالوماتو دروازې باندي تړلي دي، ژورنالیستان اوس په هلمند کي د دولت د مطبوعاتو برخه بیخي نه لري یعني په صفر کي ده، کله چي په صفر کي سوه دا پر ژورنالیستانو باندي منفي اغېزه کوي.

بله ستونزه په هلمند کي د ژورنالیزم په برخه کي د نوؤ ټرینګونو ده چي باید د تیرو کلونو په څېر ژورنالیستانو ته ورکول سي، هغه نوي مهارتونه چي په نړیواله کچه د ژورنالیزم په برخه کي راپیدا کیږي یا جوړیږي چي هغه پر اوسني حالاتو باندي ښه تاثیر کوي، هغه نوي کشفیات او هغه نوي جوړښتونه چي اوس رامنځته سوي دي دهلمند هیڅ یو ژورنالیست ندی ورباندي خبر، ځکه لاس رسی نه ورته لري نو داهم یوه لویه ستونزه ده، ژورنالیستان باید له هغه څه چي د ژورنالیزم په برخه کي نوي راپیدا کیږي په خبر واوسي خو متاسفانه چي دهلمند ژورنالیستان له څه مودې راهیسي له هغو زړو تجریبو، ورکشافنو او ټرینګونو څخه استفاده کوي .

بل دهلمند اولس هم د ژورنالیزم په برخه کي څومره چي لازم وه همکاره ندی پاته سوي، ځیني وخت دخبریالانو په راپورونو پسي بد او رد وایي ځیني وخت یې بیا حقیقت ګڼي، چي دا خپله پر ژورنالیزم بد تاثیر کوي ځکه دریځ یې مالوم نه وي خو دغه ستونزه تر یوې اندازې اولس  ته په سیمه کي ناامنۍ او دغه خرابو شرایطو هم جوړه کړې ده، خو ستونزه یو څه په اولس کي هم ده ځکه دوئ د دا ډول حالاتو څخه استفاده ونکړه ، او خبریال خو هم ددې اولس د منځ سړی دی، د دوئ لپاره کار کوي او زه فکر کوم هیڅ خبریال خپل وجدان نه خرڅوي، هیڅ خبریال خپل ضمیر ته تکان نه ورکوي مګر شرایط یې ورته ورکولی سي، شرایط یې مخه نیسي پدې وخت باید اولس هم فکر وکړي او وپوهیږي چي یو ژورنالیست ولي نسي کولای؟ ستونزه څه ده؟ کچیري دغه اولسونه د ژورنالیستانو ترشا کلک او واقعي ودریږي بیا هم ستونزه حل ده .

یوه بله عمومي ستونزه چي دهلمند ژورنالیزم یې بل لوري ته بېولی دی هغه په افغانستان باالخصوص په هلمند کي جنګ جګړې، وژني، او دغه روان حالات دي، دلته ژورنالیستان چي کله سهار راووځي ټول همدا خبرونه دي چي دلته یې پوسته یوړه، دلته مین وچاودېدی، دلته دومره مړه او زخمیان دي، دلته پرمختګ اوسو، دلته شاتګ وسو، چي دا خپله په ژورنالیزم پوري هیڅ تړاو نه لري، صحي ده چي پردې باید راپورونه جوړ سي، په رسنیو کي نشر سي او تر خلکو پوري ورسیږي، مګر په اصل کي ژورنالیزم نه دی، ژورنالیزم هغه دی چي تحقیقي کار وسي، تحلیل وسي، څېړنه وسي، دغه ژورنالیزم دی خو دهلمند ژورنالیستان دې ته ندي خلاص، د هلمند یوه ژورنالیست هم دا کار ندی کړئ او کولای یې هم نسي، ملامت هم ندي ، ځکه د تحلیلي یا څېړنیزو راپورونو لپاره د رسنیو مسؤلین خپل پلان ورکوي، پلان چي یې ورکړي چي ستا راپور لدې ځایه شروع کیږي،پر دا ځای ختمیږي، ستا پوښتني پدې ډول دي، او د نشر په وخت کي باید ستا راپور داسي وي، له هغه وروسته چي کله راپور خپور سو بیا یې ارزونه وسي، څه یې وکړه، څه اصلاحات یې راویستل، څه مثبت څه منفي او داسي نور …..

اوس پوښتنه دا ده چي دهلمند ژورنالیستانو ته دا ډول سوژې په لاس نه ورکوي؟ نه سوژې ورکوي خو دوئ ورته خلاص نه دي، هله جنګ دی، هله مین وچاودېدی، دا پیښي دي، بل دا امکانات غواړي، که محلي رسنۍ دي او که مرکزي هغوئ دومره امکانات نه لري، د دوئ د امنیت په برخه کي، د دوئ د ټرانسپورټ په برخه کي او دوئ چي هغه سیمي ته ولاړ سي هلته د شپو او ورځو لپاره هیڅ ډول آسانتیا نسته، یعني که یو ژورنالیست یوه میاشت په دغه ډول مخته ولاړ سي، په یوه میاشت کي درې یا څلور راپورونه جوړ کړي، دده پر ټولو ژورنالیستیکي مهارتونو او اخلاقو باندي مثبت تاثیر کوي، د اولس په منځ کي پاته کیږي، دی د خلکو خویونه درک کوي، دی د خلکو غوښتني د خلکو دمنځه څخه را اخلي، دلته ژورنالیست قوي سو، خو دا شیان دهلمند ژورنالیستان نه لري، د یوې خوا جنګ دی د بلي خوا امکانات نسته ، چي بیا هم دې ته موږ یو قوي ژورنالیزم نسو ویلای، خو دا هر څه به همداسي پر ځای پاته وي ترڅو چي په هره برخه کي تغیرات رانسي.

 

 

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ډېر لوستل شوي

آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟

آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟ ژباړن: انبیا ژمن تاسو باید له ځان څخه څلور ساده پوښتنې وکړﺉ. 1. تاسو له هغوکارونو سره که...

د وخت مدیریت

د وخت مدیریت ژباړن: انبیا ژمن غورچاڼ: د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو څخه یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت...

د قرآنکريم په اړه هېښنده رښتياتوبونه

د قرآنکريم په اړه هېښنده رښتياتوبونه (واقعيتونه): ډاکټر طريق السوادان په قرآنکريم کې داسې آيتونه موندلي چې ښيي يوه موضوع له بلې سره برابره ده،...

د کُمینتِرن رامنځته کیدل، فعالیت او انحلال

لومړۍ برخه د کمینټرن د بنسټ ایښودلو لومړۍ نړیواله کنګره نور محمد غفوري ما مخکې په یوه لیکنه کې چې (د کارګري انټرناسیونالیسم پیدايښت او وده)...

Recent Comments