د هوږې ګټې

ډاکترعیسی ستانکزی

هوږه هغه بوټی دی چې ډیردرملیز خواص لري چې په هغوکې دغړیویاعضلو د شخوالي له منځه وړل دي پردې سربیره هوږه د وېنې لوړ فشاد کموي اودوینې د سپینو حجرو په زیاتولو کې رول لوبوي طبی څیړنو ښودلې ده چې هوږه ډیرې باکټریاوې، ځینې ویروسونه او حتی د کولمو فنګسونه له منځه وړي په دودیزه توګه د سینه بغل ذکام او تورې ټوخلې لپاره استعمالیږي خو کله چې مور ماشوم ته شیدې ورکوي یا امیندواره وي بایدهوږه ونه وخوړل شي د هوږې دبوټی اندازه له ۳۰ تر ۱۰۰ سانتي مترو پورې رسیږي او د ګلانو رنګ ېې پیکه کریم وي هربوټی یې له اتو تر شلو غوټي لري.

نن سبا هوږه په درسته نړۍ کې کرل کیږي خو ویل کیږي چې دلو مړي ځل لپاره په منځۍ اسیا کې کرل شوې ده او له پیړیو راهیسي د مدیترانې له سیمې رانیولې تر منخۍ اسیا پورې په ډیرو ځایونوکې استعمالیږي خو که په پوستکی وموښل شي دپوستکي د سوزیدو سبب کیږي او ممکنه ده التهاب رامنځته کړي. د وېنې دفشار پرکمیدا سربیره دغه بوټی د کولمو د التهاب او د نس په نفخ او باد کې د یوه اغیزمن بوټی په توګه کاروندلی لري د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې له دغه بوټی په کټوې کې استفاده کیږي او د خوړو بوي ورسره ښه کیږي خو کله چې سړی هوږه وخوري نو له خولې او بدنه ېې بوي ځی داځکه چې دغه ماده وېنې ته جذبیږي او بیرته د پوستکې او تنفسی سیسټم له لارې خارجیږي.

په درستې نړۍ کې د درملیزو بوټو کارپوهان دغه بوټی ډير مهم بوټی بولي په ډیرو فرهنګونو کې له دغه بوټی هم خوارکي او هم درملیزه استفاده شوې ده ویل کیږي هغو کارګرانو چې د مصر داهرامونو د جوړولو کارېې کاوه له بیلابیلو ناروغیو د مخنیوي لپاره ېې هوږه خوړله همداراز فرانسوي قبرکیدونکو هم د نولسمې پیړۍ په لومړیو کې له هوږې استفاده کوله چې د ‌طاعون له ناورغی خوندي پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button