لایق صاحب کوم رهبر یادوي

محمدآصف خواتي

 دهیواد دپیژندل شوي  شاعر اوسیاستوال  ښاغلي سلیمان لایق د« رهبر» په نامه په زړه پورې شعرمې ولوست کوم چې درهبر څخه  خوابدی اوګیله من دۍ اوهغه په سختوټکو غندي اوملامتوي۰ خو د شعر څخه نه څرګندیږي چې موخه  کوم رهبر دۍ؟   داځکه چې ښاغلي لایق په یوه رهبرپسې نه بلکې په څورهبرانوپسې اقتدآ کړې ده۰ لومړی مې فکروکړچې دنوموړي موخه به نورمحمدتره کی د افغانستان دخلق دموکراتیک ګوندلومړی رهبر وي۰ خود ګوندددانشعاب وروسته ښاغلي لایق په ببرک کارمل پسې اقتدآ وکړه اودکارمل تررهبرۍ لاندې یې خپلې طبقاتي !؟مبارزې ته دوام ورکړ۰ پدې کې هیڅ شک نشته چې ښاغلي لایق په کارمل پسې د اقتدآ کولوپریکړه دپوره فکروروسته کړیده چې ګواکې هغه درښتیني رهبر ځانګړتیاوې لري اودشعرلومړی بیت دهغه شاهدي ورکوي  :                                      ما اقتداور پسې وکړه چې رهبر به وي      لکه چې وایي په هرڅه باندې خبربه وي               پدې کې هم شک نشته چې ښاغلي لایق دخلق دموکراتیک ګوند دانشعاب پرمهال داهڅې هم کړې چې دکارمل په ګټه یوشمیر سیخ کړي څرنګه چې کله  کارمل شوروي نیواکګرو دواک په ګډۍ کیناوه د ښاغلي لایق په شمول یوشمیر نورو ګوندي مشرانو هغه ګوندیان کومو چې اشغال اوشورویانوکینولي رهبر ته غاړه نه ایښودله  ننګول ، ډله کول اوپه رهبرپسې سیخول ۰ وروسته بیا کله چې دمسکو د ارادې له مخې نجیب الله « رهبر» شو لایق دنجیب الله دیوازیني ډاډمن سلاکارپه توګه له کرښې کاږه شوي ګوندیان ننګول، ډله کول اوپه ځوان رهبر پسې سمول ۰ ښاغلی لایق دشعر په یوه بیت کې چې هڅه کوي ولسونه په  « رهبر» پسې ودروي چې څرګند نه دۍ کوم « رهبر» پسې داسې وایي :                      ما ولسونه رابلل اودرول مې پسې          ما ویده خلک ویښول اوخوځول مې پسې           دنجیب الله په واکمنیدوسره چې شوروي لښکرو دافغانستان څخه  وتل پیل کړل په واکمن ګوندکې د کنګرې درابللوهڅې پیل شوې ترڅو « ځوان رهبر» اړکړي چې دګوندکنګره راوبولي اوګوندیان په دموکراتیک ډول دګونداوګوندي مشرتابه تیرکړه وړه وڅیړي اوګوندته نوی مشرتابه وټاکي۰ ښاغلی لایق له هغو مشرانوڅخه وچې دهیواد دجنګې اونامساعد وضعیت له امله دکنګرې درابللو سره مخالفت کاوه ۰ دساري په توګه  ښاغلي لایق دهیواددنشراتي مؤسسو دګوندي سازمانونوپه ګډه غونډه کې چې د دولتي مطبعې په تالارکې جوړه شوې وه دکنګرې درابللو په مخالفت کې دا ویلي و چې « ګواکې کیوبا داوه ویشتوکلونوپه ترڅ کې نده بریالی شوې چې کنګره دایره کړي »۰ د دې مخالفت څخه داواقعیت بربنډيږي چې نوموړی لیوال و اوددې لپاره یې هلې ځلې کولې چې دپردیو د ارادې پربنسټ پر ګوند تحمیل شوی  « ځوان رهبر» په واک کې پاتې شي۰  

دښاغلي لایق په شعرکې د« رهبر» په اړه اود « رهبر» دشخصیت اواتوریتې دلوړلوپه لاره کې دده درښتینوهلوځلوپه هکله په خوږه ژبه واقعیتونه بیان شوي دي اویوازینۍ تشه پکې داده چې « رهبر» پکې ورک دۍ چې دښاغلی لایق موخه کوم « رهبر» دۍ ۰هیله ده چې دخپل شعرداتشه په کوم بل شعر کې له منځه یوسي اودا« رهبر» دخپل شعراودسیاست مینه والو ته وروپیژني۰

 پدې تمه اوهیله چې دپښتواودري ښاغلی خوږژبی شاعرښاغلی لایق پدې هکله ګام اوچت کړي۰

                                                            پای

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button