د افغان جګړې پټ تاريخ او د شل کلن مزل رڼه هنداره

رفیع الله آرمان

د وروستیو اقتصادي څپو له امله مې کوم نوی کتاب نه دی اخیستی. په ټولنيزو پاڼو د رفیق محمد خاورين د افغان جګړې پټ تاريخ، ژباړه لاس په لاس کېده، همدغه کتاب کوم بل چا هم پښتو کړی دی. د کتاب نوم راته جالب ښکاره شو؛ له نېکه مرغه ګران ملګري حامد واحدي راته ډالۍ کړ، ما يې هم له ځنډ پرته په لوستلو پيل وکړ.

لکه څرنګه يې چې له نامه ښکاري همدومره له پټو خبرو او کيسو ډک دی، ژباړه يې روانه، خوندوره ده.

کتاب تر ډېره په افغانستان کې د امريکا د شل کلن پوځي ماموريت په موخو را څرخي، خو د کتاب له سره تر پایه پورې د امريکا په ماتې خبرې کوي.

د زرو په شاوخوا کې امريکايي پوځيانو، ډيپلوماتانو او لوړ پوړو چارواکو په خپله ماتې اعتراف کړی او ويلي يې دي، چې امريکا اصلا په افغانستان کې د دغې اوږدې جګړې لپاره هيڅ ستراتيژي او پلان نه درلود، او هر يو مامور يې له دغه هېواد څخه نا هيلی او ناکام ستون شوی دی.

دغه راز دوی هره يوه په خپلو تيريو او تيروتنو هم جلا جلا اعتراف کړی او ويلي يي دي چې د امريکا هره يوه ولس مشر خپلو خلکو او نړۍ ته د افغان جګړې د ګټلو په موخه دروغ ويلي دي، او بار بار يې د دې جګړې د ګټلو لاپې کړي دي خو دا جکړه هيڅ کله بريالۍ نه وه.

د دې تر څنګ چې د کتاب ډېره برخه د امريکا پر ماتې او تيري را څرخي له دې سره سره دلته د افغانستان د وضيعت يو روڼ انځور هم وړاندې کوي، د تېرو حکومتونو د جوړښت، جنګ سالارانو، نظامیانو او آن د ولسونو او خلکو يوه رڼه کیسه هم کوي.

د مخدره توکو، مافيا، فساد او په ټوله کې د حکومتونو د ناعادلانه او افراطي ډول هم په ښه توګه بيانوي. له امريکا او افغانانو سره د پاکستان دوه مخيتوب او دښمني هم د دغه کتاب ډېرې برخې تشکيلوي.

د کتاب په ۲۸۱ پاڼه کې لولو

پوځي جګړن مایکل کاپس د افغانستان په تورخم سیمه کې افغان پوليسو ته تمرين ورکاوه. کله چې په ۲۰۰۹ کې بيرته امريکا ته راستون شو، نو خلکو ترې و پوښتل چې څنګه امريکا به دا جګړه و ګټي کنه؟

هغه په دې اړه وايي مابه ځواب ورکړ چې که د افغانستان د خاورې په هر متر مربع مساحت کې پوځیان ګوته په ماشه او د تیارسۍ په حالت کې هم و دروې، بیا به هم جګړه بايلي، ده زياته کړه که دغه پوځیان لکه ديوال داسې هم کړې او نږدې نږدې یې سره ودروې، بیا به هم د نفوذ او رسوخ وړ وي، بیا به هم ناکافي او ناکام وي.

دغه راز د کتاب په ۳۱۷ مخ کې لولو

په افغانستان کې د امريکا د ټولو ماتو له ډلې، له تریاکو سره د مبارزې ماته وه. د جګړې په دوو لسيزو کې امريکا تقریبا ۹ بيليون ډالره بودجه په افغانستان کې د هغو نامعلومو او ګډو وډو پرګرامونو لپاره ځانګړې کړه چې موخه يې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت راکمول وو. هيڅ پروګرام مطلوبه پايله ور نه کړه او په ځينو حالاتو کې يې حتی وضیعت نور هم خراب کړ.

کتاب د امريکا د ماتې سربيره د هغه وخت د ارګ او حکومت وضيعت هم بيانوي، په ۵۴ پاڼه کې لولو

کله چې د ۲۰۰۱ په ډسمبر کې لوړ پوړي امريکايي چارواکي د افغانستان د نوي انتقالي حکومت د افتتاح په مراسمو کې د ګډون په پار کابل ته ولاړل، نو هلته يې ولسمشرۍ ماڼۍ کې د تشنابونو وضيعت ته پام شو چې اوبه به ترې راوښتې. د باندې د کابل يوازې اسکليټ پروت و چې د دودګنې هوا سپين بخار پرده پرې غوړلې وه، زیاترو خلکو د کورونو د ګرم ساتلو لپاره لرګي یا ذغال سوځول. هغه ملکي ودانۍ چې د جګړو له غلبيله لا هم سالمې وتلې وې، د زیاترو يې کړکۍ، د برق لينونه، د تلفون کېبلونه او څراغونه له منځه تللي وو.

په ۹۶ پاڼه کې بیا لولو

له عصري او موډرنو کموډونو سره د افغان سرتيرو نابلدتیا بله تماشه وه، افغان سرتېرو به ور هاخوا په تشنابونو کې د دسمال بند په ځای کې خپل مينځلي کالي را ځړول.

په دغه کتاب کې د افغانانو د خپل منځي ستونزو د حل په محلي لارو چارو هم خبرې شوې دي، په ۱۰۰ پاڼه کې په دې تړاو لولو

د امريکا له ملي پوځ روزونکو څخه جګړن سام وايي چې افغانان د خپلو شخړو او اختلافاتو په حل کولو کې له نورې نړۍ سره توپير لري: په افغاني ټولنه کې که چېرته له ستونزې سره مخ کيږې نو پوليس ته به نه ورځې بلکې د سيمې یا کلي مشر ته به ورځې. هغه زياتوي د کلي مشر خپل قوانين لري او د هغه پر اساس مخ ته ځي. د حقوقو حاکمیت نه چليږي که د هغه خوښه شوه درته وايي چې هيڅ ستونزه نشته او که خوښه یې نه وه نو مخامخ درته وايي چې ننواتې یا ناغه راوړه ګني همدلته دې د ټولو په مخ کې ولم.

کتاب د پاکستان په دوه مخيتوب او دښمنۍ هم غږېدلی، په ۱۱۷ پاڼه کې لولو
دا پوښتنه چې پاکستان په کوم لوري کې جنګیږي، هغه څه وو چې امريکايان يې د دوو لسيزو لپاره ګنګس کړي وو، که امريکا هر څومره پوځیان افغانستان ته وليږل، هر څومره محکمې پوستې او کمپونه يې جوړ کړل، خو بیا هم د پاڅون کونکو او وسلو سيلاب له پاکستان څخه افغانستان ته جریان درلود.

که څه هم امريکا افغانستان ته د القاعده په لټون پسې راغلې وه خو دلته يې په ډېرو نورو سرګردانيو سر شو، له دوی القاعده هېر او طالبان يې پر وړاندې ستره خنډ او سر خوږی شو، خو سربيره پر دې چې طالبانو په امريکا مرګوني ګزارونه کول، امريکایان بیا هم طالبانو ته په درناوي قایل و، د کتاب په ۱۳۹ پاڼه کې لولو
د ۲۰۰۶ په اګسټ کې بيکفورډ په هاموې موټر کې سپور شو او له نورو موټرو سره يو ځای په ګزمه ووت. په لاره کې له کمين سره مخامخ شول او هغه موټر چې بیکفورډ پکې ناست و، دوه ځله د راکيټ په واسطه په نښه شو، يو ځل يې شاتينی ضد زرهي برخه ولګيده او دويم ځل يې د مخې برخه ولګېده چې په پايله کې يې څو چرې د بيکفورډ په پښو ننوتې. دی دری میاشتې په ټاير لرونکي څوکۍ کې بستر او تر درملنې لاندې و، هغه د خپل استراحت په دوره کې زیات فکر او تحليل کړی و چې د امريکا برخ لیک به په افغانستان کې څه ډول کيږي. هغه وايي دا خلک یعنی طالبان ډېر ځيرک خلک او په جنګي مهارت سمبال دي، که څه هم دوی زموږ دښمنان دي، خو د ډېر زیات احترام او تکريم وړ خلک دي، او امريکا باید هيڅکله او هيڅ وخت هم دوی ته په کمه سترګه و نه ګوري.
د کتاب ليکوال د افغانستان جنګ سالارانو ته هم تم شوی دی او په دې اړه د کتاب په ۱۵۶ او ۱۵۷ پاڼو کې ليکي
امريکا د دې پر ځای چې د بدنامۍ له امله له جنګ سالارانو لاره چپه کړي، نور يې هم کوښښ وکړ چې دوی ته نږدې شي او خپلې اړيکې ورسره کلکې کړي. تر کريسمس دوې ورځې وړاندې په کابل کې د امريکا دوهمه درجه ستر ديپلومات ريچارډ نورلانډ په پټه د دغه ليست د يوه نوموتي او بدنامې څېرې، عبدالرشيد دوستم سره وليدل چې د امريکا له لوري د مرستو او ملګرتیا ډاډ ورکړي.

توند خويه او بې رحمه دوستم چې له ويسکي شرابو سره يې ځانګړې علاقه درلوده، هغه کس و چې د خپلې ملېشې په مرسته يې د ۱۹۹۰ کالونو په اوږدو کې کابل سخت وران کړ او ويې لوټه. ده په ۲۰۰۱ کې سلګونه طالبان په کانټينرو کې تر اسيارولو وروسته ترې تم او قتل عام کړي وو.

دغه راز د جنګ سالارانو په تړاو په ۱۱۲ پاڼه کې بیا داسې لوو
د افغان نطامي کسانو، جنګ سالارانو او نورو جنګي رهبرانو له خوا به هلکان او تنکي ځوانان د جنسي غلامانو په حيث ساتل کېدل او دې کار په ټولنه کې دوی ته ځانګړی ځای او دريځ ورکاوه. امريکايي پوځيان به د دوی دغه عادت ته د( پنج شنبې همجنسبازي) ويل، ځکه افغان لواطت کارانو به د پنج شنبې په شپه هلکانو ته د نجونو جامې ور اغوستلې او هغه به يې نڅول…

په ټوله کې دغه کتاب د تېرې شل کلنې جګړې رڼه هنداره ده چې لوستونکي ته ډېر هغه څه مخ ته ږدي چې لمړی خو يې په لوستلو شرميږي او بیا به حک حيران شي چې موږ اوس په کومه لار روان يو.

زه د کتاب په اړه نورې خبرې نه کوم، خو که تاسو هم ولوست تر دې به هم ډېر څه پکې ولولۍ.

۱۴۰۱/۱/۱۷

نور ښکاره کړئ
Back to top button