په روژه کې دشنې مڼې ګټې

 

دخوړو یو شمېر کارپوهان سپارښتنه کوي، چې روژه تي باید هره یوه ورځ یوه شنه مڼه وخوري ګټه یې داده،چې شنه مڼه دمړښت  احساس رامنځته کوي.

شنه مڼه  ډېره نه ده مشهوره، خو دنجونو لپاره لس داسې ګټې لري،چې په نورو میوو کې ډېرې لږې لیدل کیږي ، تر ټولو مهمه ګټه یې داده،چې شنه مڼه دچاغښت  مخنیوې کوي او دپر شکر ناروغۍ اخته کېدو مخه نیسي.

کوم وګړي،چې له ډېر چاغښت څخه ځوریږي دشنې مڼې خوړل په کولمو کې توازن رامنځته کوي او دوزن په کمښت کې دپاموړ رول لري او د زیات وزن اړوند روغتیايي ستونزې له منځه وړي.

امریکايي څېړنې وايي ک که سړي چیرې هره ورځ  درې وخته دشنې مڼې جوس وڅښي امکان شته ،چې ۶۰۰ کالري وسوځي او په وینه کې دشکر کچه راټېټه کړي، پردې سربېره کوم وګړي،چې په منظمه توګه دشنې مڼې جوس څښي دبدن ځواک او انرژي یې ډیریږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button