سمندر؛ ولې شین ښکاري؟

لیکنه: «سکیډاوې» سمندرپېژندنې انسټیټیوټ

ژباړه: ‫نور احمد شاهین

د لمر وړانګې اووه رنګه نور (سور، نارنجي، ژېړ، شین…) په خپل ترکیب کې لري؛ له دغه رنګونو څخه اوږده څپه لرونکی نور(سور، نارنجي او ژېړ) د صفا اوبو له لوري په شدت جذبېږي، باالمقابل شین نور( لنډ څپه لرونکی نور) اوبو کې نه جذبیږي او بېرته یې منعکسوي؛ نو ځکه کله چې د لمر وړانګې په سمندرونو لګيږي، له شنه رنګ پرته ټول رنګونه جذبېږي او شین رنګه نور بېرته انعکاس کوي.

زموږ تر سترګو فقط د سمندر له لوري منعکس شوی شین رنګ نور رسیږي او حکم کوو چې سمندر شین دی، خو په اصل کې اوبه رنګ نلري او سمندر له اوبو جوړ دی. آسمان هم په همدې دلیل شین برېښي، د آسمان او سمندر د شین والي حادثه یوه ده، خو په جلا، جلا توګه واقع کېږي او له یوه بل سره هېڅ راز تړاو نلري. په دواړو( هم سمندر او هم آسمان) کې اوږده څپه لرونکی نور جذبېږي او لنډ څپه لرونکی نور منعکسېږي او له همدې وجهې شنه برېښي.

هېره دې نه وي چې دا حادثه په خالصو او صافو اوبو کې ترسره کېږي، که اوبه له خټو، خځلو او ناپاکیو څخه مالامال وي، نور تیت او پرک کېږي او نشي کېدلی جذب او منعکس شي، نو له همدې امله د اوبو شین والی له منځه وړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button