ددېرشمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

نننی زرین اصل :

حضرت عمر (رض) فرمایلی دي : د سترګو ساتنه وکړئ ځکه دا د زړه دروازه ده او ټول آفتونه له همدې لاری زړه ته ننوځی . او دا هم دیرشمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

دا ولی ؟

دا ولی ډېر خاندو مګر لږ خوشاله یو ؛
آسانتیاوي ډېري خو راحت لږ لرو ؛
دواوي ډېري خو روغتیا لږ لرو ؛
خورا ډېر درواغ وایو خو بیخي لږ نتیجه اخلو ؛
لوړ مقام خو کښته تربیه لرو ؛
ډېري پیسې خرڅوو لاکن لږ شیان لرو ؛
ډېر اجناس رانیسو خو لږ خوند ځني اخلو ؛
تلوار مو هضم کړی خو صبر مو بایللی دئ ؛
عاید مو ډېر خو لاس مو تنګ دئ ؛
لوی اشخاص خو ټیټ شخصیتونه لرو ؛
ډېر فرصت لرو خو لږ وخت لرو ؛
ډول ډول خواړه مګر خرابه تغذیه لرو ؛
تر هر چا په مرګ ډېر پوهېږو خو تر هر چا مو قیامت لږ په یاد دئ ؛
د پنځو حواسو څخه لږ کار اخلو خو شپږم حس یعني بد ګوماني ډېره کاروو ؛
حلال نه خوښوو خو په حرام پسي غوټې وهو ؛
ظاهر او ریا مو خورا ډېره خو باطن او تقوا مو خورا لږ ده ؛
غیبت مو عادت کړی خو اسلام مو بدعت کړی دئ ؛
بل ته لاره ښیو مګر پخپله بې لاري یو ؛
جنګ ډیر بد ګڼو خو سوله په جنګ راولو ؛
نو دا ولی ؟ دا ځکه چی عبادت مو په عادت سره اړولی دی . پیدا یو عبادت لره خو روان یو عداوت لره ( الذاریات : ۵۶ ) ، او د الله او قرآن څخه مو مخ اړولی دی ( طه : ۱۲۴ ) . یعنی آخرت مو په دنیا پلورلی دی نه دنیا په آخرت !
که هوس دی نور مو بس دی . اوس هم ناوخته نه دی ، بلکی یوه صادقانه اراده او فیصله غواړی ، والسلام .

درنو لوست والو ، هیله ده چی دغو دیرشو تحفو یو څه ایماني او روحاني ګټه رسولې وی . ما خپل ایماني ، وجداني او اخلاقي مسؤلیت اقلأ ادا کړ خو ستاسی څخه یې په عوض کی صرف او صرف دعا طلبوَم او بس .
روژې مو الله قبولي او مقبولي کړه . د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي درته وایم او رب دې دا اختر د پریشانیو ، غمونو او مصیبتونو وروستی اختر کړی ، آمین .
ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد واصفی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button