ژبه څه ډول پرمخ ځي؟

ليکنه : محمد بن عبدالله

ځیني خلک په دې اند دي چې ژبه دسیاسي او ټولنيز توان په مټ انکشاف او عمومیت مومي څومره چې يو قوم سیاسي او ټولنيز توان ولري هومره يې ژبه پرمخ ځي .

داځکه چې قوم او ژبه سره تړلي دي او هيڅ یو قوم له ژبې پرته په دنیا کې شتون نه لري بیا چې قوم پرمخ ځي ژبه يې هم پر مخ ځي او قوم هغه مهال پر مخ ځي چې سیاسي او ټولنيز توان يې پیاوړی وي .

که ته دانګليسي او یوناني ژبو پرمختګ لامل ولټوې نو مالومه به يې کړې چې دسیاسي توان په مټ يې پرمختګ موندلی، په دې ژبو کې يې انسانانو ته دټولنیز ژوند تېرولو نظام وړاندې کړی او دقومونو او دولتونو ترمنځ داړيکو ساتلو لارې چارې يې ښودلي دي .

او عربی ژبه داجتماعي او مذهبي توان په مرسته په نړۍ کې خپره شوې ځکه په عربي ژبې داسې دین راغی چې هغه ترټولو غوره، آخري او پراخه دین دی .

له دې پرته دمادياتو پرمختګ هم ژبه پرمخ بیايي که یو قوم په مادياتو او ټیکنالوجي کې پر مخ تللې وي نو ژبه يې هم پرمخ ځي، ځکه دوی پخپل فکر کې یو څیز ته اړ شي او دهغه له جوړولو مخکې په فکر کې دهغه لپاره خپل نوم او خپله اصطلاح وټاکي او بیا يې جوړ کړي او کله چې نور قومونه دهغه شي غوښتنه وکړي په هغه اصطلاح او هغه نوم يې غوښتنه کوی کوم چې دوی ورته ټاکلی وي پخپله ژبه کې ورته نوم نه ټاکي، او داځکه چې ژبه دیوچا نه ده چې هغه لغت او اصطلاح غوره کړي.

لکه موبايل ښه مشهور مثال دی، دانګرېزانو نوم دی او دهغو تخنيک دی په پښتو، اردو او فارسي کې هم ورته موبایل کارول کېږي .

داڅیزونه دژبې دپرمختګ په باب کې ستر رول لري البته داهم یو حقیقت دی چې دژبې دانکشاف او تعميم اصلی او بنسټيز لامل دژبې هنري، علمي او ادبي پانګه ده، دلیکوالانو اواديبانو شتون او ژبې ته دهغوی رښتونی خدمت دژبې له سترو اړتیاوو څخه دي .

یوناني ژبه دیوناني فلسفې په مرسته عامه شوه اوس هم په نړیوال علمي اصطلاحاتو کې زياتره یوناني توري کاريږي .

انګليسي ژبه دعلمي، هنري او ادبي پانګي له خوا ډېره غني ده تردې چې که یواځې دانګريزي اديب او پخواني ليکوال شکسپیر دآثارو لغتونه را یواځای شي نو یولوی قاموس ترې جوړیږي .

عربي ژبه هم دليکوالانو او په ځانګړ ې توګه دمذهبي علماو، فقهاوو او محدثينو درښتوني خدمت په مټ دومره پر مخ تللې چې ډېرې ژبې يې تر اغېز لاندې راځي،فارسي او اردو ژبې هم تر یو حده دعلمي پانګې له خوا غني دي .

پښتو خورا یوه لرغونې، خوږه، پراخه او ادبي ژبه ده خو دنورو ژبو په نسبت يې علمي پانګه کمه ده، دومره کمه ده چې دتعميم لامل نه ګرځي، ددې ژبې لوستونکو او په ځانګړې توګه مذهبي علماوو يې دومره خدمت نه دی کړی چې په نورو قومونو يې ومني .

دپښتو ژبې نه خپرېدلو دوه لاملونه کېدلی شي :

۱- دلمریز کال ۱۳ مې پېړۍ تر دېرشو کلونو پورې دافغانستان رسمي ژبه فارسي وه، په هغه مهال دافغاني مترقي عناصرو له خوا دهیواد دازادۍ غورځنګ تر څنګ دا هڅه هم روانه وه چې پښتو ژبه دې رسمي شي، دشلمې پېړۍ په لومړیو لسو کلونو کې دې غورځنګ دوام درلود او دمرحوم امان الله خان دحکومت په دور کې يې پرمختګ هم موندلی و، البته په خارجي هیوادونو کې یو شمېر متخصیصینو دا انګېرله چې پښتو ژبه دا وړتیا نه لري چې دهیواد په اجتماعي او کلتوري ژوند کې رول ولوبوي .

نو په همدې موخه دليننګراد پوهنتون ځينو محصلينو دپښتو په باب ددکتورا اثرونه وليکل او له هیواده بهر یو شمېر لیکوالانو او اديبانو په دې میدان کې ونډه واخسته .

په ۱۹۵۳ کال کې دمسکو ختیځ پېژندنې انسټيټيوټ له خوا ـ دپښتو ژبې درسي کتاب ـ چاپ شو.

نو دپښتو ژبې نه خپرېدا یو لامل دادی چې پخپل هیواد کې رسمي شوې نه وه او تاريخي شاليد يې ډېر لنډ دی .

۲- پښتنو علماوو هم دپښتو ژبې رښتونی خدمت نه دی کړی او دا حقيقت دی، ځکه چې ژبه له علم سره ډېره نژدې اړيکه لري .

یوناني ژبه دیونان دفلسفې په مټ خپره شوه، عرب چې له هرډول مذهبي او غیر مذهبي ناپايله علمي پانګو څخه برخمن ول هم دیونان فلسفې ته اړ شول او خپلې ژبې ته يې وژباړله داځکه چې هغو خپله ژبه په خپلې فلسفې او رښتوني خدمت په ټولو قومونو ومنله .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button