د مطالعې ارزښت او غوره لار يې

لیک: محی الدین دلیل

د یوه وګړي یا شخص په وروسته والي  او پرمختګ کې، تر ټولو بنسټیز عامل لوست او مطالعه ګڼلای شو، دا ځکه چې مطالعه د ښه ژوند کولو لارې چارې درپه ګوته کوي ، له نورو سره د داسې رویه کولو چې خیر او ګټه یې ټولو لورو ته ورسېږي درښيي، په غوره لار د روانېدو څراغ درکوي او تر ټولو ښه یې دا چې اند او فکر مو روښانوي، او کله چې اند او فکر روښانه شي، دا نو بیا د ژوند په هره برخه کې، د غوره تصمیم نیولو ځواک دربښي، څرنګه چې زمونږ د ژوند حالت او وضیعت زمونږ د تصمیمونو پایله ده، نو غوره تصمیم نیول د ژوند د غوره حالت او وضیعت باعث کېږي. د یوه کتاب لوستل کېدای شي ستاسو ژوند ته په هر اړخیز ډول بدلون ورکړي لکه څنګه چې اورهان پاموک وايي: یو ورځ مې یو کتاب ولوست، او ټول ژوند مې بدلون وموند. دا چې یوه ټولنه له وګړو او افرادو جوړه ده، نو د وګړو پرمختګ او روڼ انده کېدل، د ټولنې د پرمختګ او روڼ انده کېدو سبب کېدای شي. سقراط وایي: یوه ټولنه هغه وخت کامیابي او سعادت ته رسېږي چې، لوست او مطالعه یې ورځنی کار شي. 

اوس چې د مطالعې په ارزښت پوهه شولو، نو اړینه ده وپوهېږو چې څرنګه کولای شو، د مطالعې لپاره غوره پلان جوړ کړو. د مطالعې لپاره د پلان جوړولو کې لاندې قدمونه اړین دي؛

  1. لومړي سر کې مو موخه او هدف وټاکئ: یعنې دا چې د لوست او مطالعې څخه مو وروستۍ موخه څه ده، د مثال په ډول موخه مې داده چې عمومي معلومات مې زیات کړم، یا په خپله مسلکي برخه کې ورسېږم، یا اسلامي لارښوونې زده کړم. د موخې ټاکل ډېر اړین دي، د موخې نه لرل داسې دي لکه چې، یوه کښتۍ په سمندر کې روانه وي او د خپل وروستي تم کېدو ځای ونه پېژني، نو بې له دې چې څه لاسته راوړي، مجبوره ده  ټول عمر ګرده وګرځي.
  2. د مطالعې لپاره مهال وېش جوړ کړئ: د مهال وېش جوړول درسره د وخت په مدیریت کې مرسته کوي، او تاسو به وکولای شئ چې په غوره ډول خپلې موخې ترلاسه کړی.
  3. اړین توکي او مواد راټول کړئ: یعنې وروسته له دې چې موخې وټاکل شوې او مهال وېش جوړ شو، دریم قدم کې موخو ته د رسېدو لپاره وسایل او توکي راټول کړئ، دا توکي کېدای شي کتابونه، وېډويي یا غږیز مواد، معلوماتي مقالې، وېبپاڼې یا داسې نور وي.
  4. پلان مو د مهال وېش مطابق عملي کړئ: دې قدم کې اړینه ده، د مهال وېش مطابق لوست او مطالعه پیل کړئ، مهم ټکي درسره نوټ کړئ او د هر لوست څخه مو یوه لنډه لیکنه او پایله ولیکئ. کولای شی دغه لیکنه او پایله له نورو سره د رنګارنګ لارو شریکه هم کړی.
  5. پایلې یې و ارزوئ: اوس وګورئ چې آیا کوم پلان مو چې جوړ کړی وو، پایلې یې ښې دي او که نه، که چېرې یې پایلې ښې وې یعنې تاسو یې خپلو موخو ته رسولي یاست نو ښه تر ښه، کنه نو اړینه ده پلان کې مو بدلون راولی.
  6. نوې موخې وټاکئ او لوستلو ته دوام ورکړئ: هېڅکله لوست او مطالعې ته د پای ټکی مه ږدئ، کله چې یو لړ موخو ته ورسېدئ نو اړینه ده نوې موخې وټاکی او دې لړۍ ته دوام ورکړی.

خپل پلان کې کوم ډول مطالعاتو ته ځای ورکړو

هر وګړی په ښه ډول پوهېږي چې څه ډول مطالعې ته په خپل پلان کې ځای ورکړي، خو هغه پلان چې زه یې تعقیبوم درسره شریکوم:

  1. اسلامي مطالعات: اسلامي مطالعات درسره مرسته کوي، ترڅو اسلام په غوره ډول وپېژنئ او عملي یې کړئ، همدارنګه مو د ژوند بېلابېلې برخې د اسلامي لارښوونو په رڼا وپوښوی.
  2. د ځاني یا پرسونل پرمختګ مطالعات: د ځاني پرمختګ مطالعات د هر وګړي لپاره ډېر اړین دي، د ځاني پرمختګ مطالعات مونږ ته د  ژوند هره برخه کې د پرمختګ او سوبې ترلاسه کولو او ماتې نه منلو درس راکوي، او خپلو موخو ته د رسېدو لارې چارې راښيي.
  3. د مسلکي پرمختګ مطالعات: هر وګړي ته اړینه ده د خپل مسلک په اړه ژوره مطالعه ولري، دا به ورسره مرسته وکړي ترڅو خپل مسلک کې غوره مقام ته ورسېږي، ښه مالي امکانات ترلاسه کړي، مسلکي کتابونه او مقالي ولیکي، او د خپلې ټولنې په روڼ انده کېدو کې مرسته وکړي.
  4. سیاسي مطالعات: سیاسي مطالعات درسره مرسته کوي، ترڅو په ټولنه،هېواد او نړۍ کې روان حالات په ښه ډول تعبیر او تفسیر کړی، د روانو لوبو په سر او بر پوه شې او د خپل ښه ژوند کولو لپاره ښه لار وټاکې.
  5. ادبي مطالعات: شعر، ناول او نور ادبي توکي لوستل انسان ته د ارامښت، خوشالي او هیلو احساس ورکوي، او همدارنګه مرسته ورسره کولای شي چې، د ژوند مختلف اړخونه په ښه دول تنظیم کړي.
  6. تاسو کولای شئ د خپل ضرورت مطابق خپل پلان ته بېلابېل مطالعات ور زیات کړئ، لکه د یویې ژبې زده کړه، تاریخی مطالعات او نور
نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button