د امیر تیمور سره د ابن خلدون ملاقات (د لومړی برخه)

کله، چې مصر ته دا خبر ورسید، چې امیر تیمور کوچنی اسیا نیولې او سیواس یې محاصره کړی او د شام خوا ته روان شوی دی؛ نو، د مصر سلطان خپل فوځ راټول کړ او اعلان یې وکړ، چې فوځ به یې شام ته ځي.

ابن خلدون وايې: په دې وخت کې ما کومه دنده نه درلوده؛ خو، د سلطان سکرتر ټینګار وکړ، چې باید د سلطان سره یو ځای لاړ شم، کله، چې ما د هغه غوښتنه ونه منله، هغه په ډير اکرام او احترام سره بیا رانه غوښتنه وکړه او څه ډالۍ یې هم راکړې، په دې زه ورسره روان شوم.

زه په دویم سبا د میلادالنبي علیه السلام په منځ کې ورسره روان شوم، کله، چې غزې ته ورسیدو؛ نو، څو ورځې مو ارام وکړ او د نویو خبرونو انتظار مو ویست، وروسته د دمشق په لور روان شو، تر څو د تاتاریانو د راتګ نه مخکې هلته ورسیږو، د هغه ځایه په لار کې شقحب کې کوز شو او سبا سهار دمشق ته ورسیدو، په دې وخت د امیر تیمور فوځ د بعلبک نه د دمشق په لور روان شوی وه.

سلطان خپله او نورې خیمې په قبه یلبفا کې ودرولې، کله، چې امیر په ښار باندې په یو ځل حملې کولو نه مایوسه شو؛ نو، هغه یوه نږدې غره سره یوه میاشت تیره کړه، په دې ډول داوړه فوځونو د یو بل حرکات او سکنات په ښکاره ډول لیدلای شول، په دې دوران کې د دواړو فوځونو تر منځ درې، څلور وارې کوچنی جګړې هم وشوې، کله، به یو لښکر بریالی کیده او کله به بل بریالی کیده.

په دې وخت ځینو امیرانو ته دا خبر ورسیده، چې ځینې هغه امیران چې مصر ته تللي، هغوی هلته خلک بغاوت ته هڅوي؛ نو سلطان پریکړه وکړه، چې باید مصر ته ولاړ شي؛ ځکه، کیدا شي، چې د هغه په نه موجودیت کې خلک حکومت چپه کړي.
هغه د جمادی الاول په ۲۱ تاریخ د شپې روان شو، د صالیحه غرونو ته ورسیده او د هغه ځایه د سمندر له لارې غزې ته ورسید.

او بیا د شقحب له لارې مصر ته ورسیده.

په دویم سهار د دمشق خلک حیران وه؛ ځکه هغوی ته درست خبرونه نه وه رسیدلي، ددې وروسته قاضیان او فقها ماسره د لیدو لپاره د عادلیه مدرسې ته راغلل او دا پریکړه مو وکړه، چې د امیر تیمور نه باید د خپل اهل و عیال لپاره امان وغوښتل شي؛ خو، کله مو چې د کلا د نائب سره ولیدل، هغه دا کار خوښ نکړ او نیوکه یې وکړه؛ خو هغوی د نائب خبره ونه منله او قاضي برهان الدین او ابن مفلح الخبلی د صوفیانو د شیخ سره د امیر تیمور د لیدو لپاره روان شوه، هغه د امن ورکولو ژمنه ورکړه او بیرته یې را ولیږل، چې هغوی باید د ښار مشران او نور قاضیان ورته را ولیږي.

قاضیان او نور مشران خلک بیا د امیر تیمور لیدو ته ولاړل، امیر تیمور تحفې او ډالۍ ګانې ومنلې او د امن ورکولو لیکونه یې ولیکل او هغوی یې رخصت کړل، هغه ژمنه وکړه، چې دویمه ورځ به د ښار دروازې خلاصوي او خلک به خپل کاروبار ته پریږدي او دا یې هم وویل، چې امیر تیمور به ښار ته ننوځي، حکومت به جوړوي او په خلکو به حکومت کوي، قاضي برهان الدین ماته خبر راکړ، چې امیر زما نوم اخیستی دی او دا یې هم ویلي دي، چې زه فوځ سره مصر ته تللی یم، که تر اوسه دلته یم، برهان الدین ورته په ځواب کې ویلي وه، چې هغه تر اوسه دلته په مدرسه کې دی او هغه د پخوا څخه دلته اوسیده، موږ دغه شپه هغه ته د ورتګ لپاره چمتوالی نیوه.

د جامع جومات په انګړ کې د ځینو کسانو تر منځ جګړه شوه، ځینو خلکو د امیر تیمور په خبرو باندې باور نه درلوده، زه د شپې ناوخته خبر شوم او وډار شوم، هڅې نه چې څوک مې ووژني، سهار هغو قاضیانو ته ورغلم، چې د ښار په دروازه کې راټول شوي وه، ما د هغوی نه د ښار نه و تلو اجازه وغوښته؛ خو، هغوی ونه منله، وروسته یې ماته د ښار نه د بیرون تګ اجازه راکړه.

د دروازې نه بهر مې د امیر ځینې خاص خادمان ولیدل او هغه شخص مې هم ولیده، چې د دمشق په حکومت یې ګمارلی وه، ددې شخص نوم شاه ملک وه، چې دا شخص د امیر د چغتايي د قبیلي څخه وه، ما هغه ته وویل، چې خدای تعالی دې تاته اوږد ژوند درکړي، بیا مې ورته وویل، چې زه ستا یرغمل یم، هغه راته کړه، چې موږ هم ستا یرغمل یو، شاه ملک ماته یوه سپرلۍ وړاندې کړه او د سلطان خاص خادم یې ماسره ولیږه، چې ما امیر ته ورسوي، کله، چې د امیر خیمې ته ورسیدو؛ نو، ځواب راغی، چې ما دې په هغه بله خیمه کې، چې د ملاقاتونو لپاره ده، کینوي.

پاتې لري…

ژباړن: زاهدخلیلي

مأخذ: ابن خلدون، حیات، نظریات اور فلسفه، لیکوال: ملک اشفاق

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button