د پرزنټیشن ورکولو لارې چارې

۲برخه
ژباړه: محمدشفیق شرفزی
د ښه پرزنټیشن وړاندې کولو لپاره پدې پوهېدل اړین دي، چې هغه توکي، چې تاسې یې غواړئ ناستو خلکو ته وړاندې کړئ په کومه اندازه مؤثره دي، د کمپیوټر او نورو پرمختللي وسایلو څخه څرنګه استفاده کوئ. عصري وساېلو څخه استفاده کول د پرزنټېشن د ارزښت په لوړولو کې مرسته کوي. په کومه اندازه، چې الکترونیکي وسایلو څخه استفاده وشي په هماغه اندازه یې په ناستو خلکو تاثیر لوړېږي.
خو له دې ټولو مهمه خبره د شخصي چمتوالي ده، پدې مانا، چې مالومات تر حاضرینو څنګه په مؤثره توګه رسولی شو؟ د سکرین پرمخ لیدونکي سلایډونه هغه وخت مؤاثره ثابتېدی شي، چې کله تاسې د موضوع په اړه ښه چمتوالی نیولی وي.
مخاطبین مو وپېژنئ
د خپلو حاضرینو په اړه فکر وکړئ، پدې اړه فکر وکړئ، چې ستا مخاطبینو ته ستا مالومات ولې اړین دي؟ او د موضوع مطابق کومې خبرې د هغو لپاره مهمې دي؟ ځانته دا واضح کړئ، چې ستا مخاطبینو ته څه کول پکار دي. که ممکن و ځان سره یو وړوکی لست جوړ کړئ، د بېلګې په ډول”داخبرې زما لپاره دي او “په دغه دغه مهمو خبرو به بحث ولرو ” خپلې خبرې او د اورېدونکو متوقع خبرې سره بېلې کړئ. دا واضح کړئ چې هغوی پدې څنګه عمل وکړي. د متزلزلو او د موضوع څخه د باندې خبرو څخه وکړئ.
مؤثره مقدمه پېل کړئ
له پېله د حاضرینو په زړه کې دلچسپي پېدا کول پکار دي. موضوع مو روښانه او واضح کړئ، چې دا موضوع ولې دوی ته اړینه ده. ځینې پوښتنې، خبرې، پېښه، خبر او داسې نورو څخه بحث پېل کړئ تر څو د سامعینو په زړونو کې دلچسپي پیدا شي.
په فطري انداز خبرې وکړئ
په طبعي ډول خبرې وکړئ، د ډېرو پیچلو کلماتو څخه ډډه وکړئ. صاف او واضحه لهجه وکاروئ ترڅو اورېدونکي مغشوش نه شي. جملې او جمله بندي مو د ګرامري قواعدو مطابق وکاروئ تر څو مو د پېغام ارزښت برقراره وساتي. که مناسب وي له سامعینو سره د سترګو تماس وساتئ او خبرو ته مو ادامه ورکړئ.
درست او قانع کوونکي واوسئ
د اعتبار وړ مالومات وړاندې کړئ، ترڅو ناست خلک صحیح نتیجې ته ورسېږي. که تاسې ساینسي حقایق، کوم خبر، تجربه یا د کوم ثبوت یادونه کوئ، نو ځان ډاډه کړئ، چې مالومات مو د باور وړ، وروستني او تازه دي. حقایق او شمېرې ګډوډ مه بیانوئ. د بېلګې په ډول د “ځینې خلکو ” پرځای د “ډېرو خلکو ” کلمه یا د “ځینې وخت “پر ځای د “اکثر وخت “کلمات ونه کارول شي.
بېلګې وړاندې کړئ
مؤثره پرزنټیشن وړاندې کولو لپاره داسې مثالونه وړاندې کړئ، چې د ناستو خلکو ذهن پرې خلاص شي او هم ترې خلاصه او مهم نکات واخستلای شي. د داسې شیانو مثالونه وړاندې کړئ، چې سامعین ورسره واقف وي. ځان ډاډه کړئ، چې داسې مثالونه وړاندې کوئ، چې ناستو خلکو ته د شرم او خجالت احساس ونه شي. د مهمو نکتو واضح کولو لپاره مثالونه ورکړئ، نه د هرې وړې خبرې په اړه!. په یاد ولرئ، چې سامعین ستا ذکر شوي مثالونو ته نه بلکه ددې پر مټ ستا وړاندې کوونکی سبق هم زده کول غواړي.
غږ ته مو متوجه واوسئ
د غږ لوړوالی یا ټیټوالی پر پرزنټیشن باندې نیغ په نیغه تاثیر اچوي. په لهجه کې بدلون او تیزوالي یا وروالي سره د خپلو خیالاتو په واضح کولو کې ګټه واخلئ او د سامعینو احساسات پرې را وپاروئ. د مهمو نکتو د ذکر کولو پر وخت خپل غږ کې د تېزوالي په طرف تغیر راولۍ. د سامعینو په زړونو کې د تجسس پېدا کولو یا وېرې او پرېشانئ احساساتو د اظهار لپاره خپل غږ کې مناسب تغیر راوړئ.
د متفرقه احساساتو لکه خوښي، جوش، غم او افسوس د اظهارولو پر وخت خپله لهجه کې ورته بدلون راوړئ. د خوښئ د اظاهار پر وخت تېزې خبرې وکړئ. یودم د خپلو خبرو په رفتار کې بدلون مه راوړئ پدې سره سامعین د پریشانۍ احساس کوي. دومره تیزې خبرې مه کوئ، چې ناست خلک پرې پوه نه شي. او مه دومره سلو چې ناست خلک د ستړیا احساس وکړي.
مهمې نکتې روښانه کړئ
پدې خبره فکر وکړئ، چې ستاسې د پرزنټیشن موخه ناستو خلکو ته د مالوماتو وړاندې کول او هغوی قانع کول دي. دغه خبره په ذهن کې وساتئ او وړاندې ځئ. ځان ډاډه کړئ، چې ستاسې د مهمو نکاتو د وړاندې کولو پرمټ تاسې خپلو موخو ته رسېږئ.
په پوره ډاډ سره خبرې وکړئ
داسې الفاظ وکاروئ، چې ستاسې د پوره ډاډ د ښودلو مظاهره وکړي. د موادو هوبهو لوستلو پرځای یې په خپلو الفاظو کې بیان کړئ. داسې الفاظ وچینئ، چې په ویلو سره یې ستاسې د رښتنولۍ ښودنه وکړي.
مالوماتي مواد وړاندې کړئ
په هغه نکاتو کم وخت ولږوئ، چې ناست خلک ورسره بلد وي او پر ځای یې پر هغه نکتو وخت ولږوئ، چې دوی ته نوې وي.
مؤثره پای
اختتام په داسې شکل سره وکړئ، چې موضوع مو پکې ذکر شي. مهم ټکي او مرکزي خیال پکې ونغاړئ. په خلوص نیت او پوره ډاډ سره خبرې وکړئ. ژر ژر اختتام مه کوئ اخري خبرې مو په داسې انداز وکړئ، چې ناست خلک پدې پوه شي، چې ستاسې پرزنټیشن مخ په ختمېدو دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button