پنځوونکي وګړي كومې ځانګړتياوې لري؟

 

پنځوونکي وګړي کومې ځانګړتياوې لري؟

آيا پنځوونکي وګړي د ځانګړو ځانګړتياوو لرونکي دي؟

 

ژباړن: انبيا ژمن

پنځوونکي وګړي د يو شمېر ځانګړو ځانګړتياوو لرونکي دي، چې کولاى شو دا ځانګړتياوې په بېلابېلو درجو سره د ټولنې په ټولو وګړو کې پلي کړو. پنځونه ځينې وخت د لږکاركولو او ستړيا له امله كمېږي، خو هېڅکله له منځه نه ځي، نو بايد هڅه وشي چې دې ډول ځانګړتياوو ته وده ورکړل شي ترڅو پنځونه له درېدنې سره مخ نه شي. د پنځوونکو وګړو ځانګړتياوې کولاى شو په لاندې ډول څرګندې کړو.

 

۱- د رواني روغتيا لرل

پنځوونکي وګړي داسې وګړي دي چې له رواني روغتيا څخه برخمن دي. دا وګړي له ستړيا او درېدو پرته په پرله پسې توګه د فکر، نوښت او نوو خبرو وړتيا لري. له روغ، روښانه او ويښ فکر څخه استفاده د پنځونې ځواک ته وړتيا ورکوي، چې د هغه څه بڼه او شکل چې دوى يې په فکر کې دي، په سترګو وويني. لکه څنګه چې سپورټ د بدن غړي سالم او غښتلي کوي، فکر او د ګټورو او تجربه شوو کتابونو لوست او مطالعه هم د ذهن او اروا د روغتيا او پياوړتيا لامل کېږي او په پايله کې د پنځونې ښېرازۍ او غوړېدنې ته لاره اواروي.

 

۲- د پلټونکو ځانګړتياوو لرل

پنځوونکي وګړي ډېر پلټونکي وي او په پرلپسې توګه د پېچلو، نويو، ناپېژندل شوو او ناڅاپي موضوع ګانو په لټه کې وي. له همدې امله دوى د هغو وګړو په پرتله چې د پنځونې له وړتيا څخه لږ برخمن دي، پېچلي او ډېرې پوښتنې وړاندې كوي. پنځوونکي او نوښتګر خلک د خپل وخت ډېره برخه د ځان څلورو لورو ته په دقيقه پاملرنه لګوي او له دې لارې فکر کولو ته نوې لارې پيدا کوي.

 

۳- د بېلابېلو حل لارو څېړل

په ټوليز ډول د هرې مسئلې د اواري او يوې موخې ته د رسېدو لپاره ډول ډول تکنيکونه او لارې په پام کې نيسي او په يوه لاره بسيا نکوي.

 

 

 

۴- د بدلون وړتيا

پنځوونکي وګړي د بدلون وړ دي، يعنې د تېر وخت د ذهني چوکاټ د له منځه وړلو، د نويو فکرونو او لرليد درلودلو، د نويو فکرونو د څېړلو، د ګټورو او وړ عقايدو او د بشپړو او نويو حل لارو د وړاندې کوولو وړتيا لري، هغوى د دې ځانګړتياوو په درلودلو سره له راز راز لارو څخه د ستونزو د حل لارو د لاسته راوړنې او پلټنې ځواک لري.

 

۵- د پرېکړې خپلواکي

پنځوونکي وګړي د هغو وګړو چې پنځونې ته ور اوښتونكي نه دي، پيروان او اطاعت کوونکي نه دي، او د پردي ملاتړ په لټه کې نه دي ترڅو په هغه باندې منګولې ټينګې کړي، بلکې دا وګړي د فکر، هوښ او ځانګړې تګلارې څښتن دي. هغوى هېڅکله په خپل سر باندې بې دليله د بل چا واکمني او نفوذ نه مني او د هغوى پيروي نه کوي. بلکې د عقيدې او خپلې ذهني بېلګې او پرېکړې د خپلواکۍ په چارو د حاکم منطق پر بنسټ مخ ته ځي.

 

۶- ساده مسايل په پيچلو مسايلو غوره ګڼل

د مسايلو پېچلتيا د هغوى پنځونې ته د هغوى پاملرنه ور اړوي. پنځوونکي وګړي ساده مسايل له پېچلو مسايلو څخه غوره ګڼي. هغه وګړي چې پنځونه نلري او داسې کار ته له ځانه ميل ونه ښيي، هېڅکله د سختۍ په لور نه ځي او تل د بې هڅې او بې اندېښنو لارو په لټه کې وي، وېرې او درندو دندو ته ځان نه ورکوي. دا وګړي د نورو تر سيوري لاندې ژوند کول خوښوي حال دا چې نوښتګر او پنځوونکي وګړي تل د هڅې په حال کې وي او په هره کرسۍ خوښ نه وي او د رڼا د زېرمې په لټه کې وي. وروسته دوى پېچلتوب ټاكي او هغو ته د اواري لپاره د ساده لارو په لټه کې وي. ولې هغه وګړي چې د پنځونې پر خوا نه دي، د دې په ځاى چې د رېښو په فکر کې شي، ځان له پاڼو او ښاخونو سره په ساتېرۍ بوختوي او په ساده مسايلو سره ځان ته قناعت ورکوي.

 

۷- له پنځونې سره د فکر اړيکه

فکر د پنځونې له لومړيو اړتياوو څخه ګڼل کېږي او د وګړي د فکري درجې ټيټوالى په ټوليز ډول د هغه د پنځونې د ځانګړتياوو د ټېټوالي لامل کېږي، خو ډېر لوړ فکر د وګړي د پنځونې دلالت نه کوي. څېړنې ښيي که څه هم پنځوونکي وګړي د لوړ فکر خاوندان دي، خو د دې لپاره چې ډېره پنځونه وکړي په لازمي توګه نه بايد نابغه وي. د ټيټ فکر وګړي په ټوليز ډول د پنځونې له نظره د کمې وړتيا لرونکي دي او په دغه وګړو کې پنځونه له متوسط څخه لږ زياته، ډېره تر سترګو شوې ده.

 

۸- نوښت

د نوي وړانديز وړاندې کول خپله يو ډول پنځونه ده. يعنې په هر وخت کې کولاى شي د سالم فکر او بشپړ ذهن په مرسته نوي وړانديزونه پيدا او وړاندې کړي. پنځوونکي انسانان د ګټورو او وړ وړانديزونو سرچينه ده. اصولاً پنځوونکي وګړي د مسايلو په اړه ځان بې تفاوته نه ښيي او د خپل چاپېريال شا او خوا په پاملرنې سره تر خپلې پاملرنې لاندې راولي.

 

۹- په لوړه موخه د ذهني ځواک غونډول

پنځوونکي وګړي تل او په هر ډول شرايطو کې خپل ‌ذهن او ځواک په ځانګړو موضوع ګانو باندې غونډوي او د لوړې او غوره موخې د لاسته راوړلو په هڅه کې دي او په دې عمل سره د برياليتوب او خپلواکۍ په لوړه څوکه تکيه کوي لکه د ووړ ليد (ذره بين) په واسطه د رڼا غوڼدول په يوه ټکي او يا هم د ليزر غونډول په يوه ټکي کې چې آن په فولادو هم ننوزي. اما هغه انسانان چې له لږ پنځونې نه برخمن دي بېلابېلې موخې او مسؤوليتونه ټاکي او په هېڅ برخه کې هغه په بشپړه توګه تر لاسه کولاى نه شي.

کېداى شي په لږ ځيرتيا سره په خپل چاپېريال کې د داسې مديرانو او مسؤولينو بېلګې پيدا کړو، چې د څو مسؤوليتونو په قبلولو، هغه ته په نه پاملرنه او د هغه يوه ټکي ته په تمرکز نه کولو سره بريالي مدیران نه دي. بايد پوه شو چې موخو ته لاسرسى تل په روښانه، متمرکزه او ولاړه ذهني فضا کې ممکن دى.

۱۰- خپلې داخلي مینې او علاقې ته پاملرنه

ډېری پنڅوونکي وګړي د بهرني عواملو لکه پیسې، شتمني او شهرت په نسبت  د خپلې داخلي مینې او علاقې په سبب پنځوونکو کارونو ته پارول کېږي. په داخلی مینې او علاقې سره کولای شۍ بهرني عوامل لکه پیسې، شتمني شهرت او داسې نور تر لاسه کړۍ. 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button