اتلسم روژه ماتی : لنډه کیسه

اتلسم روژه ماتی : لنډه کیسه

د ماښام اذان ته څو دقيقې پاتې وې!

زامنو له مور سره يو ځای الله ج ته د دعا لپاره لاسونه پورته کړل ، ښې ډيري دعاوي يې وکړې.

بيايې وويل : اې الله د دې مياشتې په برکت زموږ په وطن کې سوله راولې،زامنو يې په لوړ غږ ورسره وويل: امين يارب العلمين

موذن د لاوډسپیکرمرۍ ته ورپوه کړل، د الله اکبر په غږ ټولو روژه ماته کړه، او هر يو په دسترخوان ايښي خواړه ښه په خوند وخوړل، د الله شکر يې ادا کړ، مور وويل چای به وروسته وخورئ، د ماښام لمونځ قضا نشي، ټول په يو غږ پورته شول لمونځونه وشول ، په چايو کښيناستل، کشري زوی یې وويل:

مورې روژه ډيره برکتي مياشت ده، د مسکينانو هم چاره پکې کېږي، د خلکو اقتصاد بيخي خراب شوی، کار وبار نشته، زه چې کله له بازاره سودا راوړم، هرې خواته بیچاره او ناچاره خلک وینم چې ګرځي، ښځي، ماشومان،سپین ږیري، دوی به په کورکې د ګټلو څوک نه لري.هو نو مجبوري به سوال ته اړ کړي وي، دومره ډیر دي چې يو الله ج دې پسې ورسېږي.

مور یې ورغبرګه کړه رښتيا زويه خلک ډيربې وسه دي

جنګ له موږ هرڅه واخیستل ، کلونه کلونه کېږي په وطن کې په یو نوم او بل نوم وژل روان دي، بچیانو تاسو مې په جنګ کې را لوی کړئ، ډیري سختي مې ولیدې، پلاربه مو هم مسافر وو، داسې سختې ورځي مې هم تیري کړې چې د چرګو هګۍ به مې خرڅولې، او تاسو ته به مې شیان پرې اخیستل.

ټول ښه شېبه غلي وو، د پلار یادونو یې د مور او زامنو سترګي له اوښکو راډکي کړې، د هغه له غریبۍ ډک ژوند یې سترګو ته ودریدو، پلار یې څلورکاله مخکې د ناروغۍ له کبله وفات شوی و.

موریې هېواد بچی سینې ته ورنږدې کړ، زویه چې کله دې پلار ژوندی و، ته د پنځه کالو وې .

مور سرته لاس ونيو

مشر زوی يې په سر لاس ورکېښود

ولې مورې سر خو دې نه خوږېږي؟

زویه

ماسپښین ددې څنګ ګاونډي کره پوښتنې ته ورغلم ، مور ېې مريضه ده ، په وس کې هم ښه نه دي.

یو زوی یې په نانوای کې مزدور دی، بل يې پردی موټر چلوي، له هغه غلو موټر بیولی او وهلی یې دی، اوس بندي هم دی د موټر مالک يې نه پريږدي، چې موټر ولې غلو ځینې بولی.

زویه به مې ډیر وخت د شپې ناوخته کورته راتو، څو وار مې ورته وویل چې ناوخته مه راځه ، ویل به یې مورې د شپې لیږ کار ښه وي، اخیر هم په داسې بلا واوښت، مور خواره یې پسې پریشانه وه .

زويه چې د همسايه له کوره راغلې يم ، سر مې درد کوي، هغې خوارکۍ ته مې ډير چورت خراب شو، ډيره ښه ښځه ده، الله دې په هيڅ نه کوي.

هېواد وويل مورې دغه ډير ښه هلکان دي ، هغه موټروان سره زه يوه ورځ تر ښاره پورې ولاړم، ډير ښه سړی وه ، کرايه يې نه اخيسته، په زوره مې پیسې ورکړې، وای موږ د يوې کوڅې او کلي خلک يو.

الله دې هرڅه ورته اسانه کړي

ټولو وويل: امين

مور ته د چايو پیاله سړه شوې وه، زوی يې چای ورته تازه کړ، مور وويل پريږده چې په يخ چای پسې يوه د سردرد ګولۍ وخورم

زوی ژر د ګوليو خلطه راواخيسته، مور يې وويل بچيه ، زه يې بيا را اخلم ، ته ورشه ميرمن ته دې هغه شيدې وروښايه چې څومره اندازه محمد ته ورکړي، نن ټوله ورځ وږی وو، او ژړل يې ، د مور يې هم شيدې نشته، سم نه مړيږي، میرمن ته دې ليږ ميوه څه شی راوړه روژه ده.

ــ سمه ده مورې

ــ چې مور یې خفه نشي !

ــ په خندا یې وویل:

هو میوه مې رانه وړه

کاروبار نشته ، د دوکاندارۍ مزه هم ولاړه ، ښه مورې زه به یې ورته وښایم چې څومره اندازه شیدې ورته جوړوي.

مشر زوی يې د خلطې خوله خلاصه کړه ، ګولۍ يې وکتلې، د سردرد ګولۍ نه وې،ژر يې هېواد ته ورغږ کړل

هېواده!

لالا څه وايې؟

هله مور ته دې ژر ګولۍ راوړه چې دلته نشته خلاصي شوې، بيا به درملتون هم بند شي.

سمه ده لالا

هېواد په چټکۍ سره له دروازې ووت، شېبه نه وه وتلې چې يو وحشتناکه غږ په سیمه کې تر سلو د زياتو کسانو ژوند واخيست اوکورونه یې راونړول…

پای

عبدالرحمن شفق

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button