پنځم ستون

پدی وختونو کی د پنځم ستون استعمال د بلی هری سیاسی اصطلاح څخه دیر شوی خو د کندز له سقوط سره سم دهر مجلس د سر نقل ګرزیدلې دی . د هری ورځپانی خبرونو کی د هر ګردی میز به

بحث کی د هری اداری په غونډو او د پارالمانپه جلسو کی هر څوک د خپل تعبیر سره سم دا لغت استعمالوی.

د ارګ د ناستو کسانو او د ولس مشر د هواخواهانو لخوا بنځم ستون ټول هغه چی د دولتی واکمنی په ضد او د دولت د کمزورولو لپاره په تبلغاتی توګه ، یا د دولتی حاکمت د ضعف په هدف د خپلو دندو د نه اجرا کولو له لاری دا هدف ته ځان رسوی تر څو دوی مطرح شی او د ارګه زیات اختیارات او واکونه تر لاسه کړی . د پنځم ستون په نوم نومول کیږی .

خو د سپیدار د مانی د زیاتو ناستو لخوا ، یو شمیر هغه جهادی تیکدارانو لخوا چی له قدرته شړل شوی  او د شمالی تلوالی د زړه خوږو لخوا خپله د ارګ سر نشینان او ټول هغه کسان چی د طالبانو سره د سخت نظامی تشدد نه کار نه اخلی او د صلحی د خبرو زمزمی کوی طالبان د وطن خلک بولی د پنځم ستون په نامه تورنه وی.

اوس نو ویلای شو چی پنځم ستون شتون د ټولو لخوا تایید شوی خو مشخص تعریف ندی ورکړ شوی له ملته څخه پنځم ستون ورک دی . ملت او عوام خلک د ګنګسیت حالت لری او لاره یی ورکه کړی . نه پوهیږی اصلی پنځم ستون څه شی دی او پنځم ستون چا ته ووایو؟ له پنځمه ستونه د خلاصون لاره څه ده؟ . د پنځم ستون موجودیت څه شی دی او څه عواقب لری ؟ دا ټول هغه سوالونه دی چی دخلکو په ذهنونو کی ګرزی را ګرزی .

ددی ټولو سوالونو د جوابولو لپاره لازیمه ده چی لومړی پنځم ستون تشریح او تعریف شی :

د پنځم ستون اصطلا د دوهمی نړیوالي جګړي نه یو څه مخکی را پیدا شوه . هغه وخت چی فرانکو د په 1933 کال د جمهوری خواهانو لخوا د مادرید د شار څخه وشړل شو او جنرال فرانکو د دولت ضد جبهه جوړه کړه او د مادرید د شار نیولو څو ځلی هڅی ناکامه شولی په 1939 کال د جنوری میاشت کی یو ځل بیا د مادرید د نیولو لپاره قوتونه منسجم او د څلورو طرفو یی مادرید شار تر برید لاندی نیولی وه ژنرال اميليومولا (1937 ـ 1887)د فرانکو له ارشدو جنرالانو څخه دیوی مرکی په جریان کی ژورنالست ته دبری اطمنان ورکول نو ژورنالست پوشتنه کوی چی د کومی جبهی او یا کوم طرفه د ستاسو بریالیتوب دیر شونی شکاری نو موړی جنرال ورته وایی چی زموږ دا ځل بریالیتوب د همدی څلورو جبهو له لاری نه بلکه د پنځم ستون له لاری کوم چی موږ د نظام پداخل او د مادرید په زړه کی خواخوږی لرو او هغوی د نظام د ضعیفولو لپاره له داخله مبارزه کوی   دا موږ بریالیتوب ممکن او شوونی کولای شي چی هغه وو فرانکو تر ډیره وخته د هسپانیی واګی پلاس کی اخلی ، د پنځم ستون اصطلاح ورسته له هغه د سیاسي اصطلاحاتو جز وګرزیده او داسی تعریف شوه : هغه کسان چی یو دولت یا نظام یا سازمان  لخوا په مخفی توګه خپل مزدوران ، جاسوسان د بل دولت یا نظام او یا سازمان داخل کی ګماری،تر څود دولت یا نظام یا سازمان د ضعیفولو او د له منځه وړلو لپاره د دوستانو تر نوم لاندی او د دوستانو په لباس کی ددوی په ګټه فعالیت وکړي پنځم ستون بلل کیږی .

ژوندی مثالونه :

کله چی د خلکو دموکراتیک ګوند په هیواد کی سیاسی واګی خپل لاس کی واخستی نو یو تعداد اخوانیانو د ګوند په لیکو کی د پرورشیانو په نوم خپل ځانونه تنظیم کړل او د یو شمیر نورو فرصت طلبو ګوندیانو سره په ګډه د دموکراتیک جمهوری نظام د فرامینو په تطبیق کی پداسی توګه انحرافی عملونه تر سره کول چی خلکو ته یی د نظام په مقابل کی منفی ذهنیت جوړول او نظام یی بد نامول چی دا په حقیقت کی د روسی قواو د راتګ لپاره پنځم ستون بلل کیږی ، دروسانو له وتلو ورسته تولو پاکستان او ایران کی میشته حهادی تنظیمونو ورانکار جنګیاليو په ګډه او د پاکستان د کماندو قطعاتو په ګډون سره سره ونشوای کولی چی د داکتر نجبالله د حکومت څخه حتی يواځی جلال اباد ونیسی . د جلال اباد څخه دفاع د نظام موجودیت او بقا تظمین کړله د وطن ورانکاره ډلی چی د پاکستان د ای ایس ای تر مشری لاندی د هیواد دورانولو او دولت د منځه وړلو لپاره هلی ځلی کولی ناکام او نا هیلی شوي . خو ورسته احمد شاه مسعود دنظام پداخل کی د نظام له یو تعداد جنرالانو او سیاسی شخصیتون ( فرید مزدک ، کاویانی ، جنرال علومی ، نبی دعظمی ،اصف دلاور سید اعظم سعید او څو نور …..) سره په تفاهم پنځم ستون د نظام پداخل کی ایجاد او همدغو نظام ته خاینو جنرالانو د نظام د ناکامولو پمنظور د شمال اییتلافی قواو ته د کابل شار ته د دخول او ستراتیژیکو ځایو کی مستقرولو زمینه برابروله . او بلاخره د همدی پنځم ستون په واسطه یی د نجیبالله حکومت د سقوط سره مخامخ او هیواد یی د بدبختیو اور ته ور تیل وهل .

د طالبانو د اسلامی امارت په ړنګولو کی د امریکا سره   د شوری نظارهغه همکاری چی د ځمکنیو قواو په توګه له امریکا سره زموږ هیواد حغرافیا ته د امریکا یی قواو د داخلیدلو لپاره کولی هیواد په سطحه یی د پنځم ستون رول لوبولی .

د پنځم ستون د پورتنی تعریف او مثالو د ورکولو ورسته د ارګ او سپیدار د مانیو لخوا لګیدلی تورونه د کندز د سقوط په هکله داسی جمبندی کوو .

   سپیدار مانی تور لګوی چی د ارګ لخوا د د کندز په اطراف کی طالبانو په وړاندی تصفیوی عملیات ونشول طالبان تقویه شول او د کندز د سقوط باعث وګرزیدل . والی چی د اشرف غنی لخوا و کندز ته تعین شوی د کندز د سقوط په وخت کی په خپله دنده حاضر نه وه نو ځکه کندز سقوط وکړ . همدارنګه د دولت لخوا د طالبانو په مقابل کی عملیات د ملکیانو د تلفاتو د جلوګیری په خاطر شاته اچول . او د طالب بندیانو خلاصول د ارګ د سرنشینانو او دهغوی د هواخواهانو هغه کړنی دی چی د قندز په سقوط کی د پنځم ستون په حیث کړی دی .

دا بورته هغه سوالونه دی چی د شوری نظار د قوماندانانو او د جمعیت پوری مربوط کړیو لخوا تبلغیږی .

د پورتنی تعریف له مخی دلته داسی څه نه لیدل کیږی چی د ارګ لخوا د طالبانو د بریالیتوب پخاطر کوم کړنه شوی وی ځکه : دعملیاتو ځنډول که د هر دلیل له مخی وی طالبانو لخوا د ولایت د سقوط موجب ځکه نشی کیدای چی د کندز د ساتنی لپاره د ولایت داخل کی 12000 وسلوال تر دو سپوږمو مسلح جنګی عالی تخنیک سپکی او درندی وسلی د قوماندانانو په اختیار کی ور کړل شوی وه دی قواو ته که د تعرض امر نه وه شوی د شاته تګ امر هم ندی شوی دا د دوی وظیفه ووه چی د کندز د ولایت او خلکو د مال او ناموس څخه دفاع وکړی او د طالبانو د دخول مخه ونیسی .

والی خپله اداری پوست دی او د وسلوالو قواو په سوق او اداره کی کوم رول نلری ، او د تصفیوی عملیاتو کی د ملکی خلکو د ژوند ته پاملرنه د دولت له اصلی دندو شمیرله کیږی .

    د ارګ پوری اړوند کړی بیا ذ کندز سقوط د لاندی کړونو له مخی د پنځم ستون کار بولی :

!ــ د جمعیت تنظیم له قدرته شړل شوی قوماندانانود حهاد د یو شمیر تیکدارقوماندانانو جلسه د اشرف غنی تر فشار لاندی راوستلو په مقصد یی یوه پروژه د کندز سقوط دی . کندز ته د کاپی وسلوالو د موجودیت سره سره دسقوط زمینه برابره شوی ، ترڅو اشرف غنی دی ته قانع کړی چی دا شړل شوی بیرته قدرت کی شامل کړی ، اشرف غنی څخه د هیواد ددفاع پخاطر خپل باقی مانده هواخواهان هم د دولتی سلاح سره مسلح کړی .نو ځکه خپلو کړیو ته د کندز د سقوط هدایت شوی ده .

۲ــ د کندز ملشی چی مخکی د داود داود به وخت کی د محلی پولیسو تر نوم لاندی مسلح شوی وی د کندزیانو سره تیری کاوه او قصدأ د کندز خلک د دولت له لوری اړول او د طالبانو لپاره د نفوذ زمینه مساعده کیدله چی دا خپل د پنځم ستون رول بازی شوی .

۳ــ کندز شار د 12000 وسلوالو په موجودیت کی بیله مقاومت 400 طالب ځواک ته خوشی شوی .

۴ــ د کندز په بیشه د لاریون را ایستل او د ملی بیرغ پر ځای خپل پخوانی بیرغونه جګول پخپله یو نوع بغاوت او د مرکزی دولت د ضیف شکارولو هڅی وی ،

اوس ګورو چی د کندز د محلی پولیسو او د میرعلم د ملیشو کړه وړه دقیقأ د هغه اخوانیانو او د کارملیانو له کړنو سره سمون لری چی د خلک دموکراتیک دولت په وختونو کی کول . ددوی کارنامی ټولی د دولت او خلکو تر منځد فاصیلو د ایجاد ولو په خاطر عملی شوی .

د جمعیت اړوند له قدرته شړل شوی شخصیتونو غونډه د تړلیو دروازو تر شاه او بیا د کندز له سقوطه سره سم د ځوانانو مسلح کول او په کندز کی عملیاتو ته استولو غوشتنه دقیقأ د غنی او دولتی حاکمیت د ضیف شکاره کولو هځی دی .

د یو مسلح قوی ځواک په درلودلو سره څو محدود طالب کسانو ته ولایت کی قدرت خوشی کول او له شاره د قواو را ټولول همدغه د جهاد د تیکدارانو د خوشی عمل ددوی په غوشتنه شوی.د طلوع تلویزیون نشرات د دولتی او نظامی اسرارو به افشاء کولو سره د وسلوالو ځواکو دمورال د ضعیفولو لپاره او د یو واحد ملت د جوړیدو مخه نیول د پنځم ستون د هڅو نمونی دی . دا ټول کارونه د مرکزی دولت ضد عملونه دی چی د دوشمن په مقابل کی د مقاومت توانمدی ته یی ضرررسوي .

اوس نو لازمه ده چی د ملی وحدت حکومت د حقیقت موندنی کمسیون سره د اصلی مجرمینو په بیدا کولو کی همکاری وکړی اصلی مسوولین به برملا او رسوا تر تحقیق لاندی ونیول شی ، خو د دولت اراکین د حکومت کارکونکی د بارالمان استازی د ګردی میزونو کی را ټول شوی سیاسیونو څخه هیله ده چی د یو او بل په تورنولو سره نو خپل دولت ضعیف او خپل ملت سپک نکړی ، د تولو افغانانو صادقانه هڅی د یو واحد او مظبوط ملت په ټوګه ستاسو د شی راتلونکی ضمانت کوی ، پای

 عزیزالله حقپال                                                                 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button