څنګه غوره اقتصادي فیصلې وکړو؟

پیسې ډېر خلک اندېښمنوي. د بي بي سي مختلفو پروګرامونو کې له مختلو کسانو سره خبر شوې چې تل د مالي پرېکړو پر مهال اندېښمن وي. دوی ډېرې پوښتنې لري. کله چې بانکي ګټه کمه وي، نو له ځان پوښتي په بچت څه وکړي.
دا مهال د استوګنځي اخیستلو غوره وخت دی؟ د پور بیه ټیټه شوې، خو د استوګنځي بیه هم ټیټه شوې؟ ایا پر هغه پانګونه باور وکړو چې پکې د ګټې ژمنه کېږي؟
د لند کالج پوهنتون د تجربي روانپوهنې یوې څېړنډلې هم په نوې څېړنه کې دا نظر تایید کړی دی.
د دوی موندنې ښيي چې لاندې نوملړ کې راغلې مسلې هغه څه دي چې په تړاو یې خلکو ته پرېکړې سختېږي.

– د کور اخیستل
– د کار بدلول
– د پیسو بچتولو ډول
– د بچت لګولو لپاره لار غوره کول لکه کور که ګاډی واخلم
– د ژوندی ملګری ټاکل یا واده کول

مالي پرېکړې ولې دومره سختې دي؟
د دې پروژې یو څېړونکی جوزف مارکز باوري دي چې دا سختي درې لاملونو سره تړلې ده:
“ښايي فکر وکړو چې تر کمو غوراویو ډېر غوراوي لا ښه دي، خو څېړنې وايي، ډېر غوراوي د باطني ټکر، اضطراب یا وېرې او په پایله کې د پرېکړې نه کولو سبب کېږي. “
ډېر غوراوي: ډېرو غوراویو کې سربدالېدل ناشوني نه دي. ځکه ډېرو غوراویو کې خلک تحلیل او شننه نشي کولی.
پېچلتیا: مالي پرېکړو کې غوراوي ارزول کېږي او پکار ده چې د هر غوراوي اړوند لوړې ژورې پوره وپېژنو. دا کار هغو خلکو ته هم اسان نه دی، چې اقتصاد یې لوستی عادي خلک خو ایسته پرېږده.
زړه نازړه توب: لویې اقتصادي پرېکړې قواعد او روښانه بهیر نه لري، خطر یا رېسک او د قاطېعیت یا پرېکند پرېکړې نشتوالی پکې وي او په دې دلیل دا وړاندوینه اسانه نه ده چې پایله به څه وي. د دې پرېکړود پایلو نامالومتوب سبب کېږي چې خلک دا ډول پرېکړې ونه کړي. موږ دا اندېښنه لرو چې پرېکړې به مو خامې وي، ښايي بچت شوې پیسې په اوبو لاهو کړو او له پېښماني پرته بل څه ونه لرو.

 

د مالي پرېکړو د اسانولو لپاره څه کولی شو؟
 دا پېژندل یو بحث دی چې کوم عوامل دا پرېکړې سختوي او د دې پرېکړو د ساده کولو کار هم بل بحث دی.
جوزف مارک د مالي پرېکړې په هکله دا پنځه مهم ټکي لري.

ستړیا کې پرېکړه مه کوئ
چې ستړي یاست د مالي مسلو په هکله پرېکړې مه کوئ، لږ صبر وکړئ چې د فکر وخت پیدا کړئ.
ذهني ستړیا کې ممکن سملاسي پرېکړه وشي ځکه غوره ده چې پرېکړه تر سبا یا د اونۍ رخصتیو ته وځنډوئ. له مهمو کاري یا ورزشي پروګرامونو لرې شئ. که مهمه پرېکړه په مخ کې لرئ خو بې انرژي یاست، له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو ارام وکړئ. دې کار سره ستاسو مغز رغول کېږي.

د بدن ګړۍ مو وپېژنئ
د غوره پرېکړو کیلي په دې کې ده چې د بدن ګړۍ یا ساعت وپېژنئ؛ وپوهېږئ چې د ورځې که د شپې ډېر کارند یا فعال یاست.
“ورځ زېږ” کسان د ورځې اوږدو کې د پوهېدو ډېر توان لري، خو “شپه زېږ” کسان په شپه کې د پوهېدو ډېر توان لري، ځکه په هغو ګړیو کې د مهمو پرېکړو هڅه وکړئ چې تاسو پکې په خپل حال یاست.

 

د خپل ځان راضي کولو لپاره لږ دلایلو پسې وګرځئ
هغو کسانو ته پرېکړه لا سخته ده چې له اندازې ډېر فکر کوي. دا کسان تل اندېښمن وي چې سمه پرېکړه به وکړي که نه. که د خپل رضایت د احساس لپاره لږ تر لږه اړینو دلایلو پسې وګرځئ، نو پرېکړه کې مو وېره کمولی شي. ان که ټولې لارې بندې وې یو څوک پیدا کولی شئ چې ستاسو په ځای پرېکړه وکړي. که دا پرېکړې ځانګړې پوهه غواړي مسلکي کس ته یې وسپارئ چې د پرېکړې اړوند ناسم احساست مو کم کړي او تاسو ته ډاډ درکړي چې حالت کنټرول دی.

 

هر څه به اسان شي

ښه خبره دا ده چې پرېکړې د نورو شیانو په څېر د عمر او تجربې ډېرېدو سره اسانېږي.
دا ښکارنده هم د هغې پوهې او تجربې له امله ده چې د کلونو تېرېدو سره انسان ته پیدا کېږي.
د عمر تېرېدو سره د اوږدمهالې پرېکړې لپاره ستاسو مثبت احساست پاتې کېږي او ذهن مو لږ د پرېکړو د ممکنه پایلو په هکله له تاسو سره ښکېلېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button