د افغانستان اصلی دښمن

احمدجان تڼی

 

د پاکستان ( پنجاپی استعماري – ترویستی ادارې صدراعظم ) ښاغلی نواز شریف کابل ته راغی د هغه سره د پنجاپ د اشغالګر پوځ لوی درستیز او څو نور مهم چارواکي مله و.

داسې جوتیده چی  کابل ته د نوازشریف ، هند ته د افغانستان د اولسمشرښاغلی اشرف غنی د سفر د اغیزو د کمولو د پاره راغلی وي.

د ډیرو کتونکو په ګومان نوازشریف ددی سفر څخه موخه د هند څخه افغانستان ته د زیات نیږدوالي او دوستۍ د ښودلو دپاره و.

دهغه د پاره لوړ رسمی تشریفات په نظر کې نیول شوي و، چې د نورو هیوادونو د مشرانو د پاره تر سره کیږي.

د نوازشریف سفر افغانستان ته د نړۍ د نورو مشرانو سره توپیر لري هغه دا چې دی کابل ته د پنجاپ په پوځ پورې تړلی پوځي الوتکه کی تګ راتګ کوي.

د معمول سره سم د هیوادونو مشران په خپله خاوره کې د نا ارامی د شتون په صورت کې په پوځی الوتکو کې سفرونه کوي. خو بهرنیو هیوادونو ته چارواکي په مخصوصو ملکي الوتکو کې ځي او راځي . کیدای شي هغه الوتکي د هغه هیواد په هوایی چلند الوتکو پورې تړلي وي او یا کیدای شی د اولسمشری مقام ځانګړي الوتکې وي چی دولتي نښانونه لري.

افغانستان ته د امریکا د اولس مشر په ګډون تر اوسه ټول چارواکی راغلی ټول په ملکی مخصوصو الوتکو کی راغلی او تللي دي.

 مګر د نواز شریف راتګ دلته به دا مانا ولري چی دده له پاره کابل ، ګلګیت ، پیښاور ، وزیرستان ، کوټه او کراچی یو دي.تیره اونۍ نواز شریف ګلګیت ته د یوې پروژې د پرانستلو د پاره چی یو شمیر د نورو هیوادونو سفیران هم ورسره و ، په پوځي څرخي الوتکه کې سفر کړی و.

ویل کیږی چی هغه څرخی الوتکه چی سفیران پکی و ، د مولوي فضل الله د جنګیالو له خوا په نښه شوه او را وغورځيده . دوی ادعا وکړه چی زموږ موخه د نواز شریف د څرخي الوتکې را غورځول و .خو هغه څرخی پوځي الوتکه چی نواز شریف په کی و ، په تیښته بریالی شوه .

خو دلته یوه بله پوښتنه هم را منځته کیږی چی ایا د کابل چارواکي ددی ټکی څخه خبر و او که نه ، چی نوازشریف کابل ته په پوځي الوتکه کی تګ او راتګ کوي؟

یوه بل هیواد ته په پوځي الوتکه کې سفر کول ، هغه هیواد ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستل دي.

په رسمي لیدنو او کتنو کې د کابل د ادارې مشر او نواز شریف دواړو هڅه وکړه چی ځانونه یو بل ته نږدې وښيی او دواړه د یوه ګډ دښمن یعنی تروریزم قربانیان وبولي .

استاد اشرف غنی څرګنده کړه:

((دا يواځې زموږ جګړه نه ده، د سيمې او نړۍ ترهګري دا جګړه پر موږ او پاکستان تپلې ده، پاکستان په دې جګړه کې ډېر زيان ګالي، بايد دواړه هېوادونه په ګډه د دې وضعيت په وړاندې ودرېږي، د سولې او ثبات شرايط چې دواړه هېوادونه ورته اړتيا لري، رامنځ ته کړي.))

د کابل اداری مشر د پنجاپ استعماري ادارې له خوا ټولی مداخلی ، ورانکاری او جنایتونه چی یی د افغانستان خلکو او په ځانګړي توګه د پښتنو په وړاندې تر سره کړي او یا یی کوي سترګی پټې کړې او دا جګړه یی دوه اړخیزه وبلله چې  په هغه باندی هم تپل شوي ده.

ایا استاد اشرف غنی هیر کړل چی د افغانستان د اقتصادی تاسیساتو ورانولو، سړکونو او پلونو له منځه وړلو پلانونه ټول د پنجاپ په پوځي پټو ادارو کی ترتیب شوی او زیار ایستل شوی چی هغه له منځه یووړل شی.

ایا استاد اشرف غنی هیره کړه چی جنرال ضیاالحق د کابل د سوځیدو ارمان کاوه . چې دا ارمان یی هم د یو شمیر مزدورو ډلو له خوا پوره شو. کابل ړنګ او سوځید. چی نندارې ته یی د هغه مهال د ادارې دروند میلمه د ضیاالحق ځوی اعجازالحق راغی.

ایا د نغلو د بند د الوزولو پروګرام چی د پخواني دولتونو د واکمنی په مهال په پنجاپی پوځي ادارو کی ترتیب شوی و او  د سیمې د یو مخور او مشر له خوا شنډ شو ، د هغه څخه اشرف غنی خبر دي؟

د پکتیا او خوست تر منځ د سټوکنډود سړک جوړیدلو مخنیوی تر اوسه څوک کوي؟ ایا دا پنجاپی پټ سرویسونه نه دي؟

یا د کنړ په سیند د بند د جوړیدو په لاره کې خنډونه د چا له خوا اچول شوي دی؟

ایا ټولې هغه انکشافي پروژې چی د افغانستان کی د هند دوست هیواد له خوا پلي کیږی د پنجاپی استعمار له خوا د هغه په پلی کیدو کې خنډونه نه را منځته کیږي؟

اوس دا پوښتنه را پیدا کیږی چی ایا اشرف غنی د افغانستان او دسیمې تاریخ څخه په تیرو اویا کلونو (( په تیره بیا په تیرو څلور لسیزو )) کې بی خبره دی او که غواړي په دې توګه د افغانستان په وړاندې د پنجاپی استعماری اداری له خوا جنایتونه او تیري وبښي؟ ایا هغه په دې نه پوهیږي چی د افغانستان په ضد مستقیمه جګړه د پنجاپ له خوا  د سردار محمد داود د اولسمشری په دوران کې پیل او تر نن ورځې پورې دوام لري؟

اوس مهال د تروریزم کلمه ډیره رواج شوی ده استبدادی حکومتونه هڅه کوي چی د خپلو مخالفینو د ځپلو د پاره ددی کلمی څخه کار واخلی.

هر وسله وال مقاومت، تروریستي عمل نه دی. یوازی اشخاص او ډلې تروریستان نه شی کیدای ، بلکی دولتونه هم تروریستان کیدای شی.

په دې کی شک نه شته چی د پنجاپی استعمار په وړاندې وسله وال مقاومت موجود دی . دا وسله وال مقاومت د پښتنو ، بلوڅو په سیمو کې روان دی او دا مقاومت د هغه مقاومت دوام دی چی د انګریزی استعمار په وړاندې موجود و.

دا مقاومت د پنجاپی استعمار څخه د پښتنو او بلوڅو د سیمو د ازادی د پاره روان دی دا مقاومت د تاریخي افغانستان ( پښتونخوا) د جوړیدو د پاره روان دی.

نوموړي مقاومت راز راز بڼې خپلې کړي دی خو هیڅکله ودریدلی نه دی. دا به ډیرنا انصافانه عمل وي چی په نوموړي مقاومت باندې د تروریستانو نوم کیښودل شي.

خو ددی مقاومت د بدنامولو د پاره د پنجاپ تروریستی – استعماری ادارې یو لړ کړنې تر سره کړي او کوي یی تر څو دا مقاومت تروریستی معرفي کړي.

دا ښکاره خبره ده چی د امریکا متحده ایالاتو تل د فاسدو او استعماری رژیمونو ملاتړ کړی دی او کوي یی. له دی امله د امریکا متحده ایالات د پنجاپ ضد مقاومت په ځپلو کی د پنجاپ مرسته کوي.

په دې کی هیڅ شک نه شته که چیرې د پنجاپ په استعماري – تروریستی اداره باندې د امریکا د متحده ایالاتو مرستې ودرول شي او امریکا خپل پورونه د پنجاپ  استعماري – تروریستی ادارې څخه وغواړي دا اداره د هغه د پورونو د بیرته ورکولو وس نلري او دا اداره په څو میاشتو د نړۍ د جغرافیا څخه ورکیږی.

همدا لویدیز دی چی د پنجاپ استعماري – تروریستي اداره یی رامنځته کړي ده او ملاتړ یی کیږي. او همدا اداره د افغانستان شپیته سلنه خاوره په خپل نیواک کې ساتي او همدا اداره په پاتې افغانستان باندې تیري کوي او تروریستی ډلې ورته رالیږي.

نو ځکه ویلای شو چی افغانستان د تروریزم ، تیري ، استعمار قرباني دي.

باید ووایو چی دا طرح چی د حامد کرزی له خوا رامنځته شوی ده چی دواړه هیوادونه ( افغانستان، پاکستان) د تروریزم قربانیان دي او دا ټکي  د اشرف غنی له خوا هم تکرار کیږی.

استاد اشرف غنی د نواز شریف سره په کتنو او ویناو کې هڅه کړي ده چی د یوه ښوونکي په توګه هغه ته د راتلونکي سیاست او پالیسی مشخصه کړي او ترې غواړي چې ((بايد دواړه هیوادونه په ګډه د دې وضعيت په وړاندې ودرېږي)). خو دا باید استاد اشرف غنی دا ټکی په ښه توګه درک کړي چی هغه ستراتیژی چی د پنجاپ وینی څښونکي پوځ یی د افغانستان په وړاندې لري په هغه کې د یوه ویښته سر په شان بدلون راتګ ناممکن دی. امکان لری چی د هغه ستراتیژی د عملی کولو بڼه یو څه بدلون وموي.

د کابل د ادارې مشر د پنجاپ د تیرو اویا کلونو او اوسنی دښمنی څخه سترګې پټوي او هغه ته د دوست په توګه د کتلو په اړخ د نصیحت په توګه وایی((په ناوړو حالاتو کې د دوستي معيار دا دى، چې دوست د دوست ترڅنګ و درېږي)).

استاد اشرف غنی نه یوازی د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې ته د دوست نوم ورکوي بلکې یو ګام نورهم وړاندې ځي او وایی: ((د دوو دوستانو او دوو دولتونو په توګه بايد په سيمه کې د سولې شرايط راولو او د ګواښونو پر وړاندې په  رښتيا په ګډه ودرېږو او اعلان وکړو، چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن او د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دى.))

دا ښکاره خبره ده چی په انسانی ټولنه کې هر وګړی ځانته بیل دوستان او یا بیل مخالفین لري. په دولتونو کی هم دا اصل د تطبیق وړ دی. هر هیواد د خپلو ځانګړو شرایطو له مخې ځانګړي دوستان او دښمنان لري چی د بل هیواد سره توپیر کوي. داسی هیوادونه نشته چی دوستان او دښمنانو کی یی توپیر نه وي.

که چیرې د دوو هیوادونو دوستان او دښمنان یو وي پس دوی یو هیواد دی .

همدا خبره ده چی نواز شریف کابل ته په پوځي الوتکه کی ځي او راځي. خو که چیرې یو هیواد وي بیا ولې تیره ورځ د افغان بی ځایه شوو خلکو د کورونو دورانولو او د هغوی د ایستلو پراخ کیمپاین پیل شو؟

ایا استاد اشرف غنی اوس د هغه افغانانو د کورنو د پنجاپی استعماري ادارې له خوا د ورانولو څخه خبر دی چی همدا اوس یی پیل کړل. دا وحشی اداره حتی کورونه په اوسیدونکو باندې ورانوي چی تر اوسه څو تنه د کورونو د دیوالونو او چتونو لاندې شوي او وژل شوي دي.

په کابل کې  نوازشریف د افغانستان په چارو کی د نه لاس وهنی اصل تکرار کړی او ویی ویل : موږ په نورو هېوادونو کې د نه لاسوهنې سياست ته ژمن يو.

دا رښتیا ده چی سیاستوالان تل زیار باسی د نورو د دوکې د پاره خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي. کله چی د ډاکټر نجیب الله د واکمنی په مهال د سولی د راتګ له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي بینین سیوان پلان ترتیب او ډاکټر نجیب الله استعفا ورکړه په هغه مهال کی نوموړی پلان د ناکامولو د پاره د نوازشریف تر نظر لاندې د پیښور په ګورنر هاوس کی یو حکومت رامنځته کړ او په دې ډول په افغانستان کې یی د نوي تراژیدی د پیل بنسټ کیښود.

ایا کیدای شی چې  نواز شریف  د خپلو   لاسته راوړنو څخه  یوه هم د افغانستان د دوه سوه کلن اردو له منځه وړل بلل، د افغانستان د خلکو د یاده ووځي ؟

هغه اردو چی پنجاپي استعمار د خپلو لاسپوڅو په مرسته ،چی په سیمه کی ځواکمنه اردو وه ، ړنګه او د هغې وسلی او تجهیزات یی کباړ کړل.

د افغانستان په شپږ زره کلن تاریخ کی د دې هیواد سره چا دا ډول دښمنی نه ده کړي لکه نواز شریف او د هغه اداره.

 

همدارنګه په دې لیدنه کی نواز شریف هم دا ډنډوره وغږوله چې :د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن او د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن ګڼل کېږي.))

ددی ډنډوری څخه د نواز شریف د افغانستان د تاریخی دوست هند دی. هند په ټول تاریخ کی د افغانستان نږدی دوست پاتې شوي دی مګر پنجاپ هند ته د دښمن په سترګو ګوري او په دی ډول د کابل څخه هم غواړي چی د پنجاپ ورته سیاست د هند په وړاندي مخته بوزی.

کله چی د یوه هیواد د پاره د بل هیواد له خوا دوست او دښمن هیوادونه په ګوته شی په هغه صورت کی نوموړی هیواد اشغال شوی هیواد ګڼل کیږي. نوازشریف هم دا حق ځانته ورکوي چی خپل دوستان او دښمنان په افغانستان وتپي.

 

اوس همغه نواز شریف وایی:موږ په نورو هېوادونو کې د نه لاسوهنې سياست ته ژمن يو.

او بیا زیاتوي :افغانستان دښمن د پاکستان دښمن

یو شمیر تش په نامه سیاسی اوتې بوتې ویونکي وایی  چی په سیاست کی دایمی دوست او دښمن نه شته .

دا ټکی په هغه مهال د تطبیق وړ دی چی د اړونده هیوادونو په ګټو کی بدلون را منځته شی.

د کابل څخه د نواز شریف دا وار لیدنه بی خونده غوندې وه. یوازې په دی باندی خبرې وشوې چی دوستان او دښمنان مو یو دی او بس.

مګر د نواز شریف د بڼې څخه ښکاریده چی دی یو څه پریشانه دی. دا معلومه نده چی دی د څه د پاره راغلی و. داسې ښکاري چی هغه ناهیلی شوی وي.

نو ځکه د پنجاپ له خوا په اشغالی افغانستان کی د افغان بی ځایه شوو کورونو او سیمو د ورانولو سراسري کیمپاین پیل کړ. یوازی په یوه ورځ کی په زرګونو د افغان بی ځایه شوو خلکو کورونه یی وران کړل.

ښایی د نوازشریف په ګومان په افغانستان کې حالات د دوي هیلو سره سم نه وي.

په دې کې هیڅ شک نشته چی د کابل  کې یو  شمیر کسان د پنجاپ او ایران په وړاندې ډیر اخلاصمن دي او تر ډیره بریده د پنجاپ او تهران ګټو ته د افغانستان په لوړو ګټو باندې لوړوالی ورکوي . دا ځکه چی د خلکو په اصطلاح دوی د (( پنجاپ او ایران نمک خوړلی دی)) .

خو بیا په افغانستان کی حالات د پنجاپ د هیلو سره سم روان ندي. دا ځکه چی همدا خلک چی په سیاستونو کي ټاکونکی رول لری او د هیوادونو راتلونکي ټاکي.

  هغه  څه چې د پنجاپ د هیلو او غوښتنو خلاف دی عبارت دي له :

لومړۍ : پنجاپ په دې بریالی نه شو چی نړیوال ځواکونه په بشپړه توګه د افغانستان څخه ووځي او یا په افغانستان باندې پوځي او سیاسی مرستې غوڅې کړي.

پنجاپ او تهران هیله درلوده چی بهرني ځواکونه به افغانستان پریږدي او په دې ډول به یو ځل بیا افغانستان د پنجاپی او ایران پورې تړلو ډلو د اخ او ډب مرکز وګرځي . چی په نتیجه کې به دا هیواد تجزیه او یا دومره کمزوری شی چی هیڅکله به نشی کولی په سیمه او نړۍ کې مستقل ملی سیاست مخته نه بوزي.

که څه د افغانستان په اداره کی یو شمیر کسانو ، د پنجاپ د هیلو مطابق  هڅه کوله چې د لویدیز سره د افغانستان د خلکو اړیکی وشلوي او په دی ډول دا هیواد یوازی او کمزوری کړي.

مګر د اولس د فشار له امله د کابل اداره کې یو شمیر کسان  په دې بریالی نه شول چی د ایران او پنجاپ ګټې خوندي کړي.

دوهم : د افغانستان وسله وال پوځ په ټول افغانستان کی په دې وتوانیده چی ثبات او نظم وساتي او په څنګ کې د پنجاپ او ایران څخه را صادر شوو ورانکارو ته زیات زیانونه واړوي .

پنجاپ په تیرو اوو میاشتو کې په زرګونو بهرنی وسله وال کسان د عصری وسلو سره یوځای چی زغره وال ګاډي هم ورسره دي هیواد ته راواستول دی وسله والو د پنجاپ په کوماندي سره ځينو سیمو کې بریدونه وکړل مګر هیڅ لاسته راوړنه یی نه درلوده ، چی ښایی د نوازشریف د ناهیلي کیدو سبب شوي دی.

نوازشریف  په نظر د افغانستان پوځ د سره ژوندي کیدل د زغم څخه وتلی او ددی پوځ په توانمند کیدو سره پنجاپ او ایران نه شي کولی په افغانستان کې خپلو ناوړو موخو ته ځانونه ورسوي.

دریم : ښایی نواز شریف دا خیال درلود چی د وروستیو ټولټاکنو څخه وروسته کومه اداره چی را منځته شوي ده و به نه شي کولی چی څو میاشتې دوام ومومي.

مګر د ایران او پنجاپ دا هیله هم د خاورې سره مخامخ شوه. که څه هم په اوسنی اداره کې دواړه خواوې تل سره ښکر په ښکر وي خو بیا دا حالت دومره دوام نه کوي چی د ادارې د ماتیدو سبب دې وګرځي.

استاد اشرف غني وکولی شول په ډیر مهارت د خپل سیاسی سیال سره ، په ګډه ښه کار وکړي او پرې نږدي چی د موجوده ادارې په ړنګیدو سره په هیواد کی بحران را منځته شي .

پنجاپی استعمار د دې دپاره چی په نړیواله توګه ګوښه نشي نو یی په افغانستان کی د سولې ډنډورې پیل کړې. او حتی د کابل ارګ یی دوکه کړ . چی کیدای شی په څو اونیو کی په افغانستان کی سوله راشی. یعنی خبره د میاشتو او کلونو نه وه. خو هغه اونۍ هم تیرې شوې او میاشتې هم. مګر د سولې په لاره کې د پنجاپې استعمار یو ویښته سر په شان کوم ګام ونه لیدل شو.

په افغانستان کی د نویو جګړو پلان (( عزم)) اعلان شو. د دې جګړو په پیل سره په افغانستان کی په سلګونو کسان ووژل شول .  خو اوس داسې ښکاري چی مخالفین هم دومره جګړو ته لیوال نه وي او غواړي چی افغانستان کی سوله راشی.

د پنجاب استعماری ادارې یو ځل بیا په افغانستان کی د سولې د پاره د خبرو اترو ډنډورې رامنځته کړي.

نوازشریف په کابل کی وویل :((تاسو ته ډاډ درکوم چې د افغانستان دښمن د پاکستان دوست نه شي کیداى، د افغانانو په مشرۍ او ملکيت افغانستان کې د سولې په ټينګښت باور لرو، پاکستان په دې برخه کې افغانستان ته  د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي اوله وس سره سم به هیڅ ډول همکاري و نه سپموو.))

په سیاست کی روا ده چی د دښمن سره مخامخ خبرې وکړل شی او د هغه خبرو ته غوږ ونیول شی مګر احمق وګړی هغه څوک دی چی د دښمن په خبرو باور وکړي. په پښتو کې متل دی : د دښمن په خواږو مه باور کوه او د ژمي په تودو .

هوښیاران د دښمن سره خبرې کوي مګر د هغه اعمال اوکړنې په کلکه څاري او د خپلي موخې د تر لاسه کولو د پاره لازم ګامونه پورته کوي.

د نوازشریف د خبرو یوه ورځ پوره شوي نه وه چی  پنجاپي استعماري –  تروریستی ادارې په کابل باندې د فشار د پاره نوي ګامونه پورته کړل:

·         د افغاني کډوالو د کورونو او هټیو ورانول

·         په افغانستان باندې په هغه هیواد کې د تروریستی بریدونو تورونو لګول

·         د پنجاپ په اداره پورې تړلی دینی عالم ( مولانا سمیع الحق ) له خوا په کابل کی د وروستیو خبرو غندل

·         په کابل او هلمند کې د نویو بریدونو تر سره کیدل

په تیرو اویاو کلونو کې پنجاپ ستراتیژي همداده چی د هند او افغانستان په وړاندې جګړه او مداخله روانه وساتي.

دا جګړه او مداخله د پنجاپ په نظر د دوی د پاره دوې ګټې لري.

لومړي : د هیواد په د ننه کې د ستونزو ، ناخوالو او ظلمونو څخه د خلکو پام بهرته اړول کیږی اودوی ویرول کیږی چی ګویا دوی د هند او افغانستان له خوا د ګواښ سره مخامخ دي. او په دې ډول د پنجاپ استعماري – تروریستی واکمني دوام زیات شي.

دوهم :ددی له پاره چی دا هیوادونه د ستونزو سره مخامخ کړل شی او ونه کولی شی خپلی ملي ګټې په ښه توګه خوندي کړي.

د پنجاپی استعمار او د هغه سیاسی لارښود نواز شریف د پاره په افغانستان کې سوله مهمه نه ده.
بلکې د هغه د پاره  د هغه هیواد ګټي مهمې دی
پنجاپ هیڅکله دا ډول ګام نه پورته کوي چي د افغانستان او پښتنو په کې خیر واوسي
همدا خبره ده چې زیات شمیر څیړونکی ددی څخه ویریږی چی کیدای شی کابل به د پنجاپ سره په سیاسی لوبه کې څه تر لاسه نکړي مګر د پنجاپ په لومه کې به را ګیر شي.
لکه څنګه چې د پنجاپی استعماری ادارې د پاره خپلي ملي ګټي مهمې دي په همغه ډول همدارنګه د افغانستان خلکو ته هم خپلې ملی موخې او ګټې مهمې دي.
افغانستان دوه ټوټې دی:

لومړی :ازاد افغانستان ( د ډیورینډ د کرغیړنې کرښې او اموسین)

دوهم : محکوم افغانستان  (د ډیورینډ منحوسې کرښی څخه ها ټولې د تاریخې افغانستان سیمې.)

د افغانستان د خلکو د پاره مهم هدف د تاریخي افغانستان( د پنجاپ له خوا اشغال شوی افغانستان او ازاد افغانستان سیمې )‌  بیا را منځته کیدل دي او تر هغه چی دا افغانستان ( پښتونخوا) بیا سره متحد شوي نه وي په سیمه او نړۍ کی د سولې او امنیت راتګ ناممکن دی او تر هغه پورې افغانستان او د پنجاپ اداره سره دوستان نه شي کیدای.
باید ووایو چی اوسنی اولسمشر هم د پخوانی اولسمشر کلمې تکراروي  او وایی چی  پاکستان او افغانستان دواړه د تروریزم قربانیان دي.

مګر ایا دا واقعیت دی چې : دواړه هیوادونه د تروریزم قربانیان دي.؟

پخوانی اولسمشر تر ډیره بریده د پنجاپ په ناوړو کړنو او پلانونو سترګې پټې کړې او دا غلطه تیوري یی رامنځته کړه چې په داسی حال کې چې پنجاپ د تروریزم را منځته کونکی ، روزونکی او د سیمې او نړۍ په توګه د هغه صادرونکی دی
افغانستان خلک او په تیره بیا پښتانه د پنجاپی تروریزم قربانیان دي .
پخوانی اولسمشر په قبایلی سیمو او د دیوریند دمنحوسې کرښې سره نږدې د پنجاپی پوځ په ځای په ځاي کیدو باندی سترګې پټې کړې.
پخواني اولسمشر د پنجاپی پوځ له خوا د وزیرستان ، اورکزی ایجنسی، مومند ایجنسی، خیبر ایجنسی ،سوات او نورو سیمو( چې د اشغال شوي افغانستان خاوره ده ) په ورانولو او د پښتنو په سټولو سترګې پټې کړې او پنجاپ یی دې ته وهڅوه چې دا ډول عملیات نور هم چټک کړي. په نوموړو سیمو کی پنجاپی اردو د بیګناه خلکو په وړاندي داسی جنایتونه تر سره کړل او تر سره کوي چی د نړی په تاریخ کې بې ساري دي.
همدارنګه پخوانی ولسمشر د پنجاپی پوځ له خوا د بلوڅانو بی رحمانه ځپلو په وړاندی یې غږ پورته نکړ.
د خلکو د ویناو سره سم د پخوانی اولسمشر د واک په مهال په لس ګونو کیلومتره ځمکه د ډیورینډ د کرښې را دې خوا د پنجاپی پوځ له لخوا اشغال او وشکول شوه
پنجاب هیڅکله د تروریزم قربانی نه دي. که د پنجاپ په وړاندی کومه جګړه روانه ده هغه اولسی مقاومت دی.
د خلکو په وینا:
اوس پنجاپ استعماری – تروریستی اداره د ډیورینډ د منحوسې کرښې دفاع نه کوي بلکې د هغه د کړنو جوتیږی چی د افغانستان په پټ اشغال سره غواړي ځان امو سین ته ورسوي.

خو هغه جګړه چې دوی مخته بوتله د تروریزم په ضد نه ، بلکې د پښتنو په ضد وه، 
د وزیرستان ، خیبر ایجنسی، اورکزی ایجنسی ،باجوړ او نورو سیمو کی د پنجاپی پوځ عملیاتو دا په ډاګه کړه چی دا عملیات د تروریزم په ضد نه بلکی د پښتنو د ځپلو عملیات دی
پنجاب د خپل دقیق سنجول شوي پلان له مخی په افغانستان کی جګړه هم یوازی د پښتنو په سیموکی محدوده وساتله.
د پنجاپ په سیمه او نړۍ کې لومړي درجه دښمنی د افغانستان او په تیره بیا د پښتنو سره ده ، نه د هند په وړاندې.
دا پنجاپ دی چی د افغانستان اویا سلنه خاوره یی اشغال کړي ده .او د محکوم افغانستان خلک د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې تر نیواک لاندې شپې سبا کوي.
د پنجاپ د تیري او انکار پالیسي :

پنجاپ تل د افغانستان په وړاندې د تیري او انکار پالیسی مخته بیولي ده. په تیرو پنځه دیرشو کلونو کې پنجاپ په افغانستان کی وسله والې مداخلی کړي او د جګړې اور یی بل کړي دی. مګر هیڅکله یی دا مداخله ، تیری اولاسوهنه تایید کړي نه ده او تل ترې منکر دی.

دا د بنو د سیمی اوسیدونکی یوه پښتون مشر خبره ده چی پنجاپ اوښ په بډه وهی اوښ به هر څوک په سترګو ویني مګر څوک یی پرې ثابتولی نه شی.

د ډاکټر نجیب الله دواکمنی په مهال تقریبا هره ورځ د پاکستان د سفارت شارژدافیر بهرنیو چارو وزارت ته وربلل کیده او د هغه حکومت د تیریو ، مداخلو او لاسوهنو په ارتباط ورته اعتراضونه کیدل . مګر د پنجاپ د استعماری ادارې شارژدافیر یو هم ونه مانه.

اوس هم د پنجاپ له خوا په مستقیمه توګه په افغانستان کی پوځی مداخله روانه ده. په تیرو څوارلسو کلونو کی د خلکو په وینا دلته پنجاپی پوځیان جګیدلی او دا بهیر روان دی. همدارنګه وسله وال کسان په منظمه ډول را لیږل کیږي.

د افغانستان په ضد ټوله روانه جګړه د پنجاپ استعمار له خوا تنظیم ، تمویل او کومانده کیږي . مګر استاد اشرف غنی په هغه باندې سترګې پټوي.
د سیمې د جغرافیایی – سیاسی حالاتو په څیړلو سره دا ټکی باید په یاد وساتو ، چی په دې سیمه کې افغانستان یو طبعی دولت دی چی ډیره زیاته ( زرګونو کلونه ) مخینه لري . مګر د پاکستان تر نوم لاندی هیواد د نړیوال کلوینالیزم د توطیی په نتیجه کې را منځته شوی دی.

د پاکستان تر نوم لاندی هیواد یو مصنوعی جوړښت دی چی طبعی اړخ نه لري او له دي امله ددی دولت پایښت د ډیر مهال د پاره ناممکن دی.

باید وویل شی چی مصنوعی هیوادونه حتما ړنګیدونکي دي . د پنجاپ د استعماری اداری ته د ړنګیدو ګواښونه په لومړی درجه کی د هیواد دننه څخه ( تر استعمار لاندی ملتونو لکه پښتنو ، بلوڅو ، سندیانو او کشمیریانو) څخه متوجه دی او د بهر څخه ګواښ د ګاونډیو هیوادونو څخه دی دا ځکه چی دا هیوادونه ( هند او افغانستان) کیدای شی د خپلو خاور پوښتنه وکړي.

د دوه هیوادونو او که  د یو هیواد تیوري:
د پاکستان او یا افغانستان  اوسنیو جوړښتو نو سره په سیمه کې دوه دا ډول هیوادونه وجود نشی درلودلی . د دې له پاره چی یو پاتي شي نو باید بل حتما د منځه ولاړ شي ، تر څو د هغه موجودیت تضمین شی.
همدا خبره وه چې غلام اسحق خان کله چی د پاکستان جمهور رییس و ، زیار وایست چی پورتنې موخې ته د رسیدو له پاره سیاسی لار را منځته کړي نو ځکه یی د افغانستان سره یی د کنفدریشن د جوړولو وړاندیز وکړ
دا یو واقعیت و ، که چیری افغانستان د پاکستان سره کنفدریشن جوړ کړی وای په هغه صورت کی به افغانستان به خپله ازادی د لاسه ورکړي وای او د پنجاپ واک به تر امو رسیدلی و.
د غلام اسحق خان دا نظر د ډاکټرنجیب له خوا په کلکه رد شو او دا یی ددی هیواد په وړاندی لویه توطیه وبلله
پنجاپ د افغانستان په وړاندی خپله ستراتيژی ( هغه چی نږدی اویا کاله یی مخکی ترتیب کړي ده) نه ده بدله کړی غلام اسحق خان غوښتل دا افغانستان د اشغال ستراتیژی په ارامه توګه تر سره شي.
اوس مهال د نواز شریف د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری لومړی وزیر نواز شریف او د پنجاب د اشغال ګر پوځ لوی درستیز دا پروګرام په بله بڼه سره مخته بیایی.
هغوی زیار باسی چی د یوې خوا په کابل باندې پوځی او سیاسی فشار زیات کړی او د هغه په اړخ کی ځان بی اندازه خوږ او دوست ښکاره کړي. تر څو وکولی شی په افغانستان کی د ننه په سیاسی بهیر باندی اغیزه زیاته او بهرنی سیاست کنترول په لاس کې واخلی.
د پنجاب د استعماری – تروریستی اداری د فعالیتونو ښکاری چی د افغانستان په وړاندی د هغه هیواد ستراتیژی همدا په درې ټکو ولاړه ده:
• 
د پاتی افغانستان اشغال
• 
د پاتې افغانستان تجزیه
• 
د پاتې افغانستان کمزوری کیدل
پنجاپ د پورتنیو درې موخوته د رسیدو له پاره د هر ډول امکاناتو څخه کار اخلی.تر هغه چی پنجاپ نوموړو موخو ته د افغانستان په هکله نه وي رسیدلی یوه شیبه هم کرار نه کیني.
د کابل چارواکی فکر کوي چی ګواکی پنجاپ به په افغانستان کی د سولې لپاره اړین ګامونه اوچت کړي. په داسې حال کی چی د نوي اداری په رامنځته کیدو سره د پنجاپ تیرو ، مداخلو او لاسوهنو زور اخیستی دی .
د افغانستان په وړاندی د پنجاپ حرکتونه بل ډول دی.

نوازشریف که د یوې خوا ځان ډیر خوږ دوست ګڼي نو د بلې خوا په افغانستان باندی پوځي فشارونه زیاتوي:
د دانګام جګړه :نږدې دوه زره پاکستانی اردو کوماندو ګان د یو شمیر وسله والو سره د کنړ د دانګام په ولسوالی برید وکړ
تر څو دلته د غرنی او ځنګلی سیمی څخه په کار اخیستلو سره ، په دی سیمه کې پوځی مرکز د وران کارو فعالیتونو د پاره رامنځته کړي
د دی سیمي په نیولو سره د کنړ مرکز تر تهدید لاندی ونیسی او پوځي پرمختګ وکړي
دانګام په نه ماتیدونکی سنګر باندي واړوي.
په هلمند کی د ځواکمنې جبهی د پرانستو هڅې :کله چی پنجاپ په دانګام کی د افغان ملی پوځ څخه ماتی وخوړه ، بیایی هلمند مخه کړه تر څو هلته یو مرکز رامنځته کړي پاکستانی کوماندوګانو د یو شمیر وسله والو سره په مختلفو سیمو بریدونه وکړل مګر د سخت مقاومت سره مخامخ شول

د بدخشان او کندز نا ارام کول: پنجاپی ستراتیژیستانو هڅه وکړه چې په بدخشان او کندز کی ناارامی را منځته کړي مګر په دې پلان کی هم بریالی نه شول.

داعش ډوله ، ډلو رامنځته کول:
د راپورونو سره سم ، پنجاپی استخباراتو ، ددی له پاره چی په افغانستان کی جګړې ته نوی رنګ ورکړي ، هغه بهرنیان چی تر اوسه یی ساتلی و، دې ته تیار کړل چی افغانستان ته راشی.
د سیمه ایزو خلکو په وینا په زرګونو بهرنیان چی کورنی هم ورسره دی او په ډیرو عصري وسلو سره سمبال او زغره وال ګاډي هم ورسره دی په مختلفو سیمو کی ځای په ځای شوي دی او ځای په ځای کیږي.
اوس را ځو د هغه پوښتنی ځواب ته چی ایا پنجاپ د افغانستان دوست کیدای شي؟

پنجاپی استعمار اویا سلنه د افغانستان خاوره چی د انګریزانو تر ولکې لاندې وه، تر خپل استعماری واک لاندی راوست .
د پاکستان تر استعمار لاندې پښتنو هیڅکله ځانونه پاکستانیان نه دی بللی ، بلکی دوی ځانو ته پښتانه او افغانان وایی. د دوی په نظر د دوی پلرنی هیواد افغانستان دی او بیرته باید د افغانستان سره یو ځای شي.

تر هغه پورې افغانستان او پاکستان ( پنجاپی استعمار) سره دوستان نه شی کیدای تر هغه چی د افغانستان ټوله خاوره چی د پنجاپ تر اشغال څخه وتلي نه وي .

دا هغه وخت ممکن دي چی د کابل اداره د اشغال لاندی خلکو سره په کلکه ودریږی او د دوی د برحقه مبارزو څخه په سیاسی ، اخلاقي ډګرونو کی ملاتړ وکړي .

په سیمه کې پښتون ستر ټبر  دی دا اولس د اموسین څخه  تر کشمیر، پنجاپ ، کراچۍ او ګوادر پورې پروت دی. چی د یوه واحد هیواد ( افغانستان ) په چوکاټ کی د ازاد ژوندانه حق لري. 
د افغانستان سره د پښتنو یووالی او بیرته یو ځای کیدلو د پاره د ډیورینډ منحوسې کرښې هغه خواته پښتنو ستری قربانی ورکړي دي.
په افغانستان کی پښتانه د افغانستان د شمزۍ رول لوبوي.
د پښتنو کمزوري ، د افغانستان کمزوري ده . د پښتنو تباهي، د افغانستان تباهي ده.
همدا خبره ده چی پنجاپی استعماری – تروریستی اداره ، د ایران لوړتیا غوښتونکی حکومت او ځیني لویدیز استعماری دولتونه د افغانستان د تباهی د پاره د پښتنو د کمزوری او یا تباهی کولو پروګرامونه مخته بیایی.
له دې امله :

د پښتنو د کمزوری کولو بریتانوي استعمار د پښتنو د ټوټې ټوټې کولو پروګرام تبطیق کړ.
یو شمیر سیاستوال ددې له پاره چې په راتلونکو بدلونو کې دپښتنو په رول پوه شي دوی غواړي لومړی دې لاندې درو پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړي :
• 
ایا پښتون یو اولس دي او که څو اولسه؟ 
• 
ایا پښتون اولس په سیمه کې د ټولو حقوقو څخه چې نور اولسونه یې لري برخمن دی او که نه؟
• 
د سیمې په بدلونو کې د پښتنو راتلونکي رول څه دی؟
د کابل د ادارې مشر د یوه ټولنپوه په توګه ښایی په دې ټکي پوه شي پښتون یو ټبر دی چې د یوې ونې په شان د قومونو مختلفې څانګې لري . دا ونه نه وچیږی او نه څوک کولی شی د هغه منډونه لنډ کړي او نه یی د بیخه ایستلی شي .
هر پښتون وګړی په دې پوهیږي چې دی په خپله په کوم خیل پورې تړلي او بیا ستره کې د کوم قوم وګړی شمیرل کیږي او په وروستۍ کې د لوی پښتون ټبر یو غړی دی.ددې اولس هر غړی د هغه ځانګړي احساس له مخې چې د خپل اولس سره یې لري تړل کیږي .
د پښتون وګړي د پاره په قومي جوړښت کې د هغه شته والی، د هغه د هویت ټاکونکی دی .
د پښتنو په ضد د پنجاپ جګړه نه یوازی په افغانستان کی روانه ده بلکی پنجاپي استعماری پوځ په وزیرستان ، کرمه ، باجوړ، خیبر، اورکزی ایجنسی او سوات کی په سلګونو زره پښتانه په ډیره بی رحمانه توګه سره شهیدان کړل او دا بهیر روان دی.

پنجاپ نه یوازی په پوځي ډګر کي پښتانه ځپی بلکی په اقتصادي ډګر کې هم یی ځپی . د ګوادر – کا شغر لویه لار ددی په ځای چی د پښتنو د سیمو څخه تیره شی په قصدی توګه یی د پنجاپ څخه د تیریدو پلان جوړ کړ تر څو ددی لاری په واسطه پښتون او بلوڅ قومونه سره ونه تړل شی او هم دوی ددی لاری اقتصادی ګټی تر لاسه نه کړي.

همدا خبره ده چی اوس د پښتونخوا حکومت د نورو سیاسی ډلو سره یو ځای د پنجاپی استعمار په وړاندی دریدلی او پنجاپ یی د ګواښ سره مخامخ کړی دی.

که چیری پنجاپ د پښتونخوا حکومت غوښتنه ونه مني ډير امکان لري چی پښتونخوا د پنجاپ د استعمار څخه ځان بیل اعلان کړي او په هغه صورت کې به د پنجاپی استعمار زوال پیل شي.
اوس حالات په چټکتیا سره بدلون مومي پنجاپی استعماری اداره د ړنګیدو خواته روانه ده. دی اداری ته نه امریکا او نه اشرف غنی نجات ورکولی شي.

د پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې تباهي ، د تاریخي افغانستان د جوړیدو او ابادی په مانا دی.

همدارنګه کمزوری او در په در افغانستان ، د پنجاپ د استعمار د دوام په مانا دی.

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button