پر ولسواکۍ بې باوره ولسمشر

پر ولسواکۍ بې باوره ولسمشر / سردار محمد همدرد

د خلکو له لوري د حکومت مشر ټاکل او د ولس د غوښتنو سره سم د دولت چارې مخته بېول د ولسواکۍ اصل دی، که چېرې يو ولسمشر د ولس غوښتنو ته ځواب ونه وايي او بيا هم دعوه کوي چې زه د ولس مشر يم، دا خبره به ناسمه وي، ځکه هغه خلک چې دی يې مشري کوي او غوښتنې يې نه مني نو مشر به يې څنکه سي!؟

ولسواکۍ ته مختلفو کسانو او علمی سیاسی کړیو راز راز تعریفونه ورکړی. «دیموکراسي د دولت هغه شکل دی چې دولتي ځواک په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د ولس په اختیار کې وي او د خلکو له خوا اداره کیږی. د ولسواکۍ په هغه شکل کې چې دولتي واک نیغ په نیغه د ولس لخوا کنترول او اداره کیږي، په ولسي غونډو کې په مهمو ملي او حیاتي مسئلو رایې اخیستل کیږي او پریکړې کیږي».

افغانستان کې وروستيو پاڅونونو او لاريونونو دا وښودله چې زموږ ولسونه پر خپل اسلاميت وياړي او پر ولسواکۍ باور لري، حتی د ملي مسايلو لپاره يې تل لاريونونه کړي دي او پر خپل ولسي زور يې د روا حقونو غوښتنه کړې ده او خپل اسلامي او افغاني وياړونه يې ژوندي ساتلي دي.

افغانان که هر ډول خلک وي او اوسنۍ نړۍ ته هر ډول معرفي سوي وي خو په ټوله کې د نړۍ په کچه له وياړونو، فخرونو، صداقت، مېړانې، رښتينولۍ، خواخوږۍ او يووالي زرين تاريخ لري چې هيڅوک سترګې پرې نه سي پټولي.

خو کله کله پر ولس داسې څوک حاکيمان سي او د ممکت واګې يې په لاس کې وي چې د ولس د تباهۍ او بربادۍ سبب سي.

زموږ اوسنی ولسمشر چې د ټاکنو پر مهال ولس له دې امله باور پرې وکړ او تر ارګ يې دننه کړ چې د ولسمشر په هره وينا کې ولسواکي ته ژمنتيا، لېوالتيا ډېره وه او تل يې داسې خبرې کولې چې د ولسونو په زړه کې يې ځای نيو او د دوی د زړه خبرې وې.

خو د ولسمشر اشرف غني د حکومت تېر يو کلن مزل سره له دې چې په امنيتي، اقتصادي، سياسي او نورو برخو کې د ځوړتيا پر لوري ولاړی، ددې سربېره د ولس پر زړه هم لوبې وسوې، ملي مسايلو باندې خرورونه خاورې بار سوې او اوس دا دی د اسلاميت نوم هم ورکيږي.

په برېښنايي پېژندپاڼو کې د «اسلام» او «افغان» د کلمې نه ليکل او دې ته ورته نور مسايل هغه څه و چې ولسمشر په لوی لاس ولس پر ځان بې باوره کړ، د خلکو غبرګونونه يې راوپارول او که تر دې وروسته ولسمشر هر ډول ښه کړنه وکړي په دې خاطر ولس ترې زړه توری دی چې ابدي داغونه د خلکو پر زړونو کېښودل سول.

په نوره نړۍ کې د ولس د غوښتنو ډېر زيات قدردانی کېږي، که هر ډول وي دولت او د دولت د سر سر کسان د ولس غوښتنه مني، ګنې له يوې لارې خامخا خپل ولس قانع کوي، خو داسې يې نه پرېږدي.

خو زموږ په هېواد کې چې په دې وروستيو کې د هېواد په لر او بر کې تر شلو ډېرو لويو او مرکزي ولايتونو کې ولس پراخ لاريونونه وکړل، خلک راپاڅېدل، د «اسلاميت» او «افغانيت» څخه د ملاتړ په خاطر ولسمشر ته چغې ووهلې، خپل ګرېوانونه يې څېرې کړل، خو ولسمشر چُپه خوله ناست دی، هيڅ غبرګون يې ښکاره نه کړ، نه يې د ښه خبره وکړه او نه يې د بد.

په دې وروستيو کې د طلوع نيوز سره د ولسمشر خبرې دومره ناهېلې وې چې خلک يې نور هم زړه توري کړل، ولسمشر وايي زه به د تذکرې د ستونزې د هوارۍ په موخه ملي اجماع راوغواړم. ملي اجماع څه مانا؟ په داسې حال کې چې تر  اتيا سلنه ډېر خلک له تا څخه په چغو چغو د ملي هويت غوښتنه کوي، نو اجماع ته څه اړتيا ده، مالومه خبره ده چې اجماع به د همدې ولس څخه راغواړې او دوی به هم دا غوښتنه کوي.

افغانستان کې د ملي هويت څخه د ملاتړ په خاطر پراخو لاريونونه او په وړاندې يې د ولسمشر چوپتيا دا وښودله چې ولسمشر پر ولسواکۍ بې باوره دی، په لوی لاس او په ښکاره ډول پر همدې ولس لوبې کوي، د هغه خلکو پر احساساتو خندا کوي چې نوموړی ته يې د ولسمشر وياړ ور وباښه.

د ولسمشر له خبرو داسې څرګنديږي چې نوموړی ځان ډېر بې وزله ښيي خو پوښتنه دا ده چې ولې ځان کمزوری ښکاره کوي، له چا بېريږي؟ همدې ولسونو ولسمشر تر ارګ ورساوه، د ولسونو د غوښتنو په منلو سره نو هغه څوک چې تر شا يې ميليونه يې وګړي ولاړ وي، د يو هېواد تر اتيا سلنه ډېر خلک يې ملاتړ کوي، نو بيا ولې وبېريږي؟ د جمهور رئيس حالت دې حد ته رسېدلي دي چې په جرآت خبره هم نه سي کولی، داسې خبره چې ټول ولس يې غوښتنه کوي او تر شا يې ولاړ وي.

دا يو منل سوی حقيقت دی چې هر څه د تاريخ په پاڼو کې ثبتيږي او راتلونکي خلک به يې لولي يا به يې په ښه او يا به بد پرې وايي.

موږ او تاسو اوس عملاً وينو او د تېرو سويو خلکو تاريخ لولو، چاته دعاوې کوو او پر چا لعنت وايو.

که ولسمشر په اوسني وخت کې د ولس غوښتنې ونه مني نو مالومه خبره ده چې تاريخ ته به سخت بدنامه سي او راتلونکی نسل او راتلونکی خلک به يې په بد نوم يادوي.

اوسنۍ نازکو حالاتو ته په کتو سره چې د ولسمشر او  د اوسني حکومت په وړاندې ډېرې مسلې سته چې بايد هوارې يې کړي، ولس ته ډاډ ګېرنه ورکړي، ترڅنګ يې بايد داسې کړنه ونه سي چې ولس پاڅون وکړي او اوسنی افغانستان خدای ج مه کړه اور واخلي، نو په ډېرې اسانۍ سره او ددې لپاره چې ولسمشر د خلکو راپارېدلي غبرګونونه قابو کړي او له بل پلو تاريخ ته بدنام نه سي د ملي مسايلو په اړه بايد د ولس هرې غوښتنې ته ځواب ووايي او د ملي هويت په اړه چې اوس په تذکرو کې د افغانيت کلمې د ليکنې جنجالونه راټوکيدلي دي، بايد ولسمشر د خلکو غوښتنه ومني او پرته له کومو سياسي بحثونو ياده موضوع هواره کړي، ددې کار سره به له يوې خوا ولسمشر او اوسنی حکومت ملي مسايلو ته هم ژمن پاتې سي او بل پلو به ولسمشر د ولسواکۍ اصل پر ځای کړی وي.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button