Home علمي او معلوماتي لیکني پر معده د سيګريټو له ناوړه اغېزو خبر ياست؟

پر معده د سيګريټو له ناوړه اغېزو خبر ياست؟

پر معده د سيګريټو له ناوړه اغېزو خبر ياست؟
پر دې خو ټول پوهيږو، چې سيګريټ د انسان پر بدن ناوړه اغېزې کوي، مګر تر ټولو زيات زيان يې د انسان معدې ته رسيږي؛ ځکه چې معده د مرضونو مور او مرکز بلل کيږي. که معده ناروغه وي، نو ټول بدن به ورسره ناروغ وي.
د غذايي او داخلي ناروغيو متخصصه ډاکټر رانيا شريف وايي، چې سيګريټ د معدې ديوال او دهاضمې سسټم زيانمنوي، چې د وخت په تېرېدو معده د خوړ و له هضمولو پاتې راځي او انسان په ګڼو نورو ناروغيو اخته کيږي.
ډاکټر رانيا زياتوي، چې د سيګريټ څښولو عادت د معدې تر څنګ د کولمو پر فعاليت هم ناوړه اغېزې کوي او د وخت په تېرېدو کولمې خوراک سره د وړ تعامل اهليت پرېږدي او د سيګريټ څښولو له امله د معدې او کولمو وينه هم کميږي او ورسره د کولمو او معدې فعاليت زيانمنيږي او اغېز يې پر ټول بدن کيږي.
د سيګريټو له امله د معدې تيزابيت زياتيږي او دغه وخت کې بيا معده د خوراک له هضمولو او ويټامينونو له جلا کولو پاتې راځي او ورسره سړی د معدې سوخت، کولمو، سردرد، نه خوراک، د معدې پاړسوب، د خولې خوړيون والي، د ويښتو توييدل او ګڼو نورو ناروغيو اخته کيږي او د دغو ټولو ناروغيو لامل دا دی، چې معده له خوراکه وړ استفاده نه شي کولای.

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

وروستۍ ليکني

د اسلام اباد د بلنو شا ته څه روان دي؟

داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو د دوحۍ هوکړه لیک په درشل کې د امریکا، اسلام اباد او طالبانو ترمنځ؛ په ټوله کې...

پـاكـۍ بـيــان

دطهارت (اودس) دواجب كيدلودليل قول دالله (ج) دی چه دقرآن شريف د المآئدة دسورت پـه شپـږم آيت كښی فـرمايى: ﴿يآيهاالذين امنوااذاقمتم الى الصلوة فاغسلووجوهكم...

داودس سنتونه

ويمنځل ددواړولاسودی مخكی له هغه نه چه په كوم لوښی كښی لاسونه غوټه كړی لكه څنګه چه نبی (ص) فرمايلی دی هرڅوك چه ستاسونه...

دغسل بـيـان

غسل پردری قسمه دی فرض غسل، واجب غسل او سنت غسل. فرض غسل هم دری(٣) ډوله دی دجنابت غسل، دحيض غسل اودنفاس غسل، په...

دحوض او څاه د اوبو بيان

دحـوض داوبـوبيـان يودومره لوى حوض چه په يوه څنډه كښى ئې مردارى ولويږى اودمقابلى څنډى اوبه پلاس سره وښورول شى كه مردارى ونه ښوريدل نودمردارۍ...

دتـيـمـم بـيـان اواحـكام

تيمم دپاكۍ اوطهارت لوى ركن دى چه په آيت اوحديث سره ثابت دى دقرآن كريم دسورت المـآئدة په شپږم آيت مبارك كښى الله (ج)...

Recent Comments