رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند ته يوه مشوره :

سيد حسين پاچا
د کېسټ پر ثبت شوی اذان سنت طريقه نه اداء کيږي
د ثبت شوي کېسټ پسې لمونځ درست (جايز) نه دی، همداسې له تلويزيون پسې لمونځ کول درست نه دي

که په تلويزيون پسې لمونځ کېدای، نو هر چا ته به له کوره د مکې د جمعې ثواب حاصلېدای. د ولس ته په کار يې په غږ ځان خلاصولی نه شې

نوټ : موسی عليه السلام د الله تعالی په بلنه له نورو بني اسرائيلي مشرانو سره طور د ((ميقات ربه)) ته ولاړ، خو خپل ورور هارون عليه السلام يې له ځان يو نه وړ، بلکې د قومي ستونزو د اوارولو لپاره يې پرېښووه. حکومت کونه په دې ساده توب نه کيږي. بني اسرائيلو له موسی او قريشو له محمد صلی الله عليه وسلم ډېرې سختې غوښتنې کولې، ان تر دې موسی (ع) ته يې وويل ((لن نؤمن لک حتی نری الله جهرةً)) او محمد (ص) نه يې د ((بيت من زخرف او ترقی في السماء …))، ((حتی تفجر لنا من الارض ينبوعا)) او د انشقاق القمر ((وانشق القمر)) غوښتنې يې وکړې. دا درباندې د ولس حق دی چې راڅرګند شې او هېڅ پلمه درته پاتې نه ده.

ښاغليه،
په سپينه ږيره تورونه پورې کول ښه خبره نه ده. زه باور لرم چې تاسې به هم رښتيني ياست، خو په داسې معاملو او تورونو لګولو کې په تاسې کې پر غاړه يو زورور شير محمد عباس ستانکزی شته. هر کله چې د دروغو خبره راځي، نو هغه راغواړه چې هغه ته دروغ ويل او تور پورې کونه څه ګناه نه ښکاري.

ښاغليه،
ستاسې د لا پوهاوي لپاره دا اړينه بولم چې له پېښوره د قاضي فضل الله د قرآن پښتو ژباړې کېسټې راوغواړې او په هغه کې بيا د سورة الکهف کېسټه پيدا کړې او بيا ورته غوږ شه چې قاضي فضل الله هلته څه وايی؟
قاضي فضل الله وايی چې موږ په اردن کې د کهف غار ليدو ته ورغلي وو. د کهف غار عمان ته نژدې په اوه (۷) ميله فاصله کې ختيځ لور ته د الرجِب سيمه کې پروت دی.
هغه وايی کله چې موږ هلته لاړو او له غار څخه مو ليدنه وکړه او بيرته راوګرځېدو، نو هلته لاندې د سړک پر غاړه يو ډېر ښکلی جومات وو او هېڅوک ور سره نژدې استوګن نه وو بس يوازې همدا جومات وو او دا جومات په حقيقت کې د لارويو او مسافرو لپاره جوړ شوی چې د لمانځه په وخت کې پکې هلته لمونځ اداء کړي. موږ چې راغلو، نو ښايسته يو ښکلی اذان مو واورېده چې ډېر ښکلی غږ يې وو، نو موږ هم موټر يې ودرولې او ورستانه شو چې د ماښام لمونځ به پکې وکړو. جومات ته چې ورغلو، نو له موږ پرته بل هېڅوک پکې نه وو او شاوخوا يعنې آخوا و دېخوا مو وکتل چې هېڅ په جومات کې نشته. حيران شو چې هېڅوک دلته نشته يعنې بنده کس نشته، نو دا دومره ښايسته او په ښکلي انداز اذان له کومه شو او چا وکړ؟
ښايسته ډېر وخت وروسته دا دی چې يو امام پيدا شو چې جومات ته رادننه شو. موږ يې چې وليدو، نو زموږ خواته راتاو شو او ستړي مشي مو وکړه. او له موږ يې وپوښتل چې کوم ځايه راغلي ياست؟
له افغانستان يا له پاکستانه؟
موږ ته يې د افغانستان د مجاهدينو ګومان کولو، خو موږ ورته وويل چې نه، موږ له پاکستانه راغلي يو. ډېر خوشاله شو او موږ هم خوشاله شو چې ښه شو لږ تر لږه دا خو پيدا شو چې لمونځ ورپسې وکړو او نور به پخپله لاره ځو.

نو موږ ترې وپوښتل چې نور څوک دلته شته چې جمعې ته راشي، نو هغه وويل چې نه.
ما ورته وويل چې دا اذان چا وکړ؟
دلته مؤذن شته؟
هغه وويل چې نه (لا، ليس موجود).
نو خير دا اذان چا وکړ؟
هغه وويل چې ((والله هذه شريطة)) يعنې دا خو کېسټه ده؟
نو ما ورته وويل چې دا خو سمه نه ده او هغه سنت طريقه پرې نه اداء کيږي. نو هغه حيران شو او ويل يې چې موږ خو دا اذان په حقيقت کې ثبت کړی دی او د اذان په وخت کې يې اچوو.
نو ما ترې بيا وپوښتل که يو څوک کېسټه ډکه کړي او ټيپ ريکارډ ځانته مخته کښېږدي او دی ورپسې اقتداء وکړې، نو ايا لمونځ درست دی؟ يعنې دا لمونځ کيږي؟
هغه وويل چې والله، لايصح قطعًا. هېڅ نه درست نه دی (روا نه دی).
نو موږ ورته د لمانځه د مخکې کېدو وويل چې تاسې مخکې شئ، نو هغه وويل چې نه، بلکې ما ته يې وويل چې ((تفضل …)) مخکې شئ. هر څومره ټينګار مې چې وکړ، خو هغه مخکې نه شو او ډېر مؤدب معلومېده. زموږ يې ډېر عزت او درناوی وکړ چې اوس هلته ابادي ډېره شوې ده او لوی جومات هلته جوړ شوی دی.

نو راځم دېته چې د يوې ثبت شوې کېسټې پر اذان ويلو باندې سنت نه اداء کيږي. همداسې د ټيپ د يوې کېسټې پسې لمونځ نه کيږي او همداسې په ترتيب سره د کور له تلويزيون څخه د کعبې د امام پسې اقتداء درست/ سمه نه ده (جايز نه ده)، نو د يو هېواد د دولتي او حکومتي چارو د پرمخبيولو او د مشرتابه لپاره دا سمه نه ده چې خپل اذان د ارګ له دننه ثبت او رسنيو ته په نړيواله کچه ورسوي چې رئيس الوزراء خو ژوندی دی، مړ نه دی، ګونګ نه دی، کوڼ نه دی او وړوند هم نه دی. په ټوله نړۍ کې د هېواد مشرتابه رسنيو سټېج ته راځي او د صوتي او تصويري رسنيو له ليارې خپله تګلاره او مهم پيغام ولس او نړۍ رسوي، نو تاسې خو داسې ملنډې پر دې خپل امارت او د دې هېواد په دې تاريخ باندې ووهلې چې په تاريخ کې چا نه دي وهلي.
ولې؟
پيريان درباندې راځي؟
که پيريانی يې، خو چې درشم او درڅخه يې بند کړم.
زما خو سروکار له جنياتو (پيريانو) سره دی، خو نه پوهېږم چې دا تاسې څنګه پيری ياست چې د يو ملا او اخوند په توګه مو اذان هومره له خولې نه راووځي.
دا ستا پيغام خو داسې دی لکه زموږ افغانان چې له بهره په کېسټ کې به يې خپلو کورنيو ته خبرې يا د ځان احوال رالېږلو، خو لله الحمد چې د تېکنالوژۍ له برکته نن هغه دی چې سيده يې د نړۍ له هر ګوټ څخه د سکايپ، زوم او داسې نورو ليارو له خپلو کورنيو او اولادونو سره سړی خبرې کولی شي.
ايا رسنيو ته په راوتو او ځان ښوولو شرمېږئ که څه وجه ده؟
که لا تاسې اوس هم هاغه د تېر په څېر د تصويري رسنيو سره نه لګيږي؟

ګوره د الله تعالی نېکبخته،
په واک مو خېټه واچوله. له دې داسې برېښي چې له ملا طبقې پرته بل څوک له ځان سره په واک کې نه شئ زغملی او د دې ولس او خلکو لاسونه به خامخا ستاسې ګرېوان ته در رسيږي.
د خدای د رضا او د اسلامي نظام لپاره جنګېدلي نه ياست، بلکې د خپل واک لپاره جنګېدلي ياست. دا مخکې هم د واک پر سر جګړه وه او اوس هم د واک پر سر جګړه ده. تاسې چې تېر حکومتونه په ارامه نه پرېښوول، نو داسې وانګېره چې تاسې به هم دغسې په ارام په واک کې پاتې نه شئ او د واک او د واک ساتنې لپاره هر څوک له هر ډول نېرنګ او زوره کار اخلي.

تاسې به هم پته وي چې فرعون د خپل واک او د خپلې قبطي واکمنۍ د بقاء او پايښت وساتنې لپاره موسی عليه السلام د هغه د لاس معجزې له ښکاره کولو پسې سملاسي د نيشنلېزم ((ملتپالنې)) دعوه راپورته کړه او خلک يې له ځان پسې په دې نوم ودرول چې موسی عليه السلام اوس غواړي چې د خپل سحر په زور تاسې له خپلو مځکو وباسي او مځکې مو قبضه کړي او له هېواده يا ننني مصره ورپسې مو تبعيد او اواره کړي چې :
يُرِيدُ أَنْ يُخْرِجَكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ

تاسې چې اوس وايی چې زموږ حکومت ټولشموله دی او د ټاکنو خبره مو کړې ده، نو ټاکنې مو کله تر سره کړي دي؟ د زور او د يوې ګنده معاملې په ترڅ کې دلته راوړل شوي ياست، نو بيا په نورو باندې تور مه لګوئ چې دا ښه خبره نه ده.

ښاغلی رئيس الوزراء،
ستانکزي ته وايه چې په تېرو روغو حکومتونو کې نه راتلئ او د ورانکارۍ لاره مو اختيار کړې وه، نو اوس به څوک ستا دې کاواکه او په نړيواله کچه منزوي حکومت ته څوک څنګه زړه ښه کړي.
د موزيګي شکېدليه کټه
چې سر دې راټينګوم لنګه دې ځينه
ښه به دا وي چې د يو معقول او مسلم سياست له مخې مخته ولاړ شئ چې نه سيخ سوی نه کباب. په دې روانو کړنو به درسره څوک جوړ رانه شي او نه به د خپل واک په خوند هغسې پوه شئ لکه څنګه چې ولسمشر غني مو پوی نه کړ.
چې کرې هغه به رېبې
افغانستان عملاً د پاکستان له لورې اشغال شوی او پاکستان وخت ناوخت په نړيواله کچه ځان د افغانستان استازی بولي چې دا ستاسې خپلواکي تر سختې پوښتنې لاندې راولي. لوړ پوړي چارواکي يې وخت ناوخت په رسنيو کې راڅرګنديږي او د افغانستان په استازيتوب غږيږي چې دا د خلکو حساسيتونه راپاروي او ولس درڅخه واټن اخلي چې همدا اوس يې هم اخېستی دی.

په درنښت

ملا حسن اخوند: طالبان دې شکر او پر ولس رحم وکړي، که نه واکمني به یې نسکوره شي – BBC News پښتو
حسن اخند: غني ارګ کې بانک جوړ کړی و او پیسې د هغه په امضا ایستل کیدې (pashtovoa.com)
ستانکزی: مخالفینو سره په تماس کې یو او ورته وایو چې وطن ته راشئ خو د وزارتونو توقع مه کوئ – نن ټکی اسیا (nunn.asia)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button