د سترګو شاوخوا توروالی څنګه له منځه یوسو؟

لیکنه: شکېبا نادري

لیکنه: شکېبا نادري

د سترګو د شاوخوا توروالی څنګه له منځه یوسو؟

 

د انسانانو د ښکلا تر ټولو اړین شرط د مخ پاکوالی دی، که یو کس هر څومره ښایسته وي، خو د مخ پوستکی یې خالونه او تورې لکې ولري، ښایسته نه ښکاري، ځینې وخت د انسانانو د سترګو شاوخوا تورېږي او ښایست یې له منځه وړي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د سترګو د توروالي د له منځه وړلو لارې چارې درښیو، که ستاسو د سترګو شاوخوا هم تورې شوي دي او غواړئ دا توروالی له منځه یوسئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. خوراک ته مو بدلون ورکړئ!

کله مو چې د خپلو سترګو شاوخوا ته پام شو چې تورې حلقې یې پیدا کړې دي، لومړی مو باید خپل خوراک ته بدلون ورکړئ، له هغو خواړو څخه باید ډډه وکړئ چې ډېره مالګه لري سربېره پردې تاسو باید د الکول لرونکو خوړو څخه هم ځان لرې وساتئ.

 

۲. له شین چای څخه ګټه واخلئ!

اوس مهال خو ټول خلک د کڅوړې لرونکي چای څخه ګټه اخلي او وروسته له ګټې اخیستلو څخه یې کڅوړې لرې غورځوي، خو وروسته له څخه تاسو د چای کڅوړې وساتئ د لسو دقیقو لپاره یې په یخچال کې کېږدئ او وروسته یې پر خپلو سترګو د پینځلس دقیقو لپاره پرېږدئ، ډېر ژر به مو د سترګو د شاوخوا تورې حلقې له منځه یوسي.

 

۳. سترګې مو مه موښئ!

د ځینو کسانو عادت وي، خپلې سترګې ډېرې موښي، د سترګو موښل مو هم د دې لامل کېږي، چې د سترګو شاوخوا تورې حلقې مو نورې هم زیاتې شي، نو ښه ده چې د سترګو د شاوخوا مښلو څخه ډډه وکړئ.

 

۴. د بادامو له غوړیو ګټه واخلئ!

که غواړی چې د سترګو شاوخوا تورې حلقې مو له منځه یوسئ د شپې له خوا یې د بادامو په غوړیو غوړې کړئ، دوه یا درې څاڅکي د بادامو غوړي مو د سترګو پر شاوخوا ووهئ او ورو ورو مساژ ورکړئ.

 

۵. له لوړ بالښت څخه ګټه واخلئ!

که مو چې بالښت ټېټ وي، د سترګو  لاندې مو مایعات ټولېږي، د دې لپاره چې اضافي مایعات مو د سترګو له شاوخوا څخه لرې شي، باید تر سر لاندې مو لوړ بالښت کېږدئ، لوړ بالښت مو د سترګو د شاوخوا تورې حلقې له منځه وړي.

 

۶. له بادرنګ څخه ګټه واخلي!

بادرنګ بېلابېل وېټامینونه لري، چې د پوستکي د ښایسته کېدو لامل کېږي، لږ بادرنګ د الووېرا د ژېل سره ګډ کړئ او د پینځلس دقیقو لپاره یې د خپلو سترګو پر شاوخوا ووهئ، وروسته له پینځلس دقیقو څخه یې ووینځي، ډېر ژر به مو د سترګو د شاوخوا تورې حلقې له منځه لاړ شي.

 

۷. د لیمو اوبه او مستې ګډې کړئ!

 یوه کاشوغه د لیمو اوبه له دوو کاشوغو مستو سره ګډې کړئ او د خپلو سترګو پر شاوخوا یې ووهئ او پینځلس تر شلو دقیقو یې پرې پرېږدئ، په اونۍ کې دوه ځلې دا کړنه تر سره کړئ او د سترګو د شاوخوا تورې حلقې مو له منځه یوسئ.

 

۸.  شات او د لیمو اوبه سره ګډ کړئ!

یوه کاشوغه شات د لیمو له یوې کاشوغې اوبو سره ګډې کړئ، د خپلو سترګو پر شاوخوا یې ووهئ او د لسو نه تر پینځلس دقیقو پورې یې پرېږدئ، په ورځ کې یو ځل دا کړنه تر سره کړئ.

۹. د لیمو له اوبو څخه ګته واخلئ!

وېټامین سي چې د مخ د پوستکي د پاکوالي تر ټولو ښه سرچینه ده، د لیمو اوبه چې وېټامین سي لري او د سترګو د تورو حلقو د له منځه وړلو لامل کېږي، که تاسو هم غواړئ چې د سترګو د شاوخوا تورې حلقې مو له منځه یوسئ، د لیمو اوبه پرې ووهئ او پینځلس دقیقې یې همداسې پرېږدئ، په اونۍکې دوه یا درې ځلې دا کړنه تر سره کړئ.

خو تر څلور اونیو پورې دغې کړنې ته دوام ورکړئ.

یادې کړنې ستاسو د سترګو د شاوخوا تورې حلقې له منځه وړي او ښکلا مو دوه برابره کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button