څنګه یو سالم ماشوم وروزو؟

روغتيا ویب پاڼه

ماشومان زموږ او ستاسو د ټولنې یوه مهمه برخه جوړوي. د نن ماشومان د سبا لویان دي؛ یعنې که نن دوی سم وروزل شول، نو پرته له شکه چې راتلونکي نسلونه به مو آرام او سوکاله ژوند ولري. خو له بده مرغه اکثره کورنۍ پر دې نه پوهېږي، چې د ماشومانو په سمه روزنه کې کومو ټکو ته باید پام وشي. په دې لیکنه کې به پر دې موضوع مفصلې خبرې وشي.

اړین ټکي
د خپلو ماشومانو د سالمې روزنې لپاره باید ډېر دقیق اوسئ او لاندې ټول ذکر شوي موارد په پوره غور ولولئ. همدارنګه د ټولو لارښوونو په تطبیق کې ډېره خواري وکړئ تر څو د ماشومانو راتلونکی مو روښانه وي.

۱. بشپړې شيدې ورکړئ
دا خبره ستاسو د ماشومانو ذهني او فزیکي روغتيا لپاره ډېره اړینه ده. که تاسو ته خپل ماشوم ارزښت لري نو دې ټکي ته خاصه پاملرنه وکړئ. اکثره میندې ماشومانو ته بازاري شيدې ورکوي، چې دا کار ناسم دی. خو که ستونزه ډېره وي او د مور شيدې کمې وي، نو بیا کولای شئ له ډاکټر سره په مشورې دا کار وکړئ.
روغتيا پالان توصیه کوي، چې هر ماشوم باید لږ تر لږه دوه کاله د مور شیدې وڅښي. که دا کار و نه شي، ماشوم د ذهني کمزورۍ او هډوکو د کمزورۍ ترڅنګ له ګڼو نورو روغتيايي ستونزو سره مخ کېږی.

۲. روغتيا ته یې پام وکړئ
که ستاسو ماشوم/ماشومان ناروغ وي او تاسو یې پر وړاندې بې غوره یئ نو له خپل ماشوم سره ظلم کوئ. له ماشوم څخه مو موخه یوازې د غېږې ماشومان نه دي. بلکې هغوی هم په دې ډله کې راځي چې لا زلمي شوي نه وي.
لږې او وړې ناروغۍ د نه درملنې په صورت کې پر لویو ستونزو بدلېدای شي. همدارنګه کوښښ وکړئ هغوی ته مناسب خواړه هم چمتو کړئ. زموږ موخه دا ده، چې که ستاسو ماشوم لږ هم ناروغ وي له روغتياپالانو سره مشوره وکړئ.

۳. مينه ورکړئ
ماشومان له هر څه ډېر مینې او درک ته اړتیا لري. کوښښ وکړئ د هغوی پر وړاندې بې غوره مه اوسئ. زموږ اکثره ماشومان یوازې د مور مینه وي، خو د پلار له مینې بې برخې وي. پلرونه اکثره په کارونو بوخت وي نو خپلو اولادونو ته وخت نه ورکوي. دا کړنه ډېره نامناسبه ده. پلرونه باید خاصه توجه وکړي. حد اقل د شپې یو ساعت دې خپلو اولادونو سره تېر کړي.

۴. له نورو ماشومانو سره یې لوبو ته پرېږدئ
ځينې کورنۍ خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي، چې له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي. دا کار مو ماشوم په اروايي لحاظ ځپي. ګوښه ګير را لویېږي او استعدادونه یې کمرنګه کېږي. هڅه وکړئ چې ماشومانو لوبو ته پرېږدئ.

۵. اړيکې یې وڅارئ
دا خبره ډېره مهمه ده. د خپلو ماشومانو اړيکې وڅارئ، ترڅو بې لارې نه شي. همدارنګه ملګري یې وګورئ چې څه ډول ماشومان دي. که ناسم ملګري یې ټاکلي وي، کولای شئ د خبرو له لارې یې وپوهوئ.

۶. لوبې ورسره وکړئ
له ماشومانو سره د لوبې ګټه دا ده، چې هغوی نه ناهیلې کېږي. همدارنګه د ډاډ احساس کوي. په دې توګه تاسو ته هره خبره په ډاډه زړه کولای شي. په دې کار سره د نورو ناسمې غوښتنې هم له تاسو سره شریکوي او هغوی له بدو پېښو ژغورل کېدای شي.

۷. مه یې رټئ
آیا غواړئ ماشومان مو باجرأته، پياوړي او با استعداده لوی شي!؟ که یې غواړئ نو خپل ماشومان هېڅکله مه رټئ. د ماشومانو رټل د هغوی جرأت، پیاوړتيا او استعداد وژني. آن که ماشومان مو ناسم کار هم وکړي، باید و یې نه رټئ. کولای شئ ستونزه په خبرو او مینه حل کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button