وهابیان څوک دي؟

زیات و کم پنځه لس کاله مخکي له خپل مرحوم مشرماما سره په کورکي ناست وم. ماما مي دوه ځله حج ته تللی وو او کله ناکله به یې د حج کیسې کولې. په دغه کورني مجلس کي یې وویل چي په وهابیانو پسي لمونځ ناروا دی. د هغه دې قاطع حکم ځکه حیران کړم چي دا د هغه خپله خبره نه وه ځکه چي ده د دونه لوی حکم د صادرولو صلاحیت نه درلود. دا خبره یې حتما، یا د حج د مراسمو په وخت کي او یا په وطن کي، له لویو او باوري مُلایانو څخه اورېدلې وه.

ما ورته وویل حاجی ماما ته خو دوه ځله حج ته تللی یې او دواړه ځله دي تر یوې میاشتي زیات وخت تېر کړی دی. په عربستان کي هیڅ داسي ملا امام نسته چي وهابی نه وي. نو تاسي چي لمونځونه په جماعت کړي دي هغه ټول ګواکي فاسد دي. چي د لمانځه په څېر مهمه فریضه، چي تر نورو ټولو فرایضو مهمه ده، فاسده سي نو بیا به د حج په څېر پنځمي فریضې، چي هر وخت یې کفاره هم ادا کېدلای سي، څه خوند پاته وي؟

ماما مي وویل چي هغه یو ضرورت دی او ضرور باشد رواباشد.

نه مي غوښتل چي ماما مي د کشرانو په مخ کي ملامت او خجالت کړم. بحث مي پرېښود.

یوه دوست مي نکل کاوه چي یو وخت مي له کوټي څخه اسلام اباد ته په الوتکه کي سفر درلود. د الوتکي پرواز ته لږ وخت پاته وو چي د یوه سړي غالمغال او چیغي مي تر غوږ سوې. په پښتو ژبه یې پوچ او رد ویل. لومړی پوه نه سوم چي مطلب او شکایت یې څه دی. وروسته پوه سوم چي د ده څنګ ته د یوه عرب چوکۍ وه او ده وویل چي دا وهابی دی. زه نه غواړم د هغه له څنګه کښېنم. له ده سره چي زما جامې موښلي زما جامې مرداریږي. د د غه جاهل مُلا یا مُلا ډوله د غالمغال له امله زموږ الوتکه څه باندي درې ساعته وځنډېده. هغه جاهل یې له الوتکي څخه کښته کړ او موږ پرواز وکړ.

له ۱۹۷۸ کال راهیسی چي د کابل د کمونیسټي رژیم په مقابل کي او وروسته د شوروي د سرولښکرو پر ضد جهاد پیل سوی دی ټول تنظیمونه د سعودي او متحده عربی اماراتو د وهابي حکومتونو په وسلو، پیسو مرستو او خیراتونو چلېدلي دي او دې خیراتونو تر نن ورځي پوري دوام کړی دی. پیسې او خیراتونه یې حلال دي مګر جامې یې مرداري دي او په مُلا پسي یې لمونځ نه کیږي!!!

دلایل یې څشي دی؟ د سعودي عربستان پر بیرغ باندي کلمه طیبة لیکل سوې ده. په هغه هیواد کي، له کلیو څخه نیولې تر لویو ښارونو پوري، پنځه وخته لمونځ په جماعت جبري دی. د نړۍ د هري سیمي محتاجو او نېستمنو مسلمانانو او په نړۍ کي تقریباً ټولو اسلامي موسسو او وسله والو تنظیمونو او حرکتونو ته په میلیونو ډالره مرستی رسوي. نو بیا موږ څرنګه ادعا کولای سو چي د هغوی حتی جامې مرداري دي او په مُلا پسي یې لمونځ ناروا دی.

اُسامه بن لادن یو وهابی وو او د هغه ټوله القاعده موسسه پر وهابیانو ولاړه وه. ټولو ته څرګنده ده چي اسامه د طالبانو د سقوط تر ورځو پوري په افغانستان کي اوسېدی او د طالبانو د مشرانو نازولی وو. تر هغه مخکي د مجاهدینو د حکومت او تر هغه مخکي په پاکستان کي د مجاهدو تنظیمونو له خوا ځکه حمایه کېدی او نازول کېدی چي هغه له سوومیلیونو ډالرو سره راغلی وو. که مجاهدینو د یهودو او نصارا ډالرونه رد کړي وای نو بیا به یې د اسامه مرستي هم نه منلای. د جهاد په وخت او د مجاهدینو او وروسته د طالبانو د لومړي حکومت په وخت کي چا د اُسامه د وهابي عقایدو په باره کي هیڅ ونه ویل او حتی نن ورځ هم دا خبره پر خوله نه راوړي. او دا خو ټولو ته معلومه ده چي د ۲۰۲۲ کال د جنوري پر یودېرشمه د القاعده مشر ایمن الظواهری د طالبانو د داخله وزیر سراج الدین حقانی په کور کي د امریکا د ډرون الوتکي د حملې ښکار سو. هیچا دا پوښتنه نه ده کړې چي دا وهابیان، چي په هغوی پسي لمونځ کول ناروا دي، د هغوی جامې مرداري دي او د مسلمانانو جامې په مرداریږي له طالبانو سره تر اوسه پوري څه کوي؟ دا ملایان لا ولي په خپلو کورونو کي ځای ورکوي او بیا پر منبرونو باندي د هغوی د عقایدو پر ضد تبلیغات کوي؟

دا چي امریکا او ناټو په افغانستان کي له مداخلې څخه څه اهداف درلودل دا یو کتاب خبري دي؛ خو ظاهري پلمه یې داوه چي ویل یې تاسي اُسامه راکړی موږ به حملې بندي کړو. خو طالبانو تر پایه د غرب دې غوښتني ته مثبت جواب ورنه کړ. ګواکي ټول افغانستان یې د یوه وهابي تر سر جار کړ. خو عوام تر اوسه پوري وهابیانو ته د کافرانو په سترګه ګوري او مُلایان یا پخپله نه پوهیږي او یا قصداً حقیقت پټوي. په قندهار کي د هغو عربانو هدیره ده چي پر دغه ښار باندي د امریکایی قواوو د هوايی حملو په ترڅ کي وژل سوي دي او هره ورځ یې ښځي او نارینه زیارت ته ورځي. عوام په دې عقیده دي چي د هغوی قبرونو ته د هري پنجشنبې په ماښام له اسمان څخه ډېوې راځي. دا پوښتنه هیڅوک نه کوي چي دا خو ټول وهابیان ول او زموږ مُلایان هغوی ته کافران وايی. د هغوی له قبرونو سره د شپې د اسمانې ډېوو څه کار دی؟ وهابیانو خو د خپلو اعمالو پیل د زیارتونو له ورانولو څخه وکړ. هغوی زیارت ته نه عقیده درلوده او نه یې ورته لري. حتی زیارت شرک بولي؛ نو د هغوی له زیارتونو سره د شپې ډېوې څه کار لري؟

زه یقین لرم چي د افغانستان په سلو کي لس تنه به نه وي خبر چي د دې مذهبي فرقې نوم ولي وهابي دی او دا نوم چا ورباندي ایښی دی. په سلو کي پنځه به د محمدبن عبدالوهاب ۱۷۰۳-۱۷۹۲ له نامه سره آشنا نه وي. په سلو کي یو تن به هم د دې فرقې له سرچینې، تاریخ او مذهبي اساساتو او شعارونو سره بلد نه وي. مګر تقریباً ټول یا د کافرانو او یا لږترلږه ګمراهانو په سترګه ورته ګوري په داسي حال کي چي دا یوه له اسلامي فرقو څخه وه چي د خاصو اجتماعی شرایطو محصول وه او ځانته یې خاص اسلامي عقاید درلودل « … محمدبن عبدالوهاب حتی د سنیانو ترمنځ د کلام او تصوف ټول شکلونه غندل او ویل یې چي دغه کسان د اسلام په دین کي بدعتونه راولي. ده په اطرافی یا صحرایی عربو کي هغه رواجونه غندل چي حتی د جاهلیه له وختونو څخه ورته پاته ول. سره له هغه چي محمدبن عبدالوهاب د سنیانو یوې مهمي برخي محکوم او رد کړ مګر هغه نه یوازي د سعودی عربستان له ژور اسلامي کولو سره ډېره زیاته مرسته وکړه بلکه، مخکي له هغه چي غربیان مداخله پیل کړي، هغه په عمومي توګه اسلامي شعور را ژوندی کړ» Encyclopedia of Islam, Ibn Abdulwahhab.

محمدبن عبدالوهاب په یوه مذهبي او عالمه کورنۍ کي زېږېدلی وو. هغه په ډېره وړوکوالي کي قرآن شریف په یاد کړی وو او چي لږ لوی سو نو د اسلامي علومو ټولو لویو مرکزونو او ښارونو ته یې سفرونه پیل کړل او په هر مرکزکی یې زده کړي وکړې. هغه مصر، بصرې، شام او لویو مشهورو علمي مرکزونو ته سفرونه وکړل او له علماوو سره یې دیني او علمي مناظرې وکړې. هغه ډېر تکړه نطاق وو او حاضرین یې ډېر ژر تر اغېزې لاندي راوستل. مګر هغه د خپلو عقایدو د ترویج په لاره کي، چي ده ته طبعاً تر ټولو صحیح او پر سمه لاره ښکارېدل، له ډېر سخت جدیت او قهر څخه کار اخیست. محمدبن عبدالوهاب معتدل مسلمانان د اسلام د دین په پرېښودلو تورنول هغوی یې په بدعت او حتی کفر تورنول « …. محمدبن عبدالوهاب له ابن سعود سره د وهابي پیروانو یو لوی غښتلی لښکرجوړ کړ او قرنونه یې د عربو په قلمرو کي دهشت خپورکړی وو. د نولسمي پېړۍ د یوه انګرېزي لیکوال په قول دوی په خپلو فتوحاتو کي تر چور او تاړاک د خلکو قتلولو ته ترجېح ورکوله. انسان وژنه هیڅ نه ختمېده. وهابی او سعودي اتحاد په ۱۷۰۰ کلونو کي په ټوله سعودي عربستان کي د قتل او چور کمپاین وکړ. د سعودي عربستان له مرکزي سیمو څخه یې پیل وکړ او وروسته د عربستان جنوب او یمن ته ورسېدل بالاخره ریاض او حجاز ته ورسېدل. په ۱۸۰۲ کال کي یې د شیعه ګانو د کربلا پر ښار باندي حمله وکړه او د ښار اکثر اوسېدونکي یې قتل کړل. د شیعه ګانو د مقتدا زیارت یې خراب کړ او شته مني، وسلې، قالیني، سره زر، سپین زر، د قرآن شریف قېمتي نسخې او هر څه یې ورسره یوړل….» Dreyfuss, Devils Game. P37

له دې وروستیو پورتینوخبرو څخه زموږ مطلب څه دی؟ محمدبن عبدالوهاب او د هغه پیروانو هر هغه چاته چي د دوی عقاید یې نه منل مشرکان ویل. په داسي حال کي چي د شریعت او د حضرت رسول ص د حکم په اساس هر هغه څوک چي الله یو بولي او پر پیغمبر باندي یې ایمان لری هغه مسلمان دی او مسلمان دوږخ ته نه ځي. د مومن د قتلولو سزا ابدي دوږخ او سزا یې ځکه له شرک سره برابره ده چي د بلي هیڅ ګناه سزا ابدي دوږخ نه دی او د الله لعنت نه دی ورسره ذکر سوی.

شرک او قتل:

شرک یا خدای تعالی ته شریک نیول په اسلام کي تر ټولو لویه ګناه ده او مرتکب یې تر هغه وخته پوري چي توبه ونه باسي او د شهادت کلمه ونه وايی نه بخښل کیږي او د نورو کفارو سره یو ځای به په ابدي دوږخ محکوم وي. دغه علت دی چي وهابیانو ځانونه مُوَحدین یا د یوه خدای عبادت کوونکي او د شرک مخالف وبلل او مخالفینو یې د وهابیانو لقب ورکړ. د شرک په برخه کي، که چیري ثابت سي، د اسلامی علماوو ترمنځ چنداني اختلاف نسته. البته هغه اعمال چي وهابیان یې شرک بولي ښايی نورو مسلمانانو ته عین عبادت ښکاره سي او د اختلاف یو مهم ټکی همدغه دی، چي وروسته به پر وږغیږو.

قتل، که څه هم چي په ټولو مذاهبو او مدني قوانینو کي، تر ټولو لویه ګناه ده؛ خو، لکه ټروریزم، هیڅ وخت سم او قانع کوونکی تعریف ورته پیدا نه سو. د روسي لیکوال فیودور داستایوفسکی د« جنایت او مکافات» د ناول قهرمان یوه بېګناه سودخوره بوډۍ، له هیڅ دلیله پرته، وژني. دا قتل یې وجدان دومره شکنجه کوي چي بالاخره پخپله ځان پولیسو ته په لاس ورکوي او د خپل عمل سزا ویني. خو د ناول قهرمان، د قتل په باره کي، یو وخت داسي نتیجې ته رسیږي چي قتل اصلاً له شمېر سره مستقیم ارتباط لري. څوک چي یو یا دوه تنه قتل کړي هغه قاتل بلل کیږي او د خپل عمل سزا باید وویني؛ خو هغه څوک چي زرونه او لکونه قتلوي او یا یې قتلولای سي هغه قهرمان وي.

دلته به تر نورو مثالونو تېر سو او یوازي به په اسلام کي د قتل د مسلې په باب یوه تبصره وکړو. په اسلام کي یوازینۍ ګناه چي سزا یې له شرک سره مساوي ده او مرتکب ته یې په دوږخ کي دایمي عذاب لیکل سوی دی هغه قتل دی. څرنګه چي د مسلمان لپاره دایمي دوږخ نسته نو سړی ویلای سي چي، د قرآن په نزد، قتل له شرک سره مساوي دی.

و من یقتُل مومناً مُتعمداً فجزاءُهُ جهنم خلداً فیها و غضِب الله علیه و لعنهُ و اعدّ لهُ عذاباً عظیماً ــــ النساء آیة ۴ سورة ۹۳

ترجمه: څوک چي مومن قصداً قتل کړي د هغه جزا په جهنم کي ده او هلته به د تل لپاره اوسي. الله هغه ته په غضب دی. د الله لعنت به پر اوري او هغه ته ستر عذاب ګوري.

په یوه بل آیة کي داسي راغلي دي:

…. من قتل نفساً بغیر نفسٍ او فسادٍ فی الارضِ فکانما قتل الناس جمیعاً و من اِحیاها فکانما أَحیا الناس جمیعاً الآیة سورة ۵ آیة ۳۲

ترجمه: څوک چي یو یل څوک پرته له دې چي هغه قتل کړی او یا پر مځکه باندي د فساد جوړولو مرتکب سوی وي ووژني نو لکه ټول بشریت چي یې وژلی وي او که یو څوک له مرګ څخه وژغوري نو لکه ټول جهان چي یې ژغورلی وي….

که لومړي آیة ته توجه وکړو نو ګورو چي، په مدینة کي، د حضرت عثمان بن عفان له قتلېدلو ۶۵۶ میلادي څخه وروسته د اسلامي نړۍ اکثرو مشرانو او پاچاهانو خپلي توري زیاتره د مسلمانانو په وینو سرې کړي دي. د امویانو او عباسیانو ترمنځ په جنګونو کي، د عباسيیانو ترمنځ په خپل منځي جنګونو کي، د عباسیانو او صفاریانو په جنګونو کي په زرهاوو او په لس هاوو زره مسلمانان قتل سوي دي او د هیڅ جنګ لپاره، پرته له دنیایی دلایلو او د قدرت له مسلې څخه بل څه مطرح نه وه.

ګوډ تیمور په ډهلي کي د نیول سویو او بې دفاع هندوانو له قتل عام کولو څخه پرته نور ټول جنګونه او فتوحات او انسان وژني د مسلمانانو په سیمو کي کړي دي. صفوي شاه اسماعیل، چي په ایران کي یې اسماعیل کبیر بولي، د سُني ایران د شیعه کولو لپاره په لس هاوو زره سنیان تر توري تېرکړل او بالاخره یې د ایران د اولس اکثریت نفوس په وچ زور شیعه کېدلو ته مجبور کړل. مغول بابر د ډهلی له فتح کولو څخه مخکي د پښتنو کله منارونه جوړ کړل او وروستی جنګ یې هم له یوه مسلمان پاچا سلطان ابراهیم لودي سره وکړ. دا مثالونه دونه ډېر دي چي یو کتاب تفصیل غواړي.

د عثمان بن عفان له قتلېدلو څخه وروسته، چي د اسلام په تاریخ کي لومړۍ فتنه ورته ویل کیږي، په اسلام کي دوهمه لویه فتنه پیل سوه. د حضرت علی بن ابی طالب او معاویه بن ابی صفیان تر منځ د صفین جنګونه وموښتل. په دې جنګونو کي، په دواړو خواوو کي مسلمانان او په زرګونو صحابه وو برخه درلوده. د معاویه په لښکرو کي عبیدالله بن عمر او د علي په لښکرو کي محمدبن ابوبکر ولاړ وو. په دې جنګونو کي،چي څو میاشتي یې دوام وکړ، د تلفاتو دقیق شمېر معلومول ګران دي خو ویل کیږي چي تر ۴۵ زرو پوري مسلمانان پکښی قتل سوي دي؛ چي ۳۰ زره د معاویه او ۱۵ زره د علی طرفداران ول. په دې کسانو کي په زرګونو اصحاب او په سل ګونو د قرآن شریف حافظان له منځه ولاړل. یوازي په یوه جنګ کي، له مازیګر څخه تر ماښامه پوري، د معاویه له لښکرو څخه، دوه درې سوه قاریان وژل سوي ول. تاریخ طبري ص ۲۵۳۶

مسعودي لیکي چي د صفین په جنګونو کي ۷۰ زره تنه ووژل سول چي ۴۵ زره د معاویه او د سوریې له لښکرو او ۲۵ زره د علی او د عراق له لښکرو څخه ول. د صفین جنګونو ۱۲۰ ورځي دوام وکړ او په دغه وخت کي د دواړو خواوو ترمنځ ۷۰ جنګونه وسول. مروج الذهب جلد اول ص ۷۰۹

مسعودی لیکي چي د جمل په جنګ کي، چي د صفین له جنګونو څخه مخکي وو، د عایشې له طرفدارانو یا د بصرې له اوسېدونکو څخه ۱۳ زره تنه او د علی له طرفدارانو څخه ۵ زره تنه ووژل سول. د جمل جنګ یوه ورځ دوام وکړ او د علی له خلافت څخه پنځه میاشتي وروسته پېښ سو. هغه کتاب ص ۷۰۸

طبري لیکي چي ام المونین عایشې د طلحه بن عبیدالله او زبیر بن عوام په ملاتړ د جمل جنګ پیل کړ. جنګ د عایشې په ناکامي تمام سو او طلحه او زبیر، چي د حضرت رسول اکرم صلعم په لسو یارانو او عشره مبشره کي شامل ول او جنت یې تضمین وو، ووژل سول. د جمل په جنګ کي په یوه قول لس زره تنه او په بل روایت، له دواړو خواوو څخه، ۱۵ زره تنه ووژل سول. په دغه جنګ کي یوازي د عایشې له لښکرو څخه ۷۰ تنه قاریان ووژل سول. تاریخ طبری ص ۲۴۷۱

د جمل جنګ، چي په بصره کي وسو، نسبتاً ژر پای ته ورسېدی او عایشه بیرته مدینې ته ستنه سوه. خو د صفین جنګونو په میاشتو دوام وکړ. علی او معاویه د دې جنګونو لپاره څه منطق درلودل؟ علۍ خپلو کسانو ته ویل چي خدای تعالی تاسي ته تجارت پېشنهاد کړی دی او د جهاد په بدل کي مو د آخرت له عذابه ژغوري او جنتونه در نصیب کوي او ګناهونه مو بخښي. هغه کتاب ص ۲۵۲۹

معاویه هم په مقابل کي خپلو طرفدارانو ته همدغه منطق ویل او له علی سره جهاد یې نه یوازي د عثمان بن عفان د وینو کسات باله بلکه له هغه سره جنګ یې له داسي یوه سړي سره جهاد باله چي د خدای لاره یې پرې ایښي او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د اسلام خلیفه قتل کړی او فتنه یې جوړه کړې ده.

مسعودي د جمل د جنګ د تلفاتو په باره کي لیکي:

« د عبدالقیس له قبیلې څخه یوه ښځه په میدان کي ګرځېده او د خپل وژل سوي زوی مړی یې ولیدی. د هغې مېړه او دوه وروڼه هم، مخکي له هغه چي علی بصرې ته راسي، په دغه جنګ کي وژل سوی ول. هغي ښځي دا شعر ووایه:

« په جنګونو کي سپین سرې سوم. مګر د جمل د جنګ په شان ورځ مي نه وه لیدلې. دې جنګ په مسلمانانو کی داسی فتنه واچول او داسي تاوانونه یې ورسول چی تر نورو جنګونو ډېر زیات وه او ډېر زړه ور جنګیالي پکښی قتل سول. ای کاش هغه ښځه له کوره نه وای وتلې او کاش عسکرو تاسي سفر نه وای کړی» مروج الذهب جلد اول ص ۷۲۷

« له ابی ولید جهضمي څخه، چی د ازد له قبیلې څخه وو، چا بوښتنه وکړ ه چي له علي سره مینه لرې هغه ورته وویل څرنګه به له داسي سړي سره مینه ولرم چي د ورځي په یوه برخه کي یې زما د قوم ۲۵۰۰ تنه قتل کړل. هغه دونه انسانان قتل کړل چي چاته د تسلیت ویلو سړی پاته نه سو. هغه کتاب ص ۷۲۹

حسین نصر، چي پخپله یو شیعه لیکوال دی، د نهج البلاغه( د اهل تشیع د احادیثو یو معتبرکتاب او د علي ویناوي دي) په حواله لیکي چي کله علی د معاویه سره په جګړه کي وو نو ځینو ملګرو او سلاکارانو یې ورته وویل چي معاویه د خلکو د جلبولو لپاره پیسې لګوي ته هم باید خلکو ته پیسې ورکړې او خپل طرفداران زیات کړې. مګر علي ورته وویل تاسي غواړی چي زه بری په غیرعادلانه او ظالمانه وسایلو ترلاسه کړم؟ د علی ورور عقیل ورڅخه وغوښتل چی له بیت المال څخه یو څه پیسې ورکړي خو علي ورته وویل چي ته غواړې ستا ورور د خلکو پیسې تاته درکړې او پخپله دوږخ ته ولاړ سي؟ A History of Muslim Philosophy, P 661

البته تاریخی متون په دې باره کي هم بل ډول معلومات راکوي. په بصره کي د عایشې د ماتي وروسته علي د خپلو مهاجرو او انصار ملګرو سره بیت المال ته داخل سو. او کله چي یې هلته سره او سپین زر ولیدل نو وې ویل چي اې سرو او سپینو مانه سی غولولای بل څوک وغولوی. یو ګړی یې ورته وکتل او بیا یې وویل چي دا مال زما د یارانو تر منځ تقسیم کړی. له ده سره ۱۲۰۰۰ تنه ورسره وه او هر یوه ته یې ۵۰۰ درهمه ورکړل. چي په دې حساب ټول ۶ میلیونه درهمه سول؛ او په بیت المال کی نور څه پاته نه سوه. هغه کتاب ص ۷۲۸

په همدغو شپو ورځو کي د علی او خوارجو ترمنځ جنګونه پیل سول. په خوارجو کي هم په لس هاوو صحابه وو برخه درلوده او ځانونه یې تر علي او معاویه ټینګ مسلمانان او د قرآن د حکمیت طرفداران بلل. دې جنګونو له علي څخه وروسته د معاویه او نور اموي خلیفه ګانو سره هم دوام وکړ او په دې جنګونو کي په لس هاوو زره مسلمانان له منځه ولاړل چي باید د کفارو په مقابل کي جنګېدلي وای. بالاخره د دې خونړیو جنګونو دلیل څه وو؟ آیا پرته له قدرت نیولو څخه یې بل دلیل درلود؟ کله چي علی له خوارجو سره جنګ کولو ته مجبور سو نو خپلو طرفدارانو ته یې وویل چي پورته سی او د خدای له دښمنانو سره، چي غواړي د خدای نور خاموش کړي، وجنګیږی. علی خپلو پیروانو ته ، له خوارجو سره د جنګېدلو په صورت کي د حتمي جنت وعده ورکړه. تاریخ طبری ص ۲۶۰۱

په زړه پوري خبره دا ده چي علي خپلو طرفدارانو ته دا وینا هغه وخت وکړه چي خوارجو د معاویه په مقابل کي د هغه له ملاتړ څخه انکار وکړ. یعني څو ورځي مخکي خوارج د معاویه په مقابل کي د ده دوستان او څو ورځي وروسته د خدای دښمنان سول. علي تر وروستي اعلان مخکي د خوارجو رهبرانو ته لیکلي ول:

بسم الله الرحمن الرحیم

« د خدای له بنده علی امیرمومنان له طرفه زین بن حصین او عبدالله بن وهب او د هغوی ملګروته:

اما بعد، دغه دوو کسانو (ابوموسی اشعری او عمرو بن عاص، جهاني) چي موږ یې حکمیت منلی وو، د خدای له کتاب څخه مخالف کار وکړ او د خدای د هدایت په خلاف یې د خپلو هوسونو پیروي وکړه او د خدای حکم یې جاري نه کړ. خدای او د هغه پیغمبر او مومنان له هغوی څخه بېزاره دي. کله چي زما دغه لیک در ورسیږي موږ ته راسی چي موږ د خپل دښمن او ستاسي د دښمن مقابلې ته وزو او هغه څخه مو مطلب دی چي تاسي یې هم غواړی.

هغوی په جواب کي ورته ولیکل:

اما بعد، ته د خپل پروردګار په خاطر په غوسه سوی نه یې بلکه د خپل ځان په خاطر په غوسه سوی یې. که ته پر خپل کفر باندي شهادت ورکړې او توبه وباسې نو موږ به ستا سره د همکاری کولو په باره کي غور وکړو او کنه نو د انصاف له مخي د جنګ اعلان درته کوو ځکه چي خدای تعالی خاینان نه خوښوي» هغه کتاب ص ص ۲۶۰۰-۲۶۰۱

همدغه جنګونه په اسلام کي د ټولو بې اتفاقیو، بې اعتمادیو، فتنو، فسادونو او فجایعو پیل وو. په زړه پوري خبره ده چي د اسلام هیڅ مورخ او نه اسلامي علماوو په دې جنګونو کي ګنه کار او بېګناه ته ګوته نیولې ده. دا خو څرګنده خبره ده چي علی، معاویه، عایشې او د هغې ملګرو طلحه او زبیر او د خوارجو مشرانو ته، چي ټول په اسلام او د قرآن شریف په احکامو خبر وه چي د یوه مومن د قصدي قتل سزا ابدي دوږخ او د حق متعال غضب او لعنت دی نو څرنګه یې د څه باندي ۷۰ زرو مسلمانانو د قتلېدلو مسوولیت قبول کړی وو.

د قرآن شریف دا مبارک آیة « انماالمنون اخوةٌ فاصلحوا بین اخویکم» په تحقیق سره چي ټول مسلمانان سره وروڼه دي. د خپلو وروڼو ترمنځ سوله وکړی. ټولو ته څرګند وو او هر یوه به تر سل ځله زیات لوستی وو. په دې آیة چا عمل وکړ او چانه وکړ؟ زموږ اسلامی مورخینو او دینی علماوو یا هیڅ نه دي ویلي او یا یې کافي څه نه دي ویلي.

ګواکي قاتل، اګه د فیودور داستایوسکی د جنایت او مکافات قهرمان چي وايي، په ریشتیا هم هغه څوک دی چي یو یا دوه درې تنه یې وژلي وي. د سل ګونو او زرګونو کسانو وژل او لس هاوو زرو کورونو تباه کول قهرماني ده، ځکه چي دومره ویني یوازي امیر او سپه سالار تویولای سي؛ او د هغوی ګرېوان ته د چا لاس نه رسیږي. د اسلام لومړني تاریخونه ټول هغو کسانو لیکلي دي چي پخپله به یې په دیني علومو، په تېره بیا قرآن او احادیثو کي لوی لاس درلود؛ خو له بده مرغه هیڅ مورخ په دې لویو لومړنیو جنګونو کي چي نه یوازي د لس هاوو زرو بېګناه مسلمانانو د قتلېدلو سبب سول بلکه د تل لپاره یې د مسلمانانو په صفوفو کي بې اتفاقي ایجاد کړه تقریباً هیڅ نه دي ویلي او د تاریخ د نورو عادي کیسو په څېر ورڅخه تېر سوي دي.

وهابیانو، چي پرته له خپلو طرفدارانو یې ټولو مسلمانانو ته د مشرکینو په سترګه کتل، د مسلمانانو په قتلولو کي تر بلي هري ډلي زیات افراط کړی دی. که څه هم چي دوی د شرک په مقابل کي قیام پیل کړی وو او په دې هم پوهېدل چي د هر مومن د قتلولو سزا په آخرت کي له شرک سره معادله ده. هغوی د خپلي عقیدې د رواجولو او په خلکو د توري په زور د منلو په برخه کي له هیڅ ډول قتلونو او چور او تالان او ظلمونو څخه مخ وا نه ړاوه. د وهابیانو د لنډي تاریخچي په باره کي به وروسته وږغیږو خو دلته به د هغوی د قتل عامونو یو مثال ورکړو.

د سعودي پاچا السعود په ۱۹۲۰ کلونو کي د عربستان په خاوره کي د فتوحاتو په جنګونو کي ۴۰۰ زره مسلمانان قتل او زخمیان کړل، ۴۰ زره تنه یې په عامه اعدام کړل او د ۳۵۰ زرو کسانو لاسونه، پښې او د بدن غړي یې پرې کړل. Dreyfuss p43

که څه هم چي هیري فیلبي Harry Philby په شلمه پېړۍ کي د ډیرو حوادثو عیني شاهد وو او د سعودي عربستان له وهابي پاچا سره د انګلستان د حکومت خاص استازی وو او هره میاشت یې د انګلستان د حکومت له خوا ۵۰۰۰ زره پونډه نغدي پیسې وروړلې؛ او د پورتنیو قتلونو او اعدامونو په باره کي اطلاعات هم د ده له یادداښتونو څخه اخیستل سوي دي او سړی یې د باور وړ بللای سي. خو د وهابیانو د اته لسمي او نولسمي پېړۍ د فعالیتونو، جنګونو او قتلونو په باره کي چنداني دقیق معلومات نسته. هغه لیکوالان چي د وهابیانو طرفدار دي او یا یې د هغوی په طرفداري لیکل سویو اسنادو څخه استفاده کړې ده، تر ډېره ځایه، له وهابیانو څخه سپین چرګان جوړوي او هغه کسان، په تېره بیا شیعه لیکوالان، چي د وهابیانو او د هغوی تر منځ ډېر سخت اختلاف موجود دی د وهابیانو د وحشتناکو قتل عامونو په باره کي لیکني کوي.

مثلاً سید ابراهیم سیدعلوی په خپل یوه کتاب کي چي د وهابیانو د تاریخ او عقایدو په باره کي یې لیکلی دی په یوه ځای کي لیکي:

« وهابیان د ۱۲۱۷ کال ( ۱۸۰۲ م) د ذی القعده په میاشت کي د طایف ښار ته ننونل. او د دغه ښار اوسېدونکي یې، د ماشومانو په شمول، ټول ووژل او حتی د میندو په غېږو کي یې د شیدو رودونکو ماشومانو سرونه پرې کړل. هغه کسان یې چي له ښاره څخه وتلي او تښتېتدلي ول تعقیب کړل او اکثر یې ووژل.

وهابیانو د خلکو کورونه، چي هغوی پکښي پټ سوي ول، تلاښی کول او هر څوک چي یې پیدا کاوه هغه یې واژه….

وهابیانو په دې دلیل چي د طایف خلک مشرک دي او مشرک باید وسله ونه لري له هغوی څخه وسلې واخیستلې او بیا یې نو د ټولو د قتل عام امر صادرکړ….» تاریخچه نقد و بررسی وهابی ها ص ۲۴

همدغه لیکوال بل ځای د ۱۹۲۴ کال د حوادثو په باره کي، چي فیلبي هم د وهابیانو د بې اندازې تشدد رپوټ ورکړی دی، لیکي:

د ۱۹۲۴ کال په سر کي وهابیانو پر حجاز باندي یرغل ور ووړ او طایف یې محاصره کړ. دا ځل شریف خالد بن لوی، چي د ابن سعود له خوا ټاکل سوی او د وهابیانو سخت طرفدار وو، په زور طایف ته داخل سو او د هغه ښار نارینه، ښځي او ماشومان یې ووژل. ویل کیږي چي د مړو شمېر دوو زرو ته نیژدې وو. وهابیانو د خلکو مالونه چور کړل او داسي بد کارونه یې وکړل چي له اورېدو یې د انسان پر بدن باندي وېښتان شخ دریږي» هغه کتاب ص ۷۱

احمد کسروي لیکی: « په ۱۲۰۶ هجری ( ۱۸۲۷م) کي چي وهابیانو پر عراق باندي د چور او کشتار په نیت حملې وکړې نو د عاشورا په ورځ یې پر کربلا باندي یرغل ورووړ او په زیارت کي يې د خلکو په قتلولو بنا وکړه او د خلکو کورونو ته ننوتل. پر ښځو او نجونو باندي یې تېري وکړل او د شیدو رودونکو ماشومانو سرونه یې پرې کړل. صندوقونه یې مات کړل، قبررونه یې لوڅ کړل او په څو ساعته یې تقریباً ۷۰۰۰ تنه مجتهدان او سادات قتل کړل» شیعه ګري، ص ۴۰

په حنبلي عقایدو کي، هر هغه عمل چي ریښه یې پخوانیو پرهېزګارانو یا سلفیونو ته نه رسیږي هغه غیر مشروع بدعة دی. دوی د پیغمبر ص د یوه حدیث په حواله وايی چي تر ټولو بد شی په دین کي نوې لاره ده. هر نوی والی یو بدعة دی هر بدعة ګمراهي ده او د هري ګمراهی لاره دوږخ ته ځي. David Commins. Islam in Saudi Arabia P 15

د امریکا د جورج ټاون د پوهنتون پروفیسره ناتانا جې ډیلونګ باس Natana J. Delong-Bas، چي د وهابي مذهب مثبت اړخونه یې څېړلي دي، زیاتره د دغه مذهب د موسس محمدبن عبدالوهاب د تحریک تبلیغی اړخ او په سوله او نرمي د خلکو د بلني خواته متوجه ده او وايي چي محمدبن عبدالوهاب اصلاً د زور مسلمانی ته چنداني عقیده نه درلوده او غوښتل یې چي د خپلو عقایدو د تبلیغ او د قرآن د علم د ترویج له لاري خلک قانع کړي:

« ریاض نه ژر او نه په زور او اکراه فتح سو. سعودیانو ایله په اووه ویشتو کلونو کي پر دغه مهم ښار باندي خپل کنټرول ټینګ کړ. له دې څخحه معلومیږي چي د دغه ښار اوسېدونکو ته کافی وخت ورکړه سو چي توحید درک او د هغه طرفداران سي….

د ریاض په فتح کي وهابیانو د تشدد او د ښار له اوسېدونکو څخه د انتقام اخیستلو ته مخه نه کړه. که څه هم چی وهابیانو دا قانونی حق درلود چي هغه کسان قتل کړي چي له دوی سره یې مخالفت کاوه؛ خو دوی دا کار ونه کړ. نه خلک په زور د خپلو عقایدو تغییرولو ته مجبور کړل سول او نه د هغوی شته منی ورڅخه غصب سوې. برعکس، ابن عبدالوهاب اعلان وکړ چي له دې فرصت څخه په ګټي اخیستلو سره باید د خلکو ساتنه وسي او هغوی ته عدالت راوړل سي. د وهابیانو یو مهم کار دا وو چی د لارو امنیت یې خوندي کړ…» Delong-bas, Wahabi Islam p 36

د محمدبن عبدالوهاب او د هغه د پیروانو په کتابونو کي د تشدد خبره نسته. هغوی په اسلام کي د مزخرفو او کفري عاداتو او هغو اعمالو سره د مجادلې کولو خبره کوي چي له هغوی څخه د شِرک بوی راځي. خو د فیلبي له خاطراتو څخه په څرګنده ښکاري چي دا یوازي د هغوی د عقایدو تبلیغاتی اړخ وو او په عمل کي یې د خپلو خلکو په مقابل کي تشدد د وحشت درجې ته رسولی وو. پروفیسره ډیلنګ باس یوازي د وهابیانو د مذهبي تبلیغاتو مسلې ته اهمیت ورکوي او زیاتره پر هغه څه تبصره او استناد کوي چي هغوی لیکلي او تبلیغ کړي دي:

«… که څه هم چي ډېر په دې عقیده دي چي د ابن عبدالوهاب له لیکنو څخه څرګندیږي چي سمو او صحیحو عقایدو ته د خلکو د را اړولو لپاره جهاد ته ضرورت دی؛ خو د ابن عبدالوهاب له لیکنو څخه صفا څرګندیږي چي هغه د ریښتینو طرفدارانو د پیداکولو طریقې ته ترجېح ورکوله. ده وویل چي که غواړی یو څوک ریښتونی مسلمان سي نو هغه ته باید روزنه ورکړه سي نه دا چي د مرګ د تهدید له وېري خپله عقیده دفعتاً بدله کړي….

د ابن عبدالوهاب یوه مهمه طرح داوه چي هر وګړی باید علم حاصل کړي، مطالعه وکړي او ځان پوه کړي. ده به ویل چي ټول مومنان، که نر دي که ښځي، باید علم حاصل کړي ځکه د ده په عقیده دا په اسلام د پوهېدلو یوازینی لاره ده. ده ویل چي د خلکو اکثریت باید د اسلام اساسات او تفصیلات زده کړي او ځانونه په وپوهوي؛ هغه وخت کولای سي چي هم ځانونه مسلمانان وبولي او هم پوه سي چي څشي ته عقیده لر ي….» Ibid p 194

که څه هم چي د وهابی ها د کتاب لیکوال، د محمدبن عبدالوهاب او د هغه له مکتب سره د سخت عقیدوی مخالفت له امله د وهابیانو د تحریک د وحشتونو په باره کي ښايی ډیري مبالغې کړي وي خو د پروفیسري ډیلونګ باس دا ادعا چي ګوندي وهابیانو اصلاً تشدد د خپلو عقایدو د خپرولو لپاره ګټور نه باله حتی مضر یې باله نو ځکه یې زیاتره په تبلیغاتو اکتفاء کوله د تأمل وړده. ابن عبدالوهاب به ښايي، د وهابي د کتاب او د وهابیانو د نورو مخالفینو د کتابونو په خلاف، دونه بېځایه او بې ګټي تشدد هم نه وي کړی خو د فیلبي له یادداشتونو څخه، چي اکثر وختونه عینی شاهد وو، په څرګنده ښکاري چي وهابیانو د خپلو مخالفینو په وژلو کي چنداني له نرمښت څخه کار نه دی اخیستی. که یې له یوې خوا د شرک په مقابل کي تبلیغات کول او اصلي او سوچه اسلام یې تبلیغاوه، له بلي خوا یې د بې ګناه مسلمانانو، چي یوازي د دوی له عقایدو سره مخالف ول، په وژلو کي له بې رحمی څخه کار اخیست. په داسي حال کي چي دوي پخپله، د سوچه مسلمانانو په حیث، چي د قرآن زده کړه یې تبلیغول، په دې پوهېدل چي د هر مومن د وژلو سزا له شِرک سره معادله ده.

د وهابیانو عقاید:

وهابیان د عقایدو په برخه کي چنداني نوې خبره نه لري. دوی هم، د خپلو عقایدو او نظریاتو د اظهار لپاره، د نورو اسلامي علماوو په څېر، په آیتونو او احادیثو استناد کوي. دوی ځانونه مُوَحِدون یا د یوه خدای عبادت کونکي بولي؛ سلفیان یې ځکه بولي چي دوی د قدیمو مسلمانانو او امامانود عقایدو او اعمالو د پیروي کولو توصیه کوی. خو څرنګه چی د دې عقایدو یا فکري مکتب موسس ابن عبدالوهاب وو نو مخالفینو د دوی ډله وهابي وبلله او په دغه نامه تر نن ورځي پوري شهرت لري. دوی پر خپلو مخالفینو باندي د مشرکینو د حکم کولو په برخه کي یو څه له افراط څخه کار اخلي. له وهابیانو یا موحدونو سره د نورو اسلامي فرقو یو اساسي اختلاف د زیارتونو پر مسله باندي دی. که څه هم چي د حلال او حرام، پیری او مریدی، کوډو او تعویذ په برخه کي هم اختلافات موجود دي؛ خو د اسلامی علماوو ترمنځ دغه ډول اختلافات ډېر نادر نه دي. وهابیان زیارتونو ته ورتلل، له هغوی څخه مراد غوښتل او هغوی ته صدقې او نذرونه وروړل ناروا او حتی شرک بولي او د خپلي مدعا د اثبات لپاره آیتونه او احادیث راوړي. نور عادي مسلمانان نه یوازي زیارتونو ته ورتلل ګناه نه بولي بلکه ثواب یې بولي.

په احادیثو کي، په دې باره کي ښايي هر ډول اقوال موجود وي خو موحدون، د خپلي مدعا د اثبات لپاره، معمولاً، په هغو احادیثو استناد کوي چي زیارتونو ته تلل او پر زیارتونو باندي عبادت ځایونه جوړول ناروا بولي.

صحیح مسلم، په کتاب الصلاة کي راوړي دي: « عایشه رض وايي اُم سلمه او اُم حبیبه د حضرت رسول صلعم په مخ کي وویل چي دوی په حبشه کي د مسیحیانو یوه کلیسا ولیده چي په هغې کي تصویرونه رسم سوي ول. حضرت پیغمبرص وویل کله چي پرهېزګار خلک مري او نور د هغوی پر قبرونو باندي عبادت ځایونه جوړوي او په هغه ځای کي تصویرونه رسموي دوی به د قیامت په ورځ د الله ج په نظر تر ټولو بد مخلوق وي. صحیح مسلم حدیث ۱۰۷۶

ابوهُریره وايی حضرت پیغمبرص وویل الله دي یهود تباه کړي چي د خپلو پیغمبرانو پر قبرونو باندي یې د عبادت ځایونه جوړ کړي دي. هغه کتاب حدیث ۱۰۸۰

جندب وايی حضرت پیغمبر له وفات څخه پنځه ورځي مخکي موږ ته وویل چي له تاسي څخه مخکي کسانو د خپلو پیغمبرانو او اولیاوو له قبرونو څخه د عبادت ځایونه جوړ کړي ول؛ مګر تاسي باید پر قبرونو باندي مسجدونه جوړ نه کړی. ما له دغه عمل څخه منع کړي یاست. هغه کتاب حدیث ۱۰۸۳

حضرت پیغمبرص په دې پوهېدی چي د زیارتونو درناوی په یوه حال نه پاتیږي. دا درناوی ورځ په ورځ زیاتیږي او بالاخره به یوه ورځ خلک زیارتونو ته سجدې کوي او سجده یوازي یوه خدای ته راغلې ده.

د آنحضرت ص له وفات څخه څه باندي څلور سوه کاله وروسته د اسلام یوه مشهور پیر او مرشد، ابوسعید ابوالخیر۹۶۷-۱۰۴۸، چي په زرګونو او لکونو خلک یې زیارت ته ورځي د خپل پیر بوالفضل پر قبر باندي د کعبې په څېر طوافونه کول. کله چي شیخ ابوسعید د پیر بلفضل زیارت ته ورسېدی نو قوال دا بیت ووایه:

« معدن شادیست این و معدن جود وکرم

قبله ما روی دوست و قبله هرکس حرم

( دا معدن دی د خوښیو د سخا او د کرم

زموږ قبله د دوست طرف دی د هر چا قبله حرم)

قوال همدغه بیت وایه او د شیخ لاس یې نیولی وو. شیخ د پیر بلفضل پر قبر باندي طواف کاوه او چیغي یې وهلې او دروېشان په لڅو پښو او لوڅو سرونو د هغه پر قبر باندي را ګرځېدل. کله چي یوڅه کراري سوه نو شیخ موږ ته وویل: دا ورځ په تاریخ کي ولیکی چي بیا به یې ونه وینی. او له هغه څخه وروسته چي زموږ د شیخ هر مرید به د حج نیت وکړ نو شیخ به هغه د پیربلفضل قبر ته لېږی او ورته ویل به یې چي د هغه د قبر زیارت وکه پر قبر یې اووه ځله طواف وکړه تر څو مقصود ته ورسېږې» اسرارالتوحید ص ۵۳

د قوال له بیت څخه په څرګنده معلومیږي چي شیخ ابوسعید ابوالخیر تر حرم، چي مطلب یې کعبه ده، د دوست پر قبر باندي طواف ته ترجېح ورکوله؛ او دا څرګند شرک او کفر دی.

د سیکهانو او انګلیسیانو د حکمرانی پر ضد د مشهور مجاهد سیداحمد بریلوی مرید او مرستیال شاه اسماعیل شهید، چي ، د سیکهانو پر ضد د جهاد تر څنګ یې، په مسلمانانو کي د خرافاتو پرضد مبارزه کوله، اوانګرېزانو د هندي وهابیانو نوم ورکړی وو، له همدې ناحیې څخه شکایت لري او وايی چي موږ وینو چي مسلمانان د لیري لیري ځایونو څخه د پیرانو او اولیاوو زیارتونو ته راځي. که دا یوازي زیارت وي خو هغه څه توپیر نه لري مګر موږ وینو چي دا ساده خلک زیاتره د حج د مراسمو په څېر احرامونه تړي او زیارتونو ته راځي او له قبرو نو څخه مرسته او مقصود غواړي او دا شرک دی. شاه اسماعیل شهید، صراط مستقیم ص ۱۰۲

او ما پخپله په ۱۹۸۷ کال کي د سیند په سېوڼ کي د لعل شهباز قلندر پر قبر باندي د ښځو او نارینه وو اووه ځله طوافونه لیدلي دي او په ډهلي کي د امیرخسرو او نظام الدین اولیاء قبرونو ته د مسلمانانو د سجدو شاهد یم.

اوس نو کله چي د ابوسعید ابوالخیر په څېر یو لوی صوفي، په څرګنده توګه د شرک مرتکب کیږي او د هغه په زمانه کي او له هغه څخه څو سوه کلونه وروسته همدغه د شرک عنعنه روانه او له تونس څخه تر اندونیزیا پوري مسلمانان د راز راز شرکونه مرتکب کیږي؛ په دې صورت کي نو د محمدبن عبدالوهاب او د هغه د ملګرو وهابیانو لپاره یوازي له مسلمانانو سره د جهاد وظیفه پاتیږی. ځکه له تونس څخه تر اندونیزیا پوري څه باندي دوه میلیارډه مسلمانان اوسیږي او له هغوی سره د وهابیانو جهاد تر قیامته نه ختمېدونکی دی. ګواکي وهابیان له کفارو سره تر جهاد له نورو مسلمانانو سره، چي دوی د مشرکینو په سترګه ورته ګوري، مهم او لومړنی دی. او که دا جهاد وبولو نو بیا خو به مسلمانان د قیامت تر ورځي پوري د یوه بل پر ضد له جنګېدلو او د وینو له تویولو نه خلاصیږي.

معبدونو، زیارتونو، مقدسو ونو او ډبرو، مقدسو ژوندیو او وفات سویو اشخاصو ته درناوی او بالاخره د هغوی پرستش دومره پخوانۍ او ضمناً، د قلمرو په اساس، دومره پراخي ریښې لري چي قوت یې پخپله کله کله له ریښتوني اسلام سره معادل او کله کله حتی خُرافات پخپله تر اسلام هم ټینګي جرړي لري.

عربستان، چي د اسلام لومړنۍ او تر ټولو مهمه زانګو ده، د دغه راز خُرافي عقایدو نامعلومه سابقه لري. مورخین، له اسلام څخه مخکي د جاهلیت په دوران کي، موږ د عربستان په خاوره کي لږترلږه د« ذات النواث» له وني څخه خبروي؛ چي خلکو به ټوکران، وسلې او نور شیان ورپوري ځړول او په دغه وسیله به یې د خدای له لوري د عزت او اکرام هیله درلوده. په نخله کي د عُزا په نوم الهې عبادت د دریو ونو په شکل کېدی. دا عنعنه تر اوسه پوري په ټول افغانستان او پاکستان کي موجوده ده او خلک د غاښونو د درد د علاج او کرارولو لپاره د لویو زیارتونو سره ولاړو ونو کي مېخونه ټک وهي. ښځي د اولاد د پیدا کولو لپاره زانګوګاني ور پوري ځړوي او د مختلفو مقصدونو لپاره ټوکران ورپوري ځړوي. د زیارتونو په نوم نذرونه کوي، چي شرعاً ناروا او د شِرک مرحلې ته رسیږي. چي تر زرو کلونو زیاتو تبلیغاتو دې خُرافاتو ته تغییر ورنه کړ او لږترلږه سست یې نه کړل بلکه لا هم ورځ په ورځ زور اخلي نو د دې معنا داده چي وهابیان به یا په سل هاوو میلیونه مسلمانان قتلوي او یا به یې له خیره تیریږي.

د معبدونو او زیارتونو دننه تقدس او له هغه څخه د بست کار اخیستل له اسلام څخه مخکي عربستان کي موجود ول. د زیارت دننه برخه مقدسه وه او هیچا تېری نه سو باندي کولای. د زیارتونو ساتونکو یا مجاورانو ته، چي معمولاً به میراثي وظیفه وه، د تقدس په سترګه ورته کتل کېدل او فکرکېدی چي هغوی د خدای له خوا حمایه کیږي. دغو مجاورانو او متولیانو ته د مذهبي مشرانو او روحانیونو په سترګه کتل کېدل او فکر کېدی چي هغوی فوق العاده قدرت لري او دا قدرت پخپله خدای ورکړی دی. دې متولیانو ته کله کله کاهن یا جادوګر ویل کېدل. هغوی به د ښو او بدو پېښو پیش بینی کولې. M.M Sharif, A History of Muslim Philosophy Vo1 P 129

که څه هم چي محمدبن عبدالوهاب او د هغه پیروان، په ښکاره، د خلکو د تنویرولو او شرک ته د متوجه کولو خبري کوي او وايی چي هغه کسان چي نه پوهیږي او شرک یې اختیار کړی وي باید وپوهول سي او د قرآن د علم او حدیث په مفاهیمو وپوهول سي خو د هغوی له لیکنو څخه په څرګنده ښکاري چي دوی د ټولو هغو مسلمانانو سره چی د دوی په عقیده نه دي او دوی د مشرکانو په سترګه ورته ګوري جهاد وکړي. ډیلونګ باس لیکي:

« لومړی باید ټول مخالفین اسلام ته راوبلل سي او وروسته بیا جهاد پیل سي. ابن عبدالوهاب لیکي دا جواز نه لري چي مخکي له هغه چي د هغوی د پوهولو او سمي لاري ته د رابللو لپاره تلاښ سوی وي پر هغوی باندي حملې پیل سي او ووژل سي. ځکه چي جهاد یوازي د اسلام له دښمنانو سره واجب سوی دی. مخالفینو ته باید پوره فرصت ورکړه سي چي هغوی خپل عقاید رد کړي او سمي لاري ته راسي او بیا نو که لازمه وه جهاد پیل سي. که مخالفینو خپل عقاید پرېښودل او سمي لاری ته راغلل نو د هغوی هرکلی باید وسي او په اسلامي امة کي شامل کړل سي او هغوی ته ښې ډیري پیسې ورکړلي سي. دسخاوت دغه عمل د اسلام په ګټه د ښېګڼي لپاره دی» Wahabi Islam, P 204

کله چي سړی د محمد بن عبدالوهاب او د هغه د پیروانو دغه راز لیکني لولي نو نتیجه اخیستلای سي چي دوی له خپلو مخالفینو سره، چي طبعاً یې مطلب عیسویان، هندوان، یهودان او د نورو مذاهبو پیروان نه ول بلکه خپل مخالف مسلمانان یې مطلب ول، د جهاد تبلیغ کاوه او سړی ویلای سي چي دوی به، خصوصاً، د سیاسي قدرت، وسلو، پوځ او پیسو له ترلاسه کولو سره په سل هاوو زره مسلمانان، د جهاد په نامه، وژلي وي.

وهابیان ښايی د خلکو او عوامو د مشرک ثابتولو لپاره دلایل ولري؛ ځکه چي دوی هم د قرآن شریف په آیتونو او معتبرو احادیثو استناد کوي. مګر سړی به هغه خلک چي د شهادة کلمه وايی، لمونځونه کوي، زکاتونه ورکوي، روژې نیسی، د قرآن شریف وظیفې کوي ، خو د سوونو کلونو رواجونو او نیکونو میراث زیارت، پیر، جادو او کوډو ته معتقد کړي دي، څرنګه مشرکان وبولي؟ ځکه چي د احادیثو په معتبرو کتابونو کي دا خبره څو څو ځله راغلې ده چي هغه کسان چي د خدای پروحدانیت باندي ایمان ولري هغوی حتماًجنت ته ځي. اوس به نو له دې حتمي جنتیانو سره سړی څرنګه جهاد کوي.

محمدبن عبدالوهاب او د هغه ملګري ټول استنادونه د قرآن شریف په آیتونو او معتبرو احادیثو کوي. البته مخالفین یې هم په احادیثو استناد کوي او دغه راز یې په مقابل کي د قرآن شریف آیتونه، له خپلو تعبیرونو سره، ورته راوړي. څه چي د دوی ترمنځ د سخت تضاد سبب سوی دی هغه د زیارتونو، تعویذونو، جادوګریو، فال لیدلو… موضوعات دي چي وهابیان په دغو مسایلو کي دونه جدي دي چي هر وخت زیارتونو ته پر تلونکو او له زیارتونو څخه د مرستو پر غوښتونکو باندي د شرک حکم کوي. ځکه نو د هغوی مخالفین پر دوی باندي د مشرکینو حکم کوي او حتی وايی چي لمونځ نه پسي کیږي.

محمدبن عبدالوهاب، په دغه مسله کي، د صحیحینو په استناد، د ابن عباس له قوله یو حدیث راوړي او وايی چي پیغمبر ص وویل چي د ټولو امتونو خلک زما مخي ته تېر سول له ځینو انبیاوو سره ډير امتیان ول او له ځینو سره لږ او له ځینو سره دوه درې یا یو تن او یا یوازي نبي تېرېدی. ما یوه لویه ډله ولیدل او فکر مي وکړ چي دا به زما امتیان وي. خو وروسته راته وویل سول چي دا د موسی ع امتیان دي. وروسته تر دې ډلي یوه بله لویه ډله راغله او ماته وویل سول چي دا زما امتیان دي. په هغوی کي ۷۰ زره تنه ول چي پرته له پوښتني جنت ته داخلېدل…. له ناستو کسانو سره سوال پیدا سو چي دا به څوک ول. حضرت رسول ص ورته وویل چي دا هغه کسان ول چي د جسماني ناروغی لپاره یې روحي علاج نه غوښت. پر خپلو جود یې داغونه نه ايښودل او په شګون یې عقیده نه درلوده….» Ibn Adul Wahab, Kitab al Tawhid P 13

خو دی د خپل همدغه کتاب په یوه بل مخ کي، بیا هم د صحیحینو په استناد، د سهل بن سعد له قوله لیکي چي حضرت رسول ص غوښتل چي د خیبر د جنګ لپاره بیرغ علي رض ته وسپاري. چا ورته وویل چي د هغه سترګي خوږیږي. حضرت رسول ص هغه را وغوښت او پر سترګو یې روغن ور وموښل او د علي رض سترګي جوړي سوې او د خیبر جنګ ته روان سو. Ibid p 19

البته د پیغمبرص سره د معجزې کولو هغه قدرت موجود وو چي له نورو انسانانو سره هغه موجود نه وو؛ که څه هم چي پیغمبر ص ته د قرآن شریف په آیتونو هدایت سوی دی چي خلکو ته ووايي چي زما او ستاسي توپیر صرف په دې کي دی چي زه پیغمبر یم او ماته مستقیماً وحی راځي او تاسي ته نه راځي.

محمدابن عبدالوهاب په دغه موضوع کي د قرآن شریف د ۳۹ سورة په ۳۸ آیة استناد کوي چي وايي: ووایه! هغو موجوداتو ته چي تاسي د الله تر څنګ عبادت کوې؛ آیا دوی کولای سي چي ستا سي سره په یوه سختي کي مرسته وکړي چي د الله په اراده درباندي نازله سوې وي؟
محمدبن عبدالوهاب لیکي:« احمد بن حنبل په یوه مرفوع حدیث( چي پخپله د حضرت رسول ص له قوله نقل سوی وي. جهاني) د عقبة ابن عامر له خولې استناد کوي او وايی هر څوک چي کوډي یا تعویذپه غاړه کوي نو په الله مي قسم وي چي هیڅ آرزو به یې پوره نه سي. د همدغه حدیث په یوه بل نقل کي د حضرت رسول ص له قوله ویل سوي دي چي هر څوک چي تعویذ په غاړه کي هغه د شرک مرتکب کیږي. ابن خاتم د حذیفه له قوله وايي چي حضرت پیغمبرص یو سړی ولیدی چي یو ډول جامې یې په ځان کي وې او پوښتنه یې ورڅخه وکړه چي دا جامې د څشي دي هغه ورته وویل چي دغه جامې یې له تبي څخه ساتي. حضرت رسول ص هغه جامې ور څیري کړې او هغه آیة یې ورته وویله چي اکثر کسان پر الله باندي ایمان لري مګر بیا هم د شرک اعمال کوي. سورة ۱۲ آیة ۱۰۶ Ibid pp 25-26

محمد بن عبدالوهاب له الله څخه پرته له بل چا څخه مرسته غوښتل شرک بولي او د خپلي دې ادعا د اثبات لپاره د الطبراني له قوله وايی چي د پیغمبرص په زمانه کي یو منافق وو چي مسلمانانو ته یې ډېر آزار ورکاوه او دوی بالاخره مجبور سول چي د هغه په مقابل کي له پیغمبر څخه مرسته وغواړي. حضرت پیغمبرص په جواب کي ورته وویل چي هیڅوک باید زما څخه د مرستي غوښتنه ونه کړي بلکه هره مرسته باید له الله څخه وغوښتل سي. Ibid p 43

په عوامو کي، د پیرانو او د خدای د دوستانو په نوم خاص نذرونه رواج لري. زموږ مورنۍ انا به په کال کي څو ځله د مشکل کشابابا په نامه نذر کاوه. مشکل کشا بابا څوک وو؟ موږ هیڅ وخت ونه پېژاند او یا مو د پېژندلو کوښښ ونه کړ خو د خپلي انا له ډول ډول نذرونو څخه مو خپل خوند اخیست. د محمد بن عبدالوهاب ملګري او پیروان په دغه برخه کي، د هغه په څېر، سخت ګیر دي او له هغې جملې څخه شیخ عبدالرحمن بن حمادالعُمر وايی قربانۍ، نذرونه او خیراتونه باید یوازي د الله په نوم وسي. هر هغه څوک چي د کوم وفات سوي پرهېزګاره سړي په نوم، د پیریان او یا غیر الله موجود په نوم نذر او قرباني کوي هغه مشرک دی.

شیخ عبدالرحمن وايی حضرت رسول ص به ویل چي پر هغه چا دي لعنت وي چي پرته له الله د بل چا په نوم قرباني کوي. که یو څوک ووایي چي که زه په دغه امتحان کي بریالی سوم یا له دغي ناروغۍ څخه روغ سوم د فلاني سړي په نوم مي نذر ایښی دی دا بُت پرستي ده. ځکه چي نذرونه یوازي د الله په نوم راغلي دي.( دین الحق) Abdul Rahman, The Religion of Truth pp35-36

عبدالعزیزبن عبدالله بن باز، چی تر ۱۹۹۹ کال پوري ژوندی وو او د سعودي عربستان مفتی اعظم وو، هم زیارتونو ته نذرونه وروړل او د اولیاوو په نوم صدقې او قربانی کول شرک بولي. شیخ بن باز هم د محمدبن عبدالله او نورو وهابي شیخانو په څېر د شرک په مسله کي ډېر مخته ځي او لس اعمال شرک او د شرک معادل بولي:

« لومړی: د مړو په نوم نذرونه کول او له هغوی څخه مرسته غوښتل.

دوهم: هغه څوک مشرک دی چي د خپل ځان او حق متعال ترمنځ واسطه جوړوي او له هغوی څخه غواړي چي د الله څخه د دوی شفاعت وکړي.

دریم: هغه څوک چي مشرکین کافران نه بولي او د هغوی په کفر کي شک راوړي او یا د هغوی مذهب صحیح وبولي؛ دا کفر دی.

څلورم: هغه څوک چي د نبي ص پر هدایتونو باندي د بل چا هدایت ته ترجیج ورکړي هغه کافر دی.

پنځم: له هغه څه سره حسادت او دښمني ښودل چي پر حضرت رسول ص باندي نازل سوي وي؛ دا کفر دی.

شپږم: څوک چي د رسول ص په دین کي په کوم شي ریشخند ووهي او یا د هغه په ثواب او عذاب کي په امورو باندي ریشخند ووهي هغه کافر دی.

اووم: څوک چي جادو او کوډي کوي چي یا دوه تنه په جنګ سره واچوي لکه مېړه او مېرمن او یا د دوو تنو ترمنځ د محبت پیداکولو لپاره کوډي کوي هغوی کافران دي.

اتم: څوک چي د مسلمانانو په مقابل کي له کافرانو سره مرسته وکړي هغوی کفار دي.

نهم: په هغو کسانو باندي عقیده پیداکول چي د محمدي ص شریعت څخه د وتلو کوښښ کوي کفر دی.

لسم: څوک چي د الله له دین څخه مخ اړوي او نه ځان په پوهوي او نه عمل په کوي هغوی کافران دي.» بن باز. العقیده الصحیحة و ما یضادها و نواقض الاسلام، ص ص ۲۵-۲۷

شیخ عبدالعزیز بن باز په خپل بل کتاب« اقامةالبراهین» کي راوړي چي حق متعال خپل پیغمبر ص ته په آیة مبارک کي ویلي دي چي « ووایه! زه خپل ځان ته پر خیر او شر رسولو باندي قدرت نه لرم بلکه هر څه د الله له ارادې سره سم کیږي. که زه په غیب خبر وای نو ما به خپل ځانته څو چنده خیر رسولی وای او هیڅ وخت به زیان او مصیبت نه را رسېدلای. زه فقط هغو کسانو ته چي ایمان یې راوړی دی د خبرداري او زېري درکولو وظیفه لرم. سورة ۷ آیة ۱۸۸ » اقامةالبراهین، ص ۱۰

پورتني آیة مبارک ته په کتلو سره، چي زموږ ټولو مسلمانانو د دین او ایمان لومړنۍ او تر ټولو مهمه منبع ده، سړی ویلای سي چي که حضرت پیغمبرص، چي موږ ټول د هغه په برکت مسلمانان یو، په خپل ژوند کي ځان ته د خیر رسولو قدرت نه درلود او په غیب خبر نه وو؛ نو د اولیاوو او غوثانو سره، چي هغوی هم د حضرت پیغمبرص له برکته اولیاء سوي ول، دا قدرت له کومه سو چي هم یې په ژوند کي غیب ویل، هم یې خلکو ته پاچهی ورکولې او هم پسله مرګه، له قبرونو څخه، خلکو ته خیر رسولای سي؟

شیخ بن باز، د همدغه اثر په یوه بل ځای کي لیکي:

« پرته له الله څخه د بل هر چا را ننګول او له هغه څخه مرسته غوښتل د شرک او بُت پرستی بېل بېل شکلونه دي؛ ځکه چي دوی پرته له الله څخه له بل چا څخه مرسته غواړي. دوی غواړي چي د مړو په زور خپلو آرزوګانو ته ورسیږي. په داسي حال کي چي یوازي الله کولای سي د بنده ګانو کارونه ورته آسان کړي. د مړو څخه د دغه راز مرستو غوښتل د پخواینو بُت پرستانو تر عمل بد تر دی. په پخوا زمانو کي چي به کُفار په عیش او نوش کي ډوب ول او هرڅه به ورته رسېدل نو خپله بُت پرستي به یې کوله مګر کله چي به له سختیو سره مخامخ سول نو الله ته به یې پناه راوړه او له هغه څخه به یې مرسته غوښته. قرآن شریف د هغوی په باره کي راوړي دي:

« کله چي دوی په کښتۍ کي کښیني نو له الله څخه مرسته غواړي او په بشپړه وفاداري ورته تسلیم سي. مګر کله چي له خطر څخه خلاص سي او وچي ته ورسیږي نو بیا د الله ترڅنګ خپلو بُتانو ته مراجعه کوي» سورة ۲۹ آیة ۶۵

د محمدبن عبدالوهاب یو بل پیرو الامام محمدبن سلیمان التمیمی په دغه ارتباط لیکي:

« ځکه نو موږ ګورو چي هغه کسان چي د پرهېزګارانو او د شیخانو او اولیاوو د قبرونو عبادت کوي او د الله ترڅنګ د هغوی څخه، د خوښۍ او ویر په وخت کي، د مرستو غوښتني کوي. له دوی څخه ځیني د سختیو په وخت کي په بُت پرستي کي نور هم مخته ځي…. خو دا باید وویل سي چي پرته له الله څخه هیڅ څوک دا قدرت نه لری چي له چا سره په سختیو کي مرسته وکړي. الله حقیقت وايی او یوازي هغه دی چي سمي لاري ته رهبري کوي. الله ج په قرآن شریف کي وايي:

« ووایه! څه فکر کوې که الله ماته د ضرر رسولو اراده ولري نو هغه څوک چي ته مرسته ورڅخه غواړې کولای سي چي د هغه ضرر مخه ونیسي. او که الله پر ما باندي د رحم کولو اراده وکړي نو هغوی به د دغه رحم مخه ونیولای سي؟ ووایه چي الله زما لپاره کافي دی او متوکلین یوازي پر هغه توکل کوي» سورة ۳۹ آیة ۳۸

تمیمی، الاصول الثلاثه ص ص ۶۶-۶۷

د محمدبن عبدالوهاب بل پیرو امام النواوي د همدغه آیة په ارتباط د ترمذي یو حدیث د ابوعباس، بن عبدالله بن عباس له خولې راوړي:

« یوه ورځ زه له پیغمبرص سره ملګری وم او هغه ماته وویل چي ځوانه! زه باید تاته یوه لارښوونه وکړم. هر وخت الله په یاد ولره او هغه به ستا سره ملګری وي. که مرسته غواړې نو یوازي یې له الله څخه وغواړه. دا په یاد ولره چي که ټول اولس سره راغونډ سي چي تاته خیر ورسوي؛ دوی به تاته هغومره خیر ورسولای سي چي ستا لپاره ټاکل سوی دی. او که همدغه اولس وغواړي چي تاته تاوان ورسوي نو تاته هغومره تاوان رسولای سي چي تاته الله له وخته لیکلی دی. قلم پورته سوی او پر کاغذ باندي رنګ وچ سوی دي» An-Nawawi, Forty Hadith P68

د وهابیانو په مقابل کي د هغوی مخالفین، په تېره بیا شیعه علماء، چي د خپلو زیارتونو او مذهبي او روحاني مشرانو په تقدیرولو کي له افراط څخه کار اخلي، خپل دلایل لري. مثلاً جعفرسبحاني د زیارتونو په باره کي د محمدبن عبدالوهاب د« زیارةالقبور» د کتاب په حواله لیکي:

« د دعا په وخت کي به بهتره وي چي سړی د پیغمبرانو د قبرونو خواته مخ وانه ړوي او په مشهورو کتابونو کي د دې عمل پر ممنوعیت باندي تاءکید سوی دی. تر دې چي را تېر سو نو بهترین جهت پخپله قبله ده»

جعفرسبحاني لیکي: « دا مسله، د وخت په تېرېدلو سره د ممنوعیت څخه د شرک سرحد ته رسېدلې ده او همدا اوس وهبیان دغه عمل ته شرک وايي او څوک چي د دعا په وخت کي د پیغمبرانو د قبرونو خواته مخ اړوي هغوی مشرکین بولي.

موږ باید ووایو چي که چیری یو سړی زیارت ته ولاړ سي او هلته د قبر څښتن ته لمونځ وکړي او د هغه پرستش وکړي او یا له هغه څخه قبله جوړه کړي دا په څرګند ډول شرک دی. مګر د مځکي پر مخ هیڅ مسلمان د پیغمبرانو او اولیاوو د قبر څنګ ته داسي عمل نه کوي او نه د قبر د څښتن عبادت کوي او نه له هغه څخه قبله جوړوي» سبحاني، آیین وهابیت ص ۱۳۰

په دې کي شک نسته چي وهابیانو د شرک د حکم په کولو او د خپلو عقایدو د مخالفینو په ځپلو، آزارولو او وژلو کي له افراط څخه کار اخیستی دی. مګر د سبحاني دا خبره دتأمل وړ ده چي وايی هیڅ مسلمان به د پیغمبرانو او اولیاوو د قبرونو پرستش ونه وکړي ځکه چي دا په څرګند ډول شرک دی.

زه یقین لرم چي زما په څېر به ډیرو خلکو د قلندر پر قبر باندي طوافونه او زیارتونو ته سجدې لیدلي وي. او د ابوسعیدابوالخیر د اسرارالتوحید په کتاب کي په صراحت لیکل سوي دي چی شیخ د خپل پیر بلفضل پر قبر باندي طوافونه کول. د هغه قبر یې، د قوال په قول، خپله قبله بلله او مریدانو ته یې توصیه وکړه چي هر کله مو د حج نیت وکړ د پیربلفضل پر قبر باندي اووه طوافه وکړی ستاسي حج قبول دی. او موږ هره ورځ د ټلوېزیون پر پرده باندي وینو چي عوام او جاهل خلک ژوندیو پیرانو ته، چي ټول ټګان دي، پر سجده ورځي او د هغوی په پښو کي خپل انساني کرامت پایمالوي.

شهاب الدین ابن تیمیه، چي تقی الدین ابن تیمیه هم لیکل سوی دی، ۱۲۶۳-۱۳۲۸ ښايي لومړنی سړی وي چي په اسلام کي یې د خرافي او منحرفو افکارو او اعمالو پر ضد د مبارزې بیرغ پورته کړ. که څه هم چي له ابن تیمیه څخه مخکي عبدالرحمن ابن جوزي ۱۱۱۶-۱۲۰۰ په اسلام کي د خرافاتو او د ځینو صوفیانو د افراطي او منحرفو عقایدو پر ضد کتابونه لیکلي ول خو ابن تیمیه د خرافاتو پر ضد دونه فعاله برخه واخیستله چي د صوفیانو او اسلام د علماوو ضدیت یې را وپاراوه او څو ځله بندیخانو ته ولاړ او بالاخره هم د مملوک سلطان ملک الناصر په امر په سیاه چاه کي واچول سو او څه کم دوه کاله وروسته په هماغه سیاه چاه کي وفات سو. ابن تیمیه په اسلام کي د خرافي عقایدو او صوفیانو د انحرافی عقایدو پر ضد خپله مبارزه د قدیمو پرهېزګارو مسلمانانو یا سلف الصالحین د پیروی کولو تر نامه لاندي پیل کړه او ځکه د ده لاره سلفي تحریک وبلل سو. په ځینو متونو کي د وهابي عقایدو پیروانو ته د سلفیونو په نوم هم اشاره کیږي. محمدبن عبدالوهاب او نور وهابیان هم اکثراً د ابن تیمیه د عقایدو پیروي کوي او د هغه له کتابونو څخه، چي ویل کیږي د کتابونو او رسالو شمېر یې تر پنځو سوو پوري رسیږي ګټه اخلي. A History of Muslim Philosophy pp 797-798

که څه هم چي ابن جوزي او په وروسته کي ابن تیمیه د صوفیانو سره عمومۍ مخالفت نه درلود؛ خو د هغو صوفیانو په مقابل کی یې مبارزه کوله چي خُرافي اعمالو، کیسو او افکارو یې د اسلام له دین سره څرګند مخالفت درلود؛ او عام خلک یې، چي د اسلام د دین له اساساتو سره بلد نه ول، تر تأثیر لاندي کړي او د سمي لاري څخه یې اړولي ول. حسین بن منصور حلاج وفات ۹۲۱ د اناألحق د نارې په پورته کولو سره مستقیماً د خدايی دعوه کړې وه. ویل کېدله چي د پاچا د زوی مړ طوطي یې، چي پر هغه باندي ډېر ګران وو، ورته ژوندی کړی وو. شیخ محی الدین ګیلاني د یوې ښځی زوی د زمري له نسه ژوندی را ایستلی وو. په پښتو کي هغه فوکلوري کیسې تر اوسه ژوندۍ دي چي وايی یوه ښځه، چي د زوی کښتۍ یې څو کاله مخکي، د واده په شپه ډوبه سوې وه، شیخ ګیلاني ته راغله او د خپل زوی د بیرته ژوندي کولو غوښتنه یې ورڅخه وکړه. پیر دعا وکړه او هغه کښتۍ د دریاب له تل څخه راووتله او پکښی سپاره ټول وژل سوي کسان بیرته ژوندي سول. شیخ بایزید بسطامي د خدايی دعوه کړې وه او حتی ویلي یې وه چي لااله الّا انا فاعبدوني پرته له ما بل الله نسته زما عبادت وکړی ( د تفصیل لپاره زما کتاب تصوف او اسلام ته مراجعه وکړی)

پیران الوتل. اکثرو لویو پیرانو د دنیا له مختلفو ښارونو او کونجونو څخه هر مازیګر او یا ماښام ځانونه کعبې شریفې ته رسول او د لمانځه تر ادا کولو وروسته بیرته خپل وطنونو ته تلل. د پیرانو قبرونو ته هره د جمعې په شپه له اسمانه څراغونه راتلل. دا او دغه راز نوري په سل ګونو او په زرګونو کیسې وې چي عوام یې د پیرانو مطلق اطاعت ته مجبورول او بالاخره یې پر قبرونو باندي طوافونه پیل کړل. د قرآن شریف د څرګندو آیتونو په خلاف، د پیرانو په نوم نذرونه پیل سول او چي هر چا یو څه درلودل، له خپل وس او طاقت سره سم یې د خپلو مشخصو پیرانو په نوم نذرونه کول. د پیرانوپه زیارتونو کي یې خیراتونه کول او د هغوی له قبرونو څخه یې مستقیماً مرسته غوښته. اولاد یې غوښت. پیسې يې غوښتلې، د دردونو علاج یې غوښت او فکر یې کاوه او داسي تلقین سوي ول چي پیر هر څه وغواړي هغه کولای سي. په داسي حال کي چي په دغه مسله کي، او پرته له خدایه، له بل موجود څخه د مرستي د تحریم په برخه کي څرګند آیتونه او احادیث موجود ول چي البته عوام په خبر نه ول او څوک چي خبر ول هغوی عوامو ته ځکه نه ویل چي د هغوی له خپلو ناروا ګټو سره یې ټکر درلود.

و اِن یمسسک الله بِضُرٍ فلا کاشف لهُ الّا هُوَ و اِن یُرِدک بخیرٍ فلا رادَّ لفضلهِ یُصیبُ بهِ من یشآءُ مِن عبادهِ و هُوَ الغفور الرحیم. سورة یونس ۱۰ آیة ۱۰۷

( که الله تاته صدمه رسوي نو پرته له ده څخه یې بل هیڅوک چاره نه سي کولای. او که خیر درته رسوي نو هیڅوک نه سي کولای چي د هغه د سخاوت مخه ونیسي. هغه د خپلي ارادې سره سم د خپلو بندګانو سره سلوک کوي او بخښونکی او مهربان دی)

الا لله الدین خالصٌ والذین اتخذوا مِن دون الله اولیآءَ مت نعبُدُهم الاّ لِیقربونآ الا الله زُلفی اِنان الله یحکم بینهم فی ما فی ما هم فیهِ یختلفون اِنّ الله لا یهدی من هو کاذبٌ کَفّارٌ. سوره ۳۹ آیة ۳

( په دې کي شک نسته چي د الله دین خالص دی. او هغه کسان چي له الله څخه پرته نور محافظین پیداکوي او وايی چي موږ یوازي د دې لپاره د هغوی عبادت کوو چي حق تعالی ته مو نیژدې کړي. الله به حتماً د هغوی تر منځ پر اختلاف باندي قضاوت وکړي. الله هغو کسانو چي دروغ وايي او کفار دي هدایت نه کوي)

و یعبدُدونِ من دون الله ما لا یضُّرُهم و لا ینفعهُم و یقولون هاءُلاءِ شُفَعونا عبند الله قُل اَتُنبِّون الله بما لا یعلمُ فی السموات و لا فی الارض سبحانهُ و تعالی عمّا یُشرِکون. سورة ۱۰ آیه ۱۸

( او دوی پرته له الله څخه نورو ته عبادت کوي چي نه تاوان او نه ګټه ورته رسولای سي او دوی وايی چي دا د الله په مخ کي طموږ شفاعت کوونکي دي. ورته ووایه چي تاسي الله ته د اسمانونو او مځکي په باره کي معلومات ورکوی او فکر کوی چي هغه به نه پوهیږي؟ د الله ذات تر ټولو هغو شیانو لوړ دی چي دوی یې له الله سره شریکوي)

د قرآن شریف له دومره صراحت سره به نو سړی څرنګه د پیرانو له قبرونو څخه د مرستي غوښتنه د اسلام له دین څخه څرګند انحراف ونه بولي. دا ټول د شرک اعمال وه او د اسلام دین یې له خطر سره مخامخ کاوه. له ابن جوزي، ابن تیمیه او هغوی په څېر نورو عالمانو سره، چي د دغه راز خُرافاتو او د شرک له اعمالو سره مخالف ول، سیاسي قدرت موجود نه وو او یوازي یې د تبلیغ او لیکنو څخه کار اخیست؛ چي د خلکو د عقایدو پر تغییرولو او د شرک له اعمالو څخه د راګرځولو په برخه کي یې ډېره لږه اغېزه درلوده. خو محمدابن عبدالوهاب، دې ټکي ته ډېر ژر متوجه سو چي که د تبلیغ کار د څو تنو د قناعت لپاره وي نو کېدلای سي او که چیري سړی د یوه بشپړ هیواد او یا د اسلامي نړۍ د خُرافي غقایدو پرضد تبلیغ کوي نو دا کار پرته له لښکرو او وسلو نه کیږي. هغه د ابن سعود د کورنۍ په مرسته، چي وروسته یې ټول عربستان تر کنټرول لاندي کړ، له تبلیغ او زور دواړو څخه کار واخیست. البته هغه خُرافات چي صوفیانو، دروېشانو، ټګانو او قلندرانو ترویج کړي او اکثرو یې د خپلو جېبونو د ډکولو په منظور خلک غولولي ول وهابیانو، د هغوی د له منځه وړلو لپاره، له سل چنده شدت څخه کار واخیست. دومره مخالفین او حتی بېګناه او بېخبره خلک یې قتل کړل او دومره ښارونه یې خراب کړل چي بالاخره خلکو دوی ته د اسلام د دښمنانو او مشرکینو نوم ورکړ او اوس که څوک پوهیږي که نه پوهیږي د وهابي نوم له کافر سره معادل بولي. او په دونه نفرت ورته ګوري چي کوښښ کوي له څنګه يې ګوښه سي او جامې یې د هغه په جامو مرداري نه سي. خو که له دې خلکو څخه پوښتنه وسي چي د وهابي په جامو کالي ولي مرداریږي دلیل خو نه لري خو دونه درته وايی چي وهابي تر کافر بدتر دی.

د دې وروستی خبري یو مهم علت دا دی چي محمدبن عبدالوهاب او د هغه ملګري په اته لسمه عیسوي پېړۍ کي زیاتره د عربستان د نجد او شاوخوا سیمو په جګړو کي لګیا ول. خو د نولسمي پېړۍ په لومړۍ لسیزه کي د عثماني خلافت سره، چي عربستان او نوري عربي سیمي یې تر کنټرول لاندي وې مخامخ جګړې ته ودرېدل. د نړۍ مسلمانانو عثماني خلافت ته د اسلام د مدافع او تر ټولو د مشروع حکومت په سترګه کتل او له عثماني خلافت سره اختلاف او جګړه یې له اسلام سره جګړه بلله. وهابیانو د عثماني خلافت قلمرو د مشرکینو قلمرو اعلان کړی او حتی هغه ته یې د خپلو طرفدارانو سفر کول ناروا باله. طبیعي خبره ده چي عثماني خلافت وهابیانو ته د مشرکینو په سترګه کتل او په همدغه نامه یې تبلیغول. د عثماني خلافت ږغ ټولي اسلامي نړۍ ته رسېدی او د وهابیانو ږغ تر خپلي سیمي بهر نه سو وتلای. دغه علت دی چي په ټولي اسلامي نړۍ کي، پرته له هغه چي څوک د محمدبن عبدالوهاب په عقایدو ځان پوه کړي، وهابیان کافران او ګمراهان وبلل سول او تر نن ورځي پوري اکثریت مسلمانان هغوی ته په کرکه ګوري.

د عبدالعزیز بن سعود او د برټانیې د جاسوس هیری فیلبي له یوه مجلس څخه ښکاري چي دواړو خواوو د خپلو سیاسي اهدافو لپاره له مذهب څخه څومره استفاده کړې ده. فیلبي، چي هر وخت به لکه سیوری له ابن سعود سره ملګری وو، وايی چي یوه ورځ، د روژې په میاشت کي، له ابن سعود سره ناست وم او هغه له برټانیې سره د خپلي دوستی او له هغه هیواد څخه د مرستو اخیستلو په ارتباط وویل« که تاسي انګرېزان ماته، د نکاح کولو لپاره، یوه ښځه پېشنهاد کړی زه به یې ومنم؛ البته یو شرط به مي دا وي چي زما اولاد به مسلمانان وي. مګر زه به د شریف ( د مکې او مدینې واکمن جهاني) لوڼي او یا د مکې د اوسېدونکو یا نورو سیمو د اوسېدونکو لوڼي هیڅ وخت ونه غواړم ځکه چي هغوی مشرکین دی. زه د مسیحیانو په لاس ذبح سوي حیوان غوښي خورم خو د هغو مسلمانانو په لاس ذبح سوي حیوان غوښي نه خورم چي موږ یې مشرکین بولو، ځکه چي هغوی د خدای تر څنګ د نورو بندګي کوي. او عیسویان او یهودان چي اهل کتاب دي د هغوی په لاس ذبح سوي حیوان غوښي په قرآن کي روا دي»

فیلبي وايی وروسته یې زیاته کړه چي یهودان مي ځکه نه خوښیږي چي هغوی له پیسو سره ډېره زیاته مینه لري او خلک یې هم له دغه امله بد او د تحقیر وړ بولي. فیلبي وايی ابن سعود خپلي عقیدې او مذهب ته وفادار وو او له برټانیې څخه یې یوازي د وسلو او مرستو لپاره ګټه اخیسته او دا چي د اخوان د یوه لوی مشر په مخ کي یې دا خبري وکړې خپل ځانته یې په خپل وخت کي اهمیت درلود. Philby, Arabia of the Wahhabis P 23

فیلبي لیکلي دي چي ابن سعود به هره ورځ د ابن کثیر تفسیر لوستی او یا به ورته لوستل کېدی. که چا هره ورځ د قرآن شریف تفسیر لوستلی او او رېدلی وي نو د قرآن شریف دا آیة خو به یې شل ځله مخي ته ورغلی وي چي مسلمانان د مسیحیانو او یهودو له دوستی څخه منع کوي:

یا ایهاالذین آمنوا لا تتخذو الیهود و النصری اولیاء بعضُهُم اولیاء بعضٍ و من یتولهم منکم فاِنَّهُ منهم انه الله لا یهودی القوم الظلمین. الماءده ایة ۵۱

ترجمه: اې هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی له یهودو او نصارا سره مه متحد کیږی. دوی په حقیقت کي له یوه بل سره متحد دي. او په تاسي کي چي هر څوک له هغوی سره متحد کیږي نو د هغوی په جمله کي شمېرل کیږي. په تحقیق سره چي الله ظالمانو ته هدایت نه کوي.

ابن سعود او د مکې شریف حسین به حتماً دا آیة لوستی او په دې به پوهېدلي وي چي له مسیحیانو سره دوستي کول او هغه هم د خپلو مسلمانانو وروڼو په مقابل کي څونه لویه ګناه ده او حق متعال مسلمانان، په دغه ګناه، د هغوی په کتار کي دروي. خو سیاست بل څه دی او د اسلام په تاریخ کي دغه ډول اعمالو له سوونو کلونو راهیسي سابقه درلودلې وه.

البته د مسیحیانو او اهل کتاب په باره کي د ابن سعود د نورو ملګرو اخوان عقیده داسي نه وه. هغوی د انګرېزانو د جاسوس او پوځي استازي فیلبي له مسلمانو او عربو نوکرانو سره پر یوه سترخوان ډوډۍ نه خوړله، هغوی ته یې د چښلو اوبه نه ورکولې او حتی سلام یې نه علیک کاوه اوهغوی یې د نورو مشرکینو او عیسویانو په څېر نجس بلل او دا هم ځکه چي د یوه عیسوي خدمت یې کاوه.

نفاق په اسلام کي:

مسلمانان، د خپل عظمت او فتوحاتو په لومړیو کلونو کي، په داخل کي، له اختلافاتو سره مخامخ سول. که څه هم چي د اسلام کمزوری کېدل ډېر زیات نور دلایل هم لري خو سړی ویلای سي چي داخلي بې اتفاقي یې د کمزوري کېدلو تر ټولو لوی عامل وو.

د حضرت رسول اکرم ص له وفات سره سم، لومړنی اختلاف د مهاجرو او انصارو ترمنځ هغه وخت څرګند سو چي ابوبکر او عمر فاروق غوښتل د مسلمانانو لپاره یو مشر وټاکي او په دغه وخت کي خبر ورته ورسېدی چي انصار د مدینې د سقیفه بنی ساعده په سیمه کي را ټول سوي او د خپلي خوا د مشر د ټاکلو ادعا لري. د مدینې اکثریت انصارو د خزرج د قبیلې د مشر سعد بن عباده د مشرتوب طرفداران ول. سعد بن عباده وروسته وویل چي که خلیفه د مهاجرو له خوا ټاکل کیږي نو وزارت باید د انصارو وي. عمرفاروق د دوی ادعا ونه منله او ابوبکر صدیق ته یې بیعت وکړ. د هغه په تعقیب په مجلس کي ناستو کسانو، یو په بل پسې ابوبکرصدیق ته بیعت وکړ خو سعد بن عباده نه ابوبکر او نه عمرفاروق ته بیعت وکړ. سعد بن عباده، د حضرت عمر د خلافت په لومړي کال، غوښتل چي له مدینې څخه شام ته ولاړ سي خو د مدینې په شاوخوا کي، د ۵۶ کالو په عمر، د خالد بن ولید له خوا ووژل سو؛ او په دې توګه هغه جنجال چي ښايي، د خلافت پرسر د مهاجرو او انصارو تر منځ، په فتنه بدل سوی وای ختم سو.

حضرت رسول اکرم ص پوهېدی چي د هغه له وفات څخه وروسته به د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي او شخصي اختلافات منځته راځي؛ ځکه یې نو د یووالي پر ساتلو باندي تر هر څه زیات ټینګارکاوه. حضرت رسول اکرم ص یو وخت ویلي وه چي زما څخه وروسته به په مسلمانانو کي، د یهودو او عیسویانو په څېر، اختلافات او مذهبي فرقې منځته راسي او اسلمي امت به پر ۷۳ فرقو ووېشل سي. په دې ۷۳ فرقو کي به یوازي یوه فرقه جنت ته ځي او نور به ټول دوږخ ته روان وي. حضرت رسول اکرم ص ویلي وه چي یوازي هغه فرقه به جنت ته ځي چي مستقیماً زما لاره غوره کړي. البته شهرستاني، چي څه باندي ۱۰۰۰ کاله مخکي یې ژوند کړی دی لیکي چي همدااوس یوزاي اهل تشیع تر ۷۳ فرقو زیات دي. شهرستاني، توضېح الملل جلد اول ص ۲۱۶

که څه هم چي د اسلام په دین کي د بدعت یا نویو شیانو ایجادول په قرآن شریف کي، په بشپړ صراحت منع سوي وه:

و ما آتاکم الرسول فخُذوهُ و مانهاکم فانتهوا واتقوالله ان الله شدید العقاب. سورة ۵۹ آیة ۷

( څه چي رسول درته وايي هغه وکړی او له هغه څخه پرهېز وکړی چي تاسي منع کوي. له الله څخه وبېرېږی چي په سزا کي له سختی څخه کار اخلي)

خو د مسلمانانو د سیاسي او مذهبي مشرانو ترمنځ، ډېر ژر، هم د احادیثو په نقلولو او هم د قرآن شریف د احکامو په تفسیرولو کي اختلافات منځته راغلل. څرنګه چي لومړني احادیث د حضرت رسول اکرم ص له وفات څخه څه باندي ۲۵۰ کاله سینه پر سینه نقلېدلو څخه وروسته را غونډ سول؛ او دا وخت یې شمېر ۶۰۰ زرو او حتی یومیلیون احادیثو ته رسېدلی وو؛ د دې پورتني شمېر څخه د پنځه سوه ۹۳ زرو احادیثو د ردولو او لیري غورځولو څخه ښکاري چي تر دغه وخته پوري باید ډېر زیات شمېر احادیث جعل سوي وي. نو طبیعي خبره ده چي په احادیثو کي باید ډېر زیات اختلافات موجود وای. او د دې ترڅنک مذهبي مشرانو، پرته له دې چي د موضوع حساسیت ته توجه وکړي، له خپل درک او علمیت سره سم، د قرآن شریف د آیتونو تعبیرولو او تفسیرولو ته ملا وتړله. په داسي حال کي چي په دې باره کي هم په قرآن شریف کي بشپړ صراحت سوی وو چي د قرآن شریف له هغو آیتونو سره سم سلوک وکړی چي معنا یې څرګنده ده او په هغو آیتونو پسي ډېر مه ګرځی چي معنا یې چنداني واضح نه ده او دا منافقان دي چي د څرګندو یا محکماتو پر ځای په ناڅرګندو او متشابهاتو پسي ګرځي.؛ په داسي حال کي چي د هغوی په تأویل یوازي الله پوهیږي… سورة ۳ آیة ۷

خو موږ سره له هغه هم ګورو چي مفسرینو هیڅ یو آیة بې تفسیر او تعبیره نه دی پرې ایښی او هر یوه د خپل علم سره سم اضافه توب پکښی کړی دی او همدغه مختلف تفسیرونه او تعبیرونه دي چي په وروسته کي، په مذهب کي، د بېلو بېلو لارو د منځته راتللو سبب سول او داسي فرقې منځته راغلې چي یوه بل ته یې کافران وویل.

د اسلام د دین د زرهاوو او لس هاوو زرو عالمانو په جمله کي یو هم مولنا جلال الدین رومی دی چي د قرآن په متن کي یې ځانته د انتخاب حق ورکړی دی:

ما ز قرآن مغز را برداشتیم

پوست را با دیګران بګذاشتیم

هیڅ چا مولنا ته ونه ویل چي قران شریف مقدس او واحد کتاب دی. موږ پر هغه باندي د کل په حیث ایمان لرو. هغه پوست او مغز نه لري بلکه ټول مغز دی. ته څوک یې او تا ته چا دا صلاحیت درکړ چي په قرآن شریف کي مغز انتخاب کړې او پوست یې لیري وغورځوې. دا بیت، چی صریح کفر دی، تر اوسه پوري خلک او د هغه مخلصان زمزمه کوي او که چاته ووایې چي دا خو کفر دی وايی مولنا هغه څه لیدل چي موږ یې نه وینو او نه ورباندي پوهیږو. په داسي حال کي چي شریعت ظاهر مني او د شرعي قانون په مقابل کي ټول مسلمانان یو شان مقام لري. کفر د هر چا لپاره کفر دی او د ګناه، شِرک او کفر سزا ټولو مسلمانانو ته په یوه رنګ ورکول کیږي.

د صحیح بخاري د کتاب الفتن له احادیثو څخه څرګندیږي چي، د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو د منځته راتللو په برخه کي، د حضرت رسول اکرم ص اندېښنه بېځایه نه وه.

حضرت رسول اکرم دې ټکي ته ښه متوجه وو چي که په دین کي لږ تغییر راوستلو ته اجازه ورکړي نو تغییرات به تر قیامته پوري دوام وکړي او هره شېبه به د اختلافاتو د زیاتېدلو سبب کیږي. په صحیح بخاري کي راغلي دي:

« موسی بن اسماعیل د ابوعوانه او هغه د مُغیره او هغه د ابی وایل او ابی وایل د عبدالله له قوله وايی چي حضرت رسول ص وویل زه به تر تاسي مخکي د کوثر پر حوض باندي ولاړ یم او ستاسي له جملې څخه به ځیني کسان راته راوستل سي او کله چي زه غواړم هغوی ته د کوثر اوبه ورکړم دوی به زما څخه په زور لیري کړل سي. زه به ږغ کړم چي اې زما خدایه زما ملګري! او خدای تعالی به راته ووايی چي ته نه یې خبر دوی ستا څخه وروسته څه وکړل. دوی ستاڅخه وروسته په هغه دین کي چي تا ورته پرې ایښی وو نوي شیان را منځته کړل» صحیح بخاری، کتاب الفتن حدیث ۷۰۴۹

د همدغه کتاب ۷۰۵۱ حدیث وايی « کله چي دغه کسان ماته را وښودل سي چي زما په دین کي یې تغییر راوستلی دی نو زه به ږغ کړم چي لیري سی! لیري سی! زما څخه چي زما په دین کي مو تغییر راوستلی دی»

عمرفاروق، د خپل خلافت په دوهم یا دریم کال، د تراویح د لمانځه په ایجادولو سره، څرګند بدعت وکړ او پخپله یې وویل چي بدعت دی مګر ښه بدعت دی.

« ابن شهاب د عرُوة بن الزیبر او هغه د عبدالرحمن بن عبدالقاري له قوله وايي چي زه د روژې په میاشت کي یوه شپه له عمر بن الخطاب سره د مسجد خواته ووتلم. کله چي مسجد ته ولاړو هلته مو ولیدل چي خلک دلته هلته پرلمانځه ولاړ ول. چا یوازي لمونځ کاوه او چا له یوې کوچنۍ ډلي سره لمونځ کاوه. عمر وویل زما په عقیده دا خلک باید د یوه قاري شاته ودریږي. نو ده فیصله وکړه او اُبی ین کعب ته یې وویل چي مخکي سه او جماعت ورکړه. زه بله شپه له عمر سره مسجد ته ولاړم او هلته مو وليدل چي خلک د یوه قاري ترشا ولاړ دي او لمونځ په جماعت کوي. عمر چي خلک ولیدل نو وې ویل چي وه! څه ښه بدعت دی…» صحیح البخاري، کتاب صلاةالتراویح حدیث ۲۰۱۰

که څه هم چي په وروسته کي اسلامي علماوو د «بدعت سیهء» یا بد بدعت او «بدعت حسنه» یا ښه بدعت نومونه اختراع کړي دي خو حضرت رسول اکرم ص هیڅ وخت د ښه او بد بدعت نوم نه دی یاد کړی بلکه بدعت، یا په دیني احکامو کي د نوي عمل یا امر اختراع یې حرام بللی او هغه چا ته یې، بېله پوښتني، د دوږخ سزا ټاکلې ده چي د ده په دین کي، له ده څخه وروسته، بدعت راولي. سُنی علماوو نه یوازي د تراویح په برخه کي د بدعت موضوع ته اشاره نه ده کړې بلکه تر اوسه پوري یې سنت لمونځ بولي. په داسي حال کي چي همدغه په ظاهره کوچني اختلافات او بدعتونه دي چي په وروسته کي د لویو اختلافاتو او حتی وسله والو جنګونو سبب سوي دي.

په اسلام کي، د قرآن شرسف له صریحو احکامو څخه لومړنی او ښايی تر ټولو څرګنده سرغړونه عثمان بن عفان کړې وي. کله چي ابولوءلوء پر حضرت عمر فاروق باندي د خنجر وارونه وکړل او هغه له هغو ټپونو څخه په شهادت ورسېدی نو د عمرفاروق زوی عبیدالله بن عمر د هغه په عوض کي هرمزان، چي یو ایرانی شهزاده یا اشراف زاده وو او مسلمان سوی هم وو، او د جفینه او د ابولوءلوء لور ووژل او که توره ورڅخه اخیستل سوې نه وای نو ښايی نور کسان یې هم وژلي وای. د علي په شمول ډیرو زیاتو صحابه وو له عثمان څخه د عبیدالله بن عمر د قصاص کېدلو غوښتنه وکړه خو عثمان وویل چي پرون یې پلار شهید سو نن یې زوی یې ووژنو دا به مناسب کار نه وي. په داسي حال کي چي په قرآن شریف کي د قصاص په برخه کي دومره څرګند حکمونه موجود دي چي انکار ورڅخه کېدلای نه سي:

یا ایهالذین آمنوا کُتِب علیکم القصاص فی القتلی الحُرُّ بالحُرِّ و العبد بالعبد والانثی بالانثی فمن عُفِیَ لهُ من اخیه فاتِّباعٌ بالمعروف و اداءٌ الیه باحسان ذالک تخفیفٌ من ربکم و رحمةٌ فمن اعتدی بعد ذالک فلهُ عذابٌ الیم و لکم فی القصاص حیاةٌ یا اولی الباب لعلکم تتقون. سوره بقره آیة ۷۸

( اې هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی پر تاسي باندي د هغو کسانو قصاص اخیستل واجب دي چي وژل سوي وي. د آزاد په مقابل کي آزاد، د غلام په مقابل کي غلام او د ښځي په مقابل کي ښځه. مګر هغه څوک چی د خپل ورور په بدل کي له قصاص څخه تیریږي نو باید چي هغه ته دونه پیسې او بدل ورکړه سي چي په دغه مورد کي ښايي. دا ستاسي د رب له خوا یو تخفیف دی او دا د هغه رحم دی. مګر هر هغه څوک چي د قضیې له حل څخه وروسته تېری کوي هغه ته به دردوونکې سزا ورکړه سي.)

خو عثمان بن عفان د قرآن شریف د دومره څرګندو احکامو سره سره هم د هیڅ چا خبره ونه منله او ویل یې چي هرمزان او د هغه ملګري ولي نه لري او پخپله امام د هغو کسانو ولي دی چي بل ولي نه لري؛ او زیاته یې کړه چي خدای تعالی ولي ته حق ورکړی دی چی له قصاص څخه تېر سي مګر علي او نورو صحابه وو د عثمان دا فیصله ونه منله او دا حق یې امام ته ورنه کړ چي د چا په ګټه له قصاص څخه تېر سي. آشوب بزرګ ص ص ۳۰۱-۳۰۲

عثمان بن عفان سیاسي عمل وکړ. هغه نه غوښتل چي خپل خلافت د داسي چا په وینو تویولو پیل او لړزانه کړي چي هغه د عمرفاروق په څېر یوه محبوب، عادل او غښتلي خلیفه زوی وي. په داسي حال کی چي د هغه د تکفین او تطهیر مراسم لا سرته نه وي رسېدلي او دی د هغوی په کور کي د فاتحې بله کمبله هواره کړي. دا به، په سیاسي لحاظ، د عثمان بن عفان لپاره یو هوښیار او پرځای عمل وو مګر د قرآن شریف له داسي څرګندو احکامو او آیتونو څخه سرغړونه وه چی هیڅ ډول پلمه ورته جوړېدلای نه سوای.

….. تِلکَ حدودالله فلا تعتدوها و من یتعَدَّ حُدوداللهِ فأُو لاءِک هم الظالمون. البقرة ایة ۲۲۹

( دغه د الله حدود دي، له هغوی څخه تېری مه کوی او هر څوک چي د الله له حدودو څخه تېری کوي هغوی ظالمان دي)

که څه هم چي دا آیة مبارک په مشخصه توګه د طلاق په مسله کي نازل سوی دی خو وروستی حکم یې عام دی او هغه کسان یې ظالمان بللي دي چي د الله له حدودو څخه تېری کوي. د الله له حدودو څخه د تېري او له هغو څخه د سرغړوني په برخه کي هیڅ ډول استثنی نه منل کیږي. دا حدود مقدس دي او ټول مسلمانان یې، په یوه شان، په رعایت کولو مکلف دي.

حضرت رسول اکرم ص دغه راز د مسلمانانو ترمنځ د جنګ کولو پر ضد ډېر سخت خبرداری ورکاوه او ویل به یې چي هر څوک زموږ پر ضد توري ته لاس کوي هغه زموږ له ډلي څخه نه دی. هغه کتاب احادیث ۷۰۷۰- ۷۰۷۱

وروسته یې حتی یوه بل ته د ښکنځلو کولو په مقابل کي، چي بالاخره د جنګ سبب کیږي، همدغه ډول سخته اشاره کړې او ویلي یې دي چي مسلمان ته ښکنځل کول ګناه او له هغه سره جنګ کول کفر دی. سِباب المسلمِ فسوقٌ و قِتالهُ کُفر. هغه کتاب، حدیث ۷۰۷۶

حضرت رسول اکرم ص د حجة الوداع په خطبه کي وویل: زما څخه وروسته مه کافران کیږی چي د یوه بل غاړي به غوڅوی. هغه کتاب حدیث ۷۰۸۰

حضرت رسول اکرم ص د مسلمانانو ترمنځ د داخلي جنګ له پیل کېدلو( فتنة) څخه اندېښنه درلوده او مسلمانانو ته یې توصیه کوله چي که چیري فتنة پیل کیږي نو بهتره به داوي چي څوک برخه پکښی وانه خلي. ده توصیه کوله چي د فتنې په وخت کي ناست سړی تر ولاړ ښه دی. ولاړ تر روان ښه دی او روان تر هغه چا چي د فتنې خواته ځغلې بهتر دی. څوک چي په فتنة کي برخه اخلي خپل ځانونه تباه کوي. بهتره دا ده چي هر څوک ځانونه له فتنو څخه وساتي او د فتنې په وخت کي یوې ګوښې ته ولاړ سي. هغه کتاب حدیث ۷۰۸۱

کله چي د عایشې او علی ترمنځ د جمل جنګ پیل سو او وروسته د علي او معاویه ترمنځ د صفین جنګونه ونښتل نو پرهېزګارو کسانو، د حضرت رسول ص له توصیې سره سم، ځانونه له فتنې څخه وژغورل او برخه یې پکښی وانه خیسته.

« د اُسامه بن زید آزاد کړی غلام حرمله وايی زه اُسامه بن زید علي رض ته کوفې ته واستولم او راته وې ویل چي که علی پوښتنه درڅخه وکړه چي اُسامه ولي زما سره ملګری نه سو نو ته به ورته ووایې چي که ته( علي) د زمري په خوله کي وای ما به د زمري څخه ژغورلی وای مګر په دغه موضوع کي برخه نه سم اخیستلای. حرمله وايی علی ماته هیڅ شی رانه کړل. زه حسن، حسین او ابن جعفر ته ورغلم او هغوی مي اوښ په شته منیو را بار کړ. هغه کتاب حدیث ۷۱۱۰

اُسامه بن زید، د حضرت رسول اکرم ص د هدایت سره سم، نه د جمل او نه د صفین په جنګونو کي برخه واخیستله. ځکه چي د جګړې په هره خوا کي ډیرو لویو صحابه وو او مسلمانانو برخه درلوده. البته عایشې، علی او معاویه تر هغه وخته پوری چي کولای یې سوای جنګونو ته دوام ورکړ او د یوه بل په لښکرو یې توري سرې کړې.

د صحیح مسلم په کتاب الفتن کي هم دغه ډول یا دغه ته ورته احکام راغلي دي. « احنف بن قیس وايی زه له کوره ووتلم چي ولاړ سم او له علي سره په جنګ کی مرسته وکړم. ابوبکره مخي ته راغی ویل یې چیري ځې؟ ما ویل ځم چي د الله د پیغمبرص د کاکا له زوی سره مرسته وکړم. ابوبکره راته وویل بیرته کورته ولاړ سه ځکه چي ما د حضرت رسول اکرم څخه اورېدلي دي چي که دوه مسلمانان پر یوه بل باندي توري را وباسي نو قاتل او مقتول دواړه دوږخ ته ځي. موږ سوال ورڅخه وکړ چي قاتل باید دوږخ ته ولاړ سي؛ مقتول ولي دوږخ ته ځي؟ حضرت رسول ص راته وویل چي مقتول هم د مقابل طرف د وژلو نیت درلود» مسلم کتاب الفتن حدیث ۲۸۸۸

« له ثوبان څخه نقل سوی دی چي وايی پیغمبرص وویل الله د مځکي یوه او بله برخه داسي سره نیژدې کړه چي ما شرق او غرب دواړه ولیدل. او زما د امت قلمرو به له شرقه تر غربه ورسیږي. ما له خپل خالق څخه وغوښتل زما امت به نه له لوږي تباه کیږي او نه یې بهرنی دښمن تباه کوي چي د دوی ښاخونه او ریښې به له منځه وړي. حق تعالی راته وویل اې محمده! زه چی کله فیصله وکړم نو بیا یې هیڅوک بدلولای نه سي. زه به ستا سره وعده وکړم چي ستا امت به له قحطی څخه نه تباه کیږي. او چي د نړۍ ټول انسانان لاسونه ورته یو کړي دوی به له منځه نه سي وړلای. مګر ستا امت به پخپلو منځونو کي یو بل سره وژني او یو بل به بندیانوي او په دغه توګه به ځانونه تباه کړي» هغه کتاب ۲۸۸۹

حضرت رسول ص نه یوازي د مسلمانانو تر منځ د وسله والو جنګونو غندنه کوله او حتی له مسلمان سره جنګ یې کفر باله او قاتل او مقتول دواړه یې د دوږخ د عذاب لایق بلل بلکه د قرآن شریف د آیتونو په حکم یې د مومن قاتل ته د ابدي دوږخ وعده ورکوله؛ خو د هغه مبارک له وفات څخه ایله پنځه ویشت کاله تېر سوي ول چي مسلمانانو یو پر بل داسی توري را وایستلې چي، د معتبرو تاریخي منابعو په قول، شاوخوا اتیا زره تنه مسلمانان پکښي قتل سول.

په زړه پوري خبره خو دا ده چي له عایشې، علی او معاویه، دریو واړو سره، معتبر او مشهورصحابه شامل ول؛ چي ، د موءمنانو سره د جنګ کولو او د هغوی د قتلولو په برخه کي، یقیناً هم د قرآن احکام ورته څرګند او د حضرت رسول ص توصیې ورته په یاد وې. په دې جنګونو کي سعد بن ابی وقاص، عبدالرحمن بن عوف، عبدالله بن عمر، ابوبکره او ځینو پرهېزګارو صحابه وو تر پایه برخه وانه خیستله. د دې ترڅنګ لا خوارجو له علي او معاویه دواړو سره په جنګ کولو بناء وکړه او دوی دواړه یې د حق متعال له لاري څخه بې لاري سوي وبلل او د هغوی په صفوفو او رهبري کي هم صحابه وو برخه درلوده.

اسلامي مورخینو او علماوو، له هغې زمانې تر اوسه پوري، دا جرأت نه دی کړی چي تر هر څه لومړی ام المونین عایشه محکومه کړي چي په کوم حق یې د علي په مقابل کي خپل طرفداران د جنګ میدان ته وایستل او په نتیجه کي د زیات وکم پنځه لسو زرو مسلمانانو، چي باید د کفارو سره په جنګونو کي وژل سوي یا غازیان سوي وای، د قتلېدلو سبب سوه او د جمل په جنګ کي له ماتي خوړلو څخه وروسته په کور کي کښېنستله.

د علي او معاویه تر منځ د صفین په څلور میاشتنیو جنګونو کي تقریباً ۷۰ زره تنه مسلمانان ووژل سول. طبیعي خبره ده چي د جنګ په میدانونو کي ماشومان او سپین ږیري نه بلکه ځوانان وژل کیږي؛ او له دې دومره لوی قوت څخه، د اسلام او کلمة الله په اعتلاء کي څومره ګټه اخیستل کېدلای سوای. د دې دومره انسانانو د قتلېدلو مسوول څوک وو؟ له بده مرغه چي زموږ اسلامي مورخین او علماء تر اوسه پوري چوپ دي او یوازي د هغو جنګونو په کیسو کولو بسیا دي.

شیعه علماء، د دې جنګونو له لومړۍ ورځي بیا تر نن پوري، یوازي معاویه غندي او حتی کافر یې بولي. د هغوی لپاره علي له ټولو ګناهونو پاک دی او د صفین د جنګونو او له هغه څخه وروسته جنګونو ټول مسوولیت د معاویه او عمرو بن عاص پر غاړه دی. په داسي حال کي چي عایشه، علي او معاویه ټول د هغو جنګونو او په لس هاوو زرو مسلمانانو د قتلېدلو مسوولین دي. ټولو ته دا حقیقت څرګند وو چي د یوه مسلمان قصدي قتل د دایمي دوږخ سزا لري او پر قاتل باندي د حق متعال لعنت اوري نو د لس هاوو زرو مسلمانانو د قتلېدلو مسوولین څرنګه له مسوولیت څخه خلاصېدلای سي. د مسلمانانو تر منځ، په دې جنګونو کي چي هر چا توره را ایستلې ده هغه د حضرت رسول ص په حکم د دوږخ لایق دی.

عایشه، علي او معاویه او له هغوی سره ملګري صحابه او مشران ټول د سیاسي او شخصي اغراضو لپاره جنګېدل. هغوی هیڅ داسي دلیل نه درلود چي د هغه په اساس دي مسلمان د مسلمان په مقابل کي وجنګوي. بده خو لا دا چي خوارجو، علي او معاویه ټولو د یوه بل په مقابل کي جهاد اعلان کړی وو او هر یوه خپلو طرفدارانو ته د دایمي جنت وعدې ورکولې. اسلامی مورخینو او علماوو دې جنګونو ته فقط لومړۍ فتنه ویلې ده او بس. ګواکي عایشې، علي او معاویه د مسلمانانو د جنګولو او قتلولو حق درلود او د قتل په مقابل کي د دوږخ سزا یوازي عادي مسلمانانو ته ورکوله کیږي.

سعد بن ابی وقاص او عبدالرحمن بن عوف، چي په شپږ کسیزه شورا کي یې د عثمان د خلیفه کېدلو طر فداري کړې وه، د عثمان د وینو د کسات اخیستلو په جنګونو کي له سره برخه وانه خیستله او د هیڅ چا په طرفداري ونه درېدل. طلحه او زبیر، چي په هغه شورا کي یې د علي د خلیفه کېدلو طرفداري کړې وه، عثمان بن عفان د خپل قدرت په زمانه کي، دومره نازولي ول او دومره شته مني یې ورکړې چي دواړه د علي په مخالفت، د جمل په جنګ کي، د عایشې تر څنګ ودرېدل او دواړه ووژل سول.

ویل کیږي چي طلحه د عثمان د خلافت په وخت کي له هغه څخه ۲۰۰ زره درهمه په پور اخیستي ول. کله چي طلحه پیسې پیدا کړې او غوښتل یې چي د عثمان پور ادا کړی هغه ورته وویل چي دا پیسې مي ستا په ځوانمردي کي دربخښلي دي….

د طلحه له وفات څخه وروسته د هغه څخه، د دېرشو میلیونو درهمو په اندازه، هم نغدي پیسې او هم جایدادونه پاته سول. نغدي پیسې یې دوه میلیونه دوه سوه زره درهمه او دوه سوه ز ه دیناره اټکل سوي او باقي پاته اته ویشت میلیونه درهمه یې جایدادونه وه. آشوب بزرګ ص ص ۲۵۵-۲۵۶

په داسي حال کي چي همدغه طلحه څه موده مخکی له خلیفه عثمان څخه دوه سوه زره درهمه په پور اخیستي وه.

لومړنۍ فتنه:

اسلامي مورخین او علماء په دې عقیده دي چي لومړنۍ فتنه د عثمان بن عفان له قتلولو سره پیل سوه او د هغې فتنې په اثر په اسلام کي داخلي جنګونه منځته راغلل. خو زما په عقیده د لومړنۍ فتنې اساس هغه وخت پیل سو چي عثمان بن عفان، په څرګنده توګه، د قرآن شریف احکام د سیاسي ملحوظاتو قرباني کړل او، علي بن ابی طالب او نورو لویو صحابه وو د اعتراضونو سره سره یې، د عمرفاروق زوی عبیدالله بن عمر له قصاص څخه معاف کړ. دا چي د عثمان بن عفان د خلافت او قدرت په زمانه کي ولي چا څه ونه ویل سړی دونه ویلای سي چي د خلیفه په مقابل کي خوله پرانیستل څه آسانه کار نه وو. عثمان بن عفان، په هغه اندازه چي پر خپلو خپلوانو او قومیانو باندي مهربانه وو، له مخالفینو سره یې په هغه اندازه سخت سلوک کاوه. مشهور صحابی ابوذر غفاري یې، چي د عثمان او د هغه د حکامو پر اداري کمزوریو باندی یې انتقادونه کول د ربذه ښار ته تبعید کړ او په داسی غربت کي هلته وفات سو چي مېرمني یې د تکفین او تدفین خرڅ نه درلود. آشوب بزرګ ص ۲۸۲

دغه راز یې یو بل مشهور صحابی عماریاسر، چي له علي بن ابی طالب سره یو ځای یې، د عثمان پر مالي اجرآتو او د بیت المال له پیسو څخه پر غلطه استفاده باندي انتقادونه کول، په عام مجلس کي دونه وواهه چي د لاس او پښو له حرکته یې واچاوه. هغه کتاب ص ۲۸۷

البته د عثمان بن عفان له وفات څخه تر اوسه پوري هم چا دې خبري ته اشاره نه ده کړې چي هغه، له قصاص څخه، د عبیدالله بن عمر په معافولو سره د قرآن شریف له څرګند حکم څخه سرغړونه وکړه او مستقیماً د کفر مرتکب سو:

وَمَن لم یحکُم بما انزل الله فاُولآءِک هُم الکفرون. سورة ۵ ایة ۴۴

(او څوک چي د الله د نازل سوي هدایت سره سم حکم نه کوي هغوی کافران دي)

په ورپسې آیة کي نور هم صراحت سوی دی:

و کتبنا علیهِم فیها أَنَّ النفسَ بالنفسِ والعینَ بالعینِ والانفَ بالانفِ والاُذنَ بالاُذنِ والسِّن بالسِّنِ والجُرُوحَ قصاصٌ فمن تصدَّقَ بِهِ فهُوَ کفّارةٌ لهُ و من لم یحکم بمآانزل الله فاُولأءِک هم الظلمون. سوره۵ آیة ۴۵

( موږ پر دوی باندی واجب وګرځول چي د قتل په بدل کي قتل، د سترګي په مقابل کي سترګه، د پزي په بدل کي سترګه، د غوږ په بدل کي غوږ، د غاښ په بدل کي غاښ او د ټپ په بدل کي په هغه اندازه ټپ د قصاص په توګه واخیستل سي. خو که څوک تر خپل حق تیریږي نو دا د هغه سړي لپاره کفارة ده. او څوک چي د الله له نازل سوي حکم سره سم عمل نه کوي هغه ظالمان دي.)

او د همدغه سورة په ۴۷ آیة کي راغلي دي چي هر څوک چي د الله له نازل سوي هدایت سره سم قضاوت نه کوي هغه ګناه کاران دي.

عثمان بن عفان د وژل سویو دریو کسانو له خپلوانو، وارثینو یا اولیاوو څخه هیڅ پوښتنه ونه کړه او حتی دا یې معلومه نه کړه چي هغوی وارثین او اولیاء لري کنه. پخپله یې ځان د مقتولینو ولي اعلان کړ او قصاص یې وباخښه. دا عمل به په سیاسي لحاظ ښايی صحیح وو خو په شرعي لحاظ د قرآن شریف له څرګندو احکامو څخه ښکاره سرغړونه وه. ځکه باید د عثمان بن عفان دې عمل ته لومړنۍ فتنه یا لږترلږه د لومړنۍ فتنې اساس وویل سي. فتنه یې خکه بولو چي کله د اسلام یو خلیفه د قرآن شریف له څرګندو احکامو څخه سرغړونه وکړي بیا نو هر څوک د دغه راز یوه کار جرأت پیدا کوي او د خلیفه د عمل دغه ډول سابقه، په عقایدو او اعمالو کي، د راتلونکو اختلافاتو سبب کیږي.

اسلامي مورخینو او علماوو نه په هغه وخت کي څه وویل او نه یې بیا تر اوسه پوری په دې باره کي څرګند نظر ورکړی دی. په داسي حال کی چي دا د هغوی فریضه وه چي باید دا موضوع یې روښانه کړې وای. تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم، د آشوب بزرګ لیکوال علامه طه حسین ښايی یوازنی، یا لږترلږه لومړنی، سني مسلمان وي چي د عثمان بن عفان په خلافت کي یې د پراخ اداري فساد، نالایقو او غیرمستحقو خپلوانو ته د لویو چوکیو د سپارلو او له مخالفینو سره د خلیفه د سخت سلوک په باره کي لیکنه کړې وي. البته علامه طه حسین هم د پورتني آیة مبارک په رڼا کي د عثمان بن عفان د عمل په باره کي چوپ دی؛ ځکه چي د دې موضوع څېړل حساسیت را پاروي. کنه نو عثمان، د عبیدالله بن عمر په معافولو سره، د هغه قرآن کریم له صریحو احکامو څخه سرغړونه کړې وه چي ده یې پخپله د را ټولولو او جمع کولو افتخار دلود. یعني باید چي تر ټولو نورو کسانو يې په احکامو او نواهیو بهتر خبر وو. خو د سیاسي ملحوظاتو او خپل شخصي قدرت لپاره یې د قرآن کریم پر احکامو سترګي پټي کړي وې.

عبدالله بن سعد بن ابی سرح او نور:

عبدالله بن ابی سرح د حضرت رسول اکرم ص له ډيرو نيژدې او تکړه کاتبانو څخه وو. هغه په مدینه او اسلام کي له څه مودې تېرولو څخه وروسته بیرته مکې ته ولاړ د مکې له کفارو سره یو ځای سو. د مکې تر فتحي پوري یې د اسلام او په تېره د حضرت رسول اکرم ص پر ضد تبلیغات وکړل او شعرونه یې ولیکل او تل به یې ویل چي زه هم کولای سم د قرآن په څېر یو کتاب ولیکم؛ اوحضرت رسول اکرم ص یې دونه زهیر او وکړاوه چي د مکې د فتحي په ورځ یې د عبدالله بن ابی سرح ویني، د نورو نهو تنو سره یو ځای، مباح کړې. عبدالله بن ابی سرح د عثمان بن عفان رضاعی ورور وو او ځکه یې د عثمان کورته پناه یوړه. حضرت عثمان هغه په خپله چبنه کي ورسره پېچلی د حضرت رسول اکرم ص حضور ته را ووست او هغه د شهادت کلمه وویله. خو حضرت رسول اکرم مخ ورڅخه اړولی وو. ټول پوهېدل چي حضرت رسول اکرم هغه ته یوازي د عثمان بن عفان له خاطره څه نه وه ویلي او وژلی یې نه وو.

د ابوبکر او عمر د قدرت په زمانه کي عبدالله بن ابی سرح ته په حکومتي ادارو کي هیڅ ځای ورنه کړه سو. یوازي دوی نه بلکه ټول مسلمانان يوهېدل چي له هغه څخه د پیغمبرص څونه نفرت کېدی. خو کله چي نوبت عثمان بن عفان ته ورسېدی نو عبدالله بن ابی سرح یې دونه ونازاوه چي نور یې حد نه درلود. عبدالله بن ابی سرح یې د اسلام د قلمرو په یوه له تر ټولو مهم او ستراتیژیک مرکز مصر کي، د عمرو بن عاص پر ځای، چي هم یو لایق او هوښیار جنرال او هم خلک ورڅخه راضي ول، د والي په حیث، مقرر کړ. البته څه موده وروسته، د مصر د خلکو پرله پسې شکایتونو عثمان مجبور کړ چي هغه له مصر څخه بیرته را وغواړي او چاري بل چاته وسپاري. آشوب بزرګ ص ۲۱۳

حکم بن العاص د عثمان بن عفان کاکاوو. هغه د جاهلیت په دوران کي حضرت پیغبرص ته بې اندازې زیات آزار ورکړی وو او کله چي مسلمان سو نو هم یې د پیغمبرص له آزار او حتی توهین څخه لاس وانه خیست. پیغمبرص وویل چي ابن العاص هیڅ وخت زموږ سره په مدینه کي ژوند نه سي کولای. پیغمبرهغه له مدینې څخه تبعید کړ. عثمان بن عفان څو ځله د هغه شفاعت وکړ مګر ګټه یې ونه کړه. عثمان هم د ابوبکر او هم د عمر د خلافت په دوران کي کوښښ وکړ چي بن العاص بیرته مدینې ته راولي. عمر بالاخره عثمان ته وویل چي هیڅ وخت بیا دا مسله ورته یاده نه کړي.

مګر د عمر له قتلېدلو او د عثمان له خلیفه کېدلو سره هر څه پر بل مخ واوښتله او عثمان بن عفان حکم بن العاص مدینې ته راووست. عثمان ویل چي زما سره پیغمبرص وعده کړې وه چي بن العاص ته به بیرته په مدینه کي د ژوند کولو اجازه ورکړي خو حضرت پیغمبر وفات سو او د ا مسله همداسي پاته سوه. اوس چی دی امام دی دا صلاحیت لري چي چاته په مدینه کي د ژوند کولو اجازه ورکړي. په داسي حال کي چي ابوبکر او عمر د ده خبره ځکه نه وه منلې چي یوازي د یوه سړي قول وو او د حضرت پیغمبر ص د وینا او قول بل شاهد یې نه درلود. عثمان بن عفان نه یوازي حکم بن العاص ته په مدنیه کي د اوسېدلو اجازه ورکړه بلکه د هغه زامنو ته یې ډېري مهمي وظیفې وسپارلې. هغه کتاب ص ص ۳۱۳-۳۱۵

موږ ګورو چی علی د خوارجو سره د جنګېدلو او د هغوی د وژلو په برخه کي او عثمان، مدینې ته د خپل کاکا د راوستلوپه برخه کي، د حضرت پیغمبر ص پر قول حواله ورکوله خو له دواړو سره هیڅ ډول شاهد موجود نه وو او صحابه وو یې قول ته د شک په سترګه کتل. په حقیقت کي دغه ډول نقل قولونه وه چي د احادیثو جعل کېدلو ته یې لاره پرانیستله او په وروسته کي د ډیرو لویو جنجالونو سبب سول.

د عثمان د دوولس کلن خلافت په وروستیو کلونو کي د هغه د مامورینو د اداري فساد او ظلم پرضد خلک را وپاڅېدل. د بصرې ، کوفې او مصر خلک، د حج په پلمه، د مدینې خواته روان سول او کله چي ښار ته ورسېدل د عثمان دربار ته یې خپل شکایتونه ولېږل. که څه هم چي سړی نه سی ویلای چي د علي، طلحه بن عبیدالله او زبیر بن عوام په څېر مهمو صحابه وو به د عثمان پر ضد په لمسونو کي مستقیم رول درلودلی وي خو په ټولو تاریخونو کي، د دغي فتنې په باب، د هغوی نومونه یادیږي. یعني که یې لمسوني کړي نه وي نو د لمسونو او خلکو د کرارولو په برخه کي یې هم چنداني کوښښ نه دی کړی. ځکه چي مدینې ته لومړنیو رسېدلو خلکو، په هیڅ توګه، د ښورښ او د عثمان د وژلو خیال نه درلود بلکه دا خبره وروسته وروسته خرابه سوه. دا چي مصریان علي ته، بصریان طلحه ته او د کوفې خلک زبیر ته ورغلل؛ د دې معنا دا ده چي دوی په دغو ځایونو کي خپل طرفداران درلودل او هغوی پوهېدل چي چاته ورسي او چاته شکایت وکړي. دریو واړو کسانو د خلکو او ښورښیانو په کرارولو کي چنداني علاقه ونه ښودله او هغوی هم د عثمان کور محاصره کړ. او عثمان له خپلو حاکمانو څخه د مرستي غوښتنه وکړه.

دلته موږ ګورو چي په دې لومړۍ فتنه کي نه یوازي عثمان ملامت دی چي ولي یې پر خلکو باندي فاسد او ظالم حاکمان مقرر کړي او په مقابل کي یې له هغوی څخه د خلکو شکایتونو ته غوږ نه وو نیولی بلکه د هغه پرضد چي یې په ښورښ یا د خلکو په لمسولو کي رول درلودی هغه یا صحابه یا تابعین ول؛ او دا هغه کسان ول چي باید د فتنې په پارولو کي نه بلکه د فتنې په کرارولو کي یې برخه درلودلای.

کله چي خلکو د جمعې په لمانځه کي د عثمان پر طرفدارانو باندي ډبري و اورولې او په دې منځ کي پخپله عثمان هم زخمي سو؛ نو علي، طلحه او زبیر د هغه پوښتني ته ورغلل. مروان، چي د عثمان له خپلوانو او د هغه په څېر له بن اُمیه کورنۍ څخه وو علي ته وویل چي تا موږ هلاک کړو او دا ټول ستاکارونه دي. په خدای مي دي قسم وي چي که د هغه مطلب د ترلاسه کولو لپاره، چي ستا په زړه کي دی، اقدام وکړې ټوله دنیا خو دي په مقابل کي را پورته سي. علي په غوسه سو او له مجلسه ووت. تاریخ ابن خلدون جلد اول ص ۵۶۷

عثمان د فتنې د کرارولو لپاره له علي څخه مرسته وغوښته او هغه ته یې وویل چي زموږ تر منځ د اسلامي ورورۍ تر څنګ د خپلوۍ اړېکي هم موجود دي او هغه باید د فتنې په کرارولو کي له خپل وس څخه کارواخلي. علي ورته وویل چي د خلکو پر غوښتنو او شکایتونو باندي باید غوږ ونیسي او له خلکو سره وعده وکړې چي د هغوی له غوښتني سره سم به ځیني حاکمان برطرفه کړي فتنه پخپله کراریږي. عثمان له علي سره وعده وکړه خو پر خپله وعده ونه درېدی او خلکو هم د هغه د کور محاصرې ته زور ورکړ. عثمان بالاخره ووژل سو او له دې پيښي سره، چي چا یې انتظار هم نه درلود، ډېر لوی جنګونه پیل سول.

حسین او یزید:

معاویه له شل کاله خلافت څخه وروسته، چي د اسلام د فتوحاتو طلايي دوران یې بللای سو، په ۶۸۰ میلادي کال کي وفات سو. له وفات څخه مخکي یې خپل زوی یزید د ولیعهد په توګه وټاکی او له خلکو څخه یې بیعت ورته واخیست. امام حسین، عبدالله بن زبیربن عوام او ځینو نورو کسانو د هغه له ولایت عهدی سره مخالفت وکړ خو د معاویه سره د چا زور نه رسېدی. د معاویه له وفات څخه وروسته، یزید له حسین او عبدالله بن زبیر څخه، چي په مدینه کي اوسېدل، د بیعت کولو غوښتنه وکړه. هغوی دواړو د بیعت ورکولو څخه انکار وکړ او شپه په شپه مکې مکرمې ته په پټه ولاړل.

په لاره کي عبدالله بن عمر، چي په ژوند کي تر مرګه، د خپل پلار په څېر په پرهېزګاري مشهور وو، ورسره مخامخ سو او پوښتنه یې ورڅخه وکړه چي څه خبره ده؟ دوی ورته وویل چي معاویه مړ سوی دی او یزید زموږ څخه د بیعت غوښتنه کړې ده خو موږ له هغه سره بیعت نه کوو. عبدالله بن عمر ورته وویل له خدایه وبېرېږی په اسلام کي نفاق مه اچوی. عبدالله بن عمر مدینې ته ولاړ او هلته یې د یزید سره بیعت وکړ. څو ورځي وروسته عبدالله بن عباس هم بیعت وکړ. طبري، تاریخ طبری ص ۲۹۱۲

لږه موده وروسته له کوفې څخه شیعه یا د حسین طرفدارانو حسین ته یو مکتوب ولېږی او هغه ته یې بلنه ورکړه چي کوفې ته ورسي او دوی به په لس هاوو زره ورسره ملګری سي او د یزید او د هغه له حاکمانو څخه به یې وژغوري. حسین په دې برخه کي د هیڅ چا پر مشوره غوږ ونه نیوی او خپل د کاکا زوی مسلم بن عقیل یې کوفې ته واستاوه چي د ده له طرفدارانو سره خبري وکړي او وروسته به دی پخپله هم پسي ورسي. د یزید نوی حاکم، عبیدالله بن زیاد، د مسلم بن عقیل له ورتګ څخه خبر سو او ډېر ژر یې ونیوی او ویې واژه. حسین د هغه له مرګه خبر نه سو او له مکې څخه یې د کوفې پرلور حرکت وکړ.

په مکه مکرمه کي د یزید له لوري حاکم عمروبن سعید، حسین ته ولیکل چي د عراق خواته مه ځه. بېرېږم چي تاوان درته ونه رسیږي. په مکه کي زما سره په امان یې او ستا سره به ښه سلوک کوم او احترام به دي ساتم. حسین ورته ولیکل چي بهترین امان د خدای امان دی؛ که دي په ښه نیت لیک راته لیکلی او لېږلی وي خدای دي ستاسره ښه وکړي. هغه کتاب ص ص ۲۹۷۲-۷۳

له حسین سره کوفې ته په تللو کي منطق څشي وه؟ ایا ده ته د قرآن شریف دا آیة نه وو معلوم چي د حق متعال، د هغه د رسول او اولی الامر اطاعت وکړی؟ د دې آیة یو حکمت د مسلمانانو ترمنځ د داخلي جنګونو او وروروژني مخنیوی دی. ځکه له پاچا سره جنګ پیل کول او له هغه څخه میدان ګټل او نسکورول د زرهاوو او لس هاوو زرو کسانو په مرګ تمامیږي. ده مخکي لیدلي وه چي د جمل، صفین او له خوارجو سره په جنګونو کي تر سل زره زیات مسلمانان ووژل سول. آیا یوازي د کوفي خلک، چي که هغوی هم ټول د ده ملاتړ وکړي، د یزید په څېر مقتدر پاچا سره، چي له مصر څخه تر خراسان پوري یې قلمرو رسېدی، په جنګونو کي به څومره مسلمانان هلاک سي او که چیري بری هم د ده په برخه سي نو په نتیجه کي به د یزید پر ځای دی د اسلام خلیفه وي او بس.

عبدالله بن عمر، د یوه پرهېزګار انسان په حیث، ځان له هر ډول فتنو څخه ساتلی وو او حسین ته یې هم توصیه کړې وه چي په اسلام کي نفاق مه اچوی. هغه پوهېدی چي عبدالله بن زبیر او حسین یوازي د قدرت نیولو په غم کي دي او په زرګونو مسلمانان به د دوی د دغي غوښتني او قدرت طلبی قرباني کیږي.

« عبدالله بن عباس بن ابوطالب حسین ته وویل د کاکا زویه! خلکو اوازه ګډه کړې ده چي ته کوفې ته ځې راته ووایه چي هلته به څه وکړې؟

حسین ورته وویل کوفې ته مي د تګ اراده کړې ده انشاءالله په همدغه دوو ورځو کي حرکت کوم.

ابن عباس ورته وویل: خدای دي تا له دې سفر څخه محفوظ کړي. خدای دي پر تا باندي رحمت وکړي. دونه راته ووایه چي ته خو کوفې ته روان یې آیا د هغه ځای خلکو ته چي ته ورځې هغوی خپل حاکم وژلی دی او ولایت یې تصرف کړی دی او خپل دښمنان یې له هغه ځایه شړلي دي؟ که خبره داسي وي نو هغه ځای ته ولاړ سه او که دا خلک تا ورغواړي او د یزید حاکم هلته پر ځای ناست او پر قوم باندي مسلط دی او د هغه سړي له خلکو څخه منظم مالیات ټولوی نو دا خلک تا د جنګ او عداوت لپاره وربولي. زه وېرېږم چي دا خلک به دي وغولوي؛ ستا دعوه به دروغ وبولي او پر ضد به دي ودریږي او همدا خلک به دي تر هر چا سخت دښمنان وي. حسین ورته وویل زه له خدایه خیر غواړم. وګورم چي څه پیښیږي» هغه کتاب ص ۲۹۶۵

کله چي حسین له مکې څخه د کوفې پر لور حرکت وکړ نو د مکې د حاکم عمرو بن سعید بن عاص کسانو یې، چي مشري یې یحیی بن سعید کوله، د هغه مخه ونیوله خو حسین مقاومت ورسره وکړ او د هغوی له صفوفو څخه تېر سو. یحیی بن سعید ورپسي ږغ کړه چي اي حسینه! له خدایه نه بېرېږې چي له جماعت څخه وزې او په اسلام کي تفرقه اچوې؟

حسین په جواب کي د قرآن شریف آیة ورته ولووست.

لِی عملی و لکم عملکم انتم بریون ممّا اعمل و انا بریٌ مما تعملون. سوره یونس آیة ۴۱

( زما عمل زما دی او ستاسي عمل ستاسي دی. تاسي زما له عمل څخه بېزاریاست او زه ستاسي له عمل څخه بېزاره یم) هغه کتاب ص ۲۹۶۸

البته حسین د هغه قرآن شریف په آیة استناد او په هغه آیة تمسک کاوه چي مسلمانان یې د فتنې او فساد څخه منع کول او د نفاق اچوونکي او فساد جوړوونکي وژل یې مباح کړي وه. او حسین پخپله د یوه بل داخلي جنګ پیل کولو ته روان وو.

د کوفې حاکم عبیدالله بن زیاد چي، د حسین د کاکا د زوی مسلم بن عقیل د وژلو څخه مخکي یې هم د کوفې او سیمي له قومي مشرانو سره تماسونه ټینګ کړي او پیسې یې ورکړي وې، یو ځل بیا د کوفې قومي مشران ور وبلل. نه یوازي یې د یزید لپاره بیعتونه ورڅخه واخیستل بلکه د حسین په مقابل کي یې د توري اخیستلو ته تشویق کړل.

عبیدالله بن زیاد خپل دوه تنه جنرالان عمر بن سعد بن ابی وقاص او شمر بن ذی الجوشن، د ځلور زره سپرو سره، د حسین سره د جنګ او د هغه د وژلو یا کوفې ته د راوستلو لپاره واستول. کله چي عمر بن سعد د حسین د لښکرو خواته نیژدې سو نو له هغه څخه یې پوښتنه وکړه چي د څشي لپاره راغلی دی. حسین ورته وویل چي هغه ته د کوفې خلکو بلنه ورکړې ده او که د کوفې خلک نه غواړي چي دی هغه ښار ته ورسي نو بیرته پر هغه خوا چي راغلی دی ځي. حسین بالاخره د عبیدالله بن زیاد افسرانو ته وویل چي هغه ته یا اجازه ورکړي چي بیرته د مکې خواته ولاړ سي. یا اجازه ورکړي چي پخپله له یزید سره د لیدلو لپاره دمشق ته ولاړ سي او یا اجازه ورکړي چي سرحدي سیمو ته ولاړ سي او هلته ژوند وکړي. عبیدالله بن زیاد د هغه غوښتني رد کړې او یوازي کوفې ته د تللو او هلته د عبیدالله پر لاس یزید ته د بیعت کولو شرط یې ورته کښېښود.

حسین د عبیدالله بن زیاد پېشنهاد نه سو منلای او د مسلم بن عقیل وروڼو هم ویل چي تر څو یې د خپل ورور د وژل کېدلو انتقام اخیستی نه وي تر هغه وخته به پر شا نه سي. البته له هغوی سره ګواکي دا حساب نه وو چي د څلورزره کسیز لښکرسره په کوم قوت جګړه کوي. بالاخره د کوفې لښکرو هجوم راووړ او د جنګ په نتیجه کي حسین او د هغه ملګري ووژل سول. د حسین سر یې پرې کړ؛ عبیدالله بن زیاد ته یې واستاوه او هغه د نورو مشرانو له سرونو سره یو ځای یزید ته ولېږی.

په هغه جنګ کي، چي د محرم د میاشتي په لسمه پای ته ورسېدی د حسین له خوا، د ماشومانو په شمول، ۸۷ تنه او د عمر بن سعد بن ابی وقاص له خوا ۸۸ تنه ووژل سول. مسعودی، مروج الذهب جلد دوم ص ۶۵

که په دې جنګ کي د وژل سویو کسانو شمېر ته وګورو نو د مخکنیو او تر دې وروسته جنګونو په پرتله ډېر زیات نه دي؛ خو د حسین له وژل کېدلو سره داسي هنګامه پیل سوه چي کلونه یې دوام وکړ او په لس هاوو زره تنه پکښي قتل سول. د دې جنګ، چي د حسین د کورنۍ او د هغه د نیژدې خپلوانو په قتلېدلو تمام سو، مخه یوازي حسین نیولای سوای. حسین لکه څرنګه چي د دې جنګ او د مقاومت د پیل کولو لپاره یې له لومړي سره هیڅ منطق نه درلودل؛ د جنګ د پیل کولو په ورځ یې هم هیڅ ډول حساب نه درلود. له حسین سره د جنګ په میدان کي ۳۲ سپاره او ۴۰ پیاده ملګري ول. طبري ص ۳۰۲۰

په هغه جنګ کي د علي شپږزامن، حسین، عباس، جعفر، عبدالله، محمد او ابوبکر. د حسین درې زامن، علي، عبدالله، او د حسن درې زامن ابوبکر، عبدالله او قاسم او د علي د وروڼو او جعفر او عقیل د کورنۍ نور غړي ووژل سول.

۷۲ تنه، یا د ځینو په قول ۸۵ تنه د یوه بشپړ مجهز لښکر سره جنګ کولای سي؟ که څه هم چي ابن خلدون وايي له حسین سره ۵۰۰ تنه سپاره او ۱۰۰ تنه پیاده ورسره وه او د جنګ په پای کي د حسین له خوا ۷۲ تنه ووژل سول. تاریخ ابن خلدون جلد دوم ص ۴۱

که دا وروستی عدد هم ومنو نو ۶۰۰ تنه د ۴۵۰۰ یا ۵۰۰۰ عسکرو سره د جنګ توان لري؟ او حسین ته دا آیة معلوم نه وو چي« و لاتلقوا بایدیکم الی التهلکة» په لوی لاس ځانونه د مرګ خولې ته مه ورکوی. سورة ۲ البقرة آیة ۱۹۵

که له احساساتو او له دې زیات و کم دیارلس سوه کلونو تبلیغاتو څخه تېر سو نو حسین خو نه یوازي د ستایلو نه دی بلکه، د قرآن شریف له احکامو څخه د سرغړوني او په یوه بې اساسه جګړه کي، د وژل سویو کسانو د قتلېدلو مسوول دی. حسین ته دا آیة معلوم وو چي « د الله، د هغه د رسول او د اولی الامر اطاعت وکړی او که مو چیري ترمنځ اختلاف منځته راغی نو خپل اختلاف د الله کتاب او د هغه رسول ته راجع کړی. داستاسي لپاره خیردی او تر ټولو ښه نتیجه ورکوي» سورة النساء آیة ۵۹

د حسین او یزید تر منځ خو هیڅ اختلاف نه وو راغلی ځکه چي حسین لا د یزید خلافت لیدلی نه وو او له بیعت ورکولو څخه مخکي یې له هغه سره د جنګ په نیت اقدامات پیل کړل. په دې حساب حسین، د قرآن کریم د حکم په اساس، د فساد او فتنې جوړولو مسوول دی. ده باید انتظار ایستلی وای. که چیري یزید د کفر او ګمراهی لاره اخیستې وای او دیني علماوو د هغه پر ضد د پاڅون فتوا ورکړې وای بیا نو ده د بغاوت کولو حق درلود. په داسي حال کي چي زموږ اسلامي مورخین او علماء، لکه د صفین او جمل د جنګونو په باره کي چي چوپ دي او تر اوسه یې سم قضاوت نه دی کړی، د حسین او یزید او وروسته، په همدغه اړه، د نورو جنګونو په باب، چي په زرګونو مسلمانان پکښی قتل سول چوپ دي.

په صحیح بخاري کي په دې باب څو پرله پسې احادیث راغلي دي او د هغوی احکام دومره څرګند دي چي سړی یې په مقابل کي د حرکت کولو لپاره هیڅ ډول پلمه نه سي جوړولای.

د صحیح بخاري د کتاب الفتن ۷۰۵۳ حدیث کي راغلي دي:« هر هغه څوک چي د خپل امیر سره پر کوم شي اختلاف ولري نو باید چي صبر وکړي؛ ځکه هر هغه څوک چي له اطاعت کولو څخه سرغړونه کوي، حتی که ډېره لږه هم وي، نو هغه سړی به د هغو کسانو په څېر مري لکه د جاهلیه په وخت کي چي مړه سوي دي»

د همدغه کتاب الفتن په ۷۰۵۵ او ۷۰۵۶ حدیث کي راغلي دي:

«له جُناده بن ابی اُمیه څخه نقل سوی دی چي ….. پیغمبرص وویل چي موږ باید اوامرو ته هم د فعالیت او هم د ستړتیا په وخت کي، هم په سختیو کي او هم په کراري کي غوږ ونیسو او د امیر اطاعت وکړو. موږ باید د امیر حق پر ځای کړو که څه هم چي هغه زموږ حق نه راکوي او د هغه سره به تر هغه وخته پوري نه جنګېږو تر څو له هغه مو څرګند کفر لیدلی نه وي او هغه موږ ته ثابت سوی نه وي»

د صحیح مسلم په کتاب الامارة کي ۴۵۵۴ حدیث د څو سلسلو په اساس د حذیفه بن الیمن په حواله وايی چي حضرت پیغمبرص وویل داسي مشران به راسي چي زما پر لاره به برابر نه وي. په دوی کي به داسی کسان وي چي زړونه به یې د شیطان او مخونه به یې د انسانانو وي. ابوحُذیفه وايی ما سوال ورڅخه وکړ چي موږ باید په هغه وخت کي څه وکړو؟ پیغمبرص راته وویل چي تاسي باید امیر ته غوږ ونیسی او د هغوی د امر اطاعت وکړی. حتی که تاسي پر ملا باندي په شلاقو ووهي او ستاسي مالونه درڅخه لوټ کړي تاسي به هغوی ته غوږ نیسی او په قول به یې کوی.

ورپسې حدیث ۴۵۵۵ د ابوهُریره له قوله وايی چي پیغمبرص وویل هر هغه څوک چي د امیر اطاعت نه کوي او ځان د نورو مسلمانانو له اجتماع څخه بېل کړي؛ که مړ سو نو مرګ به یې د هغو کسانو په څېر وي چي په جاهلیه کي مړه سوي دي.

د همدغه کتاب الاماره په ۴۵۵۱ حدیث کي د علقمه له قوله روایت سوی دی چي وايی سلامه بن یزید الجوافی د پیغمبرص څخه پوښتنه وکړه چي که یو امیر زموږ په مقابل کي خپل مسوولیتونه نه اجراء کوي موږ له هغه سره څه وکړو؟ حضرت پیغمبرص جواب ورنه کړ او کله چي هغه خپل سوال دریم ځل تکرار کړ نو پیغمبرص ورته وویل چي تاسي هغوی ته غوږ ونیسی او اطاعت یې وکړی ځکه چي تاسي خپل بار وړی او خپل مسوولیت لری او هغوی خپل بار وړي.

د صحیح مسلم د کتاب الاِماره ۴۵۶۲ حدیث کي راغلي دي چي عبدالله بن عمرو د یزید بن معاویه په وخت کي، چي د مدینې پر مسلمانانو باندي ډېر ظلم کېدی، وویل چي زه تاسي ته یو حدیث وایم او هغه دا چي حضرت پیغمبرص وویل هر هغه څوک چی خپل لاس د امیر له بیعت څخه کاږي د قیامت په ورځ به د الله په حضور کي هیڅ عذر او پلمه ونه لري. او هر هغه څوک چي له امیر سره یې بیعت نه وي کړی او مړسي هغه به د جاهلیت د زمانې د کفارو په څېر مري.

احمد کسروي د حسین بن علی په باره کي لیکي:

« حسین بن علی د خلافت د ترلاسه کولو لپاره راپورته سو او هدف ته ونه رسېدی. مګر ډېره د ستایني وړ مړانه یې وکړه او هغه دا چي سر یې چاته ټیټ نه کړ او تر دې چي ابن زیاد او یزید ته تسلیم سي د خپل ځان، اولادونو او یارانو وژل کېدل یې بهتر وبلل. د هغه دغه کار د ستایني وړ دی. مګر هر څه چي وه هغه تېر سول. له هغي پیښی څخه ۱۳ سوه کاله وروسته ژړا څه معنا لري؟ او د محرم او صفر په میاشتو کي به دې جاهلانه نمایشونو ته سړی څه ووايي؟» شیعه ګري ص ۴۲

دا خبره به سمه او پر ځای وي چي حسین یو زړه ور سړی وو. مګر د کربلا جنګ نه په شرعي لحاظ جواز درلود او نه په نظامي لحاظ هوښیار اقدام وو. له یوې بشپړي پاچهی سره په څو سوو تنو مقابله له ځان وژني او په لوی لاس د خپلي کورنۍ د تباه کولو او په اسلام کي د یوه بل درز او نفاق ایجادولو پرته بل مفهوم نه درلود.

خبره د ا ده چي د معاویه او یزید د حکومتونو یا خلافتونو توپیر په څه کي وو. د حسین مشرورور حسن، چي تقر یباً شل کاله مخکي په زهرو شهید سوی وو، معاویه ته بیعت کړی وو. حتماً به حسین هم بیعت کړی وي. که د امویانو حکومت غیرعادلانه او د هغه په مقابل کي پاڅون لازم وو نو حسین خو باید د معاویه د شل کلن خلافت په دوران کي خپل ږغ پورته کړی وای. او کله چي یې د معاویه د خلافت په وخت کي هیڅ ونه ویل نو د یزید د خلافت په وخت کي د هغه د ږغ پورته کول او وسلې ته لاس اچول، خو پرته له دې چي سړی یې د خلافت او قدرت د تر لاسه کولو لپاره اقدام وبولي بل څه نه ورڅخه جوړیږي. او لکه مخکي چي مو د قرآن شریف او احادیثو په استناد ولیکل؛ د حسین عمل په هر صورت غیر شرعی وو او د زړه ورتیا پر ځای باید د ماجراغوښتني نوم ورکړه سي.

د فتنې او ښورښونو په مقابل کي د دومره څرګندو احکامو د موجودیت په صورت کي له حسین سره پرته له قدرت غوښتلو بله څه پلمه موجوده وه؟ حسین په دې نه وو خبر چي د مسلمان امیر په مقابل کي بغاوت او د امیر نافرماني حتی له کفر سره معادله بلله سوې ده او حضرت پیغمبرص ویلي وه چي که څوک په دغه مخالفت کي مړ سو مرګ به یې د جاهلیه د کفارو په څېر وي؟ آیا حسین د یزید د کفر ثبوت درلود؟ او دی په دې نه وو خبر چي یوازي د امیر د کفر په صورت کي د ښورښ کولو اجازه لري او بس؟

له دې پیښو سره سم عبدالله بن زبیر چي، خپل ځانته د خلافت ګټلو په منظور یې، حسین د کوفې تللو ته تشویق کړی او د خپلي دعوې لپاره یې میدان خالی کړی وو، په مکه کي د خلافت اعلان وکړ. د مدینې خلکو هم د یزید له خوا ټاکل سوی حاکم او مروان بن حکم او د بن امیه د کورنۍ نور کسان له ښار څخه وایستل او یزید له شام څخه د مدینې او مکې پر لور لښکر روان کړ. د مدینې څخه بهر د یزید د لښکرو او د مدینې د قواوو ترمنځ په جنګونو کي څه باندي څلور زره تنه ووژل سول. او د مدینې خلک بیعت کولو ته مجبور سول.

د یزید لښکرو وروسته د مکې پر ښار باندي حملې ته تیاری وکړ. د یزید د لښکرو قوماندان حُصین بن نُمَیر، چي کله مکې ته ورسېدی، عبدالله بن زبیر او مختار ثقفي کعبې ته پناه یوړه. د یزید پوځي قوماندان پر ښار باندي د لویو ډبرو او نفتي موادو باران جوړ کړ. کعبه ونړېده او د ډیرو زیاتو خلکو کورونو اور واخیست. ابن خلدون ص ۴۴

یزید له دې وروستي جنګ څخه یوولس ورځي وروسته مړ سو. د هغه زوی معاویه بن یزید هم، چي د پلار پر ځای خلیفه سوی وو، شل ورځي او د ځینو روایاتو له مخي دوې میاشتي وروسته مړ سو. قدرت مروان بن حکم ته ورسېدی. دا وخت مختار ثقفی له مکې څخه کوفې ته ولاړ. کوفه یې ونیوله او د حسین د قاتلانو پر ضد یې عملیات پیل کړل. مختار د حسین قاتلان لکه شمربن ذی الجوشن، عمربن سعد بن ابی وقاص، عبیدالله بن زیاد او نور ټول هغه کسان چي د حسین په قتلولو کي یې لاس درلود یو په یو له منځه یووړل، او نور یې هم له هیڅ ډول بېرحمی څخه مخ وانه ړاوه. خو د عبدلله بن زبیر او د علي له زوی محمدبن الحنفیه سره یې ځکه اختلافات راغلل چي مختارثقفي، په حقیقت کي، هر څه د ځان لپاره غوښتل او د حسین د وینو انتقام یې یوازي د پاڅون پلمه ګرځولې وه. هم محمدبن حنفیه او هم عبدالله بن زبیر پوهېدی چي مختار څه غواړي ځکه یې جوړه سره رانغله او تر پایه یو د بل مخالف پاته سول. محمدبن حنفیه، چي په فوکلوري افسانو، په تېره بیا د شیعه ګانو په نکلونو کي یې د ډېر لوی سپه سالار په حیث یادونه کیږي، چنداني په جنګونو کي برخه وانه خیستله او د عمر ترپایه پوري ګوښه پاته سو. له یوې خوا د مختار او عبدالله ابن زبیر او بل لوري ته د مختار او مروان بن الحکم تر منځ په جنګونو کي په زرهاوو مسلمانان قتل سول او پخپله مختار هم، په کوفه کي، د عبدلله بن زبیر له لښکرو سره، په جنګونو کي ووژل سو.

د مروان بن الحکم له وفات څخه وروسته د هغه زوی عبدالملک بن مروان د حجاج بن یوسف تر قوماندې لاندي، د عبدالله بن زبیر د اېلولو لپاره، چي زیات و کم نهه کاله یې په مکه کي د اسلام د خلیفه په نوم حکومت کړی وو، مکې ته پوځ واستاوه. عبدالله بن زبیر د حجاج په مقابل کي له څو میاشتو مقاومت کولو وروسته په جنګ کي ووژل سو. ویل کیږي چي د حجاج بن یوسف قوماندان مصعب بن زبیر د عبدالله بن زبیر شپږزره تنه تسلیم سوي پوځیان قتل عام کړل. ابن خلدون ص ۶۶

له دې څخه وروسته، د مسلمانانو تر منځ په جنګونو کي، چي یا د عقایدو د اختلاف او یا د شخصي ګټو لپاره وسول، او په قرنونو یې دوام وکړ، په سل هاوو زره مسلمانان قتل سول؛ وروڼو وروڼه او زامنو پلرونه ووژل خو اصلي مسوول هیڅ وخت څرګند نه سو. شاعرانو فاتحینو ته قصیدې ولیکلې، هنرمندانو او سندرغاړو سندري او ترانې ورته جوړی کړې او علماوو یې د ستایلو او تاییدولو د فتواوو له برکته طلاوي او مقامونه تر لاسه کړل.

نور ښکاره کړئ
Back to top button