د ډیورند کرښې په اړه

سلامونه او درناوی دوستانو!
څرنګه چې په دې ورځو کې د پښتونخوا په هکله ستونزې ډیرې شوې دي، غواړم د مسؤلیت له مخې د ډیورنډ د تپل شوې کرښې په همکه ناویلې خبرې ولیکم. هیله ده د دغه دوامداره لیکنې په هکله خپل نظریات را سره شریک کړئ. مننه

لومړنۍ خبرې

له یوې پیړۍ زیاته موده کیږي چې د ډیورنډ تپل شوې کرښې ها خوا سېمو خلک لومړی د انګریزي استعمار او بیا د ۱۹۴۷ زیږدیز/میلادي کال راهیسې د پاکستاني ښکیلاک د ظلم او زور لاندې شپې او ورځې تیروي. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ ټول خلک په دې پوهیږي چې د پښتونخوا سیمې او خلک په تاریخې، جغرافیوي او د توکم اونژاد له مخې له ډیر پخوا څخه د افغانستان برخه وه او خلک يې هم افغانان دي، ژبه، دود او دستور يې هم افغاني او سره شریک دی. که د تاریخ پاڼې واړوو وبه ګورو چې پښتونخوا تل د اریانا یوه برخه وه.

د (آریانا) لیکوال د آریانا د حدودو په هکله داسې لیکي:

(( د اریانا ختیځ سرحد د اندوس سیند، سویلي سرحد يې د هند سمندر، شمالي کرښه يې د پاروپامیزوس د غرونو لړۍ او لویدیزې برخې يې تر فارس پورې رسیږي.)) ( ۱ )

د ( برتانوي او پاکستاني استعمارګرو پر ضد د پښتنو او بلوڅو د مبارزو تاریخ ) لیکوال لیکي:

(( دا ډول نظریات او څرګندونی د ریګویدا، اویستا، احمد علي کهزاد، بیلیو، هرودت، ښکارندوی، سلیمان ماکو،احمد شاه بابا، سیفي هروي عبدالرزاق سمرقندي، ظهیرالدین محمد بابر، ضمیر صافي، سرویلیم باتن، سرجي کیمبل او نورو په لسګونو تاریخ پوهانو او جغرافیه لیکونکو لخوا ورکړل شوي دي.)) ( ۲ )

د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال نه یوازې پښتونخوا، بلکې پنجاب، سند، کشمیر او ملتان هم د دراني امپراتورۍ برخې وي. د احمد شاه بابا د زوی تیمورشاه د واکمنۍ پر مهال او بیا را وروسته پیښور د افغانستان د ژمي پلازمینه وه. له بده مرغه د تیمورشاه د زامنو د بې اتفاقیو په پایله کې په ځانګړي توګه شاه شجاع واک ته د رسیدو په خاطر د انګریزانو په خوښه او د دې لپاره چې سکهان د نوموړی سره د واک په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي، پیښور او د پښتونخوا ډیرې سیمې يې په (۱۸۳۴م کال) رنجیت سنګه ته ور پریښودې. دغه سیمې د ( ۱۸۴۹ م کال) پورې د سکانو د واکمنۍ لاندې وې.

په همدې توګه انګریزانو د سکانو د واکمنۍ د پای ته رسیدو وروسته ( ۱۸۴۹ م کال) د پښتونخوا سیمې په برتانوي هند پورې وتړلي. امیر دوست محمد خان هم ونه توانیده چې دغه سیمې له سکهانو او بیا وروسته له انګریزانو څخه تر لاسه کړي.

لومړی د امیر محمد یعقوب خان د ګندمک تړون (۱۸۷۹ م کال د مۍ میاشتې د (۲۶ ) نېټې له مخې د پښتونځوا یو لړ سیمې او بیا وروسته امیرعبدالرحمن خان د (۱۸۹۳ م کال) د نومبر په دولسمه د پښتونخوا سیمې د ډیورند د هوکړې پر اساس د انګریزانو د نفوذې سیمو په نامه انګریزانو ته حواله کړي. د ډیورنډ هوکړې وروسته د ټولو افغانانو په ځانګړی توګه د کرښې ها خوا اوسیدونکو د انګریزانو پر ضد ډېرې مبارزي وکړي او په دې لاره کې يې ډیرې وینې تویې شوي.

کله چې په ( ۱۹۴۷ م کال ) انګریزان دې ته چمتو شول چې هند ته خپلواکي ورکړي، نو د هند د تجزيې او د یوه نوې هیواد د پاکستان په نامه د جوړیدو په فکر کې شول چې له پخوا يې لا ورته تابیا نیولی وه.

هند ته د خپلواکۍ د ورکړي پر مهال باید د پښتونخوا سیمې افغانستان ته ورکړل شوی وای او یا د یوې بې پرې او خپلواکې ټولپوښتنې ( ازاد ریفرنډم ) له لارې د خلکو پوښتل شوی وای چې د هند سره، یا د پاکستان سره، یا د افغانستان سره یو ځای کیدل غواړي او یا د ځان لپاره مستقل او جلا هیواد جوړوي، خو انګریزانو، جواهر لعل نهرو او د پاکستان مشرانو د سترې توطيې له مخې هر څه په خپله خوښه تر سره کړل او د پښتونخوا سیمې يې د یوې تش په نامه ټولپوښتنې ( جعلی ریفنډم ) له مخې په زور او جبر د پاکستان حق وګنلو او انګریزانو له دې انګار وکړ چې دغه سیمې دوی ته د نفوذي سیمو په نامه ورکړل شوی وي او دوی دغه سیمې په ناحقه د پاکستان حق وګڼلو او له دې سره يې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړل.

له بده مرغه افغانستان د وروستۍ نیمې پیړۍ تحولاتو او جګړو ډیر وځپلو، له دې امله پاکستان ته د دې زمینه لا برابره شوله، چې د پښتونخوا په هکله خپل ظالمانه او د مخکې تګ پالیسیو سیاست په ښه توګه عملي کړي.

پاکستان د افغانستان د حالاتو څخه په ګتې اخیستنی سره، چې د دوی په مرسته او پلان را منځ ته شوي دي، هغه څه تر سره کړل چې مخکې تر دې يې د کولو جرئت نه درلود او نه د سیمې خلکو د عملې کولو اجازه ورکوله.

دوی په لومړی پلان کې چې په لسګونو کیلومتره له کرښې لېرې وه، د معبرونو، لارو او سنګرونو په جوړولو سره تر کرښې ځان را ورساوه او په دې توګه يې د ازادو قبایلو ازادی سلب کړه.

د پلان په دویم پړاو کې يې د کرښې په اوږدو کې د سنګرونو او پوستو په جوړولو سره ځای پر ځای شول.
د پلان په دریم پړاو کې يې خپل اصلي پلان چې د کرښې دی خوا ته د ستراتیژیکو نقطو نیول او ځای پر ځای کیدل وو، عملي کړل.

ډیورنډ کرښه د افغانانو له پاره له حساسیت څخه ډکه، پیچلې او ملي مسئله ده. ځکه د ډیورنډ هوکړې د لاس لیک کولو څخه تر نن پورې افغانان دې ته چمتو نه دي چې نوموړې هوکړه په رسمې توګه ومني. خو پاکستان تل کوښښ کوي چې د کرښې په پلمه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او دې ته چمتو نه دی چې د افغانانو پر حق غوښتنو ته له منطق سره سم ځواب ووایي.

ما ( لیکوال ) د هغه احساس او مینې له مخې چې د ګران هیواد افغانستان سره يې لرم، له موقع څخه په ګټه اخیستنې سره پریکړه وکړه چې د ډیورنډ کرښې په هکله یو څو کرښې تورې کړم او ځینې هغه معلوماتونه چې فکر کوم ډیر يې تر اوسه د خلکو له نظره نه دي تیر شوي د لوستونکو سره شریک کړم.

که څه هم د ډیورند د تپل شوې کرښې په هکله ډیرې لیکنې شوي دي. هرچا د خپل فکر، فهم او درک سره سمې څرګندوني کړي دي. فکر کوم په دې هکله به زما لیکنې ته دومره اړتیا نه وه، ځکه زه خو د یوې خوا لیکوال نه یم، چې د نیمکړتیاوو پرته يې په هکله لیکنه وکړم، او د بلې خوا اوس هر چا ته ښکاره ده چې د ډیورند کرښه یوه تحمیلې او تپل شوې کرښه وه او ده، چې د وخت د انګریزي ښګیلاک له خوا پر افغان ملت تحمیل او له کبله يې دوه وروڼه، پلار او زوی سره جلا، او یا په بل عبارت د افغان ملت د پښتون ټبر پر سینه يې د بیلتون چاړه راکش او دوه ټوټې يې کړل.

هوډ مې دا دی چې هغه پیښې، بدلونونه او د پاکستان کړنې چې د ( ۱۳۵۷ لمریز کال ) د ثور میاشتی له اوومې نیټې څخه را وروسته د ډیورند د تحمیلې کرښې دواړو غاړو ته را منځ ته شوې او یا راوړل شوي دي، د خپلو خوږو هیوادوالو د خبرتیا په موخه یو څه ولیکم.

زه په ډیر تفصیل سره نه غواړم چې د ډیورند د تحمیلې کرښې په هکله هغه څه چې د نورو لیکوالانو په لیکنو کې يې پر ضد یا پر پلوي خبرې او بحثونه شوي دي، لیکنه وکړم. زما موخه لکه، چې مخکې مې وویل، د ( ۱۳۵۷ لمریز کال ) را وروسته وقایع او پیښې دي چې د دې کرغیړني کرښې دواړو غاړو ته را منځ ته شوي دي او مینه وال يې په هکله لږ معلومات لري، خو سره له دې په تیرو پیښو هم غواړم په لنډه توګه یو څه رڼا واچوم.

په دې هکله د تورن جنرال نعمت الله حیدري وردک او بریدجنرال شاولي نورګلي ساپي څخه د زړه له کومي مننه کوم چې د معلوماتو په راټولو کې يې را سره د زړه له اخلاصه مرسته وکړه.

د یادولو وړ ده چې ووایم، تل د افغانستان د وسله والو ځواکونو ځوانانو د هیواد د ساتلو په خاطر د هیڅ ډول سرښندنی څخه دریغ نه دی کړی، خو له بده مرغه د نا اهلو او پر پردیو پرولر شوو سیاستوالو له امله تل وسله وال ځواکونو ته زیان رسیدلی او وسلې يې پر بازارونو لیلام شوي دي.
په درنښت

نور ښکاره کړئ
Back to top button