حیثیت پلورل

عزیز انیس

تاسو پوهېږئ چې ما خپل حیثیت کوم وخت وپلوره؟ ایا هغه وخت زه پوهېدم چې حیثیت پلورم او که مې فکر کاوه چې لوړوم یې؟ دا د پښېماني وختونه کوم ؤ؟:

کله مې چې له ملګري د ستاینې تمه وکړه.

کله مې چې قصدي د ځان موډرن ښودلو هڅه وکړه.

کله مې چې یو لوړ موقف لرونکي شخص ته د ځان نږدې کولو په خاطر د هغه بې ځایه ستاینه وکړه.

کله مې چې په هر سټیج د غږېدا تمه وکړه.

کله مې چې د بدنام ملګري د پاک ښودلو هڅه وکړه.

کله مې چې له نورو سره د بې ځایه ځان همفکره ښودلو هڅه وکړه.

کله مې چې له لوړ موقف لرونکي شخص څخه د ناقانونه کار د اجرا غوښتنه وکړه.

کله مې چې له یو بې عقل او عادي شخص سره د هغه له پوهې او سویې لوړ بحث وکړ.

کله مې چې له ملګرو غوښتنې وکړې او هغوۍ له توان سره سره یې بیا هم راپوره نکړې.

کله مې چې له هغو خلکو بښنه وغوښته چې په بښنه نه ارزېدل.

کله مې چې د یو ځای غوسه بل ځای واېسته.

کله مې چې له هرې لارې د کورنۍ ژوند ښه کول او لوړول یوازینی هدف وګاڼه.

کله مې چې د ملګري قرض په ټاکلي وخت ورنه کړ.

کله مې چې له یو چا سره د هغه د موقف له امله عکس واخیست، نه د استعداد، فکر او اړتیا له مخې.

کله مې چې له نوبت مراعت کولو پرته له بانکه معاش راواخیست.

کله مې چې ټیټ ایډیال وټاکه.

کله مې چې د قانون په ماتولو ویاړ وکړ.

کله چې د ځان هوښیار ښودلو په خاطر وغږېدم.

کله چې د ډېر تشویق په پایله کې له دنیا ناخبره شوم.

کله چې د خلکو له ډاره د هغوۍ د خوښې مطابق وغږېدم.

کله چې هغه چا ته وغږېدم چې زما اورېدل ورباندې بوج ؤ.

عزیز انیس

۱۴۰۰/۱۱/۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button