زما د آه اثر

زما د آه اثر
عبدالباري جهاني

زما د آه اثر به ووینې آسمانه
چي قلا د فرعونانو به کړي ورانه

ورکوم به  د ساحل خلکو ته زیری
ډار دي نه لري له سیل او له توپانه

زما شهیده زما یتیم یتیم اولسه
شپې خلاصیږي د اورونو له بارانه

په لمن کي به مي لمر وي را اخیستی
تر قیامته به دي خونه وي روښانه

پر اغزیو پر سکروټو به درځمه
تر مرګي به وي دا لار په ما ودانه

د فرهاد د تېشې زور دی چي را باسي
د شیریني افسانې  له کوهستانه

هره لار یې د جنون تر کلي تللې
په لمبو کي سفر څوک بولي آسانه

نور مي مه پوښته د لارو له سختیو
په سکروټو کي مزل دی تر جانانه

د تیارې زڼی د سر په لمبه سوځم
ته مي څنګه بیروې له تور شیطانه

جهاني به وي ژوندی رقیب به نه وي
ما اخیستی دا پیغام له ګورستانه.

ویرجینیا د ۲۰۱۴ کال د نومبر دوهمه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button