د جمهوري رياست يوې سرچينې ويلي، چې د افغانستان ولسمشر په يوه ليک کې له پاکستانه جداً غوښتنه کړې چې په خپله خاوره کې د وسله والو طالبانو پرضد جدي اقدام وکړي. په دغه ليک کې چې جزئيات يې ازادي راډيو ته رسېدلي؛ له پاکستانه غوښتل شوي چې هلته دې د وسله والو طالبانو خوندي مرکزونه له منځه يوسي او د هغو پېښو مسوولين دې ونيسي چې په افغانستان کې شوي دي. صالح محمد صالح له افغان ژورنالست او سياسي کارپوه سميع يوسفزي نه د مرکې په پيل کې پوښتنه وکړه؛ د ولسمشر محمد اشرف غني دغه ليک د پاکستان په وړاندېد افغان حکومت څومره جديت ښيي؟