د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( دیارلسمه برخه )

پوښتنه : آیا ستا د احکامو پیروي او اطاعت حتمی دی ؟
ځواب : هو باالکل ، پر هر مسلمان فرض دی چی زما اوامر او احکام به منی (۱) .

پوښتنه : آیا ستا د کومی فیصلې څخه سرغړوَنه کېدای سی ؟
ځواب : یا قطعأ نه ، زما د هری پریکړی منل او عملی کول حتمی دی او په هغه کی استثنأ ځای نلری (۲) .

پوښتنه : د کفر غوره کولو په هکله ستا څه نظر دی ؟ یعنی هغوی چی ستا هیڅ امر او فرمان نه منی ، څه به ورسره کیږی ؟
ځواب : زه وایم څوک چی کافران دي او په همدې حالت کی مړه سی ، نو پر هغوی د الله ، ملایکو او خلکو لعنت دی او د عذاب سزاوار به وی او دا عذاب نه لږېدونکی دی . دا لا څه ، مهلت به هم نه ورکول کیږی (۳) .

پوښتنه : که احیانأ داسی مسأله چی تا اشاره نه وی ورته کړې یا دې نه وی حل کړې نو باید څه وسی ؟
ځواب : په داسی حالت کی د رسول الله (ص) پر سُنت باید عمل وسی ، دا ځکه چی زما تر ټولو معتبره او مستنده تشریح همالته ده (۴) .

پوښتنه : که احیانأ داسی مسأله چی په سنت کی هم واضح نه وی ، نو بیا څه شي ته باید مراجعه وسی ؟
ځواب : په داسی حالت کی باید د امت د علماوو د اجماع پیروي وسی (۵) .

پوښتنه : آیا خپل څو اوامر او احکام راته ویلای سې ؟
ځواب : هو ولی نه . ما دوه ډوله احکام جاری کړي دي ، یو اوامر دي چی د هغو پر کولو حُکم او امر دی ، دوهم نواهی دي چی د هغو کول منع دي . دغو دواړو ته « امر باالمعروف نهی عن المنکر » ویل کیږی . زما څو اوامر یا احکام چی کول یې حتمی دي دا دي :
۱ ـ د لمانځه ټینګه پابندي (۶) .
۲ ـ د روژې په میاشت کی روژه لرل (۷) .
۳ ـ زکات ورکول (۸) .
۴ ـ حج کول (۹) .
۵ ـ د مور او پلار سره ښه چلند کول (۱۰) .
۶ ـ فیصله په حق او عدالت سره کول (۱۱) .
۷ـ دعوت او تبلیغ کول (۱۲) .
۸ ـ شاهدي په رښتیا سره ورکول (۱۳) .
۹ـ صحیح تول کول (۱۴) .
۱۰ ـ د وعدې مراعاتول (۱۵) .

زما څو نواهی یا منکرات چی باید ډډه ځنی وسی ، دا دي :
۱ ـ شِرک کول (۱۶) .
۲ ـ درواغ ویل (۱۷) .
۳ ـ غیبت کول (۱۸) .
۴ ـ په وزن ، اندازه او تول کی کمیً کول (۱۹) .
۵ ـ شراب څښل (۲۰) .
۶ ـ قمار یا جُوا کول (۲۱) .
۷ ـ سود کول (۲۲) .
۸ ـ زنا کول (۲۳) .
۹ ـ چټی مصرف یا اِسراف کول (۲۴) .
۱۰ ـ د یتیمانو مال یا حق خوړل (۲۵) .

پوښتنه : دا خو ډیر ضروري معلومات وو . آیا پوښتلای سم چی د کومو شیانو خوړل حرام دي ؟
ځواب : د یو مسلمان له پاره د خنځیر ( خوک ) د غوښو خوړل ، مردار شیان ، وینه او هر هغه شی چی د الله تعالی د نوم یادولو څخه پرته ذبح سوﺉ وی ، د دې ټولو خوړل حرام دی (۲۶) .

پوښتنه : تا په خپلو پورتنیو احکامو کی له ټولو نه پر کوم حُکم ډیر ټینګار کړی دی ؟
ځواب : ما تر ټولو د لمانځه پر ادا کولو ډیر تأکید کړی دی او دا امر می په سلګونو واره تکرار کړی دی (۲۷) .

(۱) : الانعام : ۱۵۵ ؛ الاعراف : ۳ ؛ المایًده : ۴۴ ، ۴۵ ، ۴۷ ؛ لقمن : ۲۱ ؛ الزمر : ۵۵ . (۲) : النور : ۵۱ ؛ المایًده : ۴۹ ؛ محمد : ۲۳ . (۳) : البقره ۱۶۱ ، ۱۶۲ . (۴) : النسأ : ۶۵ ، ۱۰۵ ؛ النحل : ۴۴ ، ۶۴ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۳۶ ؛ الحشر : ۷ . (۵) : النسأ : ۵۹ ، ۸۳ ، ۱۱۵ . (۶) : النور : ۵۶ ؛ الروم : ۳۱ ؛ الحج : ۷۸ ؛ الانعام : ۷۲ . (۷) : البقره : ۸۳ ، ۱۸۵ . (۸) : النور : ۵۶ ؛ الحج : ۷۸ ؛ المزمل : ۲۰ ؛ المجادله : ۱۳ . (۹) : آل عمران : ۹۷ ؛ الحج : ۲۶ ـ ۲۷ . (۱۰) : الاسرأ : ۲۳ ؛ الاحقاف : ۱۵ ؛ النسأ : ۳۶ . (۱۱) : المایًده : ۸ ؛ النسأ : ۵۸ ؛ النحل : ۹۰ . (۱۲) : آل عمران : ۱۰۴ ، ۱۱۰ ؛ البقره : ۱۴۳ ؛ التوبه : ۷۱ . (۱۳) : المایًده : ۸ ؛ النسأ : ۱۳۵ . (۱۴) : الاسرأ : ۳۵ ؛ الرحمن : ۹ ؛ الانعام : ۱۵۳ . (۱۵) : المایًده : ۱ ؛ الاسرأ : ۳۴ ؛ الانعام : ۱۵۳ . (۱۶) : النسأ : ۳۶ ؛ الانعام : ۱۴ ، ۱۵۲ ؛ الروم : ۳۱ . (۱۷) : الحج : ۳۰ ؛ الفرقان : ۷۲ . (۱۸) : الحجرات : ۱۲ . (۱۹) : الرحمن : ۹ ؛ المطففین : ۳ ؛ هود : ۸۴ . (۲۰) : المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ . (۲۱) : المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ . (۲۲) : البقره : ۲۷۵ ، ۲۷۸ ؛ آل عمران : ۱۳۰ . (۲۳) : الاسرأ : ۳۲ ؛ الفرقان : ۶۸ ؛ الممتحنه : ۱۲ . (۲۴) : الاعراف : ۳۱ ؛ الانعام : ۱۴۱ ؛ الفرقان : ۶۷ . (۲۵) : الانعام : ۱۵۲ ؛ الاسرأ : ۳۴ ؛ النسأ : ۱۰ . (۲۶) : البقره : ۱۷۳ ؛ النحل : ۱۱۵ . (۲۷) : البقره : ۳ ، ۱۵۳ ، ۱۷۷ ، ۲۳۸ ، ۲۷۷ ؛ النسأ : ۱۰۲ ؛ المایًده : ۶ ؛ هود : ۱۱۴ ؛ الحج : ۴۱ .

یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com، والسلام .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button