ټپي زړونه او سوي ساندې

خدایږوغم اودرد پوله اوواټن نه پیژني دسترګو په رپ کې داسیلۍ لکه تیره غشي انساني زړونه ټپي اوسوري سوري کړي له زړونوویني آوله سترګواباسین،اباسین اوښکې څاڅي په تنکي اودګلاب په شانې ښکلۍ اونازک اباسین آسماني پرښتې زما دشهید،شهید وطن په زړه ویشتلي مورویرجنوخویندوسره په چیغوچیغوژاړي دغیرتي اریوب ځاځیودمنډه یرغرژاړي دهسکونښترونوڅانګې دغمجن ماتم په دود راکږي شوي دځاځي میدان زمرۍ،زمرۍ میندې اوملالې ملالې پیغلې باتوراومټورمیړونه په ژړادي داباسین څپې،څپې غمونه هغه ویرجنه سونامي ده چې دټولوسره وروڼوافغانانوپه کورونو،دیرواوحجروکې دویرټغرویړاوغوړیدلی دی لورپه لورپه غرورغودښتواوکړنګونوکې ویرجنې ساندې انګازې کوي.
دځاځیوپه ګلکڅونوکې راټوکیدلی ریدی اباسین ګل دځلمیتوب په تنکی سټه کې خوراستر تاریخي میړه اونه هیریدونکې حماسه شوهو!ټول وطن ماتم ماتم دی.ډپسرلي په دې ښیرازه موسم کې ګلونه ژاړي اودغمجن خزان په سیلیومړاوي اوزمولل شوې دي .ای دهر افغان په زړه کې ساتل شوی اباسینه په میړانه اوغیرت دې خپلونهوخویندو ،ادکې موراوتاته ګران لالا اغا ته وخانده اوډاډورکړه چې زه تل ژوندی یم لوی میړه شوم دنامرودیانوکرغیړن اودوزخي لاسونه زماجنت،جنت سپیڅلي ارمانونه اوتلپاتې یادونه نه شي وژلی.
اباسین ګلونه!
خویندوته دې وخانده زیری ورکړه چې شهیدې پیغلې ناهید،انګیزه،فرخنده او رخشا نه مې لکه ستاسوپه څیرخویندې ګلونه په لاس زما هرکلی وکړ.هو!زه دهغوپه څیرپه وینولژندمظلوم اوویاړلۍ شهیدیم اودافغان ولس په زړونوکې اوسم.
اتله اباسینه!
ستادشهادت دسپیڅلووینواباسیني څپوغوسه ناک سرتاسري ملي غورځنګ رامنځته کړی خونړي ځناورسپي به دخپلووحشي نامردانه اوشوموکړنوپه مرګوني دوزخي سزاورسیږي ستا بې رحمه قاتلین تلپاتې دوزخیان اوته ویاړلی اوتلپاتې جنتي یې.
ارام ویده شه .یاد دې تل ژوندی اوپه زړونوکې تل تانداوسه.
ب/اکبري هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button