آم چې څومره خوړلی شئ، ویې خورئ!

آم چې ځینې خلک یې د مېوو  بادشاه هم بولي، د بادشاهی وجه یې صرف ښه خوند نه دی، بلکې د آم دومره فایدې دي: چې شمار یې هم کوم اسان کارنه دی.

طبي ماهرین وایي: آم د وېټامین ای یوه لویه منبع ده او ددې ترڅنګ ددې استعمال سره انسان صحت مند او تازه وي او ددې ترڅنګ د انسان په مخ او نور بدن باندې دانو ته هم اجازه نه ورکوي او د وېټامین ای د لرلو په وجه نه پرېږدی چې د انسان د سترګو نظر کم شي

په آم کې د وېټامین سي د شتون له کبله د انسان د وینې کولېسټرول په عادي حالت کې وي او بله دا چې انسان د ساه لنډۍ څخه هم ساتي.

طبي ماهرین وايي د آم خوړل انسان د غاښونو او د وینې د کېنسر څخه هم ساتلائ شي ځکه چې آم کې انټی اکسېډنټ مواد دي چې دغه مواد د یادو ناروغیو په مخنيوي کې خورا مهم رول لري.

آم د هډوکی ناروغیو ، فشار او د هاضمې سېستم  لپاره ترټولو تازه مېو زیات ګټور دی.
محمد مبین هڅاند

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button