د بادرنګو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د اوړي په را نږدې کېدو سره د بادرنګو محصولات هم په ډېرېدو دي. خو آیا پوهېږئ چې بادرنګ کومې روغتيايي ګټې لري او زيانونه یې څه دي؟ د لیکنې تر پايه به ددې پوښتنو ځوابونه پيدا کړئ.

روغتيايي ګټې

بادرنګ د فیبر، املاح او ويټامين په ځانګړې توګه د سي. ويټامين یوه ښه منبع ده. د ورځې دوه بادرنګه د انسان د ویټامين سي اړتيا شپږ سلنه پوره کوي. مګر د بادرنګو پام وړ خاصيت د هغه يخوالی دی، چې په ګرم موسم (اوړي) کې ډېر ګټور وي. د بادرنګو خوړل د تازه والي احساس ورکوي، همدارنګه تر یوه بریده د ګرمۍ او تندې مخه هم نیستي. ځکه چې بادرنګ ۹۶% له اوبو جوړ دی، نو د یوه بادرنګ خوړل تقریبا له یو ګیلاس اوبو سره برابرېږي.

هېره دې نه وي، چې د بادرنګو پوستکی هم فیبر، پوتاشیم او مګنېزیم لري. له پوستکي سره د بادرنګو خوړل هغه وخت مناسب دي، چې سم پرېمینځل شوي وي او تنکي وي.

له بل پلوه ځينې روغتيا پالان پر دې باور دي، چې بادرنګ د وینې د فشار په کمولو کې هم مرسته کوي، نو ځکه خو د وینې لوړ فشار لرونکي کسان باید پخپل غذايي رژيم کې بادرنګو ته حتما ځای ورکړي.

د بادرنګو زړي هم بې کماله نه دي. د خوب د منظم والي او آرامۍ لپاره خورا اړین دي. تر څنګ یې د وینې په تصفیه کولو کې هم بې اغېزې نه دي.

له بادرنګو څخه د ګڼو نورو روغتيايي موخو لپاره هم ګټه اخیستل کېږي. د پښتورګو د دردونو آرامښت، د بندونو درد، روماتېزم، د وزن کمښت او التهاب د کنټرول لپاره هم کارول کېږي. همدارنګه د بولو د سوځېدو لپاره هم ښه درملنه ده.

زیانونه

ـ که بادرنګ له پوستکي سره په داسې حال کې وخورئ، چې سم نه وي پرېیول شوي او یا هم تازه نه وي، نو د معدې په هضم کې ستونزه رامنځته کوي، د معدې باد پيدا کوي او ستاسو معدې ته تاوان رسوي. د هغوی چې معدې کمزورې دي، کولای شي له شهدو “شاتو” سره یې وخوري.

ـ که بادرنګ ډېر پوخ شوی وي خوړل یې ښه نه دي. ستاسو د معدې او زړه په زیان تمامېږي.

نوټ

ـ د بادرنګ د ښه هضم لپاره کولای شئ له سرکې او یا هم د زیتونو له غوړیو سره وخورئ. همدارنګه له لیمو او یا د سلاد په توګه له مالګې سره خوړل یې هم ګټور وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button