دافغانستان دسولي پر بهير د ملا محمد عمر اخند دمرګ اغېز

 

انجنير زکريا پوپل

۳۱/۷/۲۰۱۵

هالنډ

که څه هم له ډېره وخته دعمومي انظارو نه دمرحوم ملا محمد عمر اخند غيابت ډېري پوښتني را ولاړي کړي وې اود افغانستان دچارو  يو شمېر کار پوهانو، آن دافغانستان دملي امنيت اداري هم داسي ګڼل چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر وژل سوی او يا هم په خپل طبعي مرګ مړ دی .

دمحاذ فدايي په نوم د طالبانو نه يوې بېلي سوي ډلي نژدې يوه مياشت مخکي دا ادعا کړې وه، چي ملا محمد عمر وژل سوی دی او دهغه زوی، ورور او د کوټي شورا يو شمېر غړو هم داويل، چي د تېرو دوو کلنو راهيسي دملا محمد عمر سره هيڅ ډول اړيکي نه  لري او داسي ئې انګېرل چي په غالب ګمان به وژل سوی وي . خو ذبيح الله مجاهد چي ځان دطالبانو رسمي وياندمعرفي کوي، هرکله دا خبر رداوی او دا به ئې د دښمن پرپاګنډ بلی .

آن خبره دې ته ورسېده، چي دتېر کوچني اختر په مناسبت دافغانستان خلګو ته دملا محمد عمر په نوم پيغام هم خپور سو، چي د سولي دبهير نه ئې ملاتړ هم کړی وه .

پر دې سربېره نژدې ديوې مياشتي راهيسي په ټولنيزو رسنيو کي ملا محمد عمر ته منسوب يو ږغيز پيغام هم خپور سو، چي په هغه کي ملا عمر دکوټي شورا غړو ته خطاب کوي، چي ملا اخترمحمد ډېر فاسق سړی دی او تاسو دده خبره مه منئ او په خپلو مېنځ کي سره کښېنئ او دده پرځای يو بل څوک وټاکئ .

خو د تېري چهارشنبې نه د طالبانو لخوا د رسمي اعلاميې په خپرېدو سره د مرحوم ملا محمد عمر فوت رسماً تائيد سو .

اوس نو اساسي پوښتنه داده، چي دملا محمد عمر وفات به په افغانستان کي دسولي پر بهير څه اغېز وکړي؟

که څه هم يو شمېر کسانو او خبري اژانسونو په اوسني وخت کي، چي دطالبانو او دافغانستان دحکومت تر مېنځ دسولي خبري رواني دي، دملا محمد عمر دمرګ خبر خپرېدل، دسولي بهير ته زيان رسونکی بللی دی او په دې اړه ئې پوښتنه کړېده، چي ملا عمرخو ۲ کاله مخکي مړ سويدی، نو دوی ولي داخبر اوس خپور کړ؟

رښتيا هم په معين وخت کي دخبرخپرېدل دپاملرني وړ وي . خو زما په آند په اوسني وخت کي ددې خبر خپرېدل ، دوه دليله لري :

۱- دمحاذ فدايي په نوم دطالبانو څخه بېله سوي ډلي اعلان وکړ، چي موږ داسي کره شواهد په لاس کي لرو، چي ملا محمد عمر وژل سوی دی او که ديوې يا دوو اونيو په لړ کي موږ ته داسي شواهد ښکار نسي، چي دملا عمر ژوندی والی ښيي، نوموږ به د داعش سره يو ځای سو . دغه راز دمحاذ فدايي ډلي دملا محمد عمر د زوی ملا محمديعقوب، ورور ملا عبدالمنان او دکوټي شورا اغېزناکو غړو خبري هم رواړي وې، چي هغوی هم دملا محمد عمر دوژل کېدو خبري کولې . دې کار دطالبانو په مېنځ کي جدي اندېښنې راولاړي کړي وې .

۲- خپور سوي ږغيز پيغام هم پر طالب قوماندانو ډېر لوی اغېز کړی او دې خبري دافغانستان په دننه کي دطالب قوماندانو مورال ډېر کمزوری کړی وه او دجګړې لپاره ئې دهغوی نه انګېزه اخستې وه . که دغه حالت دوام کړی وای، نو کېدای سول، چي په ټول افغانستان کي طالبانو ډېري ناکامی ليدلي وای او دکندهار او هلمند په شان  به يو شمېر طالب قوماندانان په خپل سر دافغان حکومت سره يو ځای سوي وای .

دا هغه څه دي، چي ای اس ای ئې نه غواړي . ځکه چي دمذاکراتو په وخت کي لاس ته راوړني يا ناکامی ددې سبب کېږي، چي امتيازونه ترلاسه او يا له لاسه ورکړي .

ځکه نو زما له نظره دپاکستان ای اس ای او دملا اخترمحمد منصور پلويانو، نور نه سوای کولای دا خبره پټه کړي، ځکه ئې نو د لاچاری له مخي دملا محمد عمر مړينه رسماً تائيد کړه .

دې کار ای اس ای اودملا اختر محمد منصور ډله په ډېر کمزوري دريځ کي درولي دي او په خپل ټول توان هڅه کوي، چي دملا اخترمحمد منصور مخالفين يا دهغه ملاتړ ته وهڅوي، يا ئې کمزوري کړي او يا ئې هم له مېنځه يوسي .

يوه جدي اندېښنه داده، چي ای اس ای شايد هڅه وکړي، چي ملا ذاکر او دکوټي شورا هغه نور غړي او طالب قوماندان، چي ملا اختر محمد منصور نه مني او هغه ته دغدار خطاب کوي، په ډول د ډولونو ترور او دصحنې نه وباسي .

دافغانستان حکومت او په ځانګړې ډول د ملي امنيت اداره بايد هر په ډول چي وي د دغو کسانو سره اړيکي ونيسي او له يوې خوا ددوی دترور مخه ونيسي او له بلي خو دوی په مستقيم او مستقل ډول دافغانستان دسولي بهير ته ورشامل کړي .

ښايي پاکستان پر افغان حکومت فشار رواړي، چي ددغو کسانو سره اړيکي پرې کړي او آن وئې ګواښي، چي که دا کار ونه کړي نو دملا اخترمحمد منصور په مشري طالبان به دافغانستان دسولي خبري ودروي .

خو زما له نظره دا دافغانستان لپاره يو طلايي چانس دی، چي دطالبانو ټولوډلو دافغانستان دحکومت سره دسولي دخبرو پلوي کړېده او دافغانستان حکومت بايد ددغي موقع نه ګټه پورته کړي او هغه طالب مشران چي د ای اس ای داغېز نه دباندي په مستقيم او مستقل ډول غواړي دسولي خبري وکړي، ملاتړ ترې وکړي او آن که هغوی موافق وه او غوښتل ئې په کابل، کندهار او يا هم کوم بل ځای کي رسمي دفتر ورته خلاص کړي .

دغه راز دخبرونو نه داسي ښکاري، چي په قطر کي دطالبانو درسمي نماينده ګی دفتر غړي هم د ای اس ای سره مخالف دي، نو د هغوی سره هم هرډول اړيکي ټينګي کړي .

اوس دافغانستان د ډيپلوماسی او استخباراتو لپاره ډېر حساس وخت دی . که سخت کار او دپوهي او مهارت له مخي کړني وکړې نو په راتلونکي کي به مو ډېره ګټه کړې وي . که مو ددې طلايي موقع نه ګټه وانخسته، نو په راتلونکي به ډېري ستونزي ولرو .

دغه اُرګانونه بايدخپلي هلي ځلي او هاند لس ځله ډېر کړي او ددې چانس نه په ګټي اخستني افغانستان ته سوله راولي .

دا دومره حساس وخت دی، چي زما له نظره آن ښايي دافغانستان ولسمشر جلالتمأب اشرف غني خپله تداوي ځنډولې وای او په مستقيم ډول ئې دغه بهير رهبري کړی وای . دا ډول چانسونه هرکله په لاس نه راځي .

ځيني کسان روانو پېښو ته ډېر خوشبين ښکاري او داسي انګېري، چي دطالبانو پروژه نوره ختمه ده . خو زما له نظره ترڅو پاکستان خپلو شومو موخو ته نه وي رسېدلی، نو په هيڅ صورت به پرې نه ږدي، چي په افغانستان کي سوله او ټيکاو راسي . موږ نبايد دنورو دپروژو پيل او ختم ته دننداره چي په توګه وګورو، بلکي خپله د خپل هيواد دحالاتو دبدلون لپاره هلي ځلي وکړو .

اوس دافغانستان دملي امنيت او ای اس ای تر مېنځ لوبه روانه ده . دټولو شواهدو نه داڅرګنده ده، چي ای اس ای په ټول توان او ځواک سره په فعاليت بوخت دي، تر څو دټولو يا اکثريت طالبانو لخوا ملا اخترمحمد منصور دطالبانو دمشر يا ددوی په اصطلاح اميرالمؤنين په توګه ومنل سي .

خو زماله نظره دافغانستان په ګټه داده، چي دملا ذاکر، ملامحمد يعقوب، ملا عبدالمنان، ملا عبدالغني برادر او دکوټي شورا نور غړو ملاتړ او مرسته وکړي، چي دهغوی قوت ډېر سي . نو په دې صورت کي به دهغوی سره دسولي خبري کول ډېر اغېز ناک او ګټور وي .

په افغانستان کي دتل پاتي سولي او سمسور تيا په هيله

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button