وېښته مې تباه دي؛ د حل لاره یې شته!؟

سرچینه: د بریتانیا د روغتیايي خدمتونو ملي اداره

تحقیق: BBC

ژباړه او زیاتونه: محمد تمیم «تکل»

ډيالوگ:

عبدالله: وبښئ! داسې په لنډه جمله کې یې راته ووایه، زما د وېښتو علاج کېږي، که نه؟

عبدالرحمن: هو! البته چې ستا ستونزه ارثي نه وي؛ کاکا او ماما دې «پکان» نه وي؛ اطمینان درکوم چې ډېر ژر به ښه شې او د وېښتو ستونزه به دې هم حل شي ان شاء الله.

د وېښو تویېدل مؤقتي وي که دایمي؟
دواړه صورته سم دي. کله مؤقتي وي او کله دایمي.
په متوسط ډول؛ د هر انسان څومره وېښته که په یوه ورځ کې توی شي؛ د اندېښنې خبره نه ده؟
معمولاً د هر انسان په ورځ کې ۵۰ -۱۰۰ تاره وېښته تویېږي. دا د تشویش خبره نه ده؛ خو که دایمي وي بیا یې غم باید وخوړل شي.
داسې یو څو لارې چارې راوښیه چې هم مې وېښته قوي شي او هم یې تویېدل بند شي؛ سخت به خوشال شم!
زه به دلته خپلې تجربې، د بي بي سي تحقیق او د ډاکټرانو سپارښتنې درته ووایم؛ هیله ده په دقت سره یې واورې!
۱. خپل غذايي سیستم جوړ کړه. د سهار چای، د غرمې ډوډۍ او د شپې غذا دې باید منظمه؛ سوتره او معیاري وي. ستا بدن ټولو هغو ویتامینونو ته چې اړتیا لري؛ باید ترلاسه یې کړي. څېړنو ښودلې چې څوک خپله ډوډۍ سمه کړي؛ د وېښتو تویېدنه یې بندېدای شي؛ د وطني چرگې هگۍ او د ماهي غوښه؛ دا دواړه پيدا کړه؛ سخته واره کوي. یا دا چې هر هغه شی وخوره چې «امگا ۳» ولري.

۲. ستا د بدن وسپنه هم کمه ده. سابه خوړل او په منظم ډول یې نوش جان کول؛ د وېښتو د تویېدو مخنیوی کولی شي. څېړونکي توصیه کوي چې سابه وخورئ (لکه د مشرقي پالک)، تشویش ډېر مه کوئ او ورزش په ځان جبري کړئ.

۳. «مینوکسیډيل» او «فیناسټرایډ» هغه درمل دي چې د ځینو ډاکټرانو له خوا؛ هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د وېښتو د تویېدو ستونزه لري. البته دغه درمل څه جانبي عوارض (سایډ اېفېکټ) هم لري. په جنسي هورمون کې اختلال رامنځ ته کوي.

۴. د وېښتو کرل هم ښه توصیه ده. شرط دا دی چې ډاکټر مو تکړه (مسلکي) او مواد یې معیاري وي. په بریتانیا کې چې څوک ځانته وېښته کري؛ معمولاً پینځلس زره (۱۵۰۰۰) ډالر مصرف لري.

۵. یو پياز به راواخلې. له تراشک نه به یې اوبه راوباسې. بیا به د جلال آباد زیتون غوړي راواخلې او دوه قاشقې به یادو اوبو ته ور اضافه کړې. لږ مالوچ به پيدا کړې او خپل د سر پوستکی به پرې لوند کړې، دغه د پيازو او زیتونو گډې اوبه به ټولې په خپلو وېښتو ور ووهې، بیا به تر ۲۰ دقیقو پورې همداسې پاتې وي. بیا به تړمې او معتدلې اوبه راواخلې؛ د ماشومانو په شامپو(چې تېزاب و نه لري) به خپل سر ومینځې. په یوه اوونۍ کې به درې ځلې دا کار وکړې. ان شاء الله چې ښه نتیجه به ترلاسه کړې.

۶. کله دې چې مور یا مېرمنې محترمې وریجې پخولې؛ ورته به ووایې چې اوبه یې درته وساتي. هغه اوبه به وڅښې او په تکرار سره به یې تعقیبوې، وگوره چې وېښته دې څومره قوت پیدا کوي.

۷. که د معدې زخم، تکلیف او حساسیت نه لرې، کوښښ وکړه تازه پياز ډېر وخورې، پیاز څنگه چې پوستکي ته له ظاهرې اړخ نه گټه رسوي؛ دغسې له داخله هم گټې لري.

۸. اوبه ډېرې او برابرې څخه! تازه او پاکې اوبه باید دومره وڅښې چې درته لازمې وي. د اوبو له کموالي سره ستا د وینې جریان سلو کېږي او کافي مغذي مواد دې وېښتو ته نه شي رسېدلی.

۹. د ږمنځ پر مهال ډېر احتیاط کوه. ږمنځ دې باید اصله وي او په ډېرې آرامۍ سره یې باید وکاروې، د وېښتو بېخ او د سر پوستکي ته زیان رسولی شي. که یې زیان ورساوه؛ د وېښتو تویېدنه هم پيلېږي. نو ږمنځ سمه کاروه او اصله یې کاروه.

۱۰. کله چې ښار، بازار او یو ککړ ځای ته ور روان یې، خپل سر او وېښتان په یو شي باندې پټ کړه؛ ځکه چې لمر، حرارت، هوا او حالات هم د وېښتو په کمزوري کولو کې رول لري.

۱۱. داسې ټوپۍ او خولۍ درته واخله چې سوري او د هوا د جریان مسامات ولري.

۱۲. یوه جلدي ډاکټر ته به لاړ شې، هغه به د مناسبې شامپو توصیه درته وکړي. چې شامپو دې سمه شوه، د وېښتو سیستم دې هم سمېږي.

۱۳. د سر پوستکي او د وېښتو بېخ ته کله کله مساژ ډېر ورکوه؛ چې دغه ساحات تحریک شي او وینه جریان پيدا کړي؛ د وینې له جریان سره سم؛ وېښتو ته کافي مواد ورسېږي.

عبدالله: جزاک الله خیراً! دا خو دې سم ملا کړم. اوس دا راته ووایه چې د وېښتو مؤقتي تویېدل څنگه او کوم وي؟

عبدالرحمن: کله کله د ځینو مؤقتي دلایلو له مخې، وېښته تویېږي چې هغه دا دي:

ناروغي

سترس او تشویش یا اضطراب

د وزن کمېدل

د وسپنې او وینې کموالی

خلک وايي چې خولۍ اغوستل او دستار تړل هم په ویښتو باندې منفي تأثیر کوي؛ آیا دا ریښتیا ده؟
نه! خولۍ د وېښتو د کمېدو لامل نه شي گرځېدای. دستار او لونگۍ هم منفي اغېز نه لري. البته دلته یوه خبره ده. خولۍ باید داسې په سر شي، چې په وېښتو باندې بې ځایه فشار او کش وارد نه شي، او لونگۍ داسې په سر شي چې د یوې خوا وېښته، بلې خواته کش نه شي. یعنې په خپل عادي حالت کې دې پرېښودل شي. اوس چې دا ځینې خلک خپل وېښته هر رقم جوړوي او رنگارنگ ډيزاین ورکوي؛ دا خپله منفي اثرات لرلی شي.
آیا دا ریښتیا ده چې د وېښتو ستونزه د مور له طرفه انسان ته پيدا کېږي؟
نه! یوازې مور نه ده. هم مور او هم پلار، دواړه په دې برخه کې رول لرلی شي. که په دغو دواړو کې د وېښتو ستونزه موجوده وه؛ هغه موږ ته هم سرایت کولی شي.
دلته خلک وايي چې سر دې وخریې او وېښته له بېخې کل کړې، دا به وېښته قوي او ښه کړي؛ آیا دا حقیقت لري؟
نه! دا یوه افسانه ده. وېښته یو مړ فایبر دی. هېڅ ډول عصبي او عروقي انتها نه لري چې په پرې کولو سره یې په وېښتو کې اغېز ښکاره شي. دا چې له خرېیلو وروسته زموږ وېښته تازه او تور ښکاري؛ لامل یې د لمر، هوا او حالات اغېز دی چې پخواني وېښته پيکه ښکارېدل؛ خو دا نوي تازه دي.
د افغانستان شرایط دي؛ که یو څوک ناڅاپه او ناببره ووېرېږي او شوک ووینې؛ آیا دا هم د وېښتو د تویېدلو سبب کېدای شي؛
هو! کله چې انسان وډار شي؛ د استرس هورمونونه په بدن کې آزاد شي. دغه هورمونه به د وېښتو د ودې پروسه برعکس کړي. د ودې پر ځای به وېښته توی شي.
آیا لوږه او غذايي رژیم هم په وېښتو باندې منفي تأثیر لرلی شي؟
هو! کله چې انسان د لوږې احساس وکړي؛ نو بدن هغه مغذي مواد کاروي چې هغه معمولاً غیر ضروري گڼل کېږي. انسان په بدن کې ذخایر لري چې د اړتیا پر مهال ترې استفاده کوي؛ دغه ذخایر څه د وازگو په بڼه وي او څه د قندي موادو. وېښته هم په بدن کې غیر ضروري گڼل کېږي. د لوږې پر مهال، بدن د وېښتو له موادو استفاده کوي چې دا به د وېښتو د موادو اندازه راکمه کړي او په پایله کې به یې وېښته توی شي.
ښه! دایمې یې څه مانا؟
دایمې دا مانا چې جنتيکي وي. یعنې ستاسو په کورنۍ کې دا ستونزه له پخوا موجوده وي.
په کومو حالاتو کې باید ډاکټر ته لاړ شم؟ یعنې حتمي باید لاړ شم؟
که دغه علایم دې ولیدل؛ بېړه به کوې او ډاکټر ته به ځان رسوې:
د وېښتو ناڅاپه تویېدل

په سر او وېښتو کې د لکو(داغونو) ښکاره کېدل

څو څو تاره وېښته یو ځای راغورځېدل

د سر د پوستکي سوځېدل او خارښت

د وېښتو د تویېدنې تشویش پیدا کېدل

د دغې لیکنې سرچینه:

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button