ډاکټر ګل مرجان منګل
((ولسمشر غني په دې لیک کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې د طالبانو د کوټې او پېښور د شوراګانو غړي په خپلو کورونو کې نظر بند کړي، د افغانستان د وروستیو وختونو د خونړیو حملو عاملان دې ونیسي، د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، د سولې د بهیر ملاتړ وکړي، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو مخه ونیسي، د تروریزم ضد عملیات د حقاني شبکې ته وغځوي، په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ وکړي، په تشدد کې ښکېل طالبان وروسپاري، په بمونو کې کارېدونکي کیمیايي سره او هغه برقي سویچونه منع کړي چې په چاودېدونکو موادو کې کارول کېږي))
د پښښتو یو متل دی چی وایی ؛؛ لونګۍ چی په مټ تکیه شی لویدلی نه ده؛؛ ولسمشر اوس د هم ستاسو کور اباد وی چی د پنجاپ پر نیت پوهه شوی واست او دا مو زړه اخیستی وی پنجابیان لوبه کوی په خبرو کی صادق نه دی او پورتنی عوښتنی مو د لیک له لاری ورته وړاندی کړی وی. ولسمره! ستاسو په لیک کی عوښتنی چی د پاکستان څخه مو کړی دی د شخړی هسته یا زړی دی اوس نو توپ د پاکستان سره دی ګورو به چی څه عمل ورسره کوی؟
افغان ولس په ټوله مني د ولسمشر اشرف غنی د غوښتنو چی له پاکستان څخه یی کړی دی تر شا ولاړ دی او تر اخره به ولاړ وی همدارنګه افغان ولس له پاکستان څخه عواړی چی د ولسمشر اشرف غنی عوښتنی د په غور سره مطالعه کړی او مثبت ځواب د ورکړی موږافغانان د پاکستان سره د سولی او ښه ګاونډی په حیث ژوند کول عواړو موږ له یو او بل څخه خلاصون نه لرو نو ښه به دا وی چی د دښمنی پر ځای پر دوستی فکر وکړو.
ښاغلی ولسمشر! په اخر کی د ټولو افغانانو لویه او پر ځای عوښتنه له تاسو محترم جناب څخه دا ده چی پر خپلو عوښتنو چی له پاکستان څخه مو کړی دی کلک او اوستوار ودریږی ولس مو تر شا ولاړ دی انشالله تر مرګه به درسره ولاړ اوسی. پدی منی تر هغه چی د افغان ولس عوښتنی چی تاسو پاکستانی چارواکو ته وړاندی کړی دی مثبت ځواب ورنه کړی، له بل هر ډول خبرو څخهد پاکستان سره ډډه وکړی دا ځکه د تیر ولسمشر کرزی په وخت کی موږ تجروبه کړه چی پاکستان لوبی کوی غولول کوی او وخت تیروی باید د پاکستان لوبی، غولول او وخت تیرونی ته د پای ټکی کشیښودل شی خبره ورسره یو خوا ته شی.
تل د وی د افغانانو تر منځ ملی یوالی،یوازی ملی یوالی د ټولو افغانانو ګټی خوندی کولای شی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۳۱/می/۲۰۱۵