Home سياسي او ټولنيزې ليکني ولسمشره! اوس نو کلک شه

ولسمشره! اوس نو کلک شه

 

ډاکټر ګل مرجان منګل

له کومی ورځی چی ډاکټر صاحب اشرف غنی د قدرت واګی په لاس کی اخیستی دی په خوا کی یی په افغانستان کی د سولی راوستلو لپاره   سختی هلی ځلی پیل کړی. چی ښه بیلګه یی د هغه سفرونه وو چی پدی برخه کی یی سعودی عربستان، چین او پاکستان ته تر سره کړل. په مقابل کی د پاکستان د پوځ، استخبراتو(آی اس آی) او نورو حکومتی چارواکو سر په لوسي راتلل کابل ته وو چی په دی وروستیو څو میاشتو کی تر سره شول. پدی سفرونو کی د پاکستان لوړ پوړو حکومتی او پوځی چارواکو زموږ ولسمشر ته ډیری عوړی او چربی وعدی ورکړی چی په نتجه کی یی زموږ د ولسمشر په شمول یو تعداد حکومتی او غیری حکومتی چارواکو دا منلی وه چی ګویا پنجاب ریښتنی سولی ته تیار دی. خو یو تعداد افغانا نو چی د پنجاب نیت ورته له وړاندی ښه معلوم وو باور یی نه کولو چی ګویا پنجاب د په ریښتنی توګه دی ته تیار وی چی د افغانستان سره سوله وکړی، طالبان د له جګړی څخه راوګرځوی او د سولی خبرو ته د یی تیار کړی. له ټول بدتره یی لا دا کله به چی کوم پاکستانی یا پنجاپی لوړ چارواکی کابل ته رراوان شو نو لومړۍ به د دوی (پنجابیانو ) په   اشاره یوه لویه چاودنه د افغانستان په کوم ښار کی تر سره کړه شوه همدارنګه همدغه پاکستانی پوځی یا غیری پوځی چارواکی به په ارګ کی د ولسمشر سره په خبرو بوخت وو چی بیرون د هیواد په کوم کوټ کی به ځانمرګی د خپل واسکټ پټن کشیکاګله او په لسهاوو بیګنا او بی دفاع افغانان به یی په وینوکی ولمبول تر څو پر ولسمشر او نورو افغان چارواکو فشار راوړی، خو افغان چارواکو به بیا هم د دوی خبرو ته غوږ نیولی وو.خبره مارچ ته لاړه، مارچ هم تیر شوورپسی وعده اپریل ته شوه هغه هم تیر شو راغله می هغه هم خلاصه شوه ، د خدای پاک فضل دی افغان ولسمشر اشرف غنی بلاخره پدی پوهه شو چی پنجاب خو دوکه کوی،، عولول کوی بلکی پر افغانانو خندل کوی. هغه وو چی پاکستان ته یی لیک ولیک موږ هم دا لیک ولوست چی عټ ټکی یی پدی ډول دی:

((ولسمشر غني په دې لیک کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې د طالبانو د کوټې او پېښور د شوراګانو غړي په خپلو کورونو کې نظر بند کړي، د افغانستان د وروستیو وختونو د خونړیو حملو عاملان دې ونیسي، د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، د سولې د بهیر ملاتړ وکړي، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو مخه ونیسي، د تروریزم ضد عملیات د حقاني شبکې ته وغځوي، په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ وکړي، په تشدد کې ښکېل طالبان وروسپاري، په بمونو کې کارېدونکي کیمیايي سره او هغه برقي سویچونه منع کړي چې په چاودېدونکو موادو کې کارول کېږي))

د پښښتو یو متل دی چی وایی ؛؛ لونګۍ چی په مټ تکیه شی لویدلی نه ده؛؛ ولسمشر اوس د هم ستاسو کور اباد وی چی د پنجاپ پر نیت پوهه شوی واست او دا مو زړه اخیستی وی پنجابیان لوبه کوی په خبرو کی صادق نه دی او پورتنی عوښتنی مو د لیک له لاری ورته وړاندی کړی وی. ولسمره! ستاسو په لیک کی عوښتنی چی د پاکستان څخه مو کړی دی د شخړی هسته یا زړی دی اوس نو توپ د پاکستان سره دی ګورو به چی څه عمل ورسره کوی؟

افغان ولس په ټوله مني د ولسمشر اشرف غنی د غوښتنو چی له پاکستان څخه یی کړی دی تر شا ولاړ دی او تر اخره به ولاړ وی همدارنګه افغان ولس له پاکستان څخه عواړی چی د ولسمشر اشرف غنی عوښتنی د په غور سره مطالعه کړی او مثبت ځواب د ورکړی موږافغانان د پاکستان سره د سولی او ښه ګاونډی په حیث ژوند کول عواړو موږ له یو او بل څخه خلاصون نه لرو نو ښه به دا وی چی د دښمنی پر ځای پر دوستی فکر وکړو.

ښاغلی ولسمشر! په اخر کی د ټولو افغانانو لویه او پر ځای عوښتنه له تاسو محترم جناب څخه دا ده چی پر خپلو عوښتنو چی له پاکستان څخه مو کړی دی کلک او اوستوار ودریږی ولس مو تر شا ولاړ دی انشالله تر مرګه به درسره ولاړ اوسی. پدی منی تر هغه چی د افغان ولس عوښتنی چی تاسو پاکستانی چارواکو ته وړاندی کړی دی مثبت ځواب ورنه کړی، له بل هر ډول خبرو څخهد پاکستان سره ډډه وکړی دا ځکه د تیر ولسمشر کرزی په وخت کی موږ تجروبه کړه چی پاکستان لوبی کوی غولول کوی او وخت تیروی باید د پاکستان لوبی، غولول او وخت تیرونی ته د پای ټکی کشیښودل شی خبره ورسره یو خوا ته شی.

تل د وی د افغانانو تر منځ ملی یوالی،یوازی ملی یوالی د ټولو افغانانو ګټی خوندی کولای شی.

مننه

ډاکټر ګل مرجان منګل

۳۱/می/۲۰۱۵

 

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ډېر لوستل شوي

آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟

آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟ ژباړن: انبیا ژمن تاسو باید له ځان څخه څلور ساده پوښتنې وکړﺉ. 1. تاسو له هغوکارونو سره که...

د وخت مدیریت

د وخت مدیریت ژباړن: انبیا ژمن غورچاڼ: د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو څخه یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت...

د قرآنکريم په اړه هېښنده رښتياتوبونه

د قرآنکريم په اړه هېښنده رښتياتوبونه (واقعيتونه): ډاکټر طريق السوادان په قرآنکريم کې داسې آيتونه موندلي چې ښيي يوه موضوع له بلې سره برابره ده،...

د کُمینتِرن رامنځته کیدل، فعالیت او انحلال

لومړۍ برخه د کمینټرن د بنسټ ایښودلو لومړۍ نړیواله کنګره نور محمد غفوري ما مخکې په یوه لیکنه کې چې (د کارګري انټرناسیونالیسم پیدايښت او وده)...

Recent Comments