د امریکایانو امر دی؛ د طالبانو په کتاب کې لدې وروسته ژباړونکي خوندي دي

سیدعبدالله پاچا

طالبانو پرون یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې یې د بهرنیو ځواکونو، ترجمانانو، ساتونکو یا د دوی نېږدې همکارانو ته چې په هر عنوان یې له دوی سره، مرسته، همکاري او یا کار کړی وي، پکې ډاډ ور کړل شوی، چې دوی دې له طالبانو د هېڅ نوعه ډار او ویرې احساس نه کوي، طالبان په دوی باندې بریدونه نه کوي. د یو افغان په حیث زه خوشالېږم، چې د یو مسلمان او افغان انسان د وینې تویدنې، وژنې او ځورونې مخه نیول کیږي، خو د طالبانو دغه کار له ما سره ګڼ سوالونه او پوښتنې پیدا کړې.

زه به خپله تبصره لدې را پیل کړم، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړو، چې ټول امریکايي ځواکونه به له افغانستان باسي، هماله د امریکا په دفاع وزارت «پنټاګان» د سنا په مجلس او رسنیو کې داسې بحثونه راپورته شول، چې ګواکې امریکایان په افغانستان کې د خپلو ژباړونکو د امنیت په اړه اندېښنې لري، وړمه ورځ د امریکا دفاع وزیر د دې هېواد مرکزي قومندانۍ ته امر وکړو، هغه کسان چې په تېرو شلو کلونو کې له امریکايي ځواکونو سره ترجماني یا بل کار کړی وي، خوندي له افغانستانه وباسي، یا لږ تر لږه د دوی د خوندیتوب زمینه مساعده کړي، همداسې وشول، طالبانو له څو ورځو وروسته دغه دی نن اعلامیه ور کړه چې دوی په دې خلکو غرض نلري، څومره چې زما معلومات دي د امریکا او طالبانو تر منځ په ورځني ډول تماس شته، د دوی نظامیان هره ورځ د قطر له دفتر سره په تماس کې دي، دا د امریکایانو تازه امر دی چې طالبانو ته یې کړی دی، دا دی طالبانو په سر سترګو ومنلو.

بیا هم تکرارووم چې د یو افغان د ژوند بچ کیدل هم غټه خبره ده، خو سوال دا دی، چې تاسو چې ترجمنانو ته د خوندیتوب ډاډ ور کوئ، ولې دا نور افغانان ندي؟ چې وژنئ یې، که خبره د اسلام او کفر وي، تاسو خو هغه کسان له ټولو هم زیات کافر کڼل او د مرګ تږي یې وئ، چې د امریکایانو سره یې کار کاوه، همدا تاسې نه وئ، چې په همدې نوم د هغه خلکو کورونو ته بمونه کيښول چې د امریکایانو او یا نورو بهرنیانو سره یې کار کاوه، د دوی د کورنیو غړي مو ور ووژل. دوی مو هېڅ نه پريښول. د دوی د وژنې لپاره خو تاسو ویل چې اسلام اجازه را کړې ده. اوس څه وشول؟ دا اجازه له تاسو امریکایانو واخیسته؟!

واضح ده، چې امریکایانو درته وویل نور دا خلک مه وژنئ، بس یې کړئ، کنه نو… تاسو هم په ورین تندي ومنله. د دې لپاره نه چې افغانان دي، یا مسلمانان دي، د دې لپاره چې امریکایان خوشاله وساتئ، د امریکایانو د خوشاله کولو لپاره تاسو د خپلې هغه خبرې نه په شاه شوئ، چې د کافر ملګری باید ووژل شي، نن څه وشول؟ چې دوی ته د خونديتوب ډاډ ور کوئ، ښه ده، موږ ور باندې خوښ یو، خو دا نور خلک چې تاسې یې روزنه وژنئ، افغانان ندي؟

یواځې هغه کسان چې له بهرینو ځواکونو سره یې کار کړی، تر خطر لاندې ندي، هره ورځ په لسګونو ځوانان ستاسو د وحشت له وجې له هېواده تښته کوي، پانګوالو خپلې پیسې ایښې د همدې له ډاره چې افغانستان نا امنه دی، خو دوی ته هم دغسې ډاډ ور کړئ.

نېږدې هره ورځ د هېواد په کوټ، کوټ دیني عالمان او خبریالان وژنئ، مه یې وژنئ، نر شئ، په همدومره صراحت ووایئ، لکه څه ډول مو چې د امریکا ژباړونکو ته وویل چې نور مو نه وژنو، تاسو زموږ په کتاب کې خوندي یئ.

دا خو پرېږده، دوه اونۍ وړاندې یواځې په لغمان کې ستاسو د جګړې له امله له درې زرو زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې، خپل کورونه یې پريښودل، هغوی خو دندې هم نلرلې، که جګړه مو ده د افغانستان له حکومت سره مو ده، ولې عام خلک په تکلیفوئ؟ په هلمند کې څومره کورنۍ ستاسو د جګړو له امله بې ځایه دي، کندهار وګوره، جوزجان ټول ولایتونه همداسې در واخله. ولې او د څه لپاره دا خلک په تکلیف دي، تاسو خو د دولتي کسانو د وژنې لپاره همدا دلیل راوړئ، چې له دولت سره یې کار کولو، ځکه یې وژنو، د دغه خلکو لپاره چې ستاسو سړک غاړې ماینونه هر ورځ الوځوي، بسته، بسته کورنئ چې په یو موټر کې ناستې وي، اته کسان لس کسان، ستاسو بم والوځوي، دوی ولې وژنئ، د ملکي خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ ولې فایر کوئ؟

واضح ده، چې هېڅ دلیل نلرئ، که لرئ یې همدا بې منطقه خبره به وکړئ، چې موږ خپلو جنګیالیو ته ویلي، که ستاسو د بمونو ملکیان ښکار شول، کومه خبره نشته، هغه شهیدان دي.

که خبره د دولت سره د دندې د پریښودلو وي، ولې هره ورځ هغه کسان په نښه کوئ؟ چې لا له وړاندې یې خپلې دندې پريښي دي. خو نه اصل خبره دا ده، چې تاسو د افغان وژنې امر اخیستی، تر څو چې امر وي، افغانان به وژنئ، چې بیا امر درته وشي، تر ټولو سخت او ظالم کافران چې تاسو بلل امریکایان به ستاسو ملګري وي، د دوی ژباړونکو ته به د خوندیتوب ډاډ ور کوئ، امریکا په تاسو ښه چل وکړو، په خپله مو ور سره ومنله، چې زموږ جګړه جهاد نه تاوتریخوالی و، په خپلو مو دا دلیل وړاندې کړو چې د امریکایانو وژل ناروا دي اوس، ټانکونه ورته ساتئ، د دوی په بېزونو یې پیرې کوئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button