د طالبانو سره د زړه خواله !

د طالبانو سره د زړه خواله !
د مولوي صیب ارواښاد قیام الدین خادم په وینا :
رښتیا،رښتیا به وایم که وم، وم که نه وم،نه وم . که په زغرده اوسپیني ، سپیني ووایم یوخو شیرمحمد عباس ستانکزی چې د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند یوفعال سویتیست یا روس پلوی غړی د مولوي صیب په جامه کې ستاسو د لارښود اومشرپه توګه خدایږو ډیر شرموونکی ښکاري . خو تر ټولو د عبرت خبره داده چې تاسو د قطر په دوحه کې راټول شویوطالبانوصاحبانو د خپلوغمیزواو ناورینونو تاریخ ولې دومره ژر هیر کړ او هغه داچې ستاسو د اسلامي آمارت په را پرزولو کې د ا مریکا په مشری د نړیوالوهیوادونود وسله والو ځواکونوسره په سیمه ييزه کچه چا مرسته اولاس یوکړاو هغه په مستند اومدلل ډول ښکاره کول غواړم .
لومړی پاکستاني پوځیانواو د هغه په سر کې جنرال مشرف د خپل هیواد په د نـنه کې دغه یرغل ته ټول هوایې اوځمکني تسهیلات رامنځته اود هغه سره جوخت یې د طالبانو د اسلامي امارت د جګ پوړو اومطرح شخصیتونو په سپکاوی او فزیکي امحا لاس پوري کړ. په پاکستان کې طالبانوسفیردیني عالم اود ملا محمد عمرتر ټولو نیږدې ملګری محترم مولوی صیب عبدالسلام ضعیف د ای،اس،ای د تورمخوڅارګرو له خوا په ګواښمنوهڅو ونیول شو د اسلامیت اوبشریت د اصولو پرخلاف یې له تنه کالي وایستل شول لوڅ لغړیې د شنو ډالرو په بدل کې امریکایانو ته په لاس کې ورکړاود ګواتینامو په زندان کې يې په زیړواوشنو کالیوکې کلونه ،کلونه تیرکړل اوس شکر الحمد الله ژوندی او په کابل کې عزتمن اوپتمن ژوند کوې . همداراز د اسلامي آمارت د بهرنیوچارووزیرمحترم وکيل محمد متوکل سره پاکستاني بې وجدانه څارګرو ورته کرغیړن عمل ترسره کړ. اوتاسو په دوحه کې ناستو طالبي مشرانو سره با المثل عملونه په پاکستان کې ترسره شوي اود ای،اس،ای د توطیوله مخې مو په ګواتینامو کې ستونزمن کلونه تیر کړل . نامرده پنجابیانو د طالبانو د اسلامي آمارت د دفاع وزیر ارواښاد مولوی صيب عبیدالله اخوند په زندان کې په بریښښنایې شکنجواوغیر انساني ربړولووواژه . په دوحه کې ناست مولوی عبد الغني برادر کابو دوولس کاله د پاکستان په جیلونو کې درنې زولنې اوپه لاسونوکې اتکړۍ وشرنګولی اولا تراوسه یې په ډنګره څیره کې د پنجابیانو د زرواوستم نښې ښکاري . په بشپړ باور د مولوی منصور اخوند د وژلو نقشه چې د ډورن په بمبار کې ووژل شو د پاکستان د پوځیانو اوڅارګرو لاس د خیل دی . چې په دې وروستیو کی یې د هغه د بدنامولو لپاره په کراچې د میلیوني پانګې اوودانیوپه لرلو متهم او هغه یې په قاچاقبری تورن کړ.
خودریغا! دریغا! تاسو لا د پاکستان لکۍ په لاسونو کې نیولي اوپه غاړوکې د پنجاب رسۍ اوځنځیرونه ګرځوی .
بل سیمه ییزهیواد چې ستاسو د واکمنی په راپرځولو کې با الفعل او با ا لقوه ښکاره رول ولوباوه هغه ایران دی چې ستاسو په لاسونو په بلخ کې دایراني دپلوماتانو د وژلوپه غچ کې یې د امریکا په مشری د نړیوالو ځواکونو ملاتړ وکړ.
ستاسو بل دوست اود عباس ستانکزي د ماما ګانو هیواد د سروخرسانو ملک پخوانی شوروي اتحاد او اوسنی روسیه ده چې نیغ په نیغه یې د نظار شورا او رشید دوستم وسله وال ځواکونه په مالي اونظامي ملاتړسپوت کړل چې د دوستم اوعطا محمد نور په لاسونو د زرګونو،زګونو د طالبانو ډله ییزه وژنه او امحا یوه نه هیریدونکي بشري فاجعه اوتراژیدي بلل کیږي .
دا ټول واقعات اودردوونکي پیښې تاسو ټولو طالبانو ته ښه په یاد دي خوله بده مرغه اوس مهال مود همدغو دوښمنوهیوادونوپاکستان ، ایران او روسیې په لمنو کې ځانونه اچولي او د هغو له توطیه ګروځالو د کمونیست مولوی صیب عباس ستانکزي په خوله د افغانستان د اوسني نظام ړنګول او د افغان منتخب ولس مشر اشرف غني له واکه ګوښه کول غواړي .
تر ټولو شرموونکي داده چې طالبان ډونالد ټرمپ خپل خواخوږی بولي او دهغه سره یې د ورورولی په پارېی تیرکال د یوه امریکایې پوزه ویني نه شوه . خوپه بدل کې مسلمان اوسپیڅلي متدین افغانان ښځې ، نارینه ،ځوانان، ماشومان ، بې پرې وطنپال ژورنالیستان ، شاه ځلمي سرتیري اوقومي مشران د خدای ناترسه او د یوم الحشر له حساب ،کتابه د منکروطالبانوپه لاسونو،بمي چاودنو اومقناطیسي بمونو ووژل شول اولا هره ورځ د مرګ ژوبلې خونړی ناورین روان دی . او د دوحې د افغان منځي خبرو په ناکامیدو سره د لاوینوبهولواوماتمي ناورینونورامنځته کیدل او دامریکا په مشری د جګړې ډګرته بیا رادانګل شوني ښکاري . وګورو جوبایډن څه کول غواړي؟؟
د سولې د ټینګښت اود جګړې د مخنیوي اوجوړجاړی په هیله .
۱/۲/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button