
وسله وال طالبان له چشي خپل عاید لاسته راوړي
سیدعبدالله پاچا
طالبان چې تر خپل فعالیت لاندې سیمو کې یې د کوکنارو کښت ته اجازه ورکړې، له دې درکه هر کال د عشر او زکات له لارې زیاتې پيسې لاس ته راوړي او دا پيسې ځایي طالب قومندانان اخلي او یوه برخه یې په جګړه کې مصرف کوي.
په دې کې شک نشته چې د طالبانو او نشهيي توکو اړیکه واضح ده او هر ځای چې طالبان وي، هلته نشهيي توکو کښت او قاچاق وي.
ټولې هغه لارې چې ګاونډیو هېوادونو ته پرې قاچاق کیږي، طالبانو ناامنه کړي او د نشهيي توکو قاچاقبرانو ته یې اجازه ورکړي چې له دې لارې څخه په ازادانه ډول خپل کار وکړي او طالبانو ته پکې خپله برخه ورکړي.
تازه راپورونه دا دي چې له ترکمنستان سره د طالبانو د سرحد مسوول مولوي غلام له یو قاچاقبر څخه د سل کیلو ګرامه تریاکو په بدل کې لس کیلو ګرامه تریاک اخیستي او بیا یې ورته زمینه برابره کړې چې دا تریاک د ترکمنستان تر سرحد پورې ورسوي.
ټولې هغه سیمې چې کوکنار پکې کښت کیږي، طالبان پکې فعالیت کوي او خلکو ته یې ډاډ ورکړی چې که هر څوک د کوکنارو کښت د اړولو کمپاین پسې راځي، دوی به ورته اجازه نه ورکوي، خو په بدل کې به یې طالبانو ته جزیه او یا مالیه ورکوي.
کله چې د کوکنارو حاصلات واخیستل شي او له بزګرانو څخه طالبان پيسې او تریاک واخلي، بیا له قاچاقبرانو سره کار کوي چې څنګه تریاک ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو ته انتقال کړي.
طالبان په ټولو هغو لارو باندې فعالیت کوي چې د نشهيي توکو قاچاق پرې کیږي، قاچاقبرانو سره د طالبانو خبره جوړه ده او هر کیلو ګرام تریاک باندې د طالبانو برخه مالومه ده چې قاچاقبر اړ دی، طالبانو ته یې ورکړي.
که څه هم کله کله طالبان د نشهيي توکو له قاچاق څخه منکر کیږي، خو دا خبره واضح ده چې د طالبانو په خوشې شویو ۵۵۰۰ زندانیانو کې ۶۰یې د نشهيي توکو قاچاقبران و چې طالبانو یې لست کې نومونه شامل کړي و.
طالبان یا له دې قاچاقبرانو سره کار کوي او یا قاچاقبران پيسې ورکوي چې د طالبانو د ژوند او جګړې امکانات پرې برابر شي.
طالبان د تاوتریخوالي او جګړې د دوام له درکه ډيرې پيسې لاس ته راوړي او بیا دې جګړې ته د جهاد نوم ورکوي، خو د هر کال په تیریدو سره د طالبانو اصلي څېره ښکاره کیږي چې دا ډله یواځې کرایي قاتلین او د جګړې سوداګر دي چې جګړه د شخصي ګټو لپاره کوي او د دې جګړې په ډګر کې پردي اولادونه قرباني کوي.
هر هغه سیمه باندې د جګړې تمرکز زیات دی چې د طالبانو د نشهيي توکو کښت او قاچاق پرې کیږي.