د پينځو ثانیو قاعده ـ د کتاب لنډیز

محی الدین دلیل

د پينځو ثانیو قاعده، د مېل روبېن پرمټ لیکل شوی کتاب دی. ميل روبېن بې روزګاره وه، له مالي ستونزو سره لاس او پنجه وه، نشه اي توکي یې ډېر کارول او د یوېې مور په حیث یې د کور کارونو ته سمه رسېدنه نه کوله. یو شپه یې په تلویزون کې د هوا په لور د راکټ تللو اعلان لیده ، چې مسؤلینو یې د ۵، ۴، ۳، ۲، ۱ او ځه په ویلو راکټ د فضا په لور روان کړ. دغې صحنې يې په ذهن کې یو داسې بدلون راوست، چې له مخې یې نوموړې خپل ټول ژوند او چارې مثبت لوري ته روانې کړې، او د همغې شپې په سهار یې د ۵، ۴، ۳، ۲، ۱ او جګه شه په ویلو خوب او لټۍ ته د پای ټکی کېښود، له دې مخکې نوموړې د خپل ساعت زنګ وهل بیا، بیا ځنډاوه، چې څو ساعته به یې ضایعه کېدل او له خوب پاڅېدو وروسته یې هم د کارونو ترسره کولو لېوالتیا نه درلوده. نوموړې ددې قاعدې له کشف او عملي کولو وروسته، په یوه نوموتې او کامیابه څېرې بدله شوه.

مېل له خپلو تجربو وروسته داسې وايي چې، تاسو د یویې فیصلې په اندازه له کامل متفاوت مثبت ژوند څخه لرې یاست، او دا فیصله په پینځو ثانیو کې کولی شئ، هغه دا چې تاسې خپله د ستونزو زېږونکي او خپله یې حل یی، نو کله چې یو کار درته په مخکې وي، ژر ۵، ۴، ۳، ۲، ۱ ووایاست، او د کار د ترسره کولو لپاره جګ شئ، کنه نو ذهن به مو د نوموړي کار د ترسره کولو انګېزه در مړه کړي. همدارنګه نوموړې وايي چې تاسو د کارونو د ترسره کولو شجاعت پیدا کړئ، شجاعت پدې مانا چې ستونزمن او له خطرو ډک کارونه ترسره کړې، د شجاعت یو عمل کولای شي ستاسو یوه ورځه بدله کړي، یو ورځ کولی شي ستاسو عمر بدل کړي، او عمر مو کولای شي نړۍ ته بدلون ورکړي. په یو بل ځای کې نوموړې وایي چې، که تاسو د هغه شخص په لټه کې یاست چې کولای شي ستاسو ژوند ته بدلون راولي، نو هینداره ته وګورئ. ددې کتاب ځینې مهمې نکتې په لاندې ډول دی.

الف) په لاندې مواردو کې دغه قاعده په عملي ډول د خلکو لخوا کارول شوې، چې میل روبین یې د برېښنالیک یا نورو وسایلو له لارې خبره کړې، او لیکونه یې د سند په ډول په دې کتاب کې ځای په ځای شوي هم دي.

ځینو افرادو د یو پلان یا کار لپاره د کامل چمتوالي نیولو په موخه ، ځېنو د کاري پرمختګ، او خپلو معاشونو د لوړوالي لپاره ، ځينو د خپل مولدیت د زیاتوالي او ډېر کار ترسره کولو، ځینو د آرام له ساحې د وتلو په پار، ځینو د خپلو بدو او ناسمو عادتونو او کړنو د بدلولو په منظور، ځینو کمپنیو د خپلو کارکوونکو او مدیرانو د انګېزو، او تشویق د لوړوالي لپاره، ځینو د خپل اعتیاد او خفګان لرې کولو په خاطر او حتې ځینو نورو د ځان وژنې له عمل څخه د مخنیوي په موخه دغه قاعده کارولې. په لنډ ډول ویلی شو چې دغه قاعده د ژوند په هر چاره کې د مثبت بدلون په موخه کارولی شو.

ب) د پنځو ثانیو قاعده څنګه دا ژور بدلون راوستلی شي؟ د پنځو ثانیو قاعده تاته وايي چې، ته د خپل ژوند د ښه کولو یوازېنی عامل یې، ته غوره والی او کمال لرې، ته د ۵ ثانیو په اندازه له هغه ژونده لرې یې چې تل یې ارمان کوې، نو جګ شه، جرئت وکه او هماغه ارماني ژوند ترلاسه کړه. که چېرې د پیلولو جرئت لرې، نو د کامیابۍ جرئت درسره شته دی. برېن برون وايي، تاسو یا د عمل کولو جرئت ټاکلی شئ، یا هم آرام او راحت ټاکلی شئ، مګر نشئ کولئ دواړه یوځای انتخاب کړی.

ج) د جرئت کولو ځواکمنتیا: جرئت ډېر ځواکمن دی، او اوږدمهاله ګټې پرې ترلاسه کولی شو، يو وخت به په امریکا کې ، کله چې سپین پوستۍ موټر ته جګ شو، نو که خالي چوکۍ به نوه، تور پوستي مجبوره وو ترڅو هغو ته چوکۍ خالي کړي، خو کله چې روسا پارکز(یوه تور پوستې مېرمن) له جګېدلو انکار وکړ، په ټولنه کې یې انقلاب ته لار هواره کړه، او د نوموړې له زنداني کېدو څلور ورځې وروسته مارتن لوتر کېنګ صحنې ته راغی، چې بلاخره د پارکز جرئت ددغې تبعیضي رویې جرړې وچې کړې. د مېل وربېن په وینا مونږ دغه جرئت د ۵ ثانیو له قاعدې څخه ترلاسه کولی شو، ځکه دغه قاعده زمونږ فکر د عمل د ترسره کولو لپاره هڅوي، او په وېرو راته غلبه راکوي.

د) د څه لپاره په تمه یاست: مارتن لوتر کېنګ وايي چې د سم کار ترسره کولو لپاره هر وخت سم او مناسب دی. د مېل روبېن په وینا که چېرې په تمه یی چې مناسب وخت راشي او بیا یو کار ترسره کړی، نو د دریو فکتورونو پر بنسټ به هېڅکله هم مناسب وخت درته رانشي، لومړی دا چې بدلون تل نوی وي، دوهم دا چې په بدلون کې ابهام وي او دریم دا چې بدلون تل له ځانه سره خطر لرونکی وي. نو همدا اوس پیل وکړئ، خپل ټولو ارمانونو ته د رسېدو په موخه لاس په کار شئ، او په دې پوه شئ چې نن د تېرې ورځې سبا ده.

ه) مونږ د خپل احساس په رڼا کې تصمیمونه نیسو: د مېل روبېن د وینا پر بنسټ مونږ ډېری حالاتو کې د منطق د کارولو پرځای د تصمیمونو په نیولو کې له احساس څخه کار اخلو. نوموړې پدې برخه کې د نېرو ساېنس د یوه عالم خبره رانقلوي چې وايي”نږدې ۹۵ سلنه وخت مونږ د خپلو احساساتو پر بنسټ تصمیمونه نیسو، او انسان د احساساتو ماشين ده چې فکر کوي نه د فکرونو ماشین چې احساس کوي”. نو ډېری وخت چې مونږ یو کار نه ترسره کوو، علت یې دادی چې مونږ هغه وخت کې د نوموړي کار احساس نه لرو، نو ددې لپاره چې احساس مو ښه شي او د کارونو د ترسره کولو جوګه مو کړي، اړینه ده نوموتو څېرو، لوبغاړو او نورو څخه الهام واخلو او ورسره لاس په کار شو.

و) څنګه د پينځه ثانیو قاعده وکاروو: هنرې فورډ وايي، که وايې چې یو کار کولی شم یا یې نشم کولی نو دواړو حالاتو کې ریښتینی یې. نو پر دې بنسټ مونږ باید مثبت فکر له ځانه سره ولرو، او ووایو چې هو زه دغه کار ترسره کولای شم، کله دې چې دا یقین پیدا شو نو بیا کولی شې ووایې ۵، ۴، ۳، ۲، ۱ او نوموړي کار ترسره کولو لپاره عملآ او په فزیکي دول لاس په کار شې.

د مېل روبېن د پینځه ثانیو د قاعدې پر مټ کولای شو، خپلې ټولې هغه موخې چې په فکر کې مو دي، ولې تر اوسه مو ورته کار ندی کړی، ترلاسه کړو، له انتظار سره خدای پاماني وکړو او همدا اوس لاس په کار شو، بېځایه دلیلونه، سستي، تمبلي او بې موخې ژوند پرېږدو او یو نوی ښکلی او خپل ارماني ژوند پیل کړو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button