د ایران په ملاتړ د طالبانو نوې نظامي مرکزونه

د ایران په ملاتړ د طالبانو نوې نظامي مرکزونه

نویداحمد څرک

تازه راپورونه دي چې طالبان د ایران په ملاتړ د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې یوه ستره نظامي قرارګاه جوړه کړي چې ایران به یې ملاتړ کوي او طالبان به یې بدل کې د ایران ګټې افغانستان کې خوندي کوي.

د راپورونو په اساس د ایران سپاه پاسدارانو له هغو طالبانو سره هوکړه کړې چې د ایران په خاوره کې یې کورونه او پټنځایونه دي او په همدې خاطر یې له ځینو ولایتونو څخه دې ولسوالۍ ته د درنو وسلو انتقال پيل کړی دی.

دا نظامي قرارګاه به د لویدیځو ولایتونو لپاره د طالبانو هسته یي مرکز وي چې ټولو ولایتونو ته به ترې د وسلو او وسله والو انتقالات کیږي.

د دې تر څنګ د ایران د قدس ځواکونو د هرات سرحدي ولسوالۍ ګلران کې د مقاومت په نوم د طالبانو په همکارۍ یوه ډله رامنځ ته کړې چې سرحدي سیمو کې به ایران ته د ورپيښو خطراتو مخنیوی کوي.

د مقاومت په نوم د طالبانو او ایران ګډه ډله به دغه راز زمینه برابروي چې له ایران څخه د طالب قومندانانو او د درنو وسلو د حمل و نقل اسانه او ساده ترسره شي.

ایران په دې وروستیو کې لویدیځو ولایتونو کې له طالبانو سره اړیکې پراخه کړي او همکاري یې ډيره کړې ده.

ایران له افغانستان څخه بیلابیلو برخو کې اندیښنې لري او طالبانو ورسره ژمنه کړې چې ټولو اندیښنو ته به یې ځواب وايي.

طالبان چې کرايي قاتلین هم ورته ویلی شو، د هر هغه چا لپاره کار کوي چې څوک ډيرې پيسې او وسلې ورکړي.

دا ډله په خپل هېواد کې هیڅ باندې ایساره نه ده او یواځې هغه څه ورته مشروعیت لري چې د دوی شخصي ګټې پکې خوندي وي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې ډله باندې نظر شته او هر ډول حرکات یې څارل کیږي چې په وخت یې مخه ونیسي.

افغانستان کې دا ښکاره ده چې جګړې بیروني هېوادونه تمویل کوي او په مستقیم او غیرې مستقیم ډول په کې دخیل دي.

نور هېوادونه په افغانستان کې له طالبانو د خپلو ملیشو کار اخلي او د دې لپاره طالب قومندانانو ته زیاتې وسلې او امکانات ورکوي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button