د ام البلاد اواز

لیکوال: ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى

د ام البلاد اواز

عجبه ژوند دی عجب حکم د زمان پکې

شول غلامان د بادارانو بادارانو پکې

عجبه ژوند دی چې بچي د پلار په ننګ ویاړي

د بې ننګۍ څپېړې خوري مني قلنګ ویاړي

ورونه پاڅېږي ورونه وژني کوي جنګ ویاړي

د ناپوهۍ له لاسه، بې خبرۍ له لاسه

فقر نېستۍ له لاسه

خپلو کې وژني په خاطر د یو غیران پکې

شول غلامان د بادارانو باداران پکې

عجب زمان دی ټول قومونه په سیالۍ او غیرت

د پرمختګ په لوري درومي قدم اخلي اوچت

ټول کاینات یې تابع کړي دي په پوهه علمیت

پښتون غلام پاتې شو، جاهل بدنام پاتې شو

له هر یو قام پاتې شو

د پلار نیکه همت بایللی دی افغان پکې

شول غلامان د بادارانو باداران پکې

خلک په مخه باندې درومي زده کوي علمونه

پښتانه بېرته شاته درومي اوږدوي مزلونه

پردۍ ټوپکې ګرځوي ورباندې وژني ورونه

مدام غولېږي پښتون، استعمالېږي پښتون

خوشې نازېږي پښتون

لوبې پرې کېږي شاته ناست دي دښمنان پکې

شول غلامان د بادارانو باداران پکې

د پښتنو د ویاړ تاریخ ام البلاد یادېږي

ګنداهارا ولس په ټول جهان آزاد یادېږي

ستر باختر تمدن ټولو ته بنیاد یادېږي

پښتون ټوټې ټوټې شو، وطن پارچې پارچې شو

ماتم زمونږ په دې شو

چې جهالت فقر نفاق شو حکمران پکې

شول غلامان د بادارانو باداران پکې

له کشانیانو غزنویانو ابدالیانو پورې

له هوتکیانو نه سوریانو او غوریانو پورې

بودا، زردشت نه د اسلام سترو بچیانو پورې

له مونږه غواړي غیرت، ملي یووالی همت

د پښتونوالې په پت

که نه نور ژوند د ننګیالیو شولو ګران پکې

شول غلامان د بادارانو باداران پکې

غیرت د پلار نیکه د خاورې یو ساتلو ته وایي

غیرت د پلار نیکه په خاورې سر بایللو ته وایي

غیرت د پوهې ترقۍ حاصلولو ته وايي

چې واک اختیار مو نه وي، قبر د پلار مو نه وي

کار او روزګار مو نه وي

وي به د نورو نوکران زمونږ بچیان پکې

شول غلامان د بادارانو باداران پکې

پښتونه یو شه پښتون ورور دښمن تربور مه بوله

د بې ننګۍ ژوندون د ځان هسې ضرور مه بوله

د ننګ غیرت لاره وژل سوځول ترور مه بوله

خپل ثقافت وګټه ملي وحدت وګټه

په علمیت وګټه

زه خدمتګار وینم بری د لوی افغانی پکې

شول غلامان د بادارانو باداران پکې

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button