دا (۸) خوراکي توکي مو له دغو دردونو ژغوري

ژباړن: حضرت عثمان نوري

یوې څېړنې ښودلې ده چې د امریکا په متحده آیالاتو کې ۱۱۶ میلیونه خلک د بېلابېلو دردونو سر ټکوي، دا احصائیه ممکن له هېواد څخه هېواد ته توپیر ولري. ځيني داسې خواړه شتون لري چې انسان ته آرام ورکوي او د اوږد مهاله دردونو په حالت ښه کولو کې ډېر ښه رول لوبوي.

ځیني خلک د دردونو د آرامه کولو لپاره له کیماوي مخدره توکو څخه استفاده کوي، خو دا یې ښه درملنه نه ده او په خپل پخلنځي کې یې غم خوړلی شئ. روغتیاپالان ټينګار کوي چې یو ډول مېوه یا سبزیجات نه شي کولی چې ستاسو د بدن اړین توکي پوره کړي او هر درد ته دې درمل وګرځي، بلکې د غذا په لېست کې مو د خوړو بېلګې بدلې کړئ.

دلته ته (۸) بېلابېلې خوراکي مېوې شته چې موږ یې تاسو ته ګټې روښانه کوو، که تاسې ترې استفاده وکړئ؛ د دردونو سره مو پرې خدای په اماني کولی شئ.

لومړی: آلبالو او گیلاس

ګیلاس چې یوه په زړه پورې مېوه بلل کېږې، ښایسته خوند او زړه راښکونکی رنګ لري، دغه مېوه د سینې د سوزش او عضلاتو د درد لپاره ښه درمل دي. اسپرین، نپروکسین او نور نایډریډال ضد انتقاعي مواد لري او د عضلاتو د درد په راکمولو کې خورا ښه ونډه لري. که په ورځ کې پینځه پنځوس دانې ګیلاس وخورئ؛ دا چاره ستاسو د عضلاتو په پياوړتیا کې ښه برخه اخیستلی شي او د عضلاتو درد مو لمنېځه وړي.

دوهم: زنجفیل ( (Ginger

دغه غذا په ځانګړې ډول آراموونکی خاصیت لري چې د معدې د سوزش او د غوږونو د ښه والي لپاره ښه درمل دي.زنجفیل د میتابولیزم فعالیت گړندی کوي. څېړنو ښودلې ده چې د زنجفیل د اسپرین او التهاب ضد طبیعي ځانګړنې لري چې د معدې تېزاب له مېنځه وړي. همداراز دځيګر، د غوږونو د درد او سینې لپاره هم ښه تمامیږي. زیاتې لارې چارې شته چې دغه غذا وخورئ، د بېلګې په توګه: د سهار چایو سره یوه قاشوغه په دم (جوش) کړای شویو اوبو کې واچوئ او یا یې د لیمو د اوبو او شهتو (عسلو) سره مېکس کړئ.

دریم: بحري غذا

بحري غذا یا د کبانو غوښه د نورو غوښو په نسبت د انسان د روغتيا لپاره ډېره ګټه لري. بحري غذا تازه او ارزښتناکه خواړه دي، چې د نورو غوښو په پرتله پکې کلسترول کم خو الومین یې ډېر زیات دي.

د کب غوښه د صحت او په ځانګړي ډول د زړه، بندونو، کمر بند، د غاړې د درد او د وینې فشار د ناروغیو لپاره ډېره ګټه لري. روغتیا پالان ټینګار کوي چې که امکان یې وي، په اونۍ کې یو ځل له کب څخه استفاده وکړئ.

څلورم: تور مرچ

ددې ترڅنګ چې د تورو مرچو استعمال ستاسو اشتها برابروي، د بدن د نسجونو او د اعصابو په فعالیت کې هم خورا مهمه ونډه لري. تور مرچ دغه راز د هضم په ګړندې کولو کې هم مرسته کوي. روغتیا پالان وايي: هره ورځ د ضرورت په اندازه له تورو مرچو ګټه واخلئ، څو مو د بدن د نسجونو او د اعصابو فعالیت ښه کنترول کړي.

پينځم: ماسته (ماست)

ماسته خوندور او ښه خوند لري او کورنۍ غذا هم بلل کیدای شي. د هارورډ په عامې روغتیا اداره کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې ده چې د مستو (ماست) زیات استعمال د انسان د شکرې ناروغۍ مخنیوی کوي، په څېړنه کې ویل شوي دي چې د ورځې ۲۸ ګرامه ماسته خوړل د شکر ناروغۍ ۲۰٪ شل سلنه کموي. که تاسې له ۲۸ ګرامه زیات ماسته استعمالوئ نو د شکرې د ناروغۍ زیاته کچه مو راښکته کیدلی شي.

شپږم: قهوه

قهوه د سر درددۍ لپاره یوه عامه نسخه ده او د ډېرېو هېوادونو د وګړو یو عام عادت بلل کیږي. کافيين د وينې د رګونو له امله د درد په را کمولو کې مرسته کوي. که تاسې هره ورځ دوه ګیلاسه او یا زیات له دې قهوه وڅښئ، ستاسو اعصاب ورسره آرامیږي او ستوماني مو لمېنځه وړي.

اووم: نعنا (وینلی)

څېړنو ښودلې ده چې د نعنا استعمال ستاسو تنفسي ستیسم لپاره چټکوي. وینلی نه یواځې دا چې ښه او اشتها راوړونکې ځانګړنې لري ددې ترڅنګ د معدې او ژاملو د پیاوړتیا لپاره ګټور درمل دي. روغتیا پالان سپارښتنه کوي چې هره ورځ د نعنا، کاهو، تراتېزک او داسې نورو سبو (سلات) څخه استفاده وکړئ، څو مو معده، ژامله او صحت له رنځه ژغورلې پاتې شي.

redgreenchilipeppersاتم: تراخه مرچک

سبزیجات د انسان د وجود په اړینو عناصرو کې اهم رول لري، چې په تازه، وچ، اچارو جوړولو، مسالې په شکل، کنسروا او په کتغ کې ترې استفاده کیږی. مرچک چي په انګلیسي کي ورته Pepper وايي او علمي نوم یې Capsicum annuum دی. له مرچکوڅخه د پاړسوب په مخنیوي، اسهال، ساه بندي، د اعصابو آرامتیا، وزن کمول، هاضمي جهاز چټکتیا او د سرطاني ناروغېو تر څنګ د شکرې ناروغۍ په راکمول کې مهمه ونډه لري.

پای

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button