مبارکه روژه او د طالبانو ظالمانه جګړه

مبارکه روژه او د طالبانو ظالمانه جګړه

سیدعبدالله پاچا

طالبان د روژې مبارکه میاشت کې جګړه باندې تمرکز زیاتوي او دا مبارکه میاشت کې تر بل هر وخت زیاته وینه تویوي.

هر کال له طالبانو غوښتنه دا وي چې د روژې په مناسبت دې اوربند وکړي، خو هر کال طالبانو د خلکو غوښتنو خلاف جګړې ته زور ورکړی دی.

همدا سږ کال روژه کې له لومړۍ شپې د دې ډلې وسله والو بیلابیلو سیمو کې جګړې زیاتې کړي چې تر ډیره یې قرباني عام خلک دي.

د طالبانو د جګړې ځکه عام افغانان قرباني کیږي چې دا ډله د خلکو په کورونو او کلیو کې سنګر نیسي او له هغه ځایه جګړې کوي.

طالبان د ځان ساتلو لپاره تل خلک د سپر په توګه کاروي او هر ځل د خلکو په منځ کې سنګري نیسي، برید کوي او بیا خلکو کې پټیږي.

طالبانو د روژې میاشت کې په فراه ولایت مرکز کې موټر بم برید وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۸ ملکي وګړي ټپيآن شول او درې نور یې شهیدان شول.

طالبان په دې ښه پوهیږي چې ښار کې د موټر بم برید کول څه مانا او قرباني به یې څوک وي، خو له دې ټولو سره بیا هم د ښار منځ کې موټر بم برید کوي، دا چې قرباني یې څوک دي، د طالبانو لپاره مهم نه ده، د طالبانو لپاره مهمه دا ده چې وینه توی شي او رسنیو کې وویل شي چې طالبانو جګړه زیاته کړي ده.

له دې موټر بم وروسته یې د روژې په دویمه د ننګرهار مرکز جلال اباد کې چاودنه وکړه چې ۱۱ ملکي وګړي چې ماشومان هم پکې شامل و، ټپيآن شول.

دا چاودنه د هغه ماین له کبله وه چې د طالبانو یو کس انتقالو او چاودنه یې کړې ده، او قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

طالب په هیڅ دین او مذهب نه دی، کنه د روژې مبارکه میاشت کې او بله هره میاشت کې به کوم کتاب او کوم مذهب د مسلمان وژنې جواز ورکړي او یا به ورته توجیه ولټوي.

طالب دین د خپلو ګټو لپاره وکارو او دا دین یې د هغو جاهلانو په مغز کې ناسم پیچکاري کړی چې اصلا له لمونځ پرته ورته د دین بل هیڅ رکن زده دی، ځینو خو یې ان لمونځونه هم نه دي زده .

خو طالب همداسې جاهله ټولنه کې جاهلان موندلي او تر څو چې دا جاهلان وي، د طالبانو او ورته نورو ډلو لپاره په افغانستان کې د جګړې د بشري قوي استخدام او پيدا کول ډير اسانه دي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button