ښاغلي شهسوار سنګروال سره مرکه

د پښتو ادب اوفرهنګ له پیاوړي لیکوال او تکړه شاعرښاغلي شهسوار سنګروال سره مرکه

مرکه وال: انجنیر عبدالقادرمسعود
زموږ په افغاني ټولنه کې د پښتوادب اودشعرهنریولرغونۍ تاریخ لري، چې زموږ دهیواد ویاړلي فرهنګي شتمني ده. دشعر هنردادب او فرهنګ په ډګرکې هغه ښکلې او په زړه پورې هنردی، چې زموږ لیکوالان او شاعران دخپلې شعري ژبې په وسیله د هیواد دبیلابیلو مسایلوپه اړه د خپلې ټولنې د پیښو، طبیعي او ټولنیزو ستونزو واقعي او عیني څیره هغه شان، چې وه او ده، خپلو هیوادوالو ته دخپل رنځور زړونو دردونو، آرمانونو او د عواطفو نه ډک انساني احساسات په دیر هنرمندانه او ظریفانه شکل بیانوي. یو له دغو تکړه لیکوالانو او شاعرانو له ډلې څخه زموږ دهیواد پیاوړی لیکوال او شاعر ښاغلی شهسوار سنګروال دی، چې په (۱۹۵۱) زیږدیز کال د لغمان په غوړیدلي او ښیرازه ولایت د سنګره په کلي کې زیږدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د سنګره په لومړنۍ ښوونځي، مینځنۍ زده کړې د روښان په لیسه کې، لوړې زده کړې یې د ننګرهار په عالي دارالمعلمین د تاریخ او جغرافیې په څانګه کې سرته رسولي دي.او وروسته یې په هوډمنه توګه دادبیاتواو بشري علومو په پوهنځي کې د پښتو د څانګې لیسانس ترلاسه کړی دی. بیا یې د ماستري کورس د تاریخ او جغرافیې په څانګه کې پیل کړ، خو له بده مرغه، وروستې یانې څلورم سمستر یې د کورنۍ جګړې له کبله بشپړ نکړ.
رسمي، علمي او ټولنیزې چارې او دندې :
ښاغلی شهسوارسنګروال دښوونې او روزنې، د اطلاعاتو اوکلتوراو دلوړومسلکي زده کړو په وزارتونو کې دندې ترسره کړي دي.
– په (۱۹۹۲) زیږدیز کال په پیښور کې یې د احمدشاه ابدالي پوهنتون (اوسنی دخوست پوهنتون) بنسټ کیښود او د ریس په توګه وټاکل شو، او څلور کاله یې د دغې پوهنتون چارې پر مخ بیولې، د پوهنتون د علمي مهالنۍ تاسیس او مشري یې پر غاړه لرله، په لندن کې یې دافغان ادبي جرګه تاسیس کړه  او د دې جرګې مشردی.
چاپ شوي آثار:  
شمله، هوسۍ او کیږدۍ، د شبنم ښېښه، دنکریزوپاڼه، مساپر، دسپین غر لباسه څانګه، د ډرامې تاریخ او فن، د پښتوادبیاتومعاصرتاریخ، دافغانستان قومونه، د تاریخي جغرافیې څرنګوالې، داستاني ادبیات، دتاریخ مرصع تاریخي څیړنه او په لسګونو کیسې، په (برټش)کتابتون کې قلمي نسخې، د تاریخ په تله، دپښتوادبیاتوتاریخ، داسې پېغلې هم شته،  دا لکه ورکه زرکه او داسې یو شمیر نورآثار….
پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ، چې زموږ دهیواد یونومیالی اوهیوادپال لیکوال دی،    دسنګروال صاحب دیو اثر په اړه، چې (دافغانستان دتاریخي جغرافیې څرنګوالې نومیږي) داسې لیکي :
((… د ښاغلي شهسوارسنګروال په (۴۸۰) مخونوکې مې د هغه نوی اثر دافغانستان تاریخي جغرافیې څرنګوالې په نامه ولوست. دا لومړۍ لیکنه ده، چې په پښتو کې د دغې موضوع په هکله شوې ده:
د موضوع دنوي توب سره سره دښاغلي سنګروال دغه لیکنه روانه، دقیقه او ژبه یې رڼه او خوږه ده او د هرې موضوع په هکله هغه څه په کې ځای شوي، چې په هغې پورې اړه لري. له څه لږ سلو سرچینو څخه د مجلو او کتابونو په بڼه ګټه اخیستل شوی ده. دغه سرچینې یوازې په پښتو او فارسي کې دافغان پوهانو نه دي، په انګریزي کې دباندنیو پوهانوهم دي، چې ښاغلي سنګروال په لندن کې د برتانیې کتابتون (برتش لایبرري) څخه د اوږدې مودې په بهیر کې په څیړنو او پلټنو سره تر لاسه کړي دي …. په لندن کې دیو افغان لپاره هغه هم دمهاجرت په حال کې او دکورنۍ په لرلو سره علمي څیړنې کول او بیا د هغو پربنسټ لیکنه برابرول لکه هسې، چې ښاغلي سنګروال برابره کړې او په هغې سره یې دوطن دبیلو بیلو سیمو تاریخ او جغرافیه په لرغونومهالونو کې روښانه کړې ، دپوهې، پوهنې اوکلتورسره دهغه مینه څرګندوي. د دغسې یو اثر کښل یې د دغسې مینې څخه ګرانه ده، له پوهې، پوهنې او کلتور سره د ښاغلي سنګروال مینه اوږد تاریخ لري…. ))
سنګروال صاحب د خپل علم، پوهې او آثارو په وسیله زموږ دعلم او ادب ډیوه بله او روښانه ساتلې ده. دی نه یوازې، چې شاعر او ادیب دی، بلکې زموږ دهیواد یو تکړه تاریخ پوه، سیاست پوه، ټولنیز پوه او څیړونکې هم دی.
ښاغلی حبیب الله رفیع، چې زموږ دهیواد یونامتو لیکوال او وتلی څیړونکې دی، د  سنګروال صاحب د یو اثرپه اړه چې (د ډرامې تاریخ اوفن) په نوم یادیږي داسې لیکلي دي:
(… ښاغلی سنګروال صاحب کلونه – کلونه مطالعه کړې، د ډرامې پر پیدایښت، هنر، ډولونو، تحولونو، بدلونونو، دپښتو ډرامې په بنسټونو، تاریخي بهیر، جوړښت، انواعو، راډیویي، تلویزوني، سینمایي او سټیج ډرامو غږیدلی او بیا یې دا ټولې خبرې راغونډې کړي او لوستونکي ته یې دخپلې اوږدې مطالعې نچوړ وړاندې کړی اوپه ډرامه خصوصا پښتو ډرامه یې یوغنیمت اثر لیکلی دی، سره له دی چې په ډرامه باندې تر دې وړاندی هم په پښتو کې څیړنې شوي او کتابونه پری لیکل شوي، خو د ده کتاب په دې برخه کې تر ټولو پخوانیو څیړنو نه جامع دی، او دپښتونخوا د ټولو سیمو پر ډرامو او تمثیلي هنر خبرې لري. د ده په څیړنه کې لویه خبره داهم ده، چې تشه توصیفي نه ده، بلکې انتقادي خوا هم لري او دپښتو ډرامې په ښیګڼو او نیمګړتیاوو دواړو باندې غږیدلی دی او رښتیا هم، چې دا ډول څیړنه لوستونکی له تیارې نه رڼا ته راباسي او د دقت حس یې پیاوړی کوي….  )
سنګروال صاحب په خپلو آثارو اولکینو کې زموږ دهیوادوالو پر ملي وحدت او د یوالي او اتفاق پر بنسټ دسولې، سوکالې، ورورولۍ دخپل ولس دژبې، ادب او فرهنګ دپرمختیا اوپراختیا په اړه او د یوې مترقي ټولنې په جوړولو کې با ارزښته او ګټورې لارښوونې کړې دي.  ده په خپلو شعرونوکې د بیلابیلوپدیدو، حوادثو او حالاتو په اړه خپل لوړ تخیل ښکلي اوظریفانه تشبیهات، کنایات اواستعارات او داسې یو شمیر نورشعري ترکیبات په ډیرو ښایسته کلماتو کې او په ډیر ښکلي انداز سره په روانه، ساده خوږه او شاعرانه ژبه کې بیان کړي دي. چې په خپلو ادبي او فرهنګي آثارو دادب د مینه والو تنده ماتوي. ده په هر ډول شعري فورم کې خپل قلم اوچت ساتلی دی، که غزل دی او یاسپین او آزادشعراو داسې نورشعري ډولونه. د ده شعرونه د محتوا او مضمون له پلوه رنګین، غني اوښایسته دي. دبیلګې په توګه د ده دشعرونو دا بیتونه لولو:

وطنه!!!
عزت دې لوټ شو په نامه دې خاورې پریوتلې
د ننګ په کور د ننګ په وره دې خاورې پریوتلې
د تورې څلۍ دې را پریووت د اغیار پښو کښې
چې د شملې په هر یو وله دې خاورې پریوتلې
له مونږ لار ورکو د جانان پوښتنه ولې کوي
د بې وطن لالي په پله دې خاورې پریوتلي
….
اویا:
کاڼو دکوڅو یو لیونو په مخه کړي یو
مونږه پخپل کلي کښې پردو په مخه کړي یو
مونږ د اسرافیل شپیلۍ ته ګوروځان ته نه ګورو
ګورو چې ژوندي یو خو مرګو په مخه کړي یو
ګورمه ماښام ته لمر خاندي ورته ژاړمه
ځغلو له ډیوو سره تیارو په مخه کړي یوو
ګل د پسرلي یم زه رژیږم غوټۍ هم ژاړي
مونږ لکه بڼکه توپانو په مخه کړي یو
….
اویا:
دا به څوک وي؟
د پښتون د دېرې کنج کښې راختلی سپین سهار وو
خورا ډیره موده وروسته ځلیدلی یو لمر وو
له مستۍ نه جوړې سترګې لکه جام ډک له یاقوتو
د نیشو له هستۍ جوړ وو دخوشحال غوندې یو سر وو
د جانان اوجره کښې لوی شو لیونی وو خو پښتون وو
یاغي شوی له پنجرو وو هر اورنګ ته جوړ سنګر وو
….
اویا:
مور ته!!!
چې هره شپه دې دا خوږې سترګې په خوب کې ګورم
ستا د کعبې د عبادت توبې په خوب کې ګورم
دا مې ارمان ووچې ستا پل زه په کعبه شین کړم
ستا د دوعاوو نوراني لپې په خوب کې ګورم
د عرفات په غره ختلی در پسې وم مورې!
خاطرې هغه شېبې شېبې په خوب کې وینم
څه بختور وم چې کعبه او هم مې مور لیدله
د مور سجدې د مور اوږدې تسبې په خوب کې ګورم
ماته قبله ماته مکه یې زما ستړې مورې!
ستا ستړې ستړې هغه شپې ورځې په خوب کې ګورم
….
اویا:
چې سپوږمۍ په سپینه لار، بللې څانګې
وې غوټۍ راشه زما تر وزرو لاندې
په چوپتیا کښې چې غوړیږي موسکا شونډې
په مړوند ورته ډیوې بلې کړه باندې
د انصاف لمن توپان کړه پاڼه پاڼه
زه په لپو درته ژاړمه ته خاندې
غمازانو د تومت لومې خورې کړې
نښلوي په کښې د ښکلي اسمان وړانګې
سنګرواله چې د ګلو باغ مې لوټ شو
ملک مې لوټ شو ځکه ووتم د باندې
….
اویا:
مینه د جانان کلي کښې شور کري
اوښکې په ګریوان راته سور اور کري
چوپ یم خو تسبې دې په نوم اړوم
وایي غمازان زړه کښې څه نور کري
خلکو دا بدنام له بامه ښکته کړۍ
ګورۍ په تندي راته پیغور کري
….
اویا:
له لویې لارې چې کاږه شول یاران
اغیار ته ځکه زړه نا زړه شول یاران
ساقي چې خپله میکده خرڅه کړه
ځکه له یوې مخې نه غله شول یاران
مستي دوکه شوه مینه ځکه لوټ شوه
چې په رڼا ورځي ویده شول یاران
د خولې وعدې جانان بدلې نه کړې
ځکه توده یاران، ساړه شول یاران
….
اویا:
له خدایه هېر نه یو خو ځان هېروو
په ځان شکمن یو چې جانان هېروو
مونږه د جستو سوداګر لیوني
چې د الماس غوندې ایمان هېروو
لپو کښې ورک یوو لا ځان نه پیژنو
د بل ځولۍ کښې یو جهان هېروو
….
اویا:
پیغلې د وطن دوطن پیغلې ښاغلي دي
خواره اروپا شه چې دا څرنګه یې نجونې دي
پېغله د وطن چې له منګي سره ګودر ته ځي
غرونه غرونه زلفې ښایسته نجونې چکر ته ځي
هره ورځ چې ګورې ته به وایې چې اختر ته ځي
سره لاسونه سرې شونډې نیمزالې او پیمخې دي
مینه یې حیا ده او حیا یې پاکه مینه ده
مینه یې رښتیا ده ورته ګرانه لکه وینه ده
نه دې غولوي هره خبره یې تکه سپینه ده
څومره مینه ناکې دي او څومره ښکلې ښکلې دي
….
اویا:
چې کوي دیار تر څنګ د هجران ذکر
لکه شیخ ته د کمزوري ایمان ذکر
ما په هغو لیونیو کې حساب کړۍ
چې کوي دخپل شلېدلي ګریوان ذکر
چا چاپېره سمندر زه په کې ناست یم
خپلو دښتو ته کوم دباران ذکر
زه د سرو زرو په کلي کې ایسار یم
تش په شعر باندې لیکم د جانان ذکر
….
اویا:

مونږ په اصل کښې سره یو ملت یو
دا چې مونږه سره ویشي مخ یې تور شه
تور او سپین په مونږ کښې نشته سره یو یو
څوک چې مونږه جنګوي ځمکه پرې اور شه
….
اویا:
پسرلی
دا خادې څانګې به نن سبا غوړیږي
دا ځولۍ ځولۍ ګلونه به مستیږي
د موسم څښتن را والوته په دښتو!
د غوټیو اوربلونه سینګاریږي
د سینځلو زلفې پریوتې مخ ښکته
د سهار د نسیم زیری پرې لګیږي
د ګلاب پګړۍ کښې پرخې، مرغلرې
چې د ګل له شملو څاڅکي راڅڅیږي
ښاپیرۍ پیغلې را ووتې له کوره
پلوونه به له څانګو نه ډکیږي
….
سنګروال صاحب یومتواضع، مینه ناک، اومتفکر انسان دی، دی دعلم، پوهې او ادب سره ځانګړې مینه لري، او دپښتو ادب او فرهنګ په ډګرکې یې دخپلو آثارو په وسیله خپلو ګرانو هیوادوالوته د قدر او ستاینې وړ خدمتونه تر سره کړي دي.
د سنګروال صاحب دپوره پیژندګلوي په اړه ما له ده سره یو مرکه نیولې ده، چې د تاسو پر علم، شعر او ادب مینانو پام ورته راګرځوم:
سنګروال صاحب سلام، زما نیکې هیلې او پیرزوینې ومنې، اجازه راکړې، چې خپلې پوښتنې پیل کړم :
پوښتنه: دشعر د تعریف په اړه بیلابیل نظریات موجود دي. په دې هکله ستاسو لید څه دی؟
ځواب: رښتیا هم چې دشعردتعریف په اړه بیلابیل اندونه او نظرونه تر سترګو کیږي، ولې بیا هم دشعر په اړه د شعرپوهانو څرګندونې بې ګټې نه دي، خو داسې هم نده چې و وایو: (۲+۲=۴) کیږي. موږ د شعر په اړه دارنګه انګیرو:
– شعر دمتفکر انسان دعواطفو انعکاس دی.
– شعر هغه موزون کلام دی چې د شاعرانه تخیل هستي دهنري ارزښتونوله مخې پکې انځور شوي وي.
– شعر دسرود او آواز په مانا دی.شعریومخیل کلام دی.
– شعردطبیعت انځور او تقلید دی. (ایتو)
– نصیر طوسي ویلي دي چې دشعر اصلي موخه شاعرانه تخیل دی.
– شعر له خپله ځانه بله موخه نه لري.(بودلر)  
دارنګه په لسګونو څرګندونې دشعر په اړه لوستلی شو. زه شعر یو ژبنی هنرګڼم اوپدې ټکي ټینګار کوم چې د شعر غوښی او هډوکي، دشعر ځمکه او مینځپانګه، دشعر بڼه او ښکلاباید په ټولنیزچاپېریال کې ولټول شي.  
پوښتنه: هرشاعرله طبعیت او ماحول څخه اغیزمند کیږي، چې موزون او منظوم کلام او عاطفي احساسات بیان کړي. تاسو دیو شاعر په توګه دا کلام اواحساسات څه ډول څیړې؟
ځواب: انسان یو ټولنیز مخلوق دی، شاعر یوانسان دی، احساس لري اوانساني عاطفه، نو هرومرو له طبیعي اوټولنیز چاپېریال نه اغیزمند کیږي.
پوښتنه: ستاسو په نظر شعرالهام دی که انساني تجربه؟ او دا راته ووایاست، چې شعریو ذاتي اوفطري ضرورت دی اوکه یو ډول تفنن؟
ځواب: شاعرانه الهام دشاعر لپاره رواني ارزښت لري، او ژاک ماریتن
پخپل نامتو اثر (کریټیپ ان ټیوشن ان ارټ انډ پوټري) (Jacques Maritain)
په دې اړه کښلي دي: (کله چې شاعر شعر لیکي له خپل ځانه بیګانه کېږي. دا چې ولې داسې کېږي؟ لامل یې یو اروایي او رواني حالت ګڼي…. ماریتن دخپل اثر په پای کې کاږلي دي: (شاعر په شاعرانه الهام سره رواني لوری پیاوړی کوي.)
اپلاتون د شاعرانه الهام په اړه کښلي دي: (تر هغې چې شاعر ته الهام ونشي شاعر د نوښت جوګه نشي ګڼل کیدی.)
دلته دنوښت یادونه وشوه. نوښت دشاعرلپاره داسې مانا لري لکه عادي انسان چې څوک له (مسو) سره پرتله کړي او نوښتګر انسان بیا له (سرو زرو) سره. یو شمیر نور بیا داپلاتون نظر نه مني په دې لړ کې(دیلن تامس) دی چې الهام دشعر له قلمرو او چاپېریال نه باسي او (بودلر) د شاعر لپاره مشق او تمرین غوره ګڼي.
دې کې شک نه شته چې شاعر کله ناکله له یوې کلمې نه هم الهام اخلي. ولې د شعر ویلو ستره هستي بیا هم هماهغه شاعرانه تخیل دی او الهام دیوه بهرني توکي په توګه د نوښت او ارزښت وړګڼلی شو.
پوښتنه: ستاسو په نظر دیو ادبي سبک او مکتب تعریف څه دی؟ ادبي سبک او مکتب څنګه منځ ته راځي او څنګه له منځه ځي؟
ځواب: په هر ټاکلي ادبي پېر کې چې دتېر په پرتله یو نوی ادبي خوځښت او یونوی ادبي بهیر د یوه ستر نوښت او پایښت په توګه مینځته راشي ادبي سبک اومکتب یې بولي.
دا چې ولې له مینځه ځي؟ د دې لامل دادی چې یو بل نوی ادبي خوځښت چې د بڼې او مینځپانګې له مخې نوی وي او نوو ټولنیزو اړیکو په رڼا کې نوي مانیزاوښکلاییز ارزښتونه مینځته راوړي او بیا نوی د زوړ ځای ناستی شي.
موږ په پښتو اوپارسي کې دخوشحال سبک، رحمان بابا سبک، دحمید مومند سبک. په پارسي کې عراقي سبک، خراساني سبک، هندي سبک او نړیوال ډګر کې کلاسیزم، رومانتیزم، ریالیزم، سوریالیزم او نور د ساري په ډول یادولی شو.
پوښتنه: تاسو دشعرپه پیژندګلوي کې دبیان علم، دبدیع علم، دمعاني علم او دعروض علم څه ډول څیړې؟ مهرباني وکړی په دې اړه په لنډه توګه خپل نظر راته بیان کړی؟
ځواب: له بیلا بیلو لارو نه د یوې واحدې مانا څرګندولو ته د بیان علم وایي، او په څلورو بنسټیزو توکو ولاړ دی: تشبیه ـ استعاره- مرسل مجاز او کنایه، چې دا هر توکی دشعر د هنري ارزښت لپاره بنسټیز ارزښت لري.
یابیان علم هغه دی چې د یو شي ټاکلې مانا په بیلابیلوبڼو وړاندې کړي. د موضوع دمانا لپاره چې یوه کلمه استعمال شي او تصرف هم په کې ونه شي نو دیته تشبیې، مجاز، استعاره او کنایه وایي. پدې صورت کې یوه قرینه هم ښایي موجوده وي. خوکه چیرې دغه قرینه دموضوع د مانا د ارادې د سلبیدو سبب شي، نو پدې وخت کې اسلوب ته مجاز او استعاره وایي. له دینه پرته نوروته کنایه او تشبیې وایي.
دبدیع علم: د یوه کلام فصاحت او بلاغت څیړي چې په لفظي او معنوي ښایستونوویښل کیږي. له دې سربیره بدیع علم دیوه کلام ډولونه راپیژني چې کومې لفظي او معنوي ښیګڼې لري؟
د معاني علم: دا علم دیوه کلام د بیلابیلو ډولونو مطالعه کول دي. د معاني علم توپیر دبیان له علم سره پدې کې دی چې په بیان کې په تخیل ټینګار کیږي او په معاني کې په تعقل.
دعروض علم: په دویمې لیږدي پیړی کې خلیل بن احمدبصیري د یوناني او رومي له اغیزې او سیالۍ سره دعروض علم مینځته راوو. دعروضو توکي په افاعیلو ولاړ دي او افاعیل هغه حرکات او سکنات دي چې بیت ترې جوړیږي. دعربي عروضوبحرونه شپاړلس ټاکل شوي دي چې په دغه لړ کې (۱۵) بحرونه د احمد زوی خلیل کښلي دي او پاتې یو بحر ابوالحسن اخفش ورزیات کړيدي.
پوښتنه: مهرباني وکړی، په شعرکې دوزن، قافیې، ردیف، تشبیهات، کنایات، استعارات، او سمبولونوپه اړه په لنډه توګه معلومات راکړی؟
ځواب: په لومړي سرکې داسې انګیرل کیده چې ګڼې قافیه دشعر اصلي رکن دی. وروسته شعر پوهانو څرګنده کړه چې وزن د شعر اصلي رکن ګڼل کېږي نه قافیه. ولې  کله چې د قافیه وال کلام په څنګ کې نوي شعر، ازادشعر، سپین شعر او منثور شعر خپل وزرونه پرانستل، نو اوس زه پدغه ټکي ټینګار کوم چې شعر یو مخیل کلام دی.
پښتو اولسي شعر خپل وزن لري او خپل سیلابوتونیک ارزښت.همدارنګه پښتو شعر د خپل څپیز او خجیز جوړښت له مخې خپل آهنګ لري او خپل تول او تون.
قافیه: قافیه د وروسته په مانا ده او هغه پوهنه ده چې د دور له وروستیوهم آهنګیو څخه بحث کوي. یانې دا چې دشعر دپای کلمې او په کلمه کې د پای توری قافیه ګڼل کېږي.
ردیف: د شعر هغې وروستۍ برخې ته وایي چې په شعر کې په ورته بڼه او ورته مانا تکرار شوی وي خو د قافیې برخه یې نشو ګنلی.
قافیه (۹)نه توري لري چې عربو (۷) اوه بللي دي او بیا عجموورباندې دوه توري (مزید – نایر) ور زیات کړل. نور توري دا دي: (ردف، قید، دخیل، تاسیس، روي، وصل، خروج). د قافیې په (۹)نه تورو کې د مینځ توری روي دی او پرته له روي نه قافیه نه تړل کیږي.
تشبیه : تشبې د ورته والي په مانا ده او د دوه توکو په ګډون چې واحده مانا ولري. هغه دوه توکي مشبه او مشبه به ګڼل کېږي چې ګډه مانا یې (وجه شبه) بولي. یا په بله مانا د یو شي ورته والی له بل شي سره تشبیه ګڼل کېږي.
کنایه: دکنایې ژبه د اشارې او رموزژبه ده او د پردې تر شا د پټو خبرو ژبه. کنایه د تصریح ترک کولو ته وایي او په درې ډوله ده:
۱- کنایې نه موخه یوازې موصوف شوی زات دی.
۲- له کنایې نه موخه یوازې دموصوف له صفتونو نه یو صفت دی نه دې زات موصوف.
۳- د موصف لپاره د صفت اثبات ته کنایه وایي.
استعاره: په امانت ډول د یو شي طلب کول دي. په استعاره کې مشبه ته مستعارله او مشبه ته مستعارمنه او هغه مانا چې د مستعارله او مستعارمنه په مینځ کې راځي هغه ته وجه جامع وایي.
استعاره په غیر حقیقي مانا کې د لفظ استعمالیدل دي.
سمبول: ځنې داسې نښې او د نښو له مخې جوړ شوي سمبولونه د شاعر په نړۍ کې شته چې دخلکو له سترګو نه پټ دي.
(بودلر) د سمبولیزم له بنسټګرو څخه ګڼل کېږي چې د سمبولیزم د ودې او پرمختګ لپاره یې ډیرې هلې ځلې کړیدي. په ټوله کې سمبولونه په دوه برخو ویشل کېږي.
پوښتنه: تاسو په شعرکې  قالبونو لکه: مثنوي، قصیده، غزل، مخمس، مسدس، ترجیع بند، ترکیب بند، رباعي،  قطعه یاڅلوریځې څه ډول څیړې؟
ځواب: پښتو ژبې له ملي او اولسي شاعرۍ پرته یوشمیر قالبونه له عربي ژبې اخیستي دي، چې دغه قالبونه په بیلابیلو وختونو کې پښتو ژبې خپل کړیدي. دمثال په ډول:
په دریمه لېږديزې پېړۍ کې پښتو قطعه(څلوریځه) په پنځمې لېږدیزې پېړۍ کې پښتو قصیده په اتمې پېړۍ کې پښتو مثنوي او غزل.
همدارنګه په دیواني پېرکې دویزه، پنځیزه، پاړکي، ترجیع بند، مخمس، مسدس او د شعر نور ډولونه له عربي ژبې نه پښتو ژبې خپل کړیدي.

پوښتنه: دیو شمیر شاعرانو په شعرونو کې مستي، یاغیتوب، انساني غرور او سرکښي زیاته لیدل کیږي. تاسو په شعر کې دا فکتورونه څه ډول څیړې؟
ځواب: د ټولنیزو دودونو ماتول او له سنتي ځانګړتیاوو سرغړونه بغاوت ګڼل کیږي.  
د شاعرانه مینې په بیباکو څپوکې چې استعاره، تشبې، سیمبولونه او شاعرانه تخیل وناڅي نو دې ته وایي یاغي شعر.
د شعر مستي د کلماتو هستي ده او دشعرهستي دکلماتو مستي، شعر لکه میکده او شاعر لکه نخره بازساقي چې شنې، ښکلې او رنګینې پیالې نڅوي. د ساز او آوازمحفل ورته جشن نیسي.
یاغي شعر منطق نه مني ولې د شعر هنري دب دبه او منطق تلپاتې وي. دا ځکه چې د یوه اثر هنري اړیکې هغه دي چې د یوه منطق عواطف ټاکي.
همدارنګه زما په شعر کې هم کله کله دا ډول توکي تر سترګو کیږي. ولې ما تل هڅه کړې ده چې د شعر هنري ارزښت ته تم شم.
ساقي د زاهدانو په توبو وغولیدلې
په تمه دکعبې په بوتخانو وغولیدلې
پوښتنه: زموږ یو شمیر لیکوالان په دې عقیده دي، چې دشعر په پرتله باید نثر ته زیاته پاملرنه وشي.تاسو په دې هکله څه نظر لری، او دا راته ووایاست، چې دپښتو ادب دنثرونومکتبونه لکه: د سلیمان ماکو مکتب، د میاروښان مکتب، دخوشحال خان خټک مکتب، د منشي احمدجان مکتب اوداسې یو شمیر نور مکتبونه دپښتوژبې د ودې او پرمختګ لپاره څومره نقش او اغیز لوبولی دی؟
ځواب: هر لیکوال او شاعر چې هر څه ښه لیکلی شي، هماغه دې ولیکي. موږ باید شاعر دیته اړ نکړو، چې شعر پرې ږدي او نثر ولیکي او یا د دې برعکس….
څومره چې د پښتود سبکونو او مکتبونو خبره ده، پدې اړه مو په تېره یوه پوښتنه کې اشاره کړیده.
پوښتنه: د پښتو په ادبیاتو کې د نثر له ډولونو څخه هنري او څیړنیزو نثرونو ته زیاته پاملرنه شوې ده او خلک یې ډیر خوښوي. تاسو د پښتو ژبې دعلمي او ادبي کولو، ودې او پرمختګ لپاره دهنري او څیړنیزو نثرونو اساسي ځانګړنې څه ډول څیړې؟
ځواب: هره ژبه هر ډول شعر او نثرته اړتیا لري.ولې زما په اند هنري اوڅیړنیز نثرښه دی چې ډیرولیکل شي.
د پښتو ژبې علمي کولوته غوره لاره دا ده چې پښتو ژبه د تکنالوژی ژبه شي، دښوونځیو او پوهنیځوژبه شي، دانټرنټ ساینس ژبه شي، د ادبیاتو اوهنر ژبه او له دې ټولواوغوره به دا وي چې د نړۍ له نورو پرمختللو ژبونه یو شمېر مهم علمي آثار پښتو ژبې ته وژباړو.
پوښتنه: پښتو غزل هغه ژانر او صنف دی، چې دعشق او جذباتو سره تړاو لري. تاسو دپښتو غزل اصالت او سنتي ځانګړتیاوې په څه کې وینې؟ آیا په اوسني حالاتو کې دپښتو غزل دنورو ژبو دغزل سره سیالي کولای شي او که نه؟
ځواب: غزل دهغو بیتونو نوم دی چې وزن اوقافیه ولري او مینځپانګه یې په شاعرانه کلماتو چې عشقي رنګ او خوند لري رانغاړل شوي وي.
په غزل کې باید شاعرانه تخیل، مینه، ښکلااو دښایست بیلابیلې بڼې په خوږو او زړه راښکونکوکلماتو انځور شوي وي.
پښتو غزل په مینځني او اوسني ادبي پېرونو کې د پام وړ هنري باور ترلاسه کړی دی او موږ یې دسیمې له نورو ژبو دسیالۍ جوګه ګڼلی شو.
ته راته ووایه نرګس او که ګلاب دی باچا
چې ورته ګورې درته خاندي هم ثواب دی باچا
دګل په ژبه چې پوهېږي او رنګونه لولي
دا به ښکلا وي که شاعر؟ او که کتاب دی باچا
پوښتنه: ستاسو په نظر د اروپایي، هندي او پښتو موسیقي اساسي ځانګړنې کومې دي او څه توپیر لري؟ او دا راته ووایاست، چې موسیقي او شعر په خپل منځ کې څه تړاو لري؟
ځواب: اروپايي، هندي او پښتو موسیقي خپلې خپلې ځانګړنې لري. لومړی دا چې د دغو هیوادونو د موسیقۍ آلې هم پخپلو کې توپیر لري او ولسي ادبیات هم. لکه څنګه چې د پښتو ولسي سندرې لکه دماشومانوسندرې، دمیندو سندرې، دښادۍ سندرې، مذهبي سندرې، سروکي، نیمکي، لنډۍ، غړانګې، کاکړۍ، بګتۍ، د اتڼ نارې او په نورو ملي اوزانو جوړې شوې سندرې دا هغه څه دي چې خپل شعر لري او خپله موسیقي، خپل سراوتال لري او خپله ملي موسیقي او ملي کمپوز.پښتو ولسي سندرې د موسیقی خپلې (الې) لري لکه ډول، شپیلۍ، سرنی، دوه تار، چنګ، رباب، سیتار، منګی چې اوس پښتو سندرې له تبلې ، ارمونیې ، له جاز موزیک اود معاصرې موسیقۍ له نورو (الو) سره لکه دهندي او اروپایي موسیقی په څېر زمزمه کېږي.
هندي راګونه او اروپايي جاز موزیک هم خپلې ښیګڼې لري او دا چې د پرمختللې موسیقې(الې) دمعاصرې موسیقی ډګر ته راوتلي دي دخپلو راګونو او سراوتال په بنسټ یې وده کړې ده، نو ځکه خو دوه تاره موسیقي په ګیتارواوښته. همدا ډول نورې (الې)هم یادولی شو.
پوښتنه: مهرباني وکړی دلویدیزو ادبي او هنري مکتبونو لکه: ریالیزم، سمبولیزم، کلاسیزم، سوریالیزم او رومانتیزم په اړه لنډ مالومات راکړی؟
ځواب:
:(Realism)
ریالیزم په بنسټیزه توګه دعیني واقعیتونوپه بنسټ هغه هنري او ادبي پنځونه ده، چې شاعر او لیکوال ټولنیزې پیښې په څرګند ډول پخپلو څرګندونوکې رانغاړي. انتقادي ریالیزم د ریالیزم پر مختللی شکل دی.
:(Surealism)
دسوریالیزم پلویانو په (۱۹۲۴) میلادي کال کې یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې راغلي وو: (سوریالیزم هغه خود به خودي روحي فعالیتونو ته وایي چې د هغو په وسیله وکولی شي د خولې یا د لیک یا له بلې هرې لارې د فکر واقعي او حقیقي فعالیت بیان کړي.) دوی باور لري چې د ادبیاتو دنده یوازې د تظاهراتو او فکري ښودنو سرته رسول دي چې ټول هنري، اخلاقي او منطقي بندیزونه یې له لاسه ورکړي وي.
کلاسیزم: کلاسیزم هغه ادبي مکتب ته ویل کېږي چې په اروپا کې یې له پنځلسمې (۱۵) پېړۍ نه راواخله تر اتلسمې(۱۸) پېړۍ پورې د پخواني روم او لرغوني یونان د هنر او ادب په بڼه کې ځان ښودلی دی.
د کلاسیزم مکتب په څو بنسټونو ولاړدی:
۱- د طبیعت ښودنه او څرګندونه….
۲- پخوانیو ته پاملرنه….
۳- دعقل پروا….
۴- د رښتیا ځلا …. او دا ډول نور….
دغه مکتب په (۱۶)او (۱۷) پېړۍ کې ډیر مشهور شو….
رومانتیزم: بیا د کلاسیزم په وړاندې بغاوت وکړاو یوشمیر لیکوالوپه سرکې د فرانسې نامتو شاعرانو او لیکوالو سر راپورته کړ او رومانتیزم د یوه فکري او اخلاقي انقلاب په توګه د ادب او هنر په نړۍ کې راوځلید.
دغه ادبي او هنري مکتبونه دهرې ټاکلې زمانې ادبي، هنري او ټولنیزپرمختګونه په ګوته کوي. نو ځکه یو دبل پسې یو شمیر ادبپوهانو د دغو ادبي او هنري هاندو هڅو په لړ کې خپلو راتلونکو نسلونو ته ډیر څه په میراث پرې ایښي دي. نړۍ اوس د یوه کور په څیر د پرمختللې تکنالوژي په مټ د هر تن د کړو وړونه خبریږي او متاثر کېږي.
پوښتنه: ویل کیږي، چې ادب په عمومي ډول او کیسې په خصوصي ډول د یو ملت، قوم او ټولنې دعاداتو، فکرونو، او احساساتو هینداره ده. په پښتو ادب کې هم له ډیرو پخوانیو زمانو څخه اوږدې کیسې او نکلونه شته لکه: د آدم خان او درخانۍ او فتح خان نکلونه، دمومن خان اوشیرینو داستان، د سیف الملوک او بدرۍ جماله کیسې او داسې یو شمیر نور ادبي لیکونه. تاسو د دغو کیسو، داستانونو اونکلونو ارزښت دپښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه ډول څیړې؟
ځواب: رښتیا هم چې ولسي ادبیات د یوه ولس د کړو وړو هینداره ده او د پښتو اولسي ادبیاتو شتمنۍ دومره پیاوړۍ ده چې بیلګې یې په نړۍ کې لږ لیدلی شو چې موږ پښتو لنډۍ او پښتو داستاني ادبیات دنمونې په ډول د یادولو وړ ګڼو. موږ پښتو اولسي ادبیات په ځانګړي ډول داستاني ادبیات په درې بڼو موندلی شو:
لومړی هغه داستاني اثار دي چې په نظم کښل شوي دي.
دویمې هغه اولسي کیسې دي چې په نثر لیکل شویدي.
دریم داولسي کیسو هغه ډول دی چې هم نثر او هم په نظم دواړو کاږل شويدي، لکه د ادم خان او درخانۍ ، سیف الملوک او بدرۍ جماله ، مومن خان او شېرینو او په لسګونو نورې یادولی شو.
پوښتنه: فلسفه، تصوف اوعرفان په شاعرۍ کې څه ډول څیړې؟ ستاسو په آند په دغو
برخو کې د پښتو ادب په ډګر کې کومو شاعرانو زیاتره خپل ذوق آزمویلې اوډیره پاملرنه یې ورته کړې ده؟
ځواب: دپښتو ادبیاتو په درې واړه پېرونو کې او په بیلابیلو بهیرونو کې ډیر شاعران پیژنو چې په شعرونو کې یې فلسفي رنګ او خوند له ورایه تر سترګو کېږي. که چیرې موږ په دغه برخه کې یوازې دپښتود مینځي ادبي پېرد دوه تنو نامتو شاعرانو یادونه وکړوچې نوموړو پدې تړاو څه لیکلي او کښلي دي کفایت کوي.
خوشحال خان خټک او رحمان باباچې د تصوف او عرفان په رڼا کې او په ځانګړي ډول د (واحدت الوجود) او (وحدت الشهود) دنظریو په تړاو کوم شعرونه کاږلي دي څوبیلګې یې داسې دي:
خوشحال خټک وایي:
په هر څه کې ننداره دهغه مخ کړم
چې له ډیرې پیدا یې نا پدید شو
ګوروچې دا شعر د واحدت الوجود د نظرې یوه بیلګه ده. پدغې نظرې کې دحق شته والی او د هر څیز وجود د خدای شتون دی. دانه چې هر شی خدای دی.
رحمن بابا وایي:
هسې نه چې واحدي یې دی له عجزه
په واحد وجود بسیار دی رب زما
همدارنګه خوشحال خټک د (واحدت الشهود) د نظرې په اړه هم ډیر شعرونه کښلي چې نوموړی د هر څیز په وجود کې دیوه واحد خدای (ج) مشاهده کوي لکه چې ویلي یې دي:
یار دما څخه په کور دننه ناست وو
زه بېرون ته ګرځیدم د ده په مرسته
په شهودي توحید کې د معرفت نه پس سالک ته معلومه شي چې حق د هغه د وجود نه بهر نه وو.
پوښتنه: ارسطو وایي: (دشاعر وظیفه د اسطورې جوړول دي). ستاسوپه آند شعر د اسطورې سره څه اړیکې لري، او اسطورې د پښتو پر شعر څه اغیز لري؟
ځواب:
استوره د تخیل په بنسټ مینځته راځي او شاعر له هر چا زیات استوره جوړوونکی دی. استوره دخیالي نړۍ هغه اړیکه ده چې شاعر یې د خپل شعر لپاره راوړي او له چاپېریال سره اړیکه ټینګوي.
پښتو شاعران هم د نړۍ د نورو شاعرانو په څیر پخپلو شعرونو کې استورې راوړې دي.
دا ځکه چې استوره د شعر هنداره ده. که چېرې موږ دپښتو په اولسي شاعرۍ کې او یا په اوسنۍ شاعرۍ کې استورې وشمیرو نو شمیر یې سلګونو ته رسیږي. چې زموږ د ټولنې هر پړاو د استورو په تړاو په هر ټاکلي زمان کې خپل مخ لیدلی شي.
پوښتنه: ستاسو په نظرآیا د اسطورو، حماسو، نکلونواوکیسو تر منځ توپیر موجود دی او که نه؟ مهرباني وکړی په دې اړه خپل نظر راته بیان کړی؟
ځواب: موږ په تیره پوښتنه کې د استورې په اړه وویل چې د تخیل په بنسټ مینځته راځي، ولې له حماسې سره یې توپیر پدې کې دی، چې حماسه د زړورتیا په مانا ده، چې نه یوازیې له استورې سره توپیر لري، بلکې له جنګنامې سره هم یو شی نشو ګڼلی.
د (هومر) نه د مخه استورې دحماسو په بڼه انځور شویدي. ولې زه پدې اند یم چې استوره د حماسې په پرتله انساني چاپیریال ته نږدې ده.
حماسه لکه د استورې په څیر نړیواله واژه ده او په درې (۳)اړخونو را څرخي لکه:
محیط – شخصیت – پیښې. د مثال په ډول شهنامه نه یوازې تاریخي ارزښت لري بلکې استوري او حماسي رنګ او خوند هم لري.
پوښتنه: زموږ افغانستان یو غرنی هیواد دی، او د تاریخي اسنادو له مخې افغانان د پنځه وشپږو زرو کلونو په شا اوخوا کې لرغونۍ تاریخ لري. پښتانه د یوغیرتي اومیړني قوم په توګه او دقلم دخاوندانو په حیث پیژندل شوي دي، او همدا ډول پښتو دپښتنو یو پخه، زړه آریایي لرغونې ژبه ده. مهرباني وکړی تاسو دیو څیړونکي، ادبي او فرهنګي شخصیت په توګه دپښتو ادبیاتو د تاریخ په هکله او دپښتو ژبې د لرغونتوب په اړه د تاریخي او ادبي اسنادو له مخې په لنډه توګه معلومات راکړی؟
ځواب: اوسني څیړونکي انګیري چې افغانستان د پنځواوشپږوزرو په شاوخواکې لرغونۍ تاریخ لري. د اریایانودمهال(ویدي- اوستایې) تمدن زموږ د هیواد له ویاړونو څخه کڼل کیږي. پښتانه هم آریایان او ژبه یې هم اریایي ده. د همدغو اریایانو ژبه (اریک) نومیده او له دغې ژبې نه اوستا، سنسګرټ، پښتو، پارسي، بلوڅي، نورستاني، پشه یې، او نورې ژبې زیږیدلي دي.
په ټوله کې پښتو ژبه یوه اریایي ژبه چې په هندواریایي څانګه کې راځي او بیا د دې څانګې په اریاني ګروپ کې شامیلیږي او له هغه وروسته ختیځ شمال ښاخ پورې اړه لري.
پخپله دپښتون نوم د نړۍ په تاریخ کې یو لرغونۍ نوم دی چې لږ تر لږه تر ویدي مهاله پورې رسیږي.
تقریبا لږ تر لږه (۲۵۰۰) کاله پخوا هیرودت چې د تاریخ پلار یې بولي د پښتنو ځنې قومونه داسې راپيژني: اپاریتي= اپریدي، ګندهاري=کندهاري، اسپه زي=یوسفزي، ساک=ساکزي، ستاګیدي=خټک،
پوښتنه: تاسو په ادبي چارو کې نقد او کره کتنې  څرنګه ارزوی؟ او د ادبي او فرهنګي مرکزونو دجوړولوپه اړه په هیواد کې د ننه او بهر، چې هلته با صلاحیته ادبي او فرهنګي منتقدین اوکره کتوونکي موجود وي څه نظر لری؟
ځواب: د ادبیاتو د ودې او پرمختګ لپاره او د ادبي څیړنو دپراختیا اوپرمختیا لپاره څو ادبي هڅو ته اړتیا لیدل کیږي، لکه: ادب تاریخ، ادبي کره کتنه، ادبي فنون، ادبي تیوري اونورې ادبي هاندې هڅې.
ادبي کرکتنه دیو ادبي اثر د کره کولو لپاره د ښیګڼو او بدګڼو هنداره ده چې ګنې یو ادبي اثر څومره هنري او ادبي ارزښت لري او څومره نیمګړتیاوې؟
کره کتونکې د یوه اثر د کره کولو لپاره باید درې بنسټونه هیر نکړي:
لومړی دیوه ادبي او هنري اثر د ادبي ښیګڼو انعکاس.
دویم دیوه ادبي اثر د نیمګړتیاووبرسیره کول.
دریم غوره به وي چې کره کتونکي د یوه ښه او معیاري اثر لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي. کره کتونکی باید لکه دیوه ښه قاضي په څیربې پري وي. داچې د ادبي هڅو لپاره کوم فرهنګي او ادبي مرکزونه له هیوادنه بهر او یا په هیواد کې دننه جوړ شویدي دپام وړ دي دا ځکه چې دځوان نسل لپاره ځانګړی ارزښت لري.
ادبي کره کتنه دخپل نړیوال ارزښت له مخې اوس د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ځانګړې ارزښت لري او د یوه اثر د ګټورتوب او شهرت لپاره کره کتنه یوه غوره وسیله ګڼل کیږي.
له بده مرغه چې زموږ په هیواد کې لا تر اوسه دادبي کره کتنې دود ته پاملرنه نه ده شوې. دا اوس دستي په افغانستان کې د ګوتو له شمیره نه ډیر تلویزونونه فعال دي او په سلګونه ډله ییزي رسانۍ او خپرونې په کار بوخت دي. ولې د ادبي کره کتنې رنګینې وړانګې لا تتې دي او نه ځلېږي.
پوښتنه:  تاسو د یو ادبي او فرهنګي شخصیت په توګه دیو هنرمند، شاعر او لیکوال تعهد، رسالت او مسولیت په ټولنیز ژوند کې د هنر او ادبیاتو په ډګر کې څرنګه څیړې؟
ځواب: شاعر، هنرمند اولیکوال لکه د ټولنې د نورو غړو په څیر دوی هم ټولنیز مسولیتونه لري. دوی کولی شي چې د شعر او هنر له لارې د ټولنیز شعور د ودې او پرمختګ لپاره یو رغنده رول تر سره کړي ځکه چې د شعر او هنر ژبه ډیره خوږه او زړه راښکونکې ده.
پوښتنه: تر هغه ځایه، چې زه خبر یم تاسو په پیښور کې د احمدشاه ابدالي پوهنتون، چې اوس د خوست پوهنتون دی بنسټ ایښودونکی یاست، او څلور کاله د دغې پوهنتون د ریس په توګه مو دنده درلوده. مهرباني وکړی په دې اړه یو څه مالومات راکړی؟ او دا راته ووایاست، چې په کوزه پښتونخوا کې زموږ پښتنو وروڼو کوم بنسټیزادبي او فرهنګي فعالیتونه ترسره کړي دي؟
ځواب: هغه وخت چې د ډاکتر نجیب الله حکومت ړنګ شو. زه هم لکه د نورو هیوادوالو په څیر پښتونخوا ته کډه شوم. هلته یو شمیر پوهنتونونه دیوشمیر تنظیمونو لخوا جوړ شوي وو. لکه د دعوه الجهاد پوهنتون دسیاف لخوا ، د ګل البدین حکمتیاردحزب اسلامي په نوم او برهان الدین رباني دخپلو تنظیمونو لپاره پوهنتونونه جوړ کړي وو.په دغه وخت کې زه د دعوت الجهاد پوهنتون ته لاړم که چیرې زه د استادي په دنده وګمارل شم. له نیکه مرغه چې د درې زره کلدارو په تنخوا ومنل شوم خو د لارې له بابته راته ستونزمنه وه چې پوهنتون ته تګ او راتګ وکړم.
ومې لیدل چې ډیر ځوانان له لوړو زده کړو نه محروم وه. نو ومې غوښتل چې دیوه شخصي پوهنتون بنسټ کیږدم. لومړی مې د احمدشاه بابا لیسه جوړه کړه، او بیا مې یو کال وروسته په (۱۹۹۳) زیږدیز کال کې داحمدشاه ابدالي په نوم پوهنتون جوړ کړ، چې د طب پوهنځی، انجینري، شرعیاتو، حقوقواوسیاسي علوموپوهنځي پکې فعال شول.
زه څلور کاله د پوهنتون ریس وم او په دغه موده کې پوهنتون ډیر پرمختګ وکړ، دطب او انجینري پوهنځیو لپاره مې د ټریننګ بنسټونه جوړ کړل. له لابراتورونو نه سربیره مې یو روغتون هم جوړ کړ.
کله چې دپاکستان حکومت پدې پوه شو چې یو شمیر افغان ځوانان او دپښتونخوا په خاوره کې د نیشنل عوامي ګوند او دپښتونخوا ملي ګوندغړو دلته د زده کړو لپاره چې شمیر یې درې زره اوه سوه (۳۷۰۰) تنو ته رسیده پیل وکړ او دهرې ورځې په تیریدو پوهنتون د پرمختیا او پراختیا پړاوونه وهل نوبیا: (ای ـ اس – ای) یا
(I.S.I)
دیوه مکتوب په ترڅ کې پدې پلمه چې دغه پوهنتون دهند او روسې په مالي ملاتړ چلیږي راته ګواښ وکړچې دپوهنتون ریس سنګروال باید په (۴۸) ساعتو کې د پاکستان له خاورې ووځي او په ځای یې د پیښور د پوهنتون ریس (درانی) دپوهنتون چارې پرمخ یوسي. نو پاکستان د احمدشاه ابدالي نوم په افغان پوهنتون واړوه چې اوس په خوست کې دی.
پوښتنه: د تاسو پیغام دیوشاعر او لیکوال په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې دننه او بهر د ادبي اوفرهنګي فعالیتونو سره بوخت دي څه دی؟
ځواب: شعر د څښتن تعالی پیرزوینه ده چې چاته یې په برخه کړي وي، خو د دې لپاره چې شاعر او لیکوال ډیر څه ولیکي او ښه یې ولیکي غوره ده چې شاعر دفرهنګي شتمنۍ په مټ او ملاتړ خپلې لیکنې پخې او کره کړي.
له تاسو څخه ډیره مننه، چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل.
له تاسو نه هم ډیره ډیره مننه ګران او محترم انجنیر صاحب.
په ډیر درنښت او ادبي مینه: انجنیرعبدالقادرمسعود 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button